د خوست ځنګلونه په څه حال کې دي ؟

د افغانستان کرنې وزیر وايي د نویو ځنګلونو جوړونې ته به په یوه اوږد مهاله پروژه کې ملا تړي او هغه وهل شوي سپېره ځنګلونه به بیا زرغونوي چې په تېرو څو کلونو کې وهل شوي دي.

عربستان: د امريکا قونسلګرۍ ته نژدې ځانمرګى بريد شوى

يوه ځان وژونکي د سعودي عربستان په جده ښار کې د امريکا له قونسلګرۍ بهر ځان منفجر کړى دى. په دغه بريد کې چې نن شوى، يوازې بريدکوونکى وژل شوى او د سعودي عربستان دوه پوليس افسران ټپيان شوي دي. په ٢٠٠٤م کال د القاعده سخت دريځو وسلوالو په جده ښار کې د امريکا پر قونسلګرۍ حمله کړې وه او د دې ډيپلوماتيک مرکز پنځه کارکوونکي يې وژلي وو، چې د سعودي اتباع وو. هغه وخت د بريد پر مهال له امنيتي ځواکونو س...

مصر کې پېشلمي ته د پاڅولو دود

پېشلمي ته پاڅېدل ښايي اوس لويه اندېښنه نه وي، په تېره دا چې روژه اوړي کې ده، نو پېشلمی وختي کېږي او ډېر ښايي لا تر هغه وخته ويښ وي او بل د ويښولو وسايل هم ډېر دي. خو پېشلمي ته د پاڅولو کار ډېرو اسلامي هېوادونو کې يو لرغونی دود دی.

امريکا کې د خوړو نوی قانون او اندېښنې

د امريکا واړه ايالت وېرمونټ ته، چې د دې جولای له لومړۍ په کې يو نوی قانون پلی شوی، چې له مخې يې ټول خواړه چې له جينيټيکي پلوه بدل شوي توکي لري، بايد په نښه شي.

د رومانيا ماشومان چې پلرونه يې د اروپا نورو برخو کې کار کوي

په رومانیا کې ۳۵۰ زره داسې ماشومان دي، چې پلرونه يې د اروپا نورو برخو کې په کارونو پسې تللي او دوی یې يوازې پرې ايښي دي. د دغو ماشومانو ۴۰ سلنه حالتونو کې یې مور او پلار دواړه تللي دي.

د خوست غوړېدونکی اقتصاد او کاروبار

د خوست په اړه د ځانګړیو راپورونو لړۍ په دویم کې نن د دغه ښار په غوړېدونکي اقتصاد او د پوهنې او روزنې پرمختګ کې، په خلیجي هېوادو کې د مېشتو کارګرو او سوداګرو ونډې ته کتنه شوې ده. زموږ همکار سید عبدلله نظامي يې راپور وړاندې کوي.

د عکسونو البوم: جرمنی د اروپا فوټبال سياليو نيمه پايلوبو ته لار ومونده

په فرانسه کې د روانو اروپايي فوټبال اتلوليو د منځلوبو په درېيمه لوبه کې جرمني د پېنلټيو پړاو کې ايټاليا ته ۶ -۵ ماته ورکړه او نيمه پايلوبو ته يې لار ومونده. د اضافي وخت له پای ته رسېدو وروسته هم لوبه ۱ – ۱ مساوي وه، خو په پېنلټو کې جرمني ايټاليا ماته کړه.

د عکسونو البوم: د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې بريد

د بنګله دېش حکومت وايي، د پلازمېنې ډاکې په یوه کېفې کې د مشکوکو اسلامپالو د یرغمل پېښه او نښته کې ۲۰ یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.

د خوشال خټک غږيز کتاب - پنځلسمه برخه

د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو خوريږي.

فکر لارې: د بې وزلو لاسنیوی څنګه کېدای شي؟

مسلمانان د روژې په میاشت کې چې د عبادت مياشت هم نومېږي د نور هر وخت په پرتله د بې وزلو لاس نيوی ډېر کوى.

واشنګټن پوسټ: د کابل تر ټولو خونړی برید

واشنگټن پوست د کابل پرونۍ چاودنې ته په اشاره ليکلي: پرونۍ چاودنه چې په کې څه د پاسه ٣٠ تنه تازه روزل شوي پوليس ووژل شول له تېر اپرېل راهيسې په کابل کې تر ټولو لويه هغه وه.

'قوي سپورتي څښاک د تنکیو ځوانانو روغتیا ته خطرناک دي'

څېړونکي وايي ډېری ماشومان او مېندې پلرونه یې په دې نه پوهېدل، چې دغه ډول څښاک د ماشومانو لپاره مناسب نه دی. د دغو څښاکو تولیدونکي وايي یوازې له سخت فزیکي فعالیت وروسته څښلو ته یې تولید کړي.

'اروپايي سیاستوال باید د خلکو هیلو ته پام وکړي'

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټنمایر ویلي، اروپايي سیاستوال د خلکو هیلو ته پام وکړي. نوموړي دا څرګندونې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو په تړاو د شپږو هېوادونو له بېړنۍ ناستې پیلېدا وړاندې کړې، چې وايي عاجلې پرېکړې باید ونه شي.

څنګه په ټولنيزو شبکو د کرکې خپرولو مخنيوی کولی شو؟

په افغانستان کې په خواله رسنيو د کرکې او نفرت خورولو پر ضد يو ډله ځوانانو يو خوځښت پيل کړى دى. تاسې څه فکر کوى دا ستونزه څومره پراخه ده او د مخنيوي لپاره يې څه په کار دي. آیا تاسو په ټولنیزو شبکو له کرکې ډکو مطالبو سره مخ شوي ياست.

د افغانستان وروستۍ پېښې به د سولې پر بهير څه اغېز ولري؟

د مې پر ٢١ نېټه د امريکا د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو او د طالبانو د نوي مشر له ټاکل کېدو وروسته د سولې د هڅو په اړه نوى بحث پيل شوى دى.