د امریکا ټاکنې: د کلنټن او ټرمپ پلویان

د نومبر په اتمه د سې شنبې په ورځ په امریکا کې خلک د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې مرکزونو ته ځي.

رښتیا هم په۱۹۵۰ کلونو کې "ورک اتومبم" موندل شوی؟

رپوټونه وايي، د امریکا یو "اتومبم" چې د هغه د لېږېدوونکې الوتکې د غورځېدلو له امله ورک شوی و، ممکن د کاناډا سمندرغاړه کې یو لامبوزن موندلی وي.

افغان ځوانانو ولې "ټابلیټ که" نشه يي ګولیو ته مخه کړې؟

د افغانستان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي، د ځوانانو ترمنځ اوس د طبیعي نشه یي توکو پرځای د صنعتي هغو ګټه اخیستنه ډېره شوې ده.

واشنګټن پوسټ: افغانان د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې لېوالتیا لري

امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په یوه مطلب کې په دې اړه لیکلي چې افغانان د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې لېوالتیا لري او غواړي پوه شي چې د نوي ولسمشر په ټاکل کېدو سره د افغانستان په اړه د امریکا په کړنلارو کې څه ډول بدلونونه رامنځته شي.

د امریکا ټاکنو کې وروستۍ هڅې او نظرسنجونې

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې نوماندانو ډونلډ ټرمپ او هېلیري کلنټن د دوشنبې په ورځ د ټاکنیزو منډو ترړو وروستیو شېبو کې شمالي کارولینا، پنسلوانیا او میشیګن ایالتونو کې کمپاینونه وکړل. وروستۍ نظرسنجونې ښيي، چې اغلې کلنټن پر خپل ټاکنیز سیال ټرمپ څلور سلنه مخکې ده.

بخښنې نړیوال سازمان : کندز پېښه پر بشري حقونو څرګند تېری دی

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، کندز کې پر ملکي وګړو بمباري پر بشري حقونو څرګند تېری دی. دې سازمان د ملګرو ملتونو له لوري په‎دې اړه د خپلواکو څېړنو هرکلی کړی دی. کندز کې تېره اوونۍ لږ تر لږه ۳۱ تنه چې ښځې او ماشومان هم په‎کې وو، په یوه هوايي حمله کې ووژل شول. په‎دې حمله کې ۲۶ وسله‎وال طالبان هم وژل شوي وو. د بخښنې نړیوال سازمان پرون دوشنبې وویل چې د پېښې په اړه باید خپلواکې څېړنې وشي او عام...

امریکایان نن خپل نوی ولسمشر ټاکي

د سه شنبې ورځ د نومبر په اتمه د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست انتخابات کیږي.

ولې د امريکا ټاکنې د نړۍ لپاره مهمې دي؟

که امریکایانو ته د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کورني مسایل ډير اهمیت لري نو د نړۍ په ډیرو هيوادونو کې بیا د امريکا بهرنۍ تګلاره او له راتلونکي امریکايي حکومت سره اړیکې د چارواکو او خلکو لپاره ډیر اهمیت لري. د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته، امریکا ته د نړۍ د یوازني ځبرځواک یا ابرقدرت په سترګه کتل کیږي. امریکا هم له منځني ختیځ نه نیولې تر افغانستان پوري د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې ځواکمن پو...

د ډونلډ ټرمپ ژوند په انځور کې

ډېره موده مخکې له دې چې د ولسمشرۍ نوماند په توګه راوړاندې شي، ډونلډ ټرمپ د امریکا تر ټولو نامتو او جالب میلیاردر و. دغه ۷۰ کلن سوداګر هغه وخت ټولې وړاندوینې ناسمې ثابتې کړې چې د جمهوريپال ګوند د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې ډېرو باتجربه سیاستوالو ته ماتې ورکړه.

مسکو چارواکي: روسیه او ترکیه پوځي همکارۍ له سره پيلوي

مسکو کې چارواکي وايي چې روسیه او ترکیه به پوځي همکارۍ له سره پيل کړي. ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو مشران به د ۲۰۱۶ میلادي کال تر پای مخکې د یوه ګډ پوځي کمېسیون د جوړولو لپاره سره وګوري. د روسیې د تخنیکې پوځي همکاريو د فدرالي خدماتو مسؤل الکساندر فومین پرون دوشنبه وویل چې د دواړو ولسمشرانو د دې لیدنې د وخت ټاکلو په اړه خبرې روانې دي. د فومين په وینا، په‎دې خبرو کې به روسیه د ترکیې حکومت ته...

پولیسو په پاکستان کې سني او شعیه مذهبی مشران نیولي

پولیس وایي دا اقدام یې د کراچۍ په ښار کې د تازه فرقوي شخړو په هکله د تحقیقاتو په خاطر کړی خو خلکو بیا د دې اقدام په خلاف مظاهرې کړیدي.

ميانمار کې مسلمانان

د ميانمار پر مشرې انګ سان سوچي د هغو ادعاوو څېړنو په اړه فشار په زياتېدو دی چې وايي د هېواد پوځ پر مسلمانانو تېری يا ورسره ناوړه چلن کوي.

د جګړو ماشومان

مرستندويه ټولنې اټکل کوي عراق کې له جګړو تښتېدونکو ملکيانو نيم يې ماشومان دي. ډېر یې له رواني ټکان کړېږي.

د مهمو موضوعاتو په اړه د کلنټن او ټرمپ دریځونه

هېلري کلنټن افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون د ادامې غوښتونکې ده او د ناټو په ټلواله کې د امریکا پر ونډې ټینګار کوي. ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د نژدې اړیکو غوښتونکی دی او غواړي د امریکا اروپایي او آسیایي ملاتړي د خپلو هېوادونو د دفاع د لګښت زیاته برخه پر خپله غاړه واخلي.

د افغانستان ځنګلونه او چاپېريال

په افغانستان کې د لسيزو جګړو له امله ځنګليزې سيمې سپېرې شوې، او په ناقانونه ډول ونې وهل کېږي. دې راپور کې سيد عبد الله نظامي دې ته کتنه کړې چې له چاپېرياله د ناوړه ګټې مخنيوی څنګه کېدی شي.

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more