ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکا جیټ الوتکې د الاسکا د سواحلو دپاسه یو نه پيژندل شوی څیز له منځه یووړ

د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي د امریکا یوې جیټ الوتکې د ولسمشر جوبایډن بایډن په امر د جمعې په ورځ فبروري ۱۰ (سلواغې ۲۱) د الاسکا د شمالي برخو په فضا کې یو ناپيژندل شوی څیز وویشت او له منځه یووړ.

11.02.2023 امریکا غږ

بلوچستان کې د سړک غاړي ماین په چاودنه کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي 

پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد په ناکرار سوېل لوېديځ کې د امنيتي ځواکونو يو موټر ته څېرمه د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي. 

11.02.2023 امریکا غږ

خېبرپښتونخوا: بنو کې سبا د امن دپاره د ولسي پاڅون د غونډې تابيا شوې

د خېبرپښتونخوا په بنو سیمه کې سبا د اتوار/يکشنبې په ورځ بیا د امن د پاره د ولسي پاڅون غونډه کیږي او د علاقې خلک وایي د تیرې څه مودې نه د سختې ناامنۍ سره مخ دي او د امن غونډې د لارې ریاستي ادارو ته خپل پېغام رسول غواړي.

11.02.2023 ډیوه

ملت پاله ګوندونو د مريم نواز د هزاره صوبې جوړولو بيان غندلی

د مريم نواز د هزارې صوبې جوړولو بيان ته په خېبرپښتونخوا کې ملت پالو ګوندونو سخت غبرګون ښودلی او دغه بيان یې غندلی دی.

11.02.2023 ډیوه

پنجاب پوليس: په ننکانه کې د قران د سپکاوي په تور نيول شوی کس قهرجنو خلکو په تشدد وژلی

د پاکستان د پنجاب صوبې د ننکانه ضلعې پوليس وايي، د قران د سپکاوي په تور يو تن چې پوليسو نيولی، قهرجن خلک بيا تاڼه ورختلي او تورن تن یې د پوليسو نه تښتولی او په تشدد یې وژلی دی.

11.02.2023 ډیوه

موډيز: پاکستان په بهرنيو پورونو واپس کولو کې له خطرو سره مخ دی

د اقتصادونو د درجه بندۍ نړيوالې ادارې موډيز ویلي، د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د پاکستان د پور د پروګرام د لوظنامې د وروستو والي له امله په دغه هېواد کې د بهرنيو زېرمو/ يا غېر ملکي زر مبادله د ذخیرې کمېدو له وجې د بهرنيو قرضونو د بيرته ورکولو خطرې نورې سېوا شوي دي.

11.02.2023 ډیوه

د امریکا سفارت: افغان مېرمنې او نجونې په هره کچه د زده کړو حق لري

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت د "ساینس علم کې د ښځو او نجونو نړیوالې ورځې" په مناسبت د افغان نجونو د روباټیک ټېم د حیرانوونکي کار او فعالیت ستاینه کړې ده.

11.02.2023 امریکا غږ

طالبانو افغانستان کې د امریکا غږ په پښتو او دري ویب سایټونو محدودیت ولګاوه

په افغانستان کې په مطبوعاتو او بې پرې خبرونو او معلوماتو ته د افغان ولس په لاسرسي د محدودیتو په لړ کې طالبانو په تازه اقدام کې د امریکا غږ او آزادۍ رادیو پښتو او دري ویب سایټونه بند کړیدي.

11.02.2023 امریکا غږ

لاهور هایکورټ90 ورځو کې دننه دپنجاب اسمبلۍ دانتخاباتو کولو امر کړی

الیکشن کمیشن په صوبو کې دانتخاباتو کولو لپاره دپنجاب اؤ پښتونخوا ګورنرانو نه نیټې هم غوښتي خو ددغو دواړو صوبو ګورنرانو ورته په ځوابي لیکونو کې دهیواد دننه د روان بد اقتصادي اؤ امنیتي وضعیت دلیل ورکړی اؤ سپارښتنه یې کړې ده چې داړونده اړخونو سره په مشوره باید دټاکنو پریکړه وکړی شي

11.02.2023 ډیوه

د ترکي او شام په زلزله کې د مړوکسانو شمېره د 23000 نه زیاته شوې

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د جمعې په ورځ د زلزله ځپلې صوبې ادیامان دوره وکړه او دا خبره یې تسلیم کړه پکار ده حکومت په زلزله ځپلو کې امدادي کارونه زر شروع کړی وی

11.02.2023 ډیوه

"هره ورځ دپارلیمان ملا ته چابک مه نیسئ"دچیف جسټس په ریمارکس سینیټ کې سختې نیوکې شوي

تېره ورځ سپریم کورټ کې دپاکستان داحتساب دملي ادارې نیب په قواننیو کې دترمیمونو په اړه د دوسیې اوریدنې په مهال چیف جسټس عمر عطاءبندیال پخپل ریماکس کې ویلي وؤ دپاکستان په تاریخ کې یوازې یو وزیراعظم راغلی ؤ چې ډير دیانتدار ګڼل کیدو

11.02.2023 ډیوه

دترهګرو مقابلې لپاره شهباز شریف امنیتي ادارو ته دعصري وسلو ورکولو امر کړی

دخالي په ورځ اسلام اباد کې دامنیت په اړه دلوړې کچې د راجوړې شوې یوې غونډې دمشرۍ کولو په مهال وزیراعظم د وفاق اؤ صوبو ترمنځ دتماسونو اؤ همغږۍ په لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی

11.02.2023 ډیوه

ایران وايي په پوځي مرکز ډرون حمله کې ککړ د اسرایل "اجرتیان" يې نیولي 

په اصفهان کې د ایران د اېټمي پروګرام ګڼ شمېر تنصیبات موجود دي پکې د یورېنیم تیارولو د ایران مرکزي بټۍ نطنز هم شامل دی. په 2021 کې ایران په اسرایل د نطنز د تباه کولو الزام لګولی و

11.02.2023 ډیوه

وایټ هاوس: صدر بایډن به د پولېنډ دوره کوي 

وایټ هاوس د جمعې په ورځ پولېنډ ته د صدر بایډن د دورې اعلان وکړو او هم دغه ورځ په سحر روس د اوکراین په مختلفو برخو کې تازه حملې وکړې

11.02.2023 ډیوه

امریکايي جنګي جهاز د الاسکا ریاست دپاسه پراسرار څیز راغورځولی 

د چین د څارنې دغه بېلون امریکې د ساحل سره نژدې په سمندر کې راوغورځولی شو او دا تشویش او تنقید یې راپارولی و چې چینايي پوکاڼۍ څنګه د امریکې فضايي حد ته د دننه کېدو نه مخکې ولې نه وه تباه کړی شوې

11.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more