ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د هند حکومت د همجنسبازانو د واده د قانوني کولو مخالفت وکړ 

د رویټرز خبري اژانس نن یکشنبه مارچ ۱۲ (کب۲۱) راپور ورکړ چې هغه دوسیه یې لیدلې او لوستلې ده چې د هند د قانون وزارت په کې له سترې محکمې څخه غوښتي د همجنسبازانو د واده د قانوني کولو او پېژندلو مخالفت دې وکړي.  سترې محکمې ته په استول شوې دوسیې کې غوښتنه شوې ده چې د همجنسبازانو له لوري د موجوده قوانینو په وړاندې پیدا شوې ننګونې له منځه یوسي.  په دغې دوسیې کې، چې لا خپره شوې نه ده، استدلال شوی دی سره له ده چې ممکن په ټولنې کې د اړیکو او روابطو ساتلو بېلا بېل ډولونه وي، خو د واده حقوقي پېژندنه یوازې د ښځې او نر [مخالف جنس] ترمنځ کېږي‌ او دولت یې په ساتلو کې مشروع علایق لري.  د هند د قانون وزارت ویلي‌ دي: « د همجنس ترمنځ د جنسي اړیکو لرل او د ژوند د ملګري په توګه ګډ اوسېدل د هند د کورني واحد [کورني تشکیل] له مفهوم سره،‌ چې په هغې کې مېړه، ښځه او اولاد وي، مطابقت نلري.» وزارت همدغه راز ویلي دي چې له محکمې څخه دا غوښتنه نشي کېدای د هېواد تقنیني پالیسي، چې د ټولنې له مذهبي او ټولنیزو جوړښتونو سره کلکه نښتې، بدله کړي.     د هند سترې محکمې په ۲۰۱۸ کې په یوې تاریخي پرېکړې کې په دغه هېواد کې همجنسبازي، چې د استعمار له پیر څخه پاتې وه، لغوه کړه او هغه یې جرم وګڼه.   په دې وروستیو کې د همجنسبازانو له لوري لږ تر لږه ۱۵ عریضې د هند سترې محکمې ته سپارل شوې او غوښتنه شوې چې د هغوی واده دې قانوني او په رسمیت وپېژني.  د همجنسبازۍ بحث په هند کې یوه حساسه موضوع او په دې مسئلې باندې په ښکاره خبرې کول یوه تابو او شرم ګڼل کېږي.   د صدر اعظم مودي واکمن ګوند د تېرکال د ډسمبر په میاشت کې له حکومت څخه وغوښتل چې د همجنسبازانو د واده د قانوني‌ کولو له غوښتنې سره جدي مخالفت څرګند کړي.  د هند حکومت وايي موجوده قوانین یوازې د نر او ښځې ترمنځ واده کول رسمي او قانوني ګڼي او د دغو قوانینو هر ډول تعدیل او تغیر باید د پارلمان صلاحیت وي نه د محکمې.   ټاکل شوې ده چې سبا دوشنبه د هند ستره محکمه د همجنسبازانو د واده د قانوني کېدو او نه کېدو په اړه غونډه وکړي. په اسیا کې تایوان لومړی هېواد دی چې د همجنسبازانو واده په رسمیت پېژني. سنګاپور تېرکال هغه قانون لغوه کړ چې همجنسبازي یې جرم ګاڼه.‌ جاپان لا هم د همجنسبازانو واده قانوني کړی نه دی، سره له دې چې عامه حمایت یې هم شته. 

12.03.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

12.03.2023 امریکا غږ

بلاول بهټو زرداري: د اسلاموفوبیا توری دې په سنجېدګۍ سره وڅېړل شي

نیویارک  - د پاکستان خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ويلي وخت راغلی چې د اسلاموفوبيا توری په سنجيدګۍ سره وڅېړل شي او دا تورونه ختم کړل شي، ځکه چې اسلام دا وخت په نړۍ کې دوېم لوی مذهب دی. هغه زیاته کړې چې مسلمانانو سره د مذهب په بنياد توپير به د هر مسلمان او مسلمانې ټولنې بنيادي حقونه وتروړي او په کار ده چې د مسلمانانو په ضد کرکې او توپير د ختمولو لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړل شي. د ملګرو ملتونو له خوا په لومړي ځل د اسلاموفوبيا ضد د مبارزې نړيوالې ورځې لمانځلو دستورې ته په وينا کې، بلاول بهټو زرداري د سعودي عرب او ايران ترمنځه د سفارتي اړيکو د بيا رغېدو هرکلی هم وکړو. ښاغلي بلاول بهټو زرداري وویل: "په دې نړېواله ورځ موږ ټول بايد د امن، انصاف، زغم او رحم مثبت پېغام ولرو، ځکه چې اسلام او د نړۍ هر مذهب هم دا پېغام ورکوي. د پاکستان د خارجه وزير په حېث زه د سعودي عرب او ايران ترمنځ د چين په مرسته د سفارتي اړيکو د بيا رغېدو هرکلی کوم. دا اړيکې به په منطقه کې د امن لپاره او ثبات نوې لارې پرانيزي". بلاول بهټو زرداري وويل په نړۍ کې د مذهبي عدم برداشت، امتيازي سلوک او تشدد ختمولو لپاره بايد خپلمنځي درناوی، مذهبي هم اهنګي او په سوله يزه توګه شتون يا سوله يز ژوند د ټولو ګډه ذمه واري وګڼل شي. دستورې ته په خپله وينا کې د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګوتېرېش وويل په نړۍ کې شاوخوا دوه اربه مسلمانان اوسېږي، بېلا بېل کلتورونه او وطنونه لري خو د اسلاموفوبيا له وجې مسلمانان په انفرادي ډول هم د بريدونو ښکار کېږي، همدا راز مسلمانې مېرمنې هم د مذهب، نسل يا رنګ په بنياد د امتيازي سلوک سره مخ دي. د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل زیاته کړه: "امتيازي سلوک زمونږ د ټولو اهميت کموي، دا زمونږ د ټولو کمزوري ده بايد ټول د دې په ضد راپاڅو، بايد د کرکې لپاره دوه معياره ونه ساتل شي. د دې مقصد دا دی چې داسې پالسيۍ جوړې کړل شي چې بشري حقونه، مذهبي او کلتوري پېژندنه او په خصوصي توګه د لږکيو حقونه خوندي شي". د ياد وړ ده چې ملګرو ملتونو د يو قرارداد له لارې تېر کال 2022م کې د مارچ پينځلسمه د اسلاموفوبيا ضد د مبارزې ورځ ګرځولې ده او په دغه قرارداد کې ويل شوي وو چې ترهګري او سختدريځي بايد د هېڅ يو مذهب، قاميت، کلتور يا کومې ټولنې پورې ونه تړل شي. دا کال په لومړي ځل دا ورځ لمانځل کېږي د کوم وړاندې چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې يوه غونډه د اسمبلۍ د صدر او د اسلامي هېوادونو د سازمان او ايي سي په مرسته شوې. د ذکر ده چې په کال 2019م کې د مارچ په پينځلسمه د نيوزي لېنډ کرائسټ چرچ د دوه جوماتونو دننه ترهه ګرو په عبادت کوونکو بريدونه کړي وو چې په کې د پنځوسو نه زيات کسان وژل شوي او 40 پورې ژوبل شوي وو او هم د دې په ياد کې د اسلام فوبيا په ضد د مبارزې نړيوالې ورځې د لمانځلو قرارداد وړاندې کړی شوی ؤ.

12.03.2023 ډیوه

د نوؤ ټیکسونو نه وروسته پاکستان کې دموبایل فونونو نرخونه لوړ شوي دي

په پاکستان کې د مالیې راټولولو د مرکزي ادارې ایف بي ار له لوري په دې وروستیو کې پر وارد شوؤ لګژري شیانو د 25فیصده اضافي ټیکس لګولو له اعلان وروسته، په مارکیټونو کې د موبایل فونونو نرخونه زیات لوړ شوي دي اؤ دموبایلونو سوداګرو وایي د دوي په کاروبارونو کې کمی راغلی دی. د پاکستان وفاقي حکومت سږکال د فبروري په 15مه داضافي مالیې ترلاسه کولو لپاره منې بجټ وړاندې کړی ؤ، دمالیې (اضافي) قانون،2023م له لارې سیلز ټیکس له 17 فیصدي څخه 18 فیصدي ته لوړ شوی دی. سربیره پر دې، په وارداتو او ځایي شیانو 25 فیصدي یو بل ټیکس معرفي شوی چې د 36 ارایشي یا ډول سینګار د توکو په شمول د موبایل فونونو په واردولو به عملي کیږي. د موبایلو سوداګر مومن خان وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، مخکې به په ورځ کې 25 څخه تر30ؤ پورې موبایل فونونه خرڅیدل، خو کوم حال چې اوس دی د ورځې دوه یا درې فونونه هم نه خرڅېږي. دهغه په خبره د کاروبار خرڅې ورځ تر بلې زیاتیږي خو کاروبارونه په ټپه ولاړ دي. دوې زیاتوي ددې لامل د موبایل فونونو لوړ نرخونه دي چې د تیرې څه مودې راهسې دوه چنده شوې دي. د نوي شوي سیلز ټیکس قانون، 2023 له مخې، حکومت به د 500 ډالرو څخه پورته ارزښت لرونکي موبایل فونونو وارداتو باندې 25 فیصده د خرڅون یا سیلز مالیه اخلي. ایف بي ار د سیلز ټیکس ایکټ 1990 د نهم شیډول لاندې د موبایل فونونو په وارداتو دغه سیلز ټیکس چارج کوي. د نهم شیډول د جدول II له مخې ایف بي ار څرګنده کړه چې د200 څخه تر 500 څخه کم د ډالرو په ارزښت د موبایل فونونو په وارداتو به 18 فیصد ټیکس لګول کیږي. د موبایل فونونو دغه ګرانو نرخونو موبایل فون اخستونکي هم اندیښمن کړي دي. علي محمد چې د ځان د پاره دیو نوي فون اخستو اراده لري، وي او ای ډیوه ته وایي تیر کال چې یې کوم فون په لس زره روپۍ اخیستی و هغه اوس په شل زره روپۍ دی، د یو تن د پاره فون اخستل اوس ډیر ګران شوي دي. دپاکستان ټیلې کمیونیکیشن اتهارټۍ پر ویب پاڼه دخپرو شوؤ شمیرو تر مخه په هیواد کې 193 ملیونه کسان موبایل فونونه کاروي. چې د هیواد د ابادې86.19 فیصدي جوړیږي. دپي ټي ای تر مخه کال 2021-22 کې دټیلي کام صنعت څخه د694 بیلیونه روپو مالیه ترلاسه شوې وه.

12.03.2023 ډیوه

د سعودي ارامکو د تېلو سترې کمپنۍ تېر کال کې 161 بلینه ګټه کړې ده

واشنګټن  - د تېلو د پیداوار سترې کمپنۍ سعودي ارامکو د اتوار/یکشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې تېر ۲۰۲۲ کال کې یې د خامو تېلو د ګرانۍ له امله، منافع یو سل و یو شپېته (۱۶۱) بلینه ډالرو ته رسېدلې ده. سعودي ارامکو، د سعودي عرب اقتصاد دپاره یو ډېره اهمه کمپنۍ ګڼل کیږي او دا یې په تاریخ کې تر ټولو لویه یا ریکارډ ګټه شمېرل کیږي. د سعودي ارامکو کمپنۍ دغه ریکارډ ګټه په داسې حال کې حاصله کړې چې د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ میاشت کې په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل نه پس، نړۍ کې د انرجۍ د توکو بیعې ګرانې شوې، او په ماسکو باندې د لګېدلو پابندیو په نتیجه کې، په غربي مارکېټونو کې د روس نه د تېلو او ګېسو په اخېستلو محدودیتونه ولګېدل. ارامکو کمپنۍ همدا راز امید څرګند کړی چې خپل پیداوار اضافه کړي، د بازاري طلب نه ګټه واخلي، او بلینونه ډالر آمدن وکړي چې په هغه سره به د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان آینده ترقیاتي منصوبې عملي شي. شهزاده محمد بن سلمان غواړي داسې نوي ښارونه جوړ کړي چې نړۍ کې یې مثال نه وي، او سېلګران یې لیدو ته ورشي او د سېلګرۍ د طریقه سعودي عرب آینده کې ستر آمدن ولري. مګر دا ټول پلانونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې په نړېواله کچه د موسمي بدلون له کبله فکرمندۍ زیاتې شوي او د موسمي بدلون یو لوی عامل، د تېلو او کويلې سوځېدل دي. د سعودي ارامکو سي اي او او مشر امین ناصر په یو بیان کې ویلي: "دې ته په کتو سره چې د قریبې آیندې پورې پیشبیني کوو چې تېل او ګېس به همداسې ضروري پاته وي، زمونږ په صنعت کې د کمې سرمایه کارۍ خطره حقیقې ده." د سعودي ارامکو کمپنۍ په ۲۰۲۱ کال کې یو سل او لس (۱۱۰) بلینه ډالر منافع کړې وه او په ۲۰۲۰ کال کې یې منافع یو کم پنځوس (۴۹) بلینه وه. د تېر کال په نسبت، سږ کال یې په ګټه کې ۴۶.۵ فیصده اضافه راغلې ده. په تېر ۲۰۲۲ کال کې، دې کمپنۍ د ورځې د خامو تېلو شاوخوا یوولس نیم میلینه بېرله پیداوار درلود، او اوس وایي چې امید لري تر ۲۰۲۷ کال پورې د دوی د روزانه پیداوار کچه دیارلس میلینه بېرلو ته لوړه شي. د پیداوار د دې اندازې اضافه کولو دپاره، سعودي ارامکو کمپنۍ په پام کې لري چې سږ کال د سرمایه کارۍ په منصوبو باندې پنځه پنځوس (۵۵) بلینه ډالر مصرف کړي.

12.03.2023 ډیوه

ایران وايي د زده کوونکو د مسموم کولو په تور څه باندې ۱۰۰ کسان نیولي 

د ایران حکومت وايي د دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې یې څه باندې ۱۰۰ کسان د ښوونځیو د زده کوونکو د مسموم کولو په تور نیولي‌ دي چې ممکن د «دښمن» له ډلو سره اړیکې ولري. 

12.03.2023 امریکا غږ

اسرائیل په سوریه کې په یو هوايي برید کې دوه ایران پلوه جنګیالي وژلي- څار ډله

اسرائیلي الوتکو د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب ۲۱) په سوریه کې د وسلو یو ډیپو په نښه کړ چې دوه ایران پلوه جنګیالي یې وژلي او درې پوځیان یې ټپیان کړي دي. 

12.03.2023 امریکا غږ

اسرایل وایي د عسکرو په ډ‌زو کې درې وسله وال فلسطینیان وژل شوي

واشنګټن  - په منځني ختيځ کې د وروستیو ناکراریو په لړ کې، د اسرایل پوځ نن د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د دوی عسکرو درې تنه وسله وال فلسطینیان وژلي دي. د دوی په وینا، درېیو وسله والو فلسطینيانو د لویدیځې غاړې په شمالي سیمه کې نابلوس ښار ته نږدې په اسرايلي عسکرو ډزې کړي او په جواب کې اسرایلي عسکرو هغوی ویشتلي او وژلي یې دي. د پوځ په بیان کې راغلي چې وسله والو کسانو د نابلوس ښار لویديځ پلو، په جېټ جنکشن کې د پوځ په یوې پوستې ډزې پیل کړې، او اسرایلي عسکرو یې هم په ډزو جواب ورکړ. د پوځ په بیان کې ویل شوي: "د ډزو په تبادله کې، درې وسله وال کسان له منځه یووړل شول او یو بل وسله وال کس ځان [اسرایلي] ځواکونو ته وسپاره او تسلیم شو." تېر کال د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ تشدد زیات و، مګر د کله نه چې په ډسمبر میاشت کې بنیامین نتینیاهو د یو سختدریځه یهودي ائتلاف په مشرۍ د وزیراعظم په توګه واک اختیار ته ورسېد، په تشدد کې نوره هم اضافه راغله. د ۲۰۲۳ کال د پیل راهېسي، د اسرایلیانو او فلسطینیانو ترمنځ شخړو کې لږ ترلږه یو اتیا (۸۱) فلسطینیان وژلی شوي چې په کې ماشومان، لویان، تندلاري او عام خلک شامل دي. بل اړخ ته اې اېف پي خبري ادارې د د رسمي ذرائعو په بنیاد رپوټ ورکړی چې په دې موده کې دوولس اسرایلیان هم وژلی شوي چې درې ماشومان، یو پولیس، او یو د اوکراین شهري هم شامل دي.

12.03.2023 ډیوه

طالبان: له ایران څخه د انتقال شویو افغان بندیانو دوسیې د 'شریعت' په اساس فیصله کیږي

د ایران حکومت لخوا افغانستان ته د سلګونو افغان بندیانو تر سپارل کېدو وروسته، طالب چارواکي وايي چې ټاکل شوې د دغه بندیانو دوسیې د شریعت او قانوني اسنادو په اساس فیصله شي.

12.03.2023 امریکا غږ

وزیراعلا بزنجو: بلوڅ وسله وال باید له غرونو راښکته شي او حکومت سره مذاکراتو ته کښیني

د بلوچستان صوبې وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو یو وارې بیا یاغي بلوځو وسله والو ته دخبرو اترو بلنه ورکړې ده اؤ په هغوی یې غږ کړی چې له غرونو باید راښکته شي اؤ حکومت سره مسلې د خبرو دلارې هوارې کړي. د ډاڼ ورڅپاڼې د رپورټ له مخې ګوادر ته د سفر په مهال خبریالانو ته وزیراعلا بزنجو ویلي که چرې غرونو ته ختلي (بلوڅ یاغیان) ځانونه د ولس خواخوږي ګڼي نو هغه باید دڅو لسیزو راهسې صوبې ته د پېښو ستونزو هواري لپاره مذاکراتو پیل کولو ته اماده شي. د بلوچستان بیلتون خوښو یاغي وسله والو له په سمدستي توګه د وزیراعلا میرعبدالقدوس بزنجو دې وړاندیز ته کوم ځواب نه دی ویلی خو تر دې وړاندې چې کله هم دحکومت یا پوځ له لوري بلوڅ یاغیانو ته دمذاکراتو وړاندیز شوی نو هغوئ دغه وړاندیز رد کړی دی. تېرکال هم دبلوڅ یاغي ډلې بلوڅ ليبريشن ارمي د فبرورۍ پر دويمه نیټه د بلوچستان په پنجګور او نوشکي سيمه کې د ايف سي ځواک پر کيمپونو له خونړیو بریدونو وروسته پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې ترهغې به دپوځ پرضد دمقاومت نه لاس نه اخلي ترڅو چې پوځ له بلوچستان نه وتلی اؤ دبلوچستان خلکو ته پخپلو وسیلو اختیار نه وي ورکړل شوی. په دغو بریدونو کې بلوڅ ليبريشن ارمي د195عسکرو د وژلو دعوه کړې وه خو پوځ ویلي وؤ چې بریدونو کې 11 عسکر وژل شوي دي. وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو ویلي "د ټولو ستونزو هواري لټولو لپاره یوازینۍ لاره دخبرو اترو ده ،دمذاکراتو ته راشئ ځکه چې دا دمناسب حل لټولو غوره لاره ده" حکومت تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو سره د مذاکراتو سکوښښونه کړي خو څه مثبتې نتېجې یې مخې ته نه دي راغلي. وزیراعلا بزنجو د وسله والو ډلو په مخاطب کولو سره وویل "د ټوپک پورته کولو اؤ غرونو ته دختلو پرځائ دستونزو دهواري اؤ دبلوچستان دخلکو د ژوند ښه کولو لپاره زمونږ مرسته وکړئ،دجګړو نه به هرڅوک اغېزمن کیږي" پخپله دغه وینا کې دبلوچستان وزیراعلا د بلوڅ یاغیانو دغوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو ویلي یې دي چې بلوچستان کې اوس میرټ یا وړتیا پځاي کول د حکومت وړومبۍ ترجیح ده اؤ فیصله شوې ده چې دلاندې کچې ملازمین به هم دپبلک سروس کمیشن له لارې بهرتي کولی شي. د پاکستان بلوچستان صوبه چې د ځمکې يا رقبې له حسابه د پاکستان تر ټولو لويه او د ابادۍ په لحاظ د ملک تر ټولو وړه صوبه ده، څيړونکي او سياستوال وایي دا صوبه د معدني شتمنيو ډکه ده او خورا جغرافیایي اهميت لري خو ددې باوجود هم تر ټولو شاته ساتل شوې ده. د څېړونکو وینا ده چې په بلوچستان کې د نا امنۍ تر ټولو لوی لامل د بلوچستان پر شتمنيو د دې ايالت اوسېدونکو ته اختيار او حکومتي واک نه ورکول دي.

12.03.2023 ډیوه

سعودي عرب او ایران د خپلو سفارتکاري تعلقاتو په معمول کولو اتفاق وکړ

واشنګټن  - سعودي عرب او ایران د دوو کلونو اوږدو بحثونو او لږ تر لږه پنځه دوره خبرو نه پس، په داسې حال کې د تعلقاتو د معمولي کولو په سر اتفاق کړی چې په منځني ختیځ کې اقتصادي او سیاسي عدم استحکام لیدلی کیږي. د سعودي عرب خارجه وزیر فیصل بن فرحان آل سعود ویلي چې دغه تړون به مثبتې نتیجې ولري. ښاغلي فیصل زیاته کړه: "مونږ د خپلو بحثونو په بنیاد، د ښه ګاونډیتوب په تعلقاتو او د خطې د ریاستونو خودمختارۍ ته په درناوي او د ټولو سیمه ییزو ګواښونو سره د مقابلې په موضوعاتو یو پوهاوي ته سره ورسېدو." هغه دا هم وویل چې سعودي عرب دغو ټولو مسئلو سره د مقابلې دپاره، خبرې اترې تر ټولو غوره لار ګڼي. بل اړخ ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل چې د سعودي عرب سره یې د ملک د تعلقاتو بیا بحاله کولو دا معاهده به "د ګاونډیتوب د امن د اساساتو په بنیاد، په خطه کې نوې غټې ذمه وارۍ راپیدا کړي."   د ایران د قامي سلامتیا د عالي کونسل سېکرېټري، علي شمخاني ویلي چې "چین د دې معاهدې امنیتي ضمانت کوي." دا معاهده به په آینده دوو میاشتو کې عملی کړی شي. خطار ابو دیاب چې په پاریس یونیورسېټۍ کې د پولیټکل ساینس استاذ دی، وي او اې ته وول چې د سعودي عرب او ایران د دې تړون نوی اړخ، د چین کردار دی، چې د هغه په باور، "پوهېدل یې ډېر ساده دي." خطار وایي، چین د دواړو ملکونو، ایران او سعودي عرب سره ستر اقتصادي مفادات لري او که په خطه کې استحکام موجود نه وي، نو د چین عزایم به هېڅکله عملي نشي. هغه زیاتوي، هماغسې چې امریکا د آسیا-پسفیک خطې دپاره توجو کړې ده، چین خپله توجه منځني ختیځ ته اړولې او دا به د وخت په تېرېدو معلوم شي چې د نړۍ د دوو سترو طاقتونو، چین او امریکا ترمنځ د مقابلې یو نوی زون جوړ شي او که نه. چین د خپل د مصرف څلوېښت فیصده (٪۴۰) تېل د منځني ختيځ نه درامد کوي، او د سېلک روډ د راهدارۍ مشهوره منصوبه کې یې هم د فارس خلیج، هم د بحیره احمر او هم د افریقې د شرقي ساحل بندرګاهوې شاملې دي چې  دغه بندرګاهې اکثره د سیمه ییزو ناکراریو له امله متاثره کیږي. یو پخواني ایراني سفارتکار او څېړونکي مهرداد خونساري چې اوس په لندن کې اوسیږي، وي او اې ته وویل چې د ایران او سعودي عرب ترمنځ معاهده یوه "مثبته علامه" ده، مګر بیا هم په اړه یې شکونه لري. ښاغلي خونساري وویل: "په تېرو دوو کلونو کې، هغو په بغداد کې د عراق په سپانسرۍ مذاکرات کړي، او پنځه دوره خبرې اترې یې کړي دي، بغیر د کومې غټې لاس ته راوړنې سره. خو دا چې اوس هغو فیصله کړې چې خپل سفارتکاري تعلقات به بحاله کوي، دا یوه مثبته علامه ده، مګر دا چې په نږدې راتلونکې کې به دا معاهده څومره د پام وړ لاس ته راوړنې ولري، دې ته د شک په سترګه کتل په کار دي." خونساري ټینګار وکړ چې هغه داسې نه ګڼي چې ایران به په هېڅ صورت د سعودي عرب دې مطالبې ته غاړه کیږي چې د عراق، شام، لبنان، یا یمن غوندې ځایونو کې دې ایران خپله "پراکسي مداخله" یا د خپلو ګوډاګیو ډلو له طریقه مداخلات راکم کړي. د ایران دغه پخوانی سفارتکار وایي چې "د سعودي عرب او ایران ترمنځ بنیادي اختلافات، کوم چې په ۱۹۷۹ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د قایمېدو نه پس راپیدا شوي"، بغیر د څو مختصرو او موقتو استثناآتو به بیا هم پرځای پاته وي. بل څېړونکي، خطار ابودیاب یادونه کوي چې ایران د نړۍ د طاقتونو سره په کال ۲۰۱۵ کې د جوهري لوظنامې د لاسلیک کولو وروسته، "د خپلو ګوډاګیو ځواکونو په استعمالولو سره په عراق، شام، یمن، او لبنان کې اکثره ریاستي ادارې تباه کړي دي". ابودیاب وایي، دا پوښتنه باید وشي چې آیا ایران به دې ته حاضر شي چې خپله رویه بدله کړي او د دې نظریې نه تېر شي چې د بین الاقوامي او بین المذهبي منصوبې د لارې نورو ملکونو ته د خپل انقلاب د برامد کول ختم کړي؟ په واشنګټن کې مېشت د خلیج د چارو څېړونکی ټیوډور کاراسېک وي او اې ته وویل چې د ایران او سعودي عرب ترمنځ د تعلقاتو د بحاله کېدو اثرات ممکن په آینده هفتو او میاشتو کې د مشاهدې وړ وګرځي، "مګر ښه خبر دا دی چې د دواړو ترمنځ کومې کشیدګۍ چې په زیاتېدو وې، د کمېدو په حال کې ښکاري او د خلیج نورو ریاستونو ته یې د سکون یو حس بخښلی دی."

12.03.2023 ډیوه

د امریکا او جنوبي کوریا ګډو پوځي تمرینونو ته شمالي کوریا تند غبرګون ښودلی

په شمالي کوریا کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې دې هیواد د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تمریناتو په غبرګون د "جګړې نه کیدو لپاره د مهمو او عملي اقداماتو" پریکړه کړې.

12.03.2023 امریکا غږ

بلخ کې چاودنې ته د امریکا او ملګرو ملتونو غبرګون؛ 'د افغان خبریالانو ساتنه باید وشي'

د بلخ مرکز مزارشریف کې د خبریالانو پر یوې غونډې، د تیرې ورځې چاودنې چې له امله یې ګڼ شمېر خبریالان ټپیان شوي پراخ غبرګونونه پارولي دي.

12.03.2023 امریکا غږ

په سخت سیاسي تاؤتریخوالي کې پي ټي ایي نن لاهور کې انتخابي لاریون کوي، حکومت دفعه 144نافذ کړه

په سخت سیاسي تاؤ تریخوالي کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن (یکشنبه/اتوار) لاهور کې یو وارې بیا دسیاسي لاریون کولو اعلان کړی خو حکومت ورته په لاهور کې دفعه144 پځائ کړې ده. عمران خان تور لګولی چې د الیکشن وروسته کولو لپاره دده د وژنې یا کومې بمي چاودنې هڅه کیدای شي خو د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ مرستیالې مشرې مریم نواز بیا ویلي چې دعمران خان سیاست لاشونو یا مړو ته لیواله دی اؤ ماتې دهغه تقدیر جوړ شوی دی. تېره اوونۍ هم عمران خان خان لاهور کې دانتخابي لاریون کولو اعلان کړی ؤ خو انتظامیې په لاهور کې دفعه144 پځای کړې وه اؤ په دغه مهال دپولیسو اؤ پي‌ ټي ایي دفعالینو ترمنځ اخ و ډب کې دپي‌ټي ایي دیو فعال د وژل کیدو دعوه شوې وه اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي هم وؤ. د خالي په ماښام خپل یو ویډیو بیان کې پخواني وزیراعظم عمران خان دخپل ګوند په فعالینو غږ کړی چې نن داتوار په ورځ بیا لاهور کې انتخابي لاریون ته ځانونه چمتو کړي اؤ ویلي یې دي چې ددې لاریون مشري به دی پخپله کوي. دعمران خان ددې اعلان سره سم دپنجاب نګران حکومت په لاهور کې 144 پځای کړې،په لاریونونو اؤ جلسو یې بندیز لګولی اؤ د رینجرز ځواکونه یې رابللي دي. دپنجاب داطلاعاتو نګران وزیر عامر میر رسنیو ته ویلي عمران خان په داسې ورځ د انتخابي لاریون اعلان کړی چې په دې ورځ لاهور کې یو خو دپي ایس ایل یوه مهمه سیالي کېدونکې ده اؤ بل تر40کلو میټرو د میراتهن اؤ سایکل زغلولو دمقابلو تابیا هم شوې ده. عمران خان پخپل ویډیو بیان کې ویلي چې( نن به) دلاهور خلک له خپلو کورونو سړکونو ته را اوځي اؤ ښایي به چې قام چرته ولاړ دی. پخپله وینا کې هغه دچا له نوم اخستو پرته تور لګولی چې دوي هڅه کوي چې هغه ووژني یا کومه چاودنه وکړي اؤ الیکشن پشا بوځي. دهغه په وینا "ماته معلومه ده چې دالیکشن مخې نیولو لپاره به دوي څه کوي،ټول قام ماسره ولاړ دی ځکه دوي ویریدلي دي " پاکستاني رسنۍ وایي دتحریک انصاف دانتخابي لاریون دمخې نیولو لپاره دپنجاب نګران حکومت نن د رینجرز ځواکونه هم رابللي دي اؤ دلاهور په مهمو مقاماتو اؤ دعمران خان داستوګنې سیمه زمان پارک کې به رینجرز ځائ پځائ کولی شي. خو دتحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي لاهور کې ددفعه144 پځائ کیدو باوجود دخپل ګوند په فعالینو غږ کړی دی چې ځانونه ارو مرو زمان پارک ته ورسوي. هغه رسنیو ته ویلي چې ددفعه144لګولو اقدام غیر اییني دی نو نن به دوي ددې اقدام پرضد عدالت ته ځي. دعمران خان دانتخابي لاریون په اعلان خپل غبرګون کې دمسلم لیګ نواز ګوند منتظیمې اؤ مرستیالې مشرې مریم نواز په عمران خان تور لګولی چې هغه لاشونو ته لیواله اؤ ددې جوګه نه دی چې سیاستمدار ورته وویل شي. خپل یو بیان کې مریم نواز ویلي چې دعمران خان هره چاره ناکامه شوې اؤ هغه اوس په دې پوهه شوی دی چې ماتې یې تقدیر جوړ شوی دی. تر دې وړاندې په اتم مارچ لاهور کې د تحریک انصاف ګوند د يو لاريون په مهال د پولیسو او پي ټي ايي د غړو ترمنځ سختې نښتې شوې وې او تحریک انصاف په دغو نښتو کې د خپل یو فعال د وژل کېدو او ګڼو نورو د ژوبل کېدو دعوه کړې وه. پولیس ویلي وو، د تحریک انصاف د فعالانو په تشدد د درېو لوړ پوړو پولیس افسرانو په ګډون 14پولیس ژوبل شوي وو.

12.03.2023 ډیوه

ملتان سلطان د پي ایس ایل د تاریخ په تر ټولو زیاتو منډو جوړولو کویټه ګلېډيېټرز ته ماتې ورکړې

دپاکستان سپرلیګ په سیالیو کې ملتان سلطانز د کویټه ګلېډيېټرز پرضد دپي ایس ایل دتاریخ تر ټولو زیاتې262 منډې جوړې کړي اؤ کویټه ګلېډیېټرز ته یې په نهو منډو ماتې ورکړې ده. د کویټه ګلېډیېټرز د ماتې خوړلو سره د پېښور زلمي لوبډله هم پلی اف پړاؤ ته ننوتلې ده. پېنډۍ اسټیډیم کې دپي ایس ایل ترسره شوې 28مه سیالۍ کې کویټه ګلیډي ایټرز د ملتان سلطان لخوا ورکړل شوي د263 ​منډو هدف کې په ټاکلو 20 ​اوورونو کې د اتوؤ لوبغاړو په تاوان 253 ​منډې جوړې کړی شوې. د کویټه ګلېډیېټرز عمیر یوسف 67، افتخار احمد 53، مارٹن ګپٹل 37، عمر اکمل 28،کپتان محمد نواز 16 قیس احمد او نوین الحق 17، 17 منډې جوړې کړې د ملتان سلطانز عباس ااپریدي 5 ، احسان الله 2 او انور علي 1 لوبغاړی وسوځولو. تر دې وړاندې ملتان سلطانز لوبډله د کویټه ګلېډیېټرز په بلنه وړومبی بیټنګ کولو ته ووتله اؤ په ټاکلو 20 اوورونو کې یې د دریوؤ لوبغاړو په تاوان 262 منډې جوړې کړې. د ملتان سلطانز عثمان خان پخپله پاڼۍ کې په43 بالونو 120منډو جوړولو کې بریالی شو. کپتان محمد رضوان 55 او رایلي روسي 15، ټم ډیوډ 43 اور کیرون پولارډ 23 منډې جوړې کړې. د کویټه ګلېډیېټرز قیس احمد 2 اؤ کپتان محمد نواز یو لوبغاړی وسوځولو

12.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more