ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان کې د برېښنا د بند جوړونکي چینايي شرکت په کمپ کې اور لګېدلی  

په پاکستان کې چارواکي‌ وايي د هغه شرکت په یو کمپ کې اور لګېدلی، چې په یوې لېرې پرتې سیمې کې د برېښنا د یو بند جوړولو چارې پرمخ وړي. 

04.04.2023 امریکا غږ

د امریکې خارجه وزیر په روس کې د نیول شوي امریکايي خبریال د ازادۍ غوښتنه کړې

ای اېف پي خبري اداره وايي یو شمېر امریکايي شهریان دا وخت په روس کې په حراست کې دي او ماسکو او واشنګټن په يو بل الزامات لګوي چې د سیاسي مقاصدو دپاره د یو بل شهریان ګرفتارو

04.04.2023 ډیوه

پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې نوره غورځېدلې

پاکستان کې د پېسو بدلوونکو اتحاديه وايي، پرون په ملک کې یو امريکايي ډالر په 283روپۍ او 80پېسې روان شوی او د 285روپۍ پورې رسېدلی وو خو نن بيا نور ګران شوی او نن يو ډالر 287 روپو او 60 پېسو ته رسېدلی دی.

04.04.2023 ډیوه

استرالیا په حکومتي وسیلو کې په ټېک ټاک بندیز ولګوه

  واشنګټن – استرالیا د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، دوی به په حکومتي وسیلو کې په ټېک ټاک باندې بندیز ولګوي. له دې سره د هغو هېوادونو نوملړ نور هم اوږد شو کوم چې د ملي امنیت له امله په دغه چینايي اپلېکېشن باندې بندیز لګوي. د استرالیا لوی سارنوال مارک ډرېفس وویل، دغه پرېکړه یې د هېواد د استخباراتي ادارو په غوښتنه کړې او څومره ژر چې عملي کېږي‌ نو عملي به شي. استرالیا د پنځو سترګو په نامه د امنیتي اتحاد وروستی هېواد شو چې په ټېک ټېک باندې یې په حکومتي وسیلو کې بندیز ولګاوه او په دې لاره کې د امریکا، برتانیې، کاناډا او نیوزېلېنډ سره یوځای شو. فرانسې، هالېنډ او اروپايي کمېشن هم دې ته ورته اقدام کړی.‌ ډرېفس وویل، چې حکومت به ځینې استثنات په‌ ځینو قضیو کې تصویب کړي خو بشپړ امنیتي څار به پر ځای وي.‌ ایا د ټېک ټاک بندېدل قانوني دي؟ د سایبر سیکوریټي پوهانو خبرداری ورکړی چې د ټېک ټاک اپ چې په نړۍ کې تر یو بیلیون زیات کارونکي لري کولای شي ټول معلومات راټول او بیا یې د چین حکومت ته ورکړي.‌ یوه سروې وايي، چې په استرالیا کې تر اوه میلیونو زیات خلک ټېک ټاک کاروي چې دا ددغه هېواد له څلورو څخه یوه برخه خلک دي. د لوی سارنوال دفتر چې د ټېک ټاک د بندیزونو خبر یې ورکړی ویلي، چې په ټېک ټاک باندې د زیاتو معلوماتو راټولول د پام وړ امنیتي خطرې او د پټو معلوماتو د خپرېدو خطر لري.‌ روسان له ټېک ټاک څخه په اوکراین کې د ماسکو پلوې نظریې په ملاتړ کار اخلي: چین دغه بندیز غندلی دی او ویلي یې دي، چې په دې باندې له استرالیا سره د چین هغه هوکړې چې چینايي کمپنیانو ته به مناسب، روڼ او بې تبعیضه چاپیریال برابروي زیانمنې شوې. خو د ټېک ټاک په اړه دغه اندېښنې ځکه راپورته شوی چې د چین د ۲۰۱۷ کال په یو قانون کې له کورنیو کمپنیو څخه غوښتل شوي چې ټول هغه شخصي معلومات به له دولت سره شریکوي که چېرې له ملي‌ امنیت سره تړاو ولري.‌ خو پېکنګ دا رد کړې ده چې دغه اصلاحات دې ګواکې د ټېک ټاک عادي کارونکو ته هم کوم ګواښ پېښوي. خپله ټېک ټاک هم دغه بندیزونه غندلي دي او ټینګار یې کړی چې دوی د چینايي حکومت سره نه دي‌ تړلي.‌ په استرالیا کې د ټېک ټاک کمپنۍ ویاند لي هنټر ویلي، دوی به هېڅکه معلومات چینايي کمپنۍ ته ور نه کړي.‌

04.04.2023 ډیوه

د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ نن عدالت ته حاضرېږي

د ټرمپ وکیلانو د ګل، دوشنبې، په ورځ عدالت ته خواست وکړو چې د نهې، سه شنبې، په ورځ دې عدالت ته د کېمرو وړلو اجازت ور نه کړی شي. د وکیلانو په قول دا به د مقدمې په اړه د سرکس په شام ماحول نور هم خراب کړي

04.04.2023 ډیوه

این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

04.04.2023 ازادي راډیو

امریکا په سوریه کې د داعش یو رهبر وژلی دی

واشنګټن – د امریکا پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، دوی په سوریه کې د داعش یو رهبر په هوايي برید کې وژلی دی. د امریکا د مرکزي قوماندې لخوا په خپور شوي بیان کې د داعش وژل شوی رهبر خالد عیاد احمد الجبوري ښودل شوی. په بیان کې راغلي،‌ چې جبوري، "په اروپا کې د بریدونو د پلان جوړولو او د داعش د رهبرۍ د جوړښت د ښه کولو مسول و." په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې د ګل یا دوشنبې د ورځې برید چېرې شوی. په برتانیه کې مېشته د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، یو کس د سوریې په شمال لویدیځ کې د یاغیانو تر ولکې لاندې د کفتین په کلي کې د ډرون په یو برید کې وژل شوی دی. د سینکام قومندان جرنال اېرېک کورېلا په بیان کې ویلي، "داعش په دوامداره توګه سیمې او نورو ته ګواښونه جوړوی." هغه زیاتوي، "که څه هم زور یې کم شوی خو دغه ډله اوس هم دا وړتیا لري چې په سیمه کې عملیات وکړي او له منځني ختیځ څخه د باندې هم د عملیاتو هیله لري." په بیان کې وړاندې راغلي، چې په برید کې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.  

04.04.2023 ډیوه

د پنجشېر ځینې اوسېدونکي ادعا کوي‌ چې طالبانو یې یو ښوونځی الوځولی

د پنجشېر ولایت یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې د طالبانو اړوند کسانو د دغه ولایت د خنج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «دشت ریوت» نوم د هلکانو یو لېسه د ماین په چاودنه سره تخریب کړې ده، خو سیمه ییز طالب چارواکي وايي چې دغه پېښه د ګازو ډبې چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

04.04.2023 امریکا غږ

پاکستان: سپريم کورټ په 14م مې په پنجاب کې د انتخاباتو کولو حکم وکړو

د پاکستان سپريم کورټ په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې د انتخاباتو په اړوند د قضیې فېصله واوروله او حکم یې وکړو چې په 14مه مې دې په پنجاب صوبه کې انتخابات وکړی شي.

04.04.2023 ډیوه

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

04.04.2023 ازادي راډیو

سره صلیب: تېرکال د ماینونو او نا چاودو توکو چاودنو کې ۹۹۵ افغانان وژل شوي او ژوبل شوي

د سره صليب نړيواله کمېټه (ICRC) په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو او ماين چاودنو له امله د مرګ ژوبلې زياتېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وايي چې هر کال په دغه هيواد کې سلګونه کسان د ماين چاودنو قرباني کيږي٠

04.04.2023 امریکا غږ

په میدان وردک کې د اوبو لسګونه ډنډونه او استنادي دېوالونه جوړېږي

د میدان وردک په چک کي د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام په مالي لګښت د يو لک او اته دېرش زره ډالرو په ارزښت د اوبو مدیریت برخه کې د یو شمېر پروژو د تطبیق چارې پیل شوي دي. د دې ولایت د سیندیزې حوزې رییس وايي، د دې پروژو په پلي کېدو سره به ۲۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي چې پر مټ به یې د اوبو مدیریت برخه کې ۲۰۶ کوچني ډنډونه او یو شمېر استنادي دېوالونه جوړ شي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

04.04.2023 ازادي راډیو

"هېڅوک د قانون نه بالاتره ندي" - د کوسوو د پخواني صدر د مقدمې اورېدنه پیل شوه

(اېسوشيټډ پرېس)  - د کوسوو د پخواني صدر او درېیو نورو ملزمانو باندې د درج شوې جرمي مقدمې عدالتي کاروایي، د ګل/دوشنبې په ورځ پیل شوه او یو نړېوال پراسېکیوټر یا وکیل اعلان وکړ چې "هېڅوک د قانون نه بالاتره ندي". د کوسوو په پخواني صدر هاشم تاچي او درې نورو ملزمانو باندې په یوه قضیه کې د قتل او شکنجې په شمول یو لړ تورونه لګېدلي، مګر د هغوی ملاتړي وایي چې دا غیرمنصفانه تورونه دي چې د کوسوو د آزادۍ مبارزین په کې په نښه شوي دي. هاشم تاچي په کال ۲۰۲۰ کې د صدارت د عهدې نه استعفا ورکړه چې په ځان باندې د لګېدلو الزامانو په ضد دفاع وکړي. په هغه تور دی چې په ۹۹-۱۹۹۸ کلونو کې د صربیا نه د آزادۍ اخېستلو په جګړه کې یې د بشر ضد او جنګي جنایتونه ترسره کړي دي. تاچي په هغو جګړو کې د "مار یا منگور" په نوم مشهور و. هغه د عدالتي کاروایۍ په پیلېدو سره ججانو ته وویل: "زه پوره بې قصوره یم." درې نورو ملزمانو هم د عدالتي کاروایۍ نه مخکې ابتدایي اورېدونو کې ځانونه بې قصوره ګڼلي دي. د دې قضیې په رابرسېره کېدو سره د کوسوو د مختلفو سیاسي ګوندونو نه د هاشم تاچي او نورو ملزمانو په ملاتړ غږونه رااوچت شول. د اتوار/یکشنبې په ورځ زرګونه کسان لارو سړکونو ته راووتل چې د ملزمانو ملاتړ وکړي. د کوسوو زیاتره خلک په دې فکر دي چې په نېډرلېنډز کې موجود نړېوال عدالت، انصاف نکوي او ګني غواړي د آزادۍ دپاره د دوی د جد و جهد تاریخ له سره ولیکي. د نړېوال عدالت وکیل الېکس وايټېنګ وویل، کې اېل اې چې یو ګوریلا ملېشه ځواک و او د صربیا طاقتوره پوځ په ضد جنګېده، "د (صربیا د پوځ) تعاوون کوونکو او هغو کسانو ته چي فکر یي کولو غداران دي، په شمول د سیاسي مخالفینو، د هغو د هدف ګرځولو یوه ډېره واضحه او روښانه پالیسي" یې درلوده. وایټېنګ وویل، وکیلان کولی شي دا ثابته کړي چې کې اېل اې په کوسوو او په شمالي البانیه کې په کال ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کې د سلګونو قتلونو او غیرقانوني حراستونو ذمه وار پاته شوی او دغه څلور ملزمان د کې اېل اې د پوځي مشرانو په حیث، د هغو جرمونو ذمه واري په غاړه لري. د نړېوال عدالت وکیل زیاته کړه: "د ملزمانو لخوا اکثره وژل شوي کسان، د کوسوو البانیایي وګړي و. د هغو کسانو د هدف ګرځولو او له منځه وړلو په جوش کې، دوی دښمنان ګڼل کېدل." وایټېنګ په آخره کې زیاته کړه چې، "هېڅوک د قانون نه بالاتره ندي، حتی د جګړې په وخت کې." د نېډرلېنډز د هېګ ښار په نړېوال عدالت کې د هاشم تاچي او درېیو نورو ملزمانو د عدالتي کاروایۍ په پېلېدو سره، د هېګ د مرکزي رېل سټېشن مخې ته د ګل/دوشنبې په ورځ د تاچي سلګونه پلویان راټول شوي و او زیاترو یې جنډې او بېنرونه پورته کړي و. په یو یې لیکلي و: "مجرمان او قربانیان مه سره برابروئ!" په بل یې لیکلي و: "کې اېل اې د آزادۍ دپاره جنګېدلی". ټاکل شوې چې د هاشم تاچي او درې نورو ملزمانو وکیلان به نن د نهې/سې شنبې په ورځ په عدالت کې خپل پرانېستونکي بیانات ولولي. طمع کیږي چې ړومبي شاهدان به آینده هفته کې عدالت ته خپلې ګواهۍ پېشې کړي. توقع دا ده چې د ملزمانو وکیلان به دا دلیل پېش کوي چې کې اېل اې یو ګوریلا ځواک و چې کلک انتظام یې نه درلود او دغو څلورو ملزمانو هغه وخت کې په ځایي جنګیالیو باندې کم کنټرول درلود او د نورو د اعمالو دپاره دوی ذمه وار ګرځېدلی نشي. خو د عدالت وکیلانو د وړاندې نه دا ویلي چې دغو څلورو کسانو "طاقت، اختیار، او اثر رسوخ" درلود نو د دي امله د هغو جرمونو ذمه وار گرځول کېدلی شي. کوسوو په کال ۲۰۰۸ کې د صربیا نه خپله آزادي اعلانه کړه، مګر صربیا د هغوی آزادي نده تسلیمه کړې. چین او روس هم د صربیا ملاتړي دي او د کوسوو آزادي یې نده تسلیم کړې. د دې باوجود، امریکا او اکثره نور مغربي ملکونو د کوسوو آزادي په رسمیت وپېژندله.

04.04.2023 ډیوه

مرکزي کابینې د قاضي فایز عیسا په لیک د سپریم کورټ رجسټرار ګوښه کړو

د پاکستان د سپریم کورټ د سینیر جج قاضي فایز عیسا په لیکل شوي خط د پاکستان مرکزي کابېنې د سپریم کورټ رجسټرار عشرت علي د خپل منصب نه ګوښه کړی او هغه ته یې اسټیبلشمنټ ډويژن کې د رپورټ کولو امر کړی دی. په عین حال کې د سپریم کورټ دوؤ ججانو قاضي فایز عیسا او طارق مسعود د سپریم کورټ په یو جج مظاهر علي نقوي د لګیدو تورونو د څېړلو لپاره د سپریم کورټ جوډیشل کونسل د غونډې رابللو لپاره د دغه کونسل مشر او غړو ته لیکونه استولي دي. د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د ګل/دوشنبې په ماسخوتن د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د مرکزي کابینې په راجوړه شوې بېړنۍ غونډه کې د سپریم کورټ د حکم څخه د سرغړونې په اساس د سپریم کورټ د رجسټرار د خپل منصب نه د ګوښه کولو منظوري ورکړل شوې او اسټیبلمشنټ ډویژن دهغه دګوښه کولو اعلامیه هم جاري کړې ده. دکابینې دغونډې په اړه حکومتي اعلامیه کې ویل شوي چې دقانون وزیر سینټیر اعظم نزیر تارړ کابینې ته دبیلابیلو چارو په اړه احوال تېر کړی اؤ هم دکابینې غونډه کې دسپریم کورټ دحکم پرضد د رجسټرار لخوا دخپرې شوې اعلامیې په معامله غور شوی دی. اعلامیه کې ویل شوي کابینې د سپریم کورټ نه درجسټرار د خدماتو دبېرته اخستو پرېکړه کړې اؤ رجسټرار ته یې امر کړی چې اسټیبلشمنټ ډويژن کې رپورټ وکړي. د رجسټرار د ګوښه کولو دا ګام حکومت وروسته له هغې اخستی چې تېره اوونۍ دسپریم کورټ سینیر جج قاضي‌ فایز عیسا دسپریم کورټ رجسټرار، دکابیني سیکرټریټ اؤ داسټیبلمشننټ ډویژن سیکرټري ته لیږل شوي خپل یو لیک کې ولیکل رجسټرار دعدالتي حکم دناچله ګرځولو هیڅ اختیار نه لري. تېره هفته دقاضي فایز عیسا په مشرۍ دسپریم کورټ درې کسیز بینچ خپله جاري کړې یوه فیصله کې عظما عدالت کې د قاعدو یا رولز تر نه جوړیدو د ازخود نوټسونو په اړه دټولو کیسونو د اوریدنو ځنډولو وړاندیز کړی ؤ . دسپریم کورټ ددغې پرېکړې یوه ورځ وروسته د سپریم کورټ د رجسټرار له لوري خپره کړل شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې د جسټس قاضي فایز عیسا اؤ جسټس امین الدین خان فیصله کې دارټیکل 184 (3) په هکله څرګندونې د ازخود نوټسونو په زمره کې نه راځي. د رجسټرار لخوا دخپرې کړل شوې دغې اعلامیې پرضد جج قاضي فایز عیسا رجسټرار عشرت علي ته لیږلي یو لیک کې هغه نه په سمدستي توګه دخپل منصب پرېښودلو غوښته شوې وه اؤ لیکلي یې وؤ چې رجسټرار د عدالتي حکم دناچله ګرځلو صلاحیت نه لري. ددغه خط نقلونه دکابیني سیکرټریټ اؤ داسټیبلمشننټ ډویژن سیکرټري ته هم لیږل شوي وؤ چې پکې ویل شوي وؤ دسپریم کورټ رجسټرار دې په سمدستي ډول بېرته راوغوښتل شي اؤ که مناسبه وګڼل شي نو په ضد یې باید قانوني ګامونه هم واخستل شي. په عین حال کې د سپریم کورټ دوؤ ججانو قاضي فایز عیسا اؤ طارق مسعود دسپریم کورټ په جج مظاهر علي نقوي دلګیدلو تورونو دڅېړنو لپاره دسپریم جوډیشل کونسل دغونډې رابللو لپاره دیاد کونسل مشر(چیف جسټس) اؤ غړو ته خط استول دی. دغه لیک کې ویل شوي چې دجوډیشل کونسل غونډه کې باید په جج مظاهر علي اکبر نقوي دپاکستان بار کونسل لخوا لیږل شوي ریفرنس کې دلګول شوؤ تورونو ارزونه وکړل شي. خط کې ویل شوي په غونډه کې باید دا ټاکنه وشي چې په جج مظاهر نقوي لګیدلي تورونه سم دي که ناسم ؟ که چرې تورونه ناسم وي نو دجج عزت دې بحال کړل شي اؤ که سم وي نو دایین مطابق دې کارروایي په عمل کې راوستل شي. دخط دمتن له مخې دتورونو په سیوري کې دساتلو له امله دجج اؤ عدلیې عزت ته زیان رسیږي اؤ دعدلیې د ازادۍ اؤ په دې د ولس دباور لپاره ضروري ده چې دسپریم جوډیشل کونسل غونډه باید په سمدستي ډول راوبلل شي.

04.04.2023 ډیوه

بلاول بوټو پاکستان کې دبېړني وضعیت یا مارشل لاء په څېر دصورتحال رامنځته کېدو اندېښنې ښودلي

د پاکستان پنجاب صوبه کې د ټاکنو په اړه د سپریم کورټ د نننۍ فیصلې د راتلو نه وړاندې، د وزیراعظم شهباز شریف په ګډون حکومتي غړو په مشر قاضي او هغه سره ناستو دواړو نورو قاضیانو باندې نیوکې لا نورې توندې کړې دي. د پخواني وزیر اعظم عمران خان د ګوند تحریک انصاف په خواست په پنجاب کې د ټاکنو د ځنډولو پر ضد د دریو قاضیانو جوړې ډلې د ګل/دوشنبې په ورځ دلیلونه اورېدل ختم کړل او فیصله به نن اوروي خو اېتلافي حکومت د مخکې نه د فیصلې نه منلو اعلان کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د انتخاباتو پر سر هیواد کې د راپیدا شوؤ وروستیو جنجالونو په ترڅ کې د بیړني وضعیت او یا هم د مارشل لاء پشان د صورتحال رامنځته کیدو اندېښنې ښودلي دي. بلاول بوټو وایي (دانتخاباتو) په مهمه قامي معامله د فل کورټ نه جوړیدو له امله د اییني بحران رامنځته کیدو اندېښنه ده او هغه فکرمند دی چې هیواد کې د بېړني وضعیت او مارشل لاء په څېر صورتحال جوړ نه شي. پرون ورځ پارلېمان کې هم تاوده سیاسي بیانونه ورکړل شوي دي. وزیر اعظم شهباز شریف د سپریم کوټ په مشر قاضي او د انتخابونو د قضیې اورېدو لپاره هغه سره په لانجمنو دواړو قاضیانو ټکونه وکړل. ښاغلي شریف مشر قاضي نه په وینا کې وپوښتل چې دوی سره ناست په یو قاضي جدي تورونه دي خو دوی یې پوښتنه نه کوي. خو حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف بیا دې بلاول بوټو دې اندېښنو ته خپل غبرګون کې په هغه دایین ماتوونکو د سهولت کار تورونه لګولي دي او وایي د دستور، جمهوریت او پارلیمان په چقولو بلاول بوټو د "نظریه ضرورت" ژوندي کولو لپاره تر خپله وسه زور لګوی. دګل په ورځ لاړکانه کې رسنیو سره خبرو کې بلاول بوټو ویلي عدلیه کې چې څه روان دي دا دالیکشن سوال نه بلکې دعدلیې ټرایل یا مقدمه روانه ده . پاکستان تحریک انصاف ګوند خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې دانتخاباتو دنه کېدو په ضد تېره میاشت سپریم کورټ کې خواست جمع کړی چې دهغې د اوریدنې پسر پاکستان کې سختو سیاسي اؤ عدالتي اختلافونو سر راپورته کړی اؤ حکومت دسپریم کورټ دمشر قاضي په ګډون دعدالت درې کسیزه بینچ دتحریک انصاف په پلوۍ تورن کړی دی. همدا شان دسپریم کورټ ځېنو ججانو هم ددې قضیې پر سر خپل اختلافات څرګند کړي دي. بلاول بوټو وویل "دا دسپریم کورټ ټرایل دی چې هغه دایین تحفظ کوونکې اداره ده که ټاییګر فورس جوړیدل غواړي ،دابې باوري داپوزیشن لخوا نه بلکې دهغو ججانو لخوا ده چې په بینچ کې شامل وؤ" هغه وویل "عدلیه کې چې څه روان دي هغه دقام په وړاندې دي ، درې ججان باید سوچ وکړي چې دا څه کیږي، دسینیر ججانو له لوري په عدلیه نیوکې کیږي" دسپریم کورټ مشر قاضي ته په اشاره خارجه وزیر وویل "ستا خپل ججان ستا دکردار خلاف دي،مناسبه خبره داده چې لارجر بینچ جوړ کړل شي" هغه هیواد کې دمارشل لاء یا بېړني وضعیت اندېښنې هم څرګندې کړې اؤ وي ویل "په اهم ترینه قامي معامله دفل کورټ نه جوړیدو له امله داییني بحران رامنځته کیدو اندېښنه ده ،خدانخواسته ملک کې دایمرجنسي اؤ مارشل لا په شان صورتحال جوړ نه شي" خو دبلاول بوټو دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې حکومت مخالف پاکستان تحریک انصاف ګوند په بلاول بوټو دایین ماتوونکو دسهولت کارۍ تورونه لګولي دي اؤ ویلي یې دي کوم بوټو چې دپاکستان د متفقه ایین جوړولو کریډټ اخستی دهغه نمسی د ایین ماتونکو سهولت کار دی. دپاکستان تحریک انصاف ګوند په بیان کې ددغه ګوند دیو مرکزي مشر مراد سعید له خولې ویل شوي چې د دایین،جمهوریت اؤ پارلیمان په چقولو د "نظریه ضرورت" ژوندي کولو لپاره د "زرداري زوي" خپل پوره زور لګولی دی. بیان کې ویل شوي چې "امپورټډ ګوډاګیان دخپلو سلیکټرانو اؤ په لاسونو کې دلوبوونکو سره په ګډه انتخاباتو نه دتېښتې لپاره لاس پښې وهي" مراد سعید زیاته کړې ده ټول قام دچیف جسټس اؤ خپلې عدلیې ترشا ولاړ دی اؤ دلاقانونیت کندې ته دهیواد د دیکه کولو دهر سازش به په کلکه مقابله کوي. دا په داسې حال کې ده چې نن دنهې په ورځ سپریم کورټ پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا کې دانتخاباتو دنه کېدو پرضد دقضیې په اړوند خپله پرېکړه اوروي اؤ دهیواد دقانون مرکزي وزیر ښاغلي اعظم نزیر تارړ ویلي دي که په دې مهمه معامله په عجلت کې پرېکړه وشوه نو قبلولی به نه شي.

04.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more