ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

14.02.2023 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

14.02.2023 امریکا غږ

د بلوچستان قبایلي مشران: په لېرې سیمو کې د روغتیايي مرکزونو فعالېدل د پولیو کمپاین ته ګټه رسوي

د بلوچستان قبايلي مشران وايي، که حکومت د ايالت د لري پرتو کليوالو سيمو روغتيايي مرکزونه فعال کړي، د خلکو باور به زيات او د پوليو کيمپېونونه به نور هم په ښه توګه سرته ورسېږي. د مېختر سيمې قبايلي مشر ملک سعد محمد حمزه زی وي او اې ډيوه ته وايي، چې په سيمه کې يې روغتيايي مرکزونه فعال نه دي، خو دوی بيا هم له پوليو ټيمونو سره بشپړه همکاري کوي، چې هر ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي او هغه له ګوزڼ ناروغۍ خوندي وساتي. "زموږ په سيمه کې د پوليو کار په ښه توګه ترسره کېږي. خو حکومت بايد د پوليو ترڅنګ زموږ نورو روغتيايي ستونزو ته هم پام وکړي. د سيمې ټول خلک بايد له ټيمونو سره همکاري وکړي، چې ټول ماشومان ويکسين شي." په کوټه کې د پوليو د کميونيکېشن څانګې يو چارواکی خالد کاسی وايي، چې د روغتيايي مرکزونو فعال کېدل د حکومت او صحت محکمې مسووليت دی. خو البته د سيمې د قبايلي مشرانو او ديني عالمانو په پوليو کيمپېن کې رول ډېر مهم دی، ځکه چې پولیو سيمه يزه نه بلکې يوه نړيواله مسئله ده. "په بلوچستان کې په تېرو اتو لسو کلونو کې اوس مهال تر ټولو لږ رفيوزل يا انکاري خلک ريکارډ شوي دي. دا د سيمې د قبايلي او مذهبي مشرانو د مرستې نتيجه ده. موږ هڅه کوو چې د قبايلي مشرانو په کومک کيمپېونونه سرته ورسوو او د انکاري خلکو تر څنګ پوليو وايرس هم له ايالت څخه ختم کړو." په بلوچستان کې تر هر پوليو کيمپېن وړاندې د قبايلي مشرانو او ديني عالمانو يوه غونډه يا سيمينار کېږي، چې په کې يو شمېر مشرانو ته د ګډون بلنه ورکول کېږي. قبايلي او مذهبي مشران بيا په کيمپېن کې له ګرځنده ټيمونو سره ګډ کار کوي.

14.02.2023 ډیوه

افغانستان د پاکستان دوه پخواني لوبغاړي د کرکت روزونکي وټاکل

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د پاکستان دوه پخواني لوبغاړي عمران فرحت او رانا نوید الحسن یې په کابل کې د «لوړو کارکردګیو یا وړتیاو مرکز» کې د توپ وهنې او توپ‌ اچوونې د برخې روزونکي ټاکلي دي.

14.02.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

14.02.2023 امریکا غږ

نیکې هیلې د متحدو ایالتونو جمهوري ریاست ټاکنو ته ځان کاندید کړ

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانۍ سفیرې نیکې هیلې نن سه شنبه فبروري ۱۴ (سلواغه۲۵) د امریکا د ۲۰۲۴ د جمهوري ریاست ټاکنو ته خپله کاندیداتوري اعلان کړه.

14.02.2023 امریکا غږ

هند کې د بي بي سي په دفترونو چاپې وهل شوي

د هند د مالیې  وزارت چارواکو د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۴ (سلواغه ۲۵) په نوي ډیلي او ممبۍ کې د بي بي سي پر دفترونو له هغه څو اونۍ وروسته چاپې وهلي چې دغې رسنۍ د صدراعظم نریندرا مودي په اړه یو انتقادي مستند فلم خپور کړ.

14.02.2023 امریکا غږ

بخښنې سازمان: طالبانو بېرته تاوتریخوالي ته مخه کړې او بشپړ معافیت لري

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د بیا پیل کیدو د مخنیوي لپاره د عدالت غوښتنې د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي د لړۍ په بیا پیلولو سره د افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

14.02.2023 امریکا غږ

د امریکا د مېشګن په پوهنتون کې په ډزو کې درې تنه وژل شوي

د امریکا په متحدو ایالتونو کې پولیس مقامات وايي چې د مېشګن ایالت پوهنتون کې دننه په ډزو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

14.02.2023 امریکا غږ

کراچۍ: د قامي اسمبلۍ غړی او پي ټي اېم مخکښ علي وزير د جېل نه خوشی شو

د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسبملۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير د جېل نه خوشی شو، نوموړی د کال 2020 په 16 دسمبر په پېښور کې پوليسو نيولی او بيا کراچۍ ته منتقل کړی شوی او د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي وو.

14.02.2023 ډیوه

طالبان: په کابل کې د داعش په پټن ځای حمله کې د ‌ډلې یو شمېر وسله وال وژل شوي

داعش خراسان ډلې په افغانستان کې په ورستیو ورځو کې د یو شمېر حملو مسولیت منلی چې پکې د پاکستان او روس په سفارتونو او په کابل کې د چینایانو یو هوټل هم شامل دی.

14.02.2023 ډیوه

د ناټو مشر وايي، اوکراین نورو وسلو ته اړتیا لري

واشنګټن- د ناټو عمومي منشي ینز سټالټنبرګ اوکراین ته د نورو وسلو په ورکولو باندې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې باید دغه هېواد ته دې د ټانکونو او د نورو درنو وسلو د ورکولو ژمنې ژر پوره کړای شي. نوموړي دغه خبرې د نهې یا سې شنبې په ورځ په برسلز  کې د ناټو د دفاع وزیرانو او د امریکا تر مشرۍ لاندې د اوکراین د ایتلاف د دفاعي چارواکو په غونډه کې وکړې. سټالټنبرګ خبریالانو ته وویل، چې دا خبرې په یو مهم وخت کې شوي او متحدین به د سې شنبې په ورځ له اوکراین سره د بېړنیو مرستو پر اړتیا خبرې وکړي. هغه وویل، "راتلونکې اونۍ په اوکراین کې د خطرناکې جګړې یو کال پوره کېږي چې د اوکراین په وړاندې د روسانو بشپړ یرغل دی او مونږ هېڅ داسې نخښه نه وینو چې ولسمشر پوتین دې سولې ته کوم تیاری ونیسي. هغه څه چې مونږ وینو هغه برعکس دي. هغه نورې جګړې ته تیاری نیسي، د نویو عملیاتو او نویو بریدونو تیاری" سټالټنبرګ وویل،‌ اوکراین ته د متحدینو لخوا د جنګي الوتکو د ورکړې خبره اوس نه یواځې یوه مهمه خبره ده بلکه پرې خبرې روانې دي. هغه وویل، د پوځي مرستو په برخه کې نه یواځې په هغو سیستمونو خبرې کېږي چې اوکراین یې لا تر اوسه نه لري بلکه په هغو هم کېږي چې لري یې او باید څنګه هغسې کار وکړي چې باید و یې کړي.   د نهې یا سې شنبې د ورځې د غونډې په پیل کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د اوکراین د دفاع د تماس ډلې غونډې ته د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وویل، "اوکراین بیړنۍ اړتیاوې لري تر څو د جګړې په ډګر ورسره په مهمو برخو کې مرسته وکړي." هغه په ټولو غږ وکړ چې خپلې مرستې دې زیاتې کړي. اسټن وویل، "کرملن تر اوسه هم دې ته په تمه دی چې مونږ به نور لاړ شو خو دا دی د یو کال له تېرېدو وروسته هم مونږ لکه د تل په څېر متحد یو او دا به له اوکراین سره مرسته وکړي چې د جګړې توله وساتي او په دې ستونزمنې لارې مخې ته ولاړ شي." د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف په برسلز کې وو چې په دغو خبرو کې برخه واخلي او د خپلو پوځي اړتیاو په اړه خبرې وکړي. له غونډې مخکې هغه په یو ټویټ کې ویلي، چې د هغه په اجندا کې د نورو وسلو او مهماتو غوښتل، د اوکراین د فضا ساتنه، د اوکرایني سرتیرو روزنه او د لوجیسټیک او حفظ مراقبت ثابت ساتل دي.    

14.02.2023 ډیوه

د امریکې په مشېګن سټېټ یونېورسټۍ کې درې کسان په ډزو وژل شوي

د یونېورسټۍ د پولیس موقتي نایب مشر کرېس روزمېن خبریالانو  ته د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په ډزو زخمي شوي کسان هسپتال ته منتقل کړی شوي او حالت يې نازک دی

14.02.2023 ډیوه

په ترکیه کې د زلزلې په اتمه ورځ هم د ملبې لاندې ژوندي کسان موندل شوي

واشنګټن: په ترکیه کې د ژغورنې کارکونکو له خونړۍ زلزلې څخه نېږدې ۲۰۰ ساعته وروسته هم د ویجاړو شویو ودانیو لاندې ژوندي کسان موندلي دي. په دغو ژوندي موندل شویو کسانو کې یو په ادیمان ولایت او بل د زلزلې مرکز ته نېږدې په مرکزي کهرمانمارس کې له ویجاړو شویو ودانیو لاندې څخه راوېستل شوي. د ترکیې په ټي وي باندې د ژغورنې ددغو عملیاتو راپورونه خپرېدل خو پوهان خبرداری ورکوي چې د نورو ژوندیو کسانو د موندلو لپاره وخت په خلاصېدو دی ځکه له زلزلې وروسته د دومره وخت له تېرېدو سره د هغوی د ژوندي‌ پاتې کېدو چانس کمېږي. د ترکیې په سمنداګ او هېټې ولایتونو کې اوسېدونکي سرټکوي چې حکومت د ژوندیو کسانو د موندلو په برخه کې کافي‌ څه نه دي‌ کړي. د زلزې څخه یو ژغورل شوي‌ کس د امریکا غږ ترکي سرویس ته ویلي،‌ دغلته هر څه چې شوي هغه د ټولنې په هڅو د رضا کارو لخوا لخوا شوي نه د حکومت لخوا. هغه وویل، "مونږ یوه ښځه او د هغې ماشوم له ملبې لاندې څخه وژغورل. زمونږ په خپلو هڅو. په خپلو وسایلو. له ما سره ډېر ملګري وو.‌ دا د منلو وړ نه ده." یو بل وویل: "رضاکاران دلته شپه او ورځ کار کوي. دوی حتی خواړه نه خوري. دوی حتی دلته نه راځي چې اوبه وڅکي. د ترکیې د قدرتي‌ افتونو ادارې کارکونکي دلته یواځې د کتلو لپاره راغلل. هغوی وویل، دلته هېڅ هم نشته او بېرته ولاړل." ترکي چارواکو خبر ورکړی چې په دغې زورورې زلزله کې لږ تر لږه ۳۱۶۴۳ کسان مړه شوي دي. اخوا د ملګروملتونو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، چې د پولې هاغې غاړې ته په سوریه کې هم ۴۳۰۰ کسان مړه او تر ۷۶۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

14.02.2023 ډیوه

ریچارډ میلس: د افغان ماشومانو فزیکي او دماغي حالت زیمانمن شوی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازولۍ مرستیال وایي، په کم عمر کې د نجونو د واده او په درنو کارونو کې له ماشومانو څخه استفادې د افغان ماشومانو فزیکي او دماغي حالت زیانمن کړی دى.

14.02.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more