ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګرو ملتونو د عثمان کاکړ په مرموز ډول د مړینې د پلټنو غوښتنه کړې ده

  ملګرو ملتونو په پاکستان ټینګار کړی چې باید دوه کاله وړاندې په مرموزه توګه دمړ شوي پخواني سینیټر عثمان کاکړ دمړینې پلټنې وکړي. دپښتونخوا ملي عوامي ګوند دبلوچستان پخوانی صدر اؤ سینیټر عثمان کاکړ په جون کال  2021م کې دشپې په مهال دخپل کور دننه په سخت ټپي حالت کې موندل شوی ؤ چې وروسته یې هسپتال کې ساه ورکړې وه اؤ دهغه تر مړینې وروسته په ټولنیزو رسنیو داسې دعوې شوې وې چې ګنې عثمان کاکړ وژل شوی دی. ترڅو که دعثمان کاکړ د ژوبل کیدو نه وروسته په ابتدایي توګه داسې بیانونه مخې ته راغلي وؤ چې هغه دشپې تیاره کې دکور دننه لویدلی اؤ زخمي شوی ؤ خو په دغو دعوؤ تر ننه شکونه کیږي. دپاکستان دپوځ اؤ استخباراتي ایجنسیو سخت ناقد ښاغلی کاکړ دبلوچستان د ولس دحقونو اؤ دملت پاله سیاست علامت ګڼل کېدو اؤ هغه به زیاتره مهال دپاکستان په سینیټ ،جلسو اؤ کانفرنسونو کې په ریاستي ادارو په خلاص مټ نیوکې کولې. ملګرو ملتونو پروسکال د دسمبر میاشت کې پاکستان ته دهغه د مرګ د پلټنو په اړه لیک کښلی ؤ چې دغه لیک اوس مخې ته راوړل شوی دی. په یاد لیک کې ددې اندېښنې څرګندونه شوې ده چې کیدای شي عثمان کاکړ دکوم برید په نتیجه کې وژل شوی وي. څېړونکي وایي دافغانستان په اړه دپاکستان په تګلارو اؤ پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کسانو په ستونزه د عثمان کاکړ غږ ته به دپاکستان سینیټ کې ځانګړی ارزښت ترلاسه ؤ. دعثمان کاکړ دمړینې پوسټ مارټم رپورټ کې په هغه دتشدد هیڅ نخښه نه وه موندل شوې خو دښاغلي کاکړ کورنۍ،دګوند غړو اؤ مدني فعالانو پرله پسې داسې دعوې کړي چې ګنې په عثمان کاکړ دشپې په تیاره کې برید شوی دی. دې دعوؤ وروسته له هغې نور تقویت هم وموندلو چې دبولان طبي پوهنتون په رپورټ کې وویل شول  دعثمان کاکړ دابتدایي سي ټي سکین له مخې په سر له ګزار خوړلو وړاندې دعثمان کاکړ د وینې دفشار،برین هیمرج یا کومې بلې ناروغۍ هیڅ نخښې نخښانې نه دي موندل شوې. دهغه دګوند ګڼ شمیر مشرانو اؤ فعالینو دا دعوې هم کړې دي چې تر مړینې وړاندې عثمان کاکړ ته ګڼ شمیر ګواښونه شوي. په سینټ کې پخپله وروستۍ وینا کې هم ښاغلي کاکړ ویلي وؤ چې په هغه فشار اچول کیږي چې باید په غیر جمهوري قوتونو دنیوکو نه لاس واخلي. په دغه وینا کې هغه ویلي وؤ که په ده یا دده دکورنۍ په غړیو څه وشول نو ذمه وارې به یې دهیواد خفیه ادارې وي. دملګرو ملتونو په لیک کې ویل شوي چې دپاکستان له لوري دعثمان کاکړ دمړینې په اړوند ترلاسه شوي سرکاري معلومات واضحه نه دي ځکه نو دقامي اسمبلۍ دبشري حقونو قایمه کمیټي دې دبشري حقونو دغیر دولتي سازمان سره په ګډه دعثمان کاکړ دمړینې پلټنې وکړي. دملګرو ملتونو په لیک کې دعثمان کاکړ دمړینې ترڅنګ دهغه فهرست دپلټنې غوښتنه هم شوې ده چې په مبینه توګه د ټي ټي پي له لوري په ټولنیزه رسنۍ فیس بک خپور کړل شوی ؤ. په دغه فهرست کې دژورنالستې ګل بخاري، دبشري حقونو دفعال فضل الرحمان اؤ دپخواني سینیټر فرحت الله بابر د وژلو ګواښونه شوي وؤ. دملګرو ملتونو د استازو له لوري په لیکل شوي دې خط کې ویل شوي چې دا ګواښونه یادونه کسانو ته پاکستان کې دمیشت پښتون اقلیت دانساني حقونو په دفاع کولو اؤ دجبري بې درکیو اؤ بشري حقونو د سرغړونو په رپورټ کولو ورکړل شوې وې. خو دپاکستان دحکومت له لوري تر اوسه ددې لیک هیڅ ځواب نه دی جمع کړل شوی اؤ نه یې په اړوند دپاکستان غبرګون مخې ته راغلی دی. دعثمان کاکړ له مړینې وروسته دبلوچستان دکورنیو چارو محکمې دبلوچستان هایکورټ په دوؤ ججانو مشتمل دپلټنو دکمشن جوړولو پرېکړه کړې وه خو دعثمان کاکړ دکورنۍ دغړو اؤ اړونده کسانو له لوري په دغه کمیشن دبې باورۍ ښودل کیدو اؤ دکمیشن مخې ته له نه وړاندې کیدو وروسته دا کمیشن کومې پایلې ته له رسیدو پرته ختم کړل شوی ؤ. ددغه عدالتي پلټنو نه وروسته دعثمان کاکړ دمړینې په اړوند نورې هیڅ رقم پلټنې نه وې شوې اؤ نه مقدمه درج شوې وه. دملګرو ملتونو داستازو دعوه ده دعثمان کاکړ اړونده کسانو ته دامنیتي ځواکونو له لوري دانتقامي کاروایو ګواښونه کیدل. دپاکستان امنیتي ادارو په تېرو وختونو کې مدام داسې رقم تورونه رد کړي دي اؤ دریځ یې خپل کړی دی چې په هر رقم پلټنو کې مرستې ته چمتو دي. دپاکستان دبشري حقونو دکمیشن  دملګرو ملتونو له لوري دعثمان کاکړ دمړینې دپلټنو دغوښتنې ملاتړ کړی دی. دپاکستان دبشري حقونو دکمیشن شریک چیرمین اسد بټ وایس اف امریکه اردو څانګې سره خبرو کې ویلي دعثمان کاکړ مرموزې مړینې پلټنې باید په بې پلوه اؤ رونډ انده ډول وکړل شي ترڅو دهغه کورنۍ ته انصاف ترلاسه شي. هغه ویلي هرکله چې دعثمان کاکړ کورنۍ دپلټنو په کمیشن بې باوري وښودله نو پکار وه چې بیا حکومت دپلټنو لپاره کومه بله لاره خپله کړې وه. اسد بټ وایي دقامي اسمبلۍ اؤ سینیټ د کمیټیو اؤ دمدني ټولنې له لارې دعثمان کاکړ د مړینې پلټنې پکار وې خو داسې ونه شول. په دې رپورټ خپل غبرګون کې دعثمان کاکړ زوي خوشحال خان کاکړ ویلي دهغه پلار دپښتنو افغانانو اتل دی اؤ هغه دخپلې کورنۍ اؤ مظلومو قومیتونو لپاره د انصاف په ورکړه کې د ټولو نه دمرستې غوښتنه کړې ده. پخواني سینیټر اؤ دپیپلز ګوند وتلي مشر فرحت الله بابر هیله ښودلې ده چې دملګرو ملتونو له لوري دعثمان کاکړ دمرموزې مړینې دپلټنو له غوښتنې وروسته به ددې مړینې یا وژنې د طالبانو لخوا دجاري شوي فهرست بې پلوه اؤ رڼې پلټنې وکړل شي. وایس اف امریکه ته دلیږل شوؤ پوښتنو ځواب کې فرحت الله بابر ویلي چې دتحریک طالبان له لوري مبینه خپور کړل شوي فهرست کې دهغه(عثمان کاکړ) نوم مخې ته راتلل یوه سنګینه معامله ده. فرحت الله بابر وایي دتحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند احسان الله احسان په فیس بک یو پوسټ کې لیکلي وؤ چې هغه ته دپاکستان دامنیتي ادارو له لوري دخلاصون په بدل کې د 10کسانو د وژنې وینا شوې وه چې دعثمان کاکړ نوم هم پکې شامل ؤ. ښاغلی بابر وایي عثمان کاکړ په پراسره حالت کې مړ شوی دی اؤ تر مړینې وروسته یې دمړینې معامله دوي په سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ کې هم پورته کړې ده خو څه نتیجه یې را ونه وتله. (د محمد ثاقب دا رپورټ د وي او ای اردو څانګې په مننې سره خپور کړل شو)

11.03.2023 ډیوه

استخباراتي شبکو الیکشن کمیشن ته ویلي د عمران خان، بلاول او فضل الرحمان ژوند ته خطرې پېښې دي

پاکستاني رسنۍ وایي چې دهیواد استخباراتي شبکو یا حساسو ایجنسو الیکشن کمیشن ته ویلي چې دیو شمیر مهمو سیاستمدارانو ژوند ته سختې خطرې پېښې دي ځکه نو په موجوده حالاتو کې باید په پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې انتخابات ونه کړي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت مخالفه ډله تحریک انصاف له وړاندې تورونه لګوي چې حکومتي ایتلاف انتخاباتو کې خپله ماتې له ورایه ویني ځکه نو انتخاباتو نه دتېښتې لپاره بهانې لټوي. خو په مرکز کې د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ نواز مرستیالې مشرې اؤ منتظیمې مریم نواز ویلي چې انتخابات به ضرور کېږي خو تر هغې وړاندې به احتساب کیږي اؤ دانصاف دتلې دواړه چابړي به توله کولی شي. دپاکستاني رسنیو له مخې تېره ورځ دهیواد حساسو ادارو دیوې غونډې په ترڅ کې دالیکشن کمیشن چارواکو ته خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب کې دانتخاباتو په مهال دامنیتي وضعې په اړه احوال تېر کړی دی. سرچینې وایي په دې غونډه کې دټولټاکنو کمیشن ته ویلي شوي دتېرکال په پرتله سږکال ډیر زیات امنیتي ګواښونه موجودي اؤ دا ګواښونه دسنګین نوعیت دي ځکه نو په موجوده حالاتو کې دې اعلان کړل شوي انتخابات ونه کړل شي. رسنیو دسرچینو له خولې ویلي چې دې غونډه کې استخباراتي شبکو ایي ایس ایي اؤ ایي بي اؤ دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو استازو دالیکشن کمیشن چارواکو ته ویلي چې دعمران خان ، مولانا فضل الرحمان، بلاول بوټو اؤ یو شمیر نورو سیاستمدارانو ژوند ته خطرې پېښې دي. استخباراتي چارواکو ویلي که په موجوده وضعیت کې دترسره کېدونکو انتخاباتو نتیجې کوم ګوند قبولې نه نه کړې نو یوه نوې شخړه هم سر راپورته کولی شي ځکه غوره به دا وي چې په داسې حالاتو کې شیډول کړل شوی الیکشن ونه کړل شي. دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان سپریم کورټ پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې دایین له مخې د90 ورځو دننه دانتخاباتو کولو امر کړی اؤ الیکشن کمیشن په پنجاب صوبه کې دانتخاباتو لپاره د30م اپریل نیټه ټاکلې ده. الیکشن کمیشن خېبر پښتونخوا صوبه کې هم دانتخاباتو دنیټې ټاکلو لپاره دپښتونخوا ګورنر غلا علي په 14م مارچ اسلام اباد ته رابللی دی خو ګورنر غلام علي هم تېره ورځ ویلي چې پښتونخوا صوبه کې دامنیت وضعه زیاته کړکیچنه اؤ انتخاباتو ته سمه نه ده. خو بل لوري ته تحریک انصاف ګوند پرله پسې پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې د90 ورځو دننه دټولټاکنو غوښتنې کوي. دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم تېره اوونۍ پخپل یو ویډیو بیان کې ویلي وؤ چې دهیواد دټولو کشالو هواری په بې پلوه اؤ روڼ انده انتخاباتو کې دی خو دهغه دعوه وه چې مخالفینو ته یې انتخاباتو کې دخپل شکست باور شوی دی ځکه انتخاباتو نه دتېښتې لاره ګوري. مرکز کې د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ مرستیالې مشرې مریم نواز تېره ورځ فیصل اباد کې دخپل ګوند پلویانو ته وینا کې ویلي دي چې انتخابات به ارو مرو کیږي خو تر انتخاباتو وړاندې به احتساب کیږي. هغې دعدلیې کردار ته په اشارې سره ویلي چې که دتلې دواړه چابړي توله کړل شي نو بیا دوي بې شکه انتخاباتو ته تیار دي. الیکشن کمیشن تېره اوونۍ ویلي وؤ چې دانتخاباتو په اړه به د سپریم کورټ پرېکړه عملي کوي. دپنجاب صوبې اسمبلي په 14مه اؤ دخیبر پښتونخوا اسمبلي په 17جنورۍ ماته کړل شوې ده چې دهغې نه وروسته تحریک انصاف ګوند په دغو دواړو صوبو کې دایین له مخې په 90 ورځو کې دننه دانتخاباتو نیټې اعلانولو لپاره عدالت ته رجوع کړې وه اؤ هم سترې محکمې له خپله انده دانتخاباتو دنیټې په نه اعلانېدو نوټس اخستی ؤ. تېره اوونۍ سپریم کورټ خپله پرېکړه کې ویلي وؤ چې داسمبلیو ماتېدو نه وروسته په 90 کې نوې ټاکنې کول دایین له مخې ضروري دي

11.03.2023 ډیوه

افغانستان: د طالبانو په واک کې راتلو وروسته د افغان مېرمنو کار 25 سلنه کم شوی، راپور

د خواریکښو د نړیوال سازمان د راپور ترمخه په افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو وروسته د 2021 کال په مقابله کې په 2022 کال کې د افغان مېرمنو کار 25 سلنه کم شوی دی. راپور زياتوي چې په دغه موده کې د سړو په کار او روزګار کې هم اووه فيصده کمی راغلی دی.

11.03.2023 ډیوه

پوځ وایي شمالي او جنوبي وزیرستان کې یې پینځه ترهګر وژلي دي

دپاکستان پوځ وایي افغانستان سره په پوله پرتو دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو کې یې دترهګرو پرضد دخفیه اطلاعاتو په اساس عملیات کړي چې پکې پینځه ترهګر وژل شوي دي. دپوځ مطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي دغه عملیات یې دمارچ په 10مه شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې کړي چې پکې د وژل شوؤ ترهګرو د ولکې نه امنیتي ځواکونو ته په ګڼ شمیر کې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم په لاس ورغلي دي. تر دې څلېریشت ساعته وړاندې هم پوځ دشمالي وزیرستان په دته خیل سیمه کې په دوؤ بیلابیلو نښتو کې د نهو ترهګرو د وژلو دعوې کړې وې پوځ پخپل تازه بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې اؤ نه هم ازادو سرچینو نه په دې اړوند څه معلومات ترلاسه شوي دي. دایس ایس پي ار په بیان کې ویل شوي چې پوځ دهیواد دګوټ،ګوټ څخه دترهګرۍ نوغي ویستلو ته ژمن دی. تر دې وړاندې پوځ د مارچ په څلورمه په قبایلي ضلعه شمالي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې د یو ترهګر د وژلو دعوه کړې وه. دپاکستان پوځ وخت په وخت قبایلي ضلعو کې دعملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو د وژنې دعوي کوي خو ددغو دعوؤ تصدیق د ازادو سرچینو نه ځکه نه شي کیدالی چې نه خو پوځ په دغو سیمو کې میډیا ته په ازادانه توګه دفعالیتونو اجازه ورکوي اؤ نه هم دجګړې دبل لوري درک معلومیږي چې میډیا ترې ددغو دعوؤ پخلی وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو ترهګریز بریدونه چټک شوي اؤ په دې بریدونو کې ګڼ شمیر امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د فرورۍ په 27مه په شمالي وزيرستان کې د مشکوکو وسله والو او د امنیتي ځواکونو په جګړه کې پوځ ویلي وو دوه عسکر او دوه وسله وال وژل شوي دي . همدا شان دفرورۍ په 14مه هم د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس ځواک (سي ټي ډي )دعوه کړې وه چې په شمالي وزیرستان کې د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان وسله والو په سي ټي ډي بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي دي. په30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین جومات کې یو خونړي ځانمرګي برید کې 84 پولیس وژل شوي اؤ 200 نه زیات نور ژوبل شوي وؤ. تېرکال په 18م دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړی ؤ او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو چې پکې د25 ترهګرو د وژلو دعوه شوې وه.

11.03.2023 ډیوه

پي ایس ایل: پېښور زلمي د ملتان سلطانز نه په څلور وېکټو ماتې وخوړه

دپاکستان سپرلیګ داتم پړاؤ په27مه سیالۍ کې ملتان سلطانز پېښور زلمي ته په څلورو وکټونو ماتې ورکړې ده اؤ پلی اف پړاؤ کې یې ځای جوړ کړی دی. دپېښور زلمي لوبډلې په دې لوبه کې دپي ایس ایل دتاریخ تر ټولو زیاتې 242منډې جوړې کړې خو بیا یې هم دخپل دې لوړ هدف دفاع ونه کړی شوه. دپېنډۍ په سټیډیم کې ترسره شوې دې سیالۍ کې دپېښور زلمي له لوري ورکړل شوی د243 منډو هدف ملتان سلطان دشپږو لوبغاړو په تاوان دنولسم اوور په وړومبي بال پوره کړو. دملتان سلطانز رایلي روسو په 51 باولو دپي ایس ایل تر ټولو چټک سینچري جوړه کړه اؤ دټولو 121 منډو په جوړولو یې دخپلې لوبډلې په بریا کې مهم کردار ولوبولو. همدا شان کیرون پولارډ په 25 بالونو 52 منډې جوړې کړې . خوشدل شاہ 18، کپتان محمد رضوان 7، شان مسعود 5 اور ټم ډیوډ 2، انور علی 28 او اسامه میر 10 منډې جوړې کړې. دپېښور زلمي  عظمت الله عمر زئ   2 اؤ وهاب ریاض،مجیب الرحمان، ارشد اقبال اور صایم ایوب نے 1،1 لوبغاړی وسوځولو. تر دې وړاندې چې پېښور زلمي لوبډله دټاس په ګټلو سره بیټنګ ته را ووتله نو په ټاکلو اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په تاوان242 منډې جوړې کړې چې دا د پی ایس ایل په تاریخ کې تر ټولو زیاتې منډې ګڼل کیږي. دپېښور زلمي کپتان بابر اعظم 73  صایم ایوب 58، ٹام کونلر کیډمور 38، محمد حارث 35، حسیب الله خان 7 ، روومن پاول 2 ،عظمت الله عمرزئ 16 اور وهاب ریاض 7 منډې جوړې کړې. دملتان سلطانز له لوري عباس اپریدي 4 اؤ انور علي اؤ اسامه میر یو،یو لوبغاړی وسوځولو

11.03.2023 ډیوه

اوکراين د روسي ميزايلو د حملو د زور نه بيرته راوځي او بجلي يې بحال کړې

واشنګټن- د اوکراين په سرښار کې د جمعې په ورځ بجلي تر ډېره حده بحال شوې ده او چارواکي وايي هېواد يې د روسي ميزايلو او ډرون حملو ته په اجله توګه غبرګون ښايي چې پکې بنيادي ودانۍ په نخښه شوي دي. د روس د ټولو نه پېژندل شوې جنګي حربه دا ده چې روسي ځواکونه اوکرين د لرې نه په ميزايلو ولي ځکه چې مزکني ځواکونه يې د اوکراين پوځ په مخ تلو ته نه دي پرېښودي او د مياشتو راهسې په ختيځ خطونو کې ګېر دي. د روس د دې حربو مقصد دا دی چې د اوکريان حوصله ماته کړي او دې ته يې اړباسي چې د روس د خوښې او شرطونو سره سم د امن لوځنامه لاسليک کړي. د اوکراين چارواکي په تېزۍ سره د روس د حملو زيان ډکولو ته ځان ور رسوي چې پکې په ښارونو کې د بيا رغونې او د اسانتياو بيا په ځای کولو عمل روان دی او هم دا وجه ده چې جنګ دويم کال ته واوړېدو خو څه خاص اثر يې نه دی اچولی. په واشنګټن کې څېړنيزه اداره سټډي اف وار په يو جايزه کې ويلي چې دا د ميزايلو حملې به نه د اوکرين حوصله ماته کړي او نه به په جنګي ليکو کې روس ته کوم لاس بری ورکړي. د اوکرين د پوځي چارو کارپوه اولېح ژدانوف وايي روس ولسي بنيادي ودانۍ په نخښه کوي ځکه چې د اوکرين پوځي ځايونه په اسانه نه شي ويشتلی. هغه وايي “روس د اوکرين د پوځ او وسلو په اړه ډېر معلومات نه لري نو د دې په ځای ولسي ځايونه په نخښه کوي او دا زړه حربه په دې مقصد کاروي چې په ټولنه کې ويره ترهه خوره کړي”. ژدانوف وايي اوکرين د ژمي نه وتلی او د روس د توانايۍ په ځايونو حملې به په سپرلي کې هيڅ اثر وا نه چوي. په کيف کې اوبه او بجلي بحال شوي خو د ښار د پوځي انتظاميه مشر سرحي پوپکوف وايي نزدې 30% ښاريان لا د تودوالي د نظام نه بې برخې دي خو کار پرې روان دی. دا د روس په دريو اوونيو کې د ميزايلو غټې حملې دي چې پکې اتيا ميزايل او ډرون کارول شوي. په دې حملو کې د روس د ټولو جديد هايپر سونېک کېنژل کروز ميزايل هم استعمال شوي.  

10.03.2023 ډیوه

ایران او سعودي له اوو کلونو وروسته د اړیکو بیرته فعالولو پرېکړه کړې

واشنګټن ــــ ایران او سعودي عرب له اوو کلونو وروسته د جمعې په ورځ د اړیکو د بیرته جوړولو پرېکړه کړې ده. د دواړو هېوادونو تر منځ تېرې اووه کلنۍ دښمنۍ د خلیج امنیت خراب کړی او په منځني ختیځ کې له یمن تر شامه د شخړو سبب شوې وه. د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې دا پرېکړه د ایران او سعودي د اعلی امنیتي چارواکو تر منځ په بېجینګ کې له هغو څلور ورځنیو خبرو اترو وروسته شوې چې مخکې یې اعلان نه وو شوی. د ایران، سعودي عرب او چین له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې تهران او ریاض په دوو میاشتو کې د خپلو سفارتي اړیکو د بیا فعالولو او د سفارتونو په پرانیستلو باندې اتفاق کړی دی. په اعلامیه کې ویل شوي: "په دې تړون کې د د دواړو ریاستونو خپلواکۍ ته د درناوي او د یو بل په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نه کولو په اړه د دواړو تصدیق شامل دی". سعودي عرب په وروستیو کلونو کې په ایران تور پورې کړی وو چې په 2019م کال کې یې د سعودي د تېلو پر اثاثو د میزایلو او ډرون بریدونه کړي او د خلیج په اوبو کې یې ټېنکرونه ویشتل دي، خو ایران دا تورونه رد کړي وو. په یمن کې ایران پلوه حوثي یارغیانو هم له پولې هغې غاړې په سعودي عرب کې د میزایل او ډرون بریدونه کړي وو. سعودي د حوثیانو خلاف د جوړ کړي اتحاد مشري کوي او په 2022م کال کې یې بریدونه عرب اماراتو ته هم غزولي وو. د جمعې د ورځې تړون د ایران د اعلی امنیتي چارواکي علي شمخاني او د سعودي عرب د ملي امنیت د سلاکار مساعد بن محمد العیبان له خوا لاسلیک شوی، چې پکې د 2001م کال د امنیتي همکاریو د تړون او د تجارت، اقتصاد او سرمایه کارۍ په برخه کې د یو بل پخواني تړون د بیا فعالولو پرېکړه شوې ده. د رویټرز د رپوټ له مخې د چين اعلی سفارتکار وانګ يي دغه تړون د مذاکراتو او امن لپاره يوه لویه کامیابي بللې او ویلي یې دي چې بېجينګ به د کړکېچنو نړيوالو ستونځو په حل کې رغوونکی کردار تر سره کړي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت یوه ویاند ویلي چې امریکا د سعودي او ایران د تړون خبرونه تر لاسه کړي او وایي په یمن کې د جګړې د ختمولو او په منځني ختیځ کې د کړکېچ د کمولو لپاره د هر ډول هڅو هرکلی کوي. رویټرز لیکي، ایران او سعودي عرب چې په منځني ختیځ کې دوه لوی شیعه او سني مسلمان هېوادونه دي، له کلونو راهیسې له یو بل سره اختلاف لري او له یمن تر شامه او نورو ځایونو پورې په پراکسي یا نامخامخ جګړو کې د مخالف لوري ملاتړ کوي. سعودي عرب په 2016م کال کې هغه وخت له ایران سره اړیکې ختمې کړې چې په تهران کې یې پر سفارت ګڼو خلکو وروسته له هغه برید وکړ، چې ریاض یو شیعه عالم په دار کړ.

10.03.2023 ډیوه

هغه نجونې چې د زده کړې لپاره یې وینې وبهېدې، له پوهنتون څخه محرومې شوي

د کاج روزنیز مرکز زده کوونکي چې تېر کال د کانکور د آمادګي پر مهال پرې برید وشو، اوس لکه زرګونه نورې نجونې له پوهنتون څخه محرومې شوې دي. د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د کاج پر روزنیز مرکز برید کې له ۵۰ زیات زده کوونکي ووژل شول او نږدې ۱۱۰ نور ټپیان شول. د دغه برید ځینې زده کوونکي اوس روغ شوي او پوهنتون ته تګ توان لري خو د طالبانو حکومت د شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي.

09.03.2023 ازادي راډیو

ازادي راډيويي مجله؛ په هنر او ادب کې ښځه څومره ونډه لري؟

هنر او ادب کې د ښځو پر ونډه له اکبر کرګر سره مرکه، د شعر پر نقد د ځوانې شاعرې شفيقې خپلواک خبرې، عابده سپوږمۍ او لېمه دوران کيسې راته لولي. دغه راز په دې خپرونه کې دا هم اورئ چې، جرمني کې د هڅوب په نوم پښتو مجله چاپ شوه. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

08.03.2023 ازادي راډیو

يوې افغانې محصلې د هند په 'وير نارماد پوهنتون' کې د سرو زرو مډال ګټلی

راضیه مرادي په هندوستان کې افغانه محصله ده، چې په دې ورستیو کې یې د هند د ګجرات ایالات له ویر نارماد پوهنتون څخه د سرو زره مډال وګاټه. راضیه په ۲۰۲۰کال کې د رقابتي بورسيې له لارې هندوستان هېواد ته د عامه ادارې په څانګه کې د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره راغله، پوهنتون څخه د ماسټرۍ له دورې په فارغېدو سره د لوړو نمرو او ښه فعالیتونه له امله د پوهنتون له‌خوا وستایل شوه. نوموړې وايي: "په ۲۰۲۲ کال کې د جنوبي ګجرات له ویر نارماد پوهنتون څخه د ټولو محصلانو منځ کې په لوړو نمرو فارغه شوم، د پوهنتون او د هند د دولت له‌خوا د سرو زرو د مډال مستحقه شوم او دا ډالۍ راته د مارچ په ۶مه راکړل شوه." راضیه مرادي تازه د ګجرات ایالت په ویر نارماد پوهنتون کې دوکتورا پيل کړې او د عامه اړیکو په برخو کې په څېړنه بوخته ده. دا وایي هیله لري چې، په افغانستان کې نجونې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او په هېواد کې وضیعت بدلون ومومي. اغلې مرادي زیاتوي، غواړي د خپلو زده‌کړو له لارې خپلو هېوادوالو ته د خدمت جوګه وګرځي. نوموړې وايي: "زه هیله‌منه یم، چې زموږ هېواد ارامه شي، زموږ هېواد ته سوله راشي او موږ وکولای شو بېرته هېواد ته ورستانه شو او خپلو خلکو او ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځو، په ځانګړي ډول ښځو ته!" دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو کې افغان ښځې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو مدني، بشري او زده‌کړیزو فعالیتونه له امله ستایل کېږي. تازه د یو خیريه بنسټ رئیسې ذاکره حکمت، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د زړورتیا جایزه تر لاسه کړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې اغلې حکمت د یوولسو کسانو تر منځ د دغې جایزې مستحقه وګنل شوه او ښايي چې نن د مارچ په اتمه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د امریکا د لومړۍ مېرمنې جیل بایډن له‌خوا د ځانکړو مراسمو په ترڅ کې دا جایزه ورکړل شي. ویل کېږي چې اغلې حکمت د ښځو او کډوالو په برخه کې د خپلو ښو فعالیتونه له امله دا جایزه ګتلې. د تېرو څو کلونو په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له‌خوا، دیارلس افغان مېرمنو دا جایزه تر لاسه کړې ده.

08.03.2023 ازادي راډیو

د مارچ اتمه؛ افغانستان کې په اعتراضيه غونډو او لاريونونو ونمانځل شوه

سږ کال یو شمیر افغان مېرمنو د مارچ اتمه د خپلو نقض شویو حقونو د غوښتلو لپاره په غونډو، اعتراضونو او لاریونونو سره ونمانځله. دوی وايي، چې د طالبانو حکومت له دوی څخه د زده‌کړو او کار په ګډون ټول مهم حقونه اخیستي او نړیوالې ټولنې هم دوی هېر کړي دي، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې یې تل پر ملاتړ ټینګار کړی. ژولیا پارسي یوه له دغو اعتراض کوونکو مېرمنو څخه ده، چې نن یې د مارچ د اتمې په مناسبت په کابل کې په یوې اعتراضیه غونډه کې ګډون کړی و. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د نن ورځې لاريون په دې اړه و، چې د مارچ اتمه په نورو هېوادونو کې په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې ټولې افغانې ښځې تر سختو بنديزونو لاندې دي، د پوهنتونونو، ښوونځيو، تفريحي مرکزونو او ان ورزش ټولې دروازې د دوی پر مخ تړلې دي. همدا لامل دی چې نن مو اعتراض وکړ او نړۍ ته مو وښوده چې په افغانستان کې ټولې افغانې ښځې له خپلو حقونو څخه بې برخې دي او د ټول حقونه یې تر پښو لاندې شوي دي." حبیبې شریفي بیا په یوازې ځان د افغانستان په لوېدیځ، غور ولایت کې خپل او د نورو ښځو او نجونو د حقونو لپاره غږ پورته کړ. ازادي راډيو ته په لېږل شويو تصویرونو کې ښکاري چې اغلې شريفي د غور ولایت ودانۍ مخې ته شعارونو ورکوي. هغه عدالت غوښتنه، چې د پېښې د عیني شاهدانو په وینا د نوموړې او کورنۍ لپاره یې خورا درنه تمامه شوه. د دې پېښې یوه عیني شاهد چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل، طالبانو د حبیبې شریفي پلار نیولی دی او د هغې او نورو مېرمنو چې د هغې شاوخوا ټولې شوې وې، د برخلیک په اړه تر اوسه کوم خبر نه‌شته. دې عیني شاهد ازادي راډیو ته وویل: ‌"په لومړي سر کې هر څه سم وو، د هغوی امنیت یې هم ونیوه، خو وروسته له څو دقیقو هر څه ګډ وډ شول، له زندان او امنیت څخه موټرونه راغلل، خلک یې هرې خواته سره جلا کړل، او بالاخره د مېرمن شریفي پلار یې د دوی له کوره یرغمل ونیوه او امنیت له ځانه سره یوړو، خو له مېرمن شریفي څخه معلومات نه‌لرم چې چیرې ده." د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه‌دي ویلي. په پاکستان کې هم افغان مېرمنو د یو بل په همکارۍ ورته اعتراضونه درلودل. مونسه مبارز یوې اعتراض کوونکې، ازادي راډيو ته وویل: "د ښځو د نړیوالې ورځې له فرصت څخه په استفادې غواړو چې د افغان ښځو د محرومیت او د افغان ولس د مظلومیت لپاره غږ پورته کړو او یو ځل بیا نړۍ ته روښانه او مشخص پیغام ورکړو او د نړۍ پام دې ته راواړوو، چې د افغانانو غوښتنې او ارادې ته پام وکړي او په طالبانو فشارونه ډېر کړي." د ښځو او بشري حقونو يو شمېر نورو فعالانو د مارچ د اتمې په مناسبت له څو ورځو راهيسې د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې لاريونونه کړي او نن به د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې خپل لاريون پاى ته ورسوي. د ښځو د حقونو فعاله وژمه توخي وايي: "د دغه لاریون هدف افغان ښځو لپاره د یو رسا غږ پاتې کېدل دي او تر څنګ یې د افغانستان د هغو ښځو لپاره چې غږ نه‌شي پورته کولی او هغه ټول حقونه چې اسلام او نړیوالو قوانینو ورکړي، له دوی نه اخیستل شوي." افغان نجونو او ښځو مخکې هم په وار وار د خپلو نقض شویو حقونو د ترلاسه کولو لپاره له نړیوالو د عملي ملاتړ او د طالبانو پر حکومت د فشارونو د زیاتولو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې پرون د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو او امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارتونو پر سر پرست وزیرانو له دې امله بندیز ولګاوه، چې د ښځو له زده‌کړو، کار او تحصیل سره مخالفت لري. خو د طالبانو حکومت تل ویلي چې، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دی، خو له دغو حقونو یې تر اوسه کوم مشخص تعریف نه‌دی وړاندې کړی.

08.03.2023 ازادي راډیو

د کندهار يو شمېر محصلانې: خپل راتلونکي ته اندېښمنې يو

نن د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه په داسې حال کې نمانځل کېږي چې، د پوهنتونونو او لوړ زده‌کړو مؤسسو د بندېدو سره د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم سلګونو ښځینه محصلانو خپلې زده‌کړې له لاسه ورکړې. دغه محصلانې وايي، خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي او باید د طالبانو حکومت ژر تر ژره د ښونځیو او پوهنتونو دروازې د دوی پر مخ خلاصې کړې. بل‌خوا د دولتي او خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استادانو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې په دې پرېکړې سره ښځې په بشپړ ډول له خپلو بشري حقونو څخه محرومېږي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

08.03.2023 ازادي راډیو

د مارچ اتمه؛ افغانستان کې سږ کال د دې ورځ نمانځل د تېرو کلونو سره څه توپير درلود؟

دا ورځ به په تېرو کلونو، یعنې په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې د رسمي نمانځنو تر څنګ په شخصي ډول د کورنیو تر منځ هم نمانځل کېده. د کابل يو اوسېدونکی واحد قاطع وايي: "دا ورځې د اړیکې پر کیفیت ډېر اغېز لري، کولای شي د خوښۍ د نمانځنې فضا را منځته کړي، هغه پېښې چې خلک خپه کوي ډيرې دي اودا ورځې چې کورنۍ خوشاله وساتي کمې دي، نو ځکه ارزښت لري." د کابل دا اوسېدونکی دغه راز وايي، د ژوند په دومره ناخوالو کې د دغې ورځې نمانځل نعمت دی. واحد چې خپلې کوژدنې ته ګلان او مور ته عطر اخیستي، وایي: "ډېره مهمه ده چې زموږ نارینه‌و د ښځو غوښتنو ته مو پام وي، ښځه مور، خور او مېرمن ده، نه یوازې پر دې ورځ بلکې وخت نا وخت باید ښځو ته ډالۍ واخیستل شي دا د روان‌شناسۍ له نظره هم ډېر اړین کار دی." د کابل ښار اوسېدونکې او د دریو لورانو مور شبانه وایي، سحار وختي یي د ژوند ملګري ورته د دې ورځې د مبارکي ورکولو ډېر ښه احساس ورکړ. نوموړې وایي، که څه هم دا ورځ اوس په رسمي ډول هېواد کې نه نمانځل کېږي خو دوی يې په خپل کور کې د نورو کلونو په څېر سږ کال هم د نمانځلو پلان لري. شبانه وایي: "ما مې د ژوند د ملګري له‌خوا ډالۍ تر لاسه کړه او خپلو لوڼو ته مې ډالۍ اخیستي دي چې، وروسته به يې ورته په خاصو مراسمو کې ورکوم، ځکه زه ډېره غمجنه یم، هغوی اوس ښوونځي ته نه‌شي تلای او د دې لپاره چې موږ ډاډګېرنه ورکړو، اطمینان ورکړو چې د مبارزې لاره خلاصه ده، خپلو حقونو لپاره څنګه مبارزه وکړي اوڅنګه یې لاسته راوړي؟" نن د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده. دا ورځ به په تېرو کلونو، یعنې په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې په رسمي ډول هم په پراخه کچه نماځل کېده او د ښځو پر ستونزو او لاسته راوړنو به په‌کې خبرې کېدې، خو پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، تېر کال او سږ کال په ښکاره ډول نه‌ده نمانځل شوې. خو په شخصي ډول د کورنیو له لوري لا هم نمانځل کېږي، که څه هم ښايي د پخوا په شان نه وي. بکتاش چې د کابل په کارته۳ سیمه کې د ګل‌فروشۍ دوکان لري، وایي پخوا به د ښځو ورځ هم لکه د ميینانو ورځ ډېره ښه نمانځل کېده او خلکو به خپلو مېرمنو یا هم میندو ته د ګلانو ګېډۍ اخیستې، خو په خبره یې اوس د پخوا په څېر ګرمه نه نمانځل کېږي. بکتاش وایي: "پخوا به دا ورځ د ګل‌فروشۍ بازار ډېر ښه وه لکه د ولنټاین ورځ به چې خلکو نمانځله، زموږ پلورل ډېر ښه وه، نامزادانو به خپلو نامزاد ته او مېړونو به خپلو ښځو ته ګلان اخیستل، خو له هغه وخت راهیسې چې تحولات راغلي، له بده مرغه بازار ډېر ښه نه‌دی، اقتصادي شرایط خراب دي." قاسم په کابل کې د کیک پلورولو دوکان لري، دا هم وايي پخوانۍ سودا یې نه‌شته. نوموړی وايي: "ځینې تفاوتونه راغلي، پخوا دا ورځ ډېره نمانځل کېدله، موږ هم ډېر پلور درلوده، خو اوس د بېلابېلو دلایلو له امله یې نمانځل کم شوي، خلک اقتصادي ستونزو سره مخ دي او څه هم شرایط بدل شوي." سږ کال د مارچ اتمه په افغانستان کې په داسې حال کې رارسېږي، چې د زده‌کړو تر څنګ د ښځو پر کار هم بندیز لګېدلی دی. د تېر کال په دسمبر میاشت کې د طالبانو حکومت ښځې په نادولتي مؤسسو کې له کار کولو راوګرځولې. په افغانستان کې خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي، نو ښايي له همدې امله د مارچ اتمې ته د ډالیو بازار هم سوړ وي. د کار د نړیوال سازمان د ريپوټ له‌مخې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو د کار کچه ۲۵ سلنه کمه شوې او د دغه نړیوال سازمان په وینا د ښځو پر کار او زده‌کړو د طالبانو محدودیتونو دغه وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی. دغه سازمان د سه‌شنبې په ورځ په یو راپور کې وویل، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د ښځو پر زده‌کړو او د ښځو د کار د بازار پر لر لید سختې اغېزې لري.

08.03.2023 ازادي راډیو

د افغان مېرمنو ملاتړ؛ ګوتېرش: د ښځو د حقونو لپاره له مبارزې لاس نه اخلو

د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ او په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه نړیوال غبرګونونه. د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په افغانستان او ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو لپاره له روانې مبارزې به لاس پر سر نه‌شي. انتونیو ګوتېرش په یو لیکلي پیغام کې چې د نوموړي په ټویټر خپور شوی ویلي، ملګري ملتونه به په بحراني وضعیت کې له ښځو سره عملي ملاتړ ته دوام ورکړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي لیکلي: "زموږ په ټولو بشري او پرمختیايي کارونو کې جنسیتي مساوات مرکزیت لري." اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا افغانستان اوس مهال د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ تر ټولو ځپونکی هېواد بللی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په یوه اعلامیه کې د اغلې اوتونبایوا له قوله د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو لګول شوي ''سخت محدودیتونه'' لېرې کړي. په اعلامیه کې راغلي دي چې، په شعوري او سیستماتیک ډول له ټولنيز روله د افغان ښځو او نجونو لیرې کول خواشینوونکې چاره ده. د یو ناما د اعلامیې په بربنسټ په داسې حال کې چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۱۱ عشاریه ۶ میلیونه ښځې او نجونې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، طالبانو په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی او دې چارې د نړیوالې ټولنې مرستې کم‌رنګه کړي دي. په ورته وخت کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې سیما باهوس یوځل بیا په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند د بندېدو غوښتنه کړې. مېرمن باهوس تېره شپه د ملګروملتونو امنیت شورا ته په وینا کې هغه څه چې په افغانستان کې له ښځو سره روان دي، جنسیتي اپارتاید یا توپیر چلند وباله او وې ویل چې، افغانستان له ښځو سره د ظلم تر ټولو شدید مثال دی. د دې ترڅنګ د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د مارچ د اتمې په مناسبت له افغان ښځو او نجونو یو ځل بیا خپل ملاتړ اعلان کړی. هغې په خپل ټویټر په یو پیغام کې، چې د افغان نجونو او ښځو په نامه یې خپل یو پرانيستی لیک هم ورسره یو ځای کړی ویلي دي چې، په خپلو ژمنو ولاړه ده. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې اوچا بیا ویلي، د ښځو د نړیوالې ورځې په څېر هره ورځ په افغانستان کې مرستندویه مؤسسې د ښځو او نجونو په خوا کې ولاړې دي ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې دوی کولای شي د خپلې خوښې ژوند وکړي. اوچا دا خبره په یو ټوېټ کې کړې، او ویلي يې دي هیڅ ټولنه د ښځو له حضور پرته زیات دوام نه‌شي کولای. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ښځو څانګې هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، افغان ښځې او نجونې له ټولنې حذف شوې دي. نن د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده. دا ورځ داسې مهال په نړیواله کچه نمانځل کېږي چې، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند په برخه کې پر افغان ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي، چې په غبرګون کې یې اروپايي ټولنې تېره ورځ د طالبانو د حکومت په دوه مهمو وزیرانو بندیزونه ولګول. د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي هغه دوه وزیران دي، چې ویل کېږي پر ښځو د محدودیتونو په لګولو کې مهم رول لري. که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې دغه بندیزونه بې ګټې بللي دي خو، یو شمېر افغان نجونې او ښځې وايي د نړیوالې ټولنې دغه ډول عملي ګامونه کولای شي پر طالبانو فشار زیات کړي. د ښځو د حقونو فعاله او پخوانۍ افغان خبریاله خاطره نوري وايي: "اروپايي ټولنې په دوه طالب وزیرانو بندیزونه لګولي دي، دا ښه اقدام دی خو دا بندیزونه باید په نړیواله کچه لا پراخه شي، ځکه طالبانو نه یوازې پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي دي بلکې د دې هېواد د ټولو اوسېدونکو بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي او په دې هېواد کې په پراخه کچه د بشري حقونو نقض روان دی." په پلازمېنه کابل کې د یو پوهنتون محصلې چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي وویل، نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې لا نور عملي ګامونه هم واخلي. يادې محصلې وويل: "طالبانو په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي، دوی ښځې او نجونې له خپلو حقونو محرومه کړي دي، نړیواله ټولنه باید په نورو طالب چارواکو هم ورته بندیزونه ولګوي." د دغو څرګندونو په اړه مو د طالبانو د حکومت ویاندویان هم وپوښتل خو ځواب یې رانه‌کړ، خو مخکې بیا دوی ویلي، چې ښځو ته يې د شرعیت په چوکاټ کې ټول حقوق ورکړي دي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو او د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې له پوهنتونونو راوګرځولې، دغه شان یې په نادولتي مؤسسو کې د دوی پر کار سخت بندیز هم ولګاوه. د دې ترڅنګ د طالبانو حکومت پر افغان ښځو او نجونو حجاب اجباری کړی، ورزشي لوبغالو، عمومي حمامونو او عمومي پارکونو ته یې د دوی په ورتګ هم کلک بندیز لګولی دی. او له شرعي محرم پرته یې، دوی له لیرې واټن سفر کولو هم منع کړي دي.

08.03.2023 ازادي راډیو

د خلکو اقتصادي ستونزې؛ يو شمېر هټيوال: ارزګان کې د توکو پېر او پلور کم شوی

د ارزګان ولایت یو شمېر هټيوال وايي، وروسته له هغه چې طالبان واکمن شوي، د دوی کاروبار کمزوری شوی دی. دوی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله خلکو پېر او پلور کم کړی چې له امله يې سوداګر او د هټيوالو کاروبارونه زيانمن شوي او ان ځينې هټۍ د تړلو له ګواښ سره مخ دي. د ارزګان خلک وايي، د کمزوري اقتصاد له امله نه‌شي کولی چې د پخوا په څېر توکي واخلي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

08.03.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more