ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


مقامات: پاکستاني طالبانو دوه پولیس وژلي

پاکستاني پولیسو د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۴) وویل، دوه پاکستاني پولیس په جلا جلا بریدونو کې په داسې حال کې ووژل شول چې د سرشمیرنې د معلوماتو د راټولولو ټیمونو ساتنه یې کوله. تحریک طالبان پاکستان ددې برید ادعا کړې ده. 

14.03.2023 امریکا غږ

د طالبانو ګواښونه؛ کابل کې د ښځو لپاره اووه مياشتې مخکې پرانيستل شوی کتابتون بېرته وتړل شو

د "زن کتابتون" نږدې ۷ میاشتې مخکې د ۲۰۰۰ ټوکه کتابونو په درلودلو سره د کابل په پل سرخ سیمه کې پرانیستل شو. دا کتابتون چې د یو شمېر متعرضو مېرمنو له‌خوا جوړ شوی و، مسولان یې ادعا کوي چې، د طالبانو د ګواښونو او مالي ستونزو له امله یې د دوشنبې په ورځ کتابتون وتړلو. د دې کتابتون یوې بنسټګرې ژولیا پارسي ازادي راډيو ته وویل، طالبانو اجازه نه ورکوله چې ښځې په دې کتابتون کې راټولې شي. نوموړې وايي: "طالبانو تل مزاحمت کاوه، راتلل او ویل به یې چې نجونې دلته ولې راټوليږي؟ تاسې چا ته کار کوئ؟ دا ځای نور موږ ته امن نه و او ګواښونه ورځ تر بلې ډېرېدل. اقتصاد مو هم ضعیف شو، نور مو نه شوای کولای چې کرایه ورکړو. چا چې مو ملاتړ کاوه، هغوی هم ځواب راکړ او ویل یې چې بل ملاتړی پيدا کړئ، ځکه مو کتابتون وتړلو." د دې کتابتون یوه بله بنسټګره لیلا بسیم هم ادعا کوي، چې د "زن کتابتون" څو ځله د طالبانو له‌خوا وتړل شو او د فعاليت اجازه نه ورکول کېده. هغې ازادي راډيو ته وویل، د امنیتي ګواښونو له وېرې یې په وروستیو ۲ میاشتو کې په کتابتون کې فعاليت نه درلود. اغلې بسيم وايي: "سخت ګواښ راته و، دوه ځله مو کتابتون د طالبانو له لوري وتړل شو. له یوې خوا طالبانو د هغو ښځو لپاره چې کتابتون ته راتللې، محدوديتونه وضع کول، له بلې خوا اقتصادي ستونزې وې چې هم مو فعاليت نه کاوه او هم په کتابتون کرایه راتله، مجبور شو چې ويې تړو." وحیده محرمي هغه مېرمن ده چې، زن کتابتون ته د مطالعې لپاره ورتله، نوموړې وايي، د دې کتابتون له پرانیستلو وروسته ډېرې نجونې او ښځې هڅول شوې وې چې مطالعه وکړي. دا مېرمن وايي: "زموږ د ټولنې په ځانګړې توګه د ښځو لپاره ډېره د اندېښنې خبره ده چې نه‌شو کولای حتی د مطالعې لپاره هم یو وړوکی ځای ولرو. زه چې مطالعه کوم، په ځلونو د زن کتابتون ته ورغلې وم، خو کله چې دا کتابتون وتړل شو، زه ډېره ناهیلې شوم او ګورم چې زموږ ټولنه له هر څه وروسته پاتې کېږي." د دې کتابتون د مسولانو د ادعاو په اړه مو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه هم وپوښتل، خو ویاند یې عبدالمتین قانع د دې کتابتون له تړلو بې خبرې وښوده. نوموړي وويل: "موږ له دې موضوع بیخي خبر نه یو او دا ښه خبره هم نه ده، ولې باید وتړل شي؟ ان شاالله زه یې تعقیبوم او هڅه کوم چې موضوع حل شي." د زن کتابتون د مسولانو په وینا، په وروستیو کې د دې کتابتون د کتابونو شمېر ۵۰۰۰ ټوکو ته رسېدلی و او ۴۰۰ مېرمنې د کتابتون غړې وې. طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل او په وروستیو کې یې پوهنتون ته هم له تګ څخه منع کړې، خو له دې بندیزونو سره هم ګڼو بنسټونو په دې موده کې هڅه کړې چې نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او لوست فرصتونه برابر کړي. تازه په بامیان ولایت کې هم یو شمېر ځوانانو له زده‌کړو محرومو نجونو ته یو کتابتون جوړ کړی دی.

14.03.2023 ازادي راډیو

روس د اوکراین د غلو دانو د صادراتو د تړون اوږدولو ته تیاری ښودلې

واشنګټن – روس د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، دوی تیار دي چې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو د تړون اوږدولو ته اجازه ورکړي، کوم چې په نړۍ کې د خوړو د بیو له کمېدو سره مرسته کوي خو یواځې د شپېتو ورځو لپاره. د روس یو پلاوی چې د ملګروملتونو له جګ پوړو چارواکو سره خبرې کوي دغه خبرې ريښتینې بللې خو ویلې یې دي چې روس غواړي د تړون په هغه بل اړخ چې له روس څخه د غلو صادرات دي هم یو ډول پرمختګ وشي. د تورې بحیرې د غلو د تړون له مخې، اوکراین چې په نړۍ کې د غلو یو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه دی کولای شي چې له خپلو دریو بندرونو څخه خواړه او کیمیاوي سره صادره کړي. د غلو دغه تړون د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړیتوب په تېرې جولای میاشت کې شوی و تر څو په نړۍ کې د خوراکي توکو د ناورین له کمېدو سره مرسته وکړي او بیا په نومبر کې ۱۲۰ ورځې اوږد کړای شو. دغه نېته د شنبې یا خالي په ورځ پای ته رسېږي. د روس پلاوی چې په جنیوا کې په دې اړه خبرو باندې بوخت دی د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، "که څه هم په سوداګریزه توګه د اوکراین تولیدات په چټکۍ سره صادرېږي او کیېف ترې د پام وړ ګټه کوي خو د روس د ذراعتي صادرونکو پرضد اوس هم بندیزونه پر ځای دي. هغه وویل، "د خوړو او سرې لپاره د واشنګټن،‌ برسلز او لندن لخوا لګېدلي بندیزونه تر اوسه نه دي لېرې کړای شوي." روس کوښښ کوي چې غلې او کیمیاوي سرې صادرې کړي خو د لویدیځ لخوا د لګېدلو بندیزونو او د بیمې د بیو له امله له ننګونو سره مخ شوي. بلخوا د اوکراین د بنیادي اډانې وزیر اولیکزاندر وویل، د روس لخوا یواځې د ۶۰ ورځو لپاره د تړون اوږدول یو غیر قانوني کار دی ځکه په تړون کې راغلي چې دا به لږ تر لږه ۱۲۰ ورځې اوږدېږي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس د ګل په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل،‌ چې دا تړون په یو مهم وخت کې مهمه وسیله ده. د ملګروملتونو ویاند سټیفن ډوجارېک وویل،‌ ملګري ملتونه د تورې بحیري د غلو تړون ته په بشپړه توګه ژمن دي او همدارنګه به د روس خوړو او کیماوي سرې صادراتو ته د لارې برابرول وي. د جګړې په ډګر: د اوکراین د ختیځ ښار بخموت د کنټرول لپاره د ګل یا دوشنبې په ورځ هم سخته جګړه روانه وه. د اوکراین پوځ ویلي، چې دوی د ښار د نیولو لپاره د روسانو د هڅو په ځواب کې توپونه،‌ ټانکونه او نورې وسلې کارولي. د برتانیې دفاع وزارت په دې وروستیو ورځو کې ویلي دي چې د روس وېګنر ځواکونه د بخموت ښار د ختیځې برخې کنټرول لري او د ښار لویدیځ له اوکرایني ځواکونو سره دی. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د ګل په ورځ وویل، چې د اوکراین راتلونکې د بخموت په ګډون د ختیځې برخې د جګړو پایلو پورې تړلې ده. هغه وویل، په ختیځ کې ډېر سخت او درونکي حالات دي. د چین ولسمشر روس ته ځي: رویټرز خبري ادارې د نا معلومو سرچینو له خولې خبر ورکړی چې د چین ولسمشر شي جین پېنګ ښايي په راتلونکې اونۍ کې روس ته ولاړ شي. دغه سفر د روس د ولسمشر ویلادیمیر پوتین په بلنه ترسره کېږي چې د اوږدې مودې راهیسې یې ورکړې وه چې له ماسکو څخه لیدنه وکړي. نه روس او نه چین تر اوسه داسې کوم سفر تایید کړی دی.    

14.03.2023 ډیوه

د ترهګریزو بریدونو مخنیوي لپاره د ډیره اسماعیل خان او بنو پولیسو ته بکتر بند ګاډي ورکړل شول

  د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر اختر حيات خان  په ډېره اسماعيل خان او بنو ډویژن کې د ترهګرۍ او ناامنۍ مخنیوي لپاره پولیسو ته اته بکتر بند ګاډي ورکړي خو څیړونکي وایي د ترهګرۍ او هر ډول ناامنۍ پرضد په لومړي صف کې ولاړو پولیس سرتيرو ته دا د ګاډو اسانتياوې ورکول د نشت برابرې دي. د پولیسو په بیان کې ویل شوي د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پرضد د پولیسو دتوان زیاتولو لپاره څلور بکتر بند ګاډي بنو ډیویژن او څلور ډیره اسماعیل خان ډویژن پولیسو ته ورکړل شوي دي. د صوبې د پولیسو مشر اختر حیات خان ویلي په صوبه او په ځانګړي توګه جنوبي ضلعو کې د امنیت د ټینګښت لپاره ټولې شته وسیلې به پکار راوستل کیږي. هغه ویلي په جنوبي ضلعو کې پولیسو د خپلو دندو په ترسره کولو کې سترې قربانۍ ورکړې دي او دا د پولیسو حق دی چې هلته د قانون د عملي کولو لپاره ټول وسایل او اسانتیاوې په لاس کې ولري. د صوبې دپولیسو دمشر په وینا پولیس ځواک به په هر ځاې کې په جديدو وسلو سمبال وي او د ترهه ګرۍ سره به مقابله کوي۔ هغه هيله څرګنده کړې چې د ډيره اسماعيل خان او بنو سيمو ته د بکتر بند ګاډي رسیدو سره به هلته دپولیس ځوانانو توان سیوا شي او هغوي به د ترهګرو سره په موثره توګه مقابله وکړي. په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا صوبه او په ځانګړي ډول جنوبي ضلعو کې په پولیسو د وسله والو بریدونو اؤ بمي چادونو کې چټکتیا لیدل شوې اؤ په ګڼ شمیر پولیس تاڼو اؤ څوکیو ترسره شوؤ بریدونو کې په لسګونو پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي. د خیبر پښتونخوا بنو ډویژن په درېوؤ ضلعو (بنو، لکي مروت او شمالي وزیرستان او ډیره اسماعیل خان ډویژن په څلورو ضلعو( ټانک، کوزجنوبي وزیرستان، برجنوبي وزیرستان او ډيره اسماعیل خان) ضلعو مشتمل دي او څیړونکي وایي د ترهګرۍ او هر ډول ناامنۍ پرضد په لومړي صف کې ولاړو پولیس سرتيرو ته دا د ګاډو اسانتياوې ورکول د نشت برابر دي. د خېبرپښتونخوا د پوليسو پخوانی مرستيال مشر رحمت خان وايي، پوليس د هر ډول بدامنۍ، ترهګرۍ، نشه اي توکيو د قاچاقبرو، او نورو ورانکارو په وړاندې تر ټولو لومړی ولاړ دي او په اووه ضلعو کې پولیسو ته اته بکتربند ګاډي ورکول دا د نشت برابر دي.  ډیوه سره خبرو کې هغه وویل جنوبي ضلعو کې پولیسو سره هغه وسايل نشته کوم چې په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پرضد دوی وکاروي، لکه بکتر بند يا بلټ پروف ګاډي، نوې جديدې وسلې، مضبوطې ودانۍ او په خصوصي توګه د ترهګرۍ پرضد روزنې هم نه لري. هغه زیاته کړه پکاره ده چې د ترهګري مخنیوي د پاره دوی ته فنډونه سیوا کړل شي چې نوې وسلې او نور مهمات پرې واخلي . خبریال فاروق مسید ډیوه ته وویل اته بکتر بند ګاډي خو یوازې د یوې ضلعې د پاره ناکافي دي او زیاته یې کړه چې لرې پرتو سیمو کې تر ټولو لویې شکایت دا وي چې تر برید وروسته پوليس سمدستي د پېښې ځایی ته ونه رسیږي. هغه وویل د برید ځای ته په فوري توګه د نه رسیدو یو علت دا هم دی چې پولیس د وسله والو بریدونو څخه د بچ کېدو په خپله اسانتیا نه لري. هغه وویل په داسې حالاتو کې ښکاري چې وسله وال نور ډاډه شوي او په پراخه کچه فعالیتونه کوي. هغه وویل د قبایلي سیمو پولیس خو هیڅ قسم اسانتیا نه لري او په نورو سرکاري ودانیو کې یې تاڼې او چوکۍ جوړې کړې دي چې هغه غیر محفوظې دي او چې کله برید پرې وشي بیا په خپله ګشتي پارټۍ ګاډی یا د ژوبل عسکرو وړلو د پاره ایمبولینس نه لري.  هغه وویل باید د دغو سیمو پولیس بکتر بند يا بلټ پروف ګاډي، نوې عصري وسلې، مضبوطې ودانۍ او په خصوصي توګه د ترهګرۍ پرضد روزنې ولري. د ټانک ضلعې د پولیسو یو افسر د نوم نه اخستو په شرط ډیوه ته وویل په دې وروستیو کې په لرې پرتو سیمو کې چوکیو کې ډیوتي کونکو پولیسو ته د شپې پر مهال د لیدلو شیشې او نوې جدیدې وسلې ورکړل شوي چې دهغې له امله یې یو شمیر بریدونه په شا تمبولي دي. هغه وویل دغه ګاډو ترلاسه کولو سره به د پولیسو د امنیت صلاحیت نور ښه شي. هغه وویل دا خبره درسته ده چې پولیس اوس هم لا هغه وسایل نه لری کوم چې په کار دي خو بیا هم ډیر په زړورتیا سره د ترهګرۍ او د نورې ناامنۍ مقابله کوي.

14.03.2023 ډیوه

کابل کې د ښځو کتابتون د 'طالبانو د ګواښونو له کبله' تړل شوی

په کابل کې د ښځو د کتابخانې مسؤلین وايي دغه کتابخانه تر څو میاشتو فعالیت وروسته د 'طالبانو د محدودیتونو له امله' بنده شوې ده.

14.03.2023 امریکا غږ

ولې ملالې یوسفزۍ د آسکار جایزو په مراسمو کې د ملکې ثریا والۍ په غوږو کړې وې؟

د نجونو د تعلیم یوې فعالې او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د اسکار جایزو مراسمو په ۵۲ مې دورې کې هغه والۍ په غوږو کړې وې چې پخوا د امان الله خان میرمن ملک ثریا پورې یې تړاو درلود.

14.03.2023 امریکا غږ

د بلخ په چاودنې کې 'یو افغان خبریال او همکار یې وژل' شوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د دوی د معلوماتو له مخې د بلخ مزار شریف ښار کې د تبیان په نوم فرهنګي مرکز کې د تیرې شنبې ورځې چاودنه کې د افغان غږ "اوا" په نوم خبري آژانس یو خبریال حسین نادري او یو بل نوی همکار یې اکمل نظري وژل شوي دي.

14.03.2023 امریکا غږ

د کلونو پس، د عمران خان د ژوند په یوې قصې بیا پوښتنې راپورته شوي - ټیریان وایټ د چا لور ده؟

د ټیریان مور سیتا وایټ د برتانیې شتمن کارخانه دار ګډډن وایټ لور وه اؤ د 1980م د لسیزې په وروستیو کې عمران خان سره د هغې لیدنه د لندن په "ټرامپ نایټ کلب" کې هغه وخت شوې وه چې عمران خان د کرکټ د یو وتلي ستوري په نوم په ګرده نړۍ کې شهرت لرلو.

14.03.2023 ډیوه

ایران وایي 22 زره کسان چې په مظاهرو کې نیول شوي و، د خامنه اي لخوا وبخښل شول

د ایران د عدالتي نظام مشر غلام حسین محسني اژه اي د دوه ویشت زرو کسانو د بخښلو په اړه بیان جاري کړی او دا اول ځل دی چې ایران کې د حکومت ضد مظاهرو وروسته د مظاهره چیانو د پراخو ګرفتاریو داسې اندازه، په حکومتي بیان کې راښکاره کیږي.

14.03.2023 ډیوه

د روس او چین د ګامونو په مقابله کې، برطانیه خپل دفاعي اخراجات زیاتوي

واشنگټن   - د برطانیې وزیراعظم ریشي سوناک د ګل/دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې په آینده دوه کلونو کې به د خپل ملک د پوځ بجټ کې د پنځه بلین پونډ (شپږ بلین ډالر) پورې اضافه راولي. هغه د دې اقدام وجوهات، یو په اوکراین باندې د روس پوځي یرغل او بل د چین له اړخه چلېنج په ګوته کړ. دا اضافه به د برطانیې په خارجي او دفاعي سیاست کې یو ستر بدلون وي، مګر د هغه څه نه چې برطانوي پوځیانو یې غوښتنه کوله، کم دی. ریشي سوناک وویل، برطانیه به "په اوږد مهال کې"، خپل پوځي اخراجات د مجموعي ملکي پیداوار تر دوه نیم ۲.۵ فیصده پورې زیات کړي، مګر د دې دپاره یې کومه نېټه ونه ښودله. برطانیه اوس مهال د خپل مجموعي ملکي پیداوار صرف لږڅه باندې دوه فیصده، دفاعي اخراجاتو ته ورکوي، مګر د پوځ مشران غواړي چې دا شرحه درې فیصدو ته لوړه شي. په پام کې ده چې په دفاعي بجټ کې اضافه شوې پیسې، یوه برخه د برطانیې د ګوله بارودو د ذخیرو په بیا ډکولو مصرفې شي، ځکه د کله نه چې روس په اوکراین حمله کړې ده، برطانیې زیاته اندازه ګوله بارود اوکراین ته ورکړي او خپلې ذخیرې یې کمې شوې دي. د پیسو بله برخه به یې د جوهري طاقت لرونکو آبدوزونو په جوړولو مصرفې شي کوم چې د برطانیې او امریکا یوه مشترکه منصوبه ګڼلی کیږي. د برطانیې وزیراعظم ریشي سوناک، امریکې ته د خپل سفر په ترڅ کې بي بي سي ته وویل: "نړۍ لا زیاته غیرمستحکمه شوې ده، زمونږ امن ته خطرې زیاتې شوې دي. دا مهمه ده چې مونږ د هغو په وړاندې د ځانونو محافظت وکړو." ښاغلي ریشي سوناک د ګل/دوشنبې په ورځ په سن ډئیګو ښار کې د امریکې د صدر جو بایډن او د اسټرېلیا له وزیراعظم انټني البنیزې سره وکتل چې د آکوس (AUKUS) په نوم د پوځي تړون آینده ګامونه تصدیق کړي. په دې پوځي تړون کې امریکا، برطانیه او اسټرېلیا شامل دي او په کال ۲۰۲۱ کې چې په پسېفیک خطه کې د چین د جارحانه رویې په اړه فکرمندۍ زیاتې شوې وې، نو دغو درېیو ملکونو دا تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون ترمخه، برطانیه او اسټرېلیا به د برطانیې په ډیزائین او د امریکې د ټېکنالوجۍ په ملاتړ، داسې نوي آبدوزونه جوړ کړي چې په جوهري طاقت وچلیږي او روایتي وسلو باندې سمبال وي. د دغو آبدوزونو د جوړولو زیاتره کارونه به د اېنګلېنډ په شمال لویدیځه سیمه کې ترسره شي او لومړني آبدوزونه به یې د ۲۰۳۰مو کلونو په آخره کې آماده شي. اسټرېلیا دا خیال هم لري چې د امریکې نه پنځه وېرجنیا-کلاس آبدوزونه په پیسو واخلي.

14.03.2023 ډیوه

د ملګرو ملتونو کمېشن: د شام زلزله ځپلي خلک هېر کړی شوي او نظراندازه شوي دي

د ملګرو ملتونو یو کمېشن چې د شام په اړه پلټنو ته ټاکل شوی دی، وایي چې شام کې د زلزلې زیانمنو خلکو ته په وخت باندې د امداد نرسېدو او د هغو په تحفظ کې د ناکامۍ له وجې، ګڼ شمېر عام خلک چې د زلزلې په المیه کې ګیر راغلي و، مړه شوي دي.

13.03.2023 ډیوه

د ایران په سکولونو کې د زهري ګېسونو درې نوې واقعې مخې ته راغلي دي

واشنګټن  - په ایران کې د ګل/دوشنبې په ورځ هم په سکولونو باندې د کیمیایي ګېسونو نوې حملې وشوې چې په کې لږ تر لږه یو سکول په بانه او دوه نور په ماهشهر کې هدف وګرځېدلې. د ایراني فعالانو د رپوټونو ترمخه چې د مارچ په دیارلسمه نېټه یې د "اعتراض مدني بازار" په تېلګرام اېکاونټ کې خواره شول، د ایران د کردستان صوبې په بانه ضلع کې د جېنکو یو سکول چې وحدت نومیږي، د کیمیايي حملې ښکار شو. د یاد رپوټونو په حواله، ګڼ شمېر طالب علمانې چې د زهرجنه کېدو علامې یې درلودې، هسپتالونو ته ولېږدول شوې. همدا راز د ایران د خوزستان صوبې په ماهشهر کې هم د (پویندګان) او (شهید اهدایي) په نوم د جېنکو په سکولونو د کیمیایي ګېسو د حملې خبر ورکړل شوی دی. په دې رپوټ کې راغلي دي چې یاد سکولونه اوس خالی کړی شوي دي او یو شمېر طالب علمانې هسپتالونو ته رسول شوي دي. په ایران کې سرکاري مېډیا اعلان کړی چې د هغه ملک استخباراتي او امنیتي ادارې په سکولونو باندې د ګېسو د حملو واقعات څېړي او پلټنې یې شورو کړي دي. دا حملې د تېرو څو میاشتو راهیسي ایران کې لیدلی شوي او د هغه هېواد داخله وزارت هم تر اوسه په دې اړه څو بیانونه جاري کړي دي. خو په عین وخت کې د حکومتي چارواکو له خولې د دې پېښو په حوالې سره مختلفې او متناقضې ویناګانې اورېدل کیږي. د ایراني رسنیو د رپوټونو په حواله، د ایران د اسلامي شورا د مجلس غړي محمد رضا میر تاج الديني د اتوار/یکشنبې په ورځ ویلي و چې په طالب علمانو باندې د زهرجنو موادو د حملې موضوع په هغه مجلس کې د بندو دروازو تر شا څېړل شوې ده او په هغې جلسې کې د لوستل شویو رپوټونو ترمخه، "د دې واقعاتو ټول د پردې شا [پټ] عوامل ګرفتاره کړی شوي دي." خو د گل/دوشنبې په ورځ د اسلامي شورا د مجلس یو بل غړي محمد علي محسني بندپی د ایران مهر خبري ادارې ته وویل: "د مجلس په پرونۍ غیرعلني ناسته کې، په زهرجنو موادو د طالب علمانو د ککړولو د عاملانو په ګرفتارۍ باندې څه خبرې ندي شوي." ایران کي په سکولونو باندې چې اکثره یې د جېنکو سکولونه دي، د نامعلومه زهري ګېسونو حمله اول په مذهبي ښار، قم کې پیل شوه چې د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د دې حملو لمنه د ایران اکثرو صوبو ته غځېدلې او لا هم دوام لري. د ایران ځینو حکومتي چارواکو اول د دغو حملو په اړه رپوټونه، هسې د آزادو رنسیو او سوشل مېډیا پروپګېنډه وبلله، خو وروسته پخپله د ایران ریاستي چارواکو او د پارلېمان غړو دا ومنله چې یادې حملې په قصدي ډول ترسره شوي دي، خو عاملین یې معلوم ندي.   دا رپوټ د وي او اې پاړسي څانګې د وېب سایټ نه ژباړل شوی دی.

13.03.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

13.03.2023 امریکا غږ

امریکا کې د بانکونو له سقوط وروسته، بایډن د بانکي کړکیچ د حل ژمنه وکړه 

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د «سیلیکان ویلې» او «سګنیچر» بانکونو له سقوط او دیوالي کېدو وروسته ولسمشر جو بایډن ژمنه وکړه چې د بانکدارۍ د کړکیچ د حل لپاره هر څه چې لازم وي وبه یې کړي. 

13.03.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

13.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more