ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

02.03.2023 امریکا غږ

کرونا وبا ښايي د چین د یو لابراتوار څخه پیل شوې وي- ایف بي آی

د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (FBI) مشر کریسټوفر ورې دا اونۍ اعلان وکړ چې متحده ایالات پدې باور دي چې کرونا وبا د چین د یو لابراتوار څخه سرچینه اخیستې ده.

02.03.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

02.03.2023 امریکا غږ

د نارينه محصلانو لپاره د پسرلني سمېستر د پيل اعلان؛ نجونې: دا پرېکړه خواشينونکې ده

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د نارینه محصلانو لپاره د پوهنتونونو د پسرلني سمېستر د پیل له اعلان وروسته، یو شمېر ښځینه محصلانې د طالبانو دا پرېکړه د خواشینۍ وړ بولي. د کابل پوهنتون يوه محصله، چې اوس پوهنتون ته تګ اجازه نه‌لري او نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي وايي، په تمه وه چې د نوې تعلیمي کال په را رسېدو سره به د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت نجونو ته د تحصیل اجازه ورکړي. دې ازادي راډيو ته وویل: "موږ هم همدې ته په تمه وو چې بېرته اعلان شي او د پوهنتون دروازه د نجونو پر مخ خلاصه شي، خو له بده مرغه چې موږ فعلا د دې شاهدان یو چې یوازې هلکان ته اجازه ورکړل شوه، کله چې ویل کېږي چې حکومت اسلامي دی او ټول اوامر یې د اسلام مطابق دي نو باید ټول اړخونه یې پام کې ونیول شي، داسې نه کېږي چې یوې برخې کې اسلام پام کې ونیول شي، یوه بله برخه زده‌کړه او پوهه ده، تعلیم او تربیه ده چې پر ښځو او نارینو فرض دی." یوه بله نجلۍ چې دا هم نه‌غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، طالبانو ژمنه کړې وه چې، د اسلامي شریعت سره برابرې طرحې سره به دوی ته اجازه ورکړل شي، خو ژمنه یې عملي نه‌کړه. هغې زیاته کړه: "د دوی مسولینو وویل، په نوي تعلیمي کال کې به دوی خپلې طرحې وړاندې کړي، دا چې نجونو په کومو شرایطو باندې کولای شي خپلو زده‌کړو ته ادامه ورکړي، دا درې میاشتې چې نجونو تېرې کړې په همدې هیله وې چې ښایي په نوي تعلیمي کال که به دوی وکولای شي بېرته خپلې زده‌کړې پيل کړي." دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې، د روان کب میاشتې په ۱۵مه به د سړو ولایتو سمېستر پيل شي او یوازې هلکان محصلان کولای شي د پوهنتون درسونو ته حاضر شي. د طالبانو دې پرېکړې د نجونو محصلانو تر څنګ د ښځو د حقونو د فعالانو غبرګونونه هم راپارولي دي. د افغانستان د اصلي او مقتدر غورځنګ مسووله مونسه مبارز وویل، طالبان په دغه ګامونو خپلو سیاسي ګټو په لټه کې دي. اغلې مبارز وايي: "د طالبانو ګامونه سیاسي دي، دې ګام کې هم د دوی سیاسي غوښتنې دي چې لا نه‌دي ورته رسېدلي او عبارت دا دی چې، د دوی استازی په ملګرو ملتونو کې په رسمیت وپېژندل شي، د افغانستان بلاک شوې پیسې دوی ته ورکړل شي، حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي، یو یې هم لا حقیقت ته نه‌دی رسېدلی اوکومه پایله یې نه‌ده تر لاسه کړې، د دین، مذهب او فرهنګ موضوع له یو بل څخه جلا موضوع‌ګانې دي، هغه څه چې طالبان غواړي عملي یې کړي." په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او له طالبانو یې غوښتي چې ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او په ټولنه کې د بشپړ ګډون اجازه ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېد پرایس د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دا د هغه ژمنو خلاف کار دی چې طالبانو له خلکو سره کړې وې او دا د امریکا او د طالبانو له استازو سره زموږ په اړیکو ژور اغېز لري. نېد پرایس زیاته کړه چې، د نړۍ هیڅ هېواد، بې له افغانستان نجونې او ښځې له زده‌کړو نه‌دي منع کړي. نوموړي ويلي: "موږ ګورو چې د روانې میاشتې په اخر کې کله چې ښوونځي پیل شي نو څه به وشي. موږ د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یو او د طالبانو له حکومت غواړو چې ښځو اونجونو ته د زده‌کړو او په ټولنه کې د بشپړ ګډون اجازه ورکړي. د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو دروازې تړل خلاف د هغه ژمنو دي چې طالبانو له خلکو سره کړې وې، دا پرېکړې د طالبانو له استازو سره زموږ پر اړیکو ژور اغېز لري." په دې اړه مو د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیا الدین هاشمي وپوښته، هغه ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې وویل: اوس‌مهال نجونې او ښځې اطاعت ته مکلفې دي. ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د جنسیتي برابرۍ او ځواکمنتیا دفتر په یو ټویټ کې لیکي، یو کال کېږي چې، نجونې له عالي او متوسطه زده‌کړو محرومې پاتې دي، درې میاشتې کېږي چې ښځې په نا دولتي ادارو کې هم له کار کولو منع دي او له یو کال ډېر وخت کېږي چې په ټولنه کې د ښځو او نجونو د حذفولو سياست ادامه لري. د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولکي څخه پورته ښوونځیو ته له تګ منع شوې او د نورو محدودیتونو تر څنک د ۲۰۲۲ کال په دسمبر میاشت کې ښځې په په غیر دولتي ادارو، پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو وزارت هم له کار کولو منع شوې.

02.03.2023 ازادي راډیو

پاکستان: عام خلک وايي ګرانۍ يې د ژوند عادتونه بدل کړي دي

د پاکستان د شماریاتو خپله دولتي اداره وایې تیره میاشت په فرورۍ کې میاشتنۍ ګراني 31.6 فيصدو ته زیاته شوې ده، د ادارې په وینا په جنورۍ کې د ګرانۍ رفتار 27.6 فيصده وو او تېر کال په فرورۍ کی ګراني 12.2 فيصده وه. عام خلک وايي ګرانۍ يې د عادي ژوند عادتونه بدل کړي د کور خرچې یې د نيمې نه زياتې کمي کړي دي.

02.03.2023 ډیوه

د پکتيا د زرمت ولسوالۍ خلک: د ژوند بنسټيزې اسانتياوې نه‌لرو

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي د یادې سیمې د عمومي سړک له خرابوالي، روغتیايي خدمتونو له کمښت او ځوانان يې له بې‌کارۍ شکایت کوي. دوی وايي، که چېرې دوی په دوامداره توګه د مرستو او چندو په پیسو د سړک د اوارولو چاره ونه‌کړي، نو په دې لوړو ژورو او په بارانونو کې به د خټو د لاسه د موټرو تګ راتګ ورباندې ستونزمن وي. دوی د ځینو نورو ستونزو یادونه هم کوي او وايي، نه لازمو روغتیايي اسانتیاو ته لاس‌رسی لري او نه يې کاروبار شته، چې کورنیو ته نفقه پیدا کړي. د زرمت اوسېدونکی عالم خان وايي، زرمت ته غځېدلی سړک له پيله نه‌دی جوړ شوی، خو اوس وخت کې چې د موټرو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او د دې ولسوالۍ سربېره غزني او پکتیکا ته هم ورباندې تګ راتګ کېږي، جوړولو ته يې اړتیا ډېره شوې ده. دی وايي، که چېرې دوی د خلکو په چندو او مرستو په دې سړک د اوار کارۍ کار روان ونه ساتي، نو د موټرو تګ او راتګ به ورباندې ډېر ستونزمن شي. عالم خان هم غوښتنه کوي، چې اړوندې ادارې او مرستندویه بنسټونه دې د دې سړک جوړولو ته پام وکړي. بې‌کاري په افغانستان کې هېواد شموله ستونزه ده چې، د زرمت د اوسېدونکو ژوند يې هم له ستونزو سره مخامخ کړی دی. ځايي اوسېدونکی منګل وايي، له یوې خوا بې‌کاري ده او بل لوري ته د توکو بیې لوړې دي. دی وړاندیز کوي، چې ملي او نړیوالې مؤسسې دې پروژې پیل کړي، تر څو خلکو ته په‌کې د کار کولو زمینه برابره شي. په همدې توګه د زرمت یو بل اوسېدونکی غزني خان وايي، په تېر کې ورته دومره لږه یا ډېره د لاس مزدوري پیدا کېده، خو اوس هغه د لاس مزدوري هم نه پیدا کېږي. نوموړی زیاتوي: "مخکې دومره ښه وه د لاس مزدوري پیدا کېده، موږ د کلاو د جوړولو کار کاوه، دا دوه درې کاله کېږي، چې دا کارونه هم په صفر ودرېدل، اوس خلک کارونه نه‌کوي، قیمتي شوه، ډېزل بیې لوړې شوې، کارونه نه‌شته، خلک د دې هیله لري، چې مرستې ورسره وشي، که له هر لوري وي." د زرمت ولسوال محمداصف کرار هم د خلکو ستونزې تايیدوي او وايي، د زرمت سړک او د دې سیمې د خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو اسانتیا د ټولو خلکو او قومونو ګډه غوښتنه ده. ده وویل، د دې سیمې د خلکو ستونزې يې ولایتي چارواکو او اړوندو وزارتونو سره شریکې کړې دي. بل لوري ته د پکتیا چارواکي وايي، نوي لمریز کال کې د پکتیا د ډنډ پټان او زرمت ولسوالیو د سړکونو اساسي جوړول په پام کې نیول شوي دي. د پکتیا والي ملا محمد خان دعوت ازادي راډيو ته وویل: "په راتلونکې کال کې نوي پلانونه لرو، چې له هغې جملې د پټان دېرش کیلومتره سړک دی، دا منظور شوی او په اساسي ډول به جوړیږي، بل سړک د زرمت ولسوالۍ دی، چې د پکتیکا تر سرحده چې د پکتیا مربوط دی، هغه به جوړیږي." زرمت د پکتیا مرکز ګردیز لوېدیځ لوري ته پرته نسبتاً پراخه ولسوالي ده، چې د همدې ولسوالۍ په مسیر غځېدلي سړک باندې پکتیکا او غزني ولایتونو ته هم موټروې تګ او راتګ کوي. زرمت په تېرو دوه لسیزو کې د پکتیا له نا امنو ولسوالیو څخه وه، چې د پرله‌پسې جګړو له کبله په‌کې خلکو لپاره د پام وړ رغنیز کارونه نه‌دي شوي او خلک يې د ژوند له اړینو اسانتیاو بې‌برخې دي.

02.03.2023 ازادي راډیو

رپورټ: پاکستان کې د فرورۍ په میاشت کې ترهګري نوره سېوا شوې ده

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې [پي ايي سي اېس اېس] په خپل يو تازه رپورټ کې ویلي چې تېر د فرورۍ په مياشت کې په ملک کې د ترهګرۍ پېښې نورې سېوا شوي دي. د امنيتي چارو کار پوهان وايي څو پورې چې پاکستان د ترهګرۍ ضد ښکاره پالیسي نه وي جوړه کړې اندېښنه ده چې ترهګري به نوره سېوا کيږي.

02.03.2023 ډیوه

امریکا: د دوحې تړون طالبان پیاوړي کړل او زموږ د افغان حکومت شریکان یې کمزوري کړل

واشنګټن ــــ امریکا وایي د دوحې تړون په افغانستان کې طالبان پیاوړي کړل خو په تېر افغان حکومت کې یې د دوی ملګري کمزوري کړل. واشنګټن یو ځل بیا پر طالبانو تور لګولی چې د بهرنیو ترهګرو ډلو خلاف د ډاډ وړ ګامونو په نه اخیستلو سره طالبانو د دوحې تړون بشپړ نه دی عملي کړی. د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د مارچ په لومړۍ نېټه د دوحې تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت په خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په جواب کې وویل، چې د صدر بایډن له انتظامیې سره د دې تړون د لاسلیک کولو په درو کلونو کې یې اغېزې ښکاره شوې: "دې تړون طالبان پیاوړي کړل خو په افغان حکومت کې یې زموږ شریکان کمزوري کړل او د نېټې له ټاکلو سره سره کوم څرګند پلان نه وو چې پر مخ باید څه وشي خو امریکا یې تیاره کړه چې د صدر بایډن د لوړې یا سوګند تر مراسمو څو میاشتې وروسته خپل پوځونه را وباسي". د طالبانو د رئیس الوزرا یا وزیراعظم د اقتصادي چارو سلاکار ملا عبدالغني برادر د دوحې تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت غونډې ته پر امریکا تور لګولی وو، چې د دوحې پر تړون یې عمل نه دی کړی خو دعوه یې کړې چې د طالبانو حکومت په دې تړون کې پر خپلو ژمنو عمل کړی دی، نیډ پرایس هغه ته په جواب کې ویلي: "موږ د ملا برادر خپل بیان لیدلی دی او موږ یقیناً د هغه د بیان له مهمو نکتو سره اتفاق نه کوو، یعنې طالبانو خپلې هغه ژمنې نه دي پوره کړې چې دوی د دوحې په تړون کې کړې دي". که څه هم طالبان دا مني چې د تېر کال د جولای پر 31مه د امریکې ډرون الوتکې په کابل کې پر یو کور برید کړی وو، خو د امریکا له دعوې سره سم یې لا تر اوس په هغه برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژل په رسمي توګه نه دي تایید کړي. خو د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس یو ځل بیا وویل، دا ښکاره خبره ده چې طالبانو ایمن الظواهري ته پناه ورکړې وه او د ده په نظر دا د دوحې د تړون خلاف کار دی: "دوی [طالبانو] په افغانستان کې له ځینو ترهګرو ډلو سره تړلي د ډاډ وړ ګامونه نه دي اخیستي، موږ چې ایمن الظواهري ختم کړ او هغه نور د القاعدې مشر نه دی دا یواځې د دې لپاره چې د امریکې حکومت د داسې ګواښونو په وړاندې د غوڅ اقدام کولو کلکه اراده لرله". ملا عبدالغني برادر تور پورې کړی وو چې امریکا تر وتلو وروسته هم پر خپلو وعدو عمل نه دی کړی او "د اسلامي امارت د مسئولینو نومونه یې د پخوا په څېر په تور لیسټ کې ساتلي، بندیزونه یې پرې لګولي او د افغان ملت شتمني یې په ناروا ډول کنګل کړې ده". که څه هم طالبان د وسلو په زور په دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي خو وایي دوی د دوحې تړون ته په ژمنتیا غوښتل چې له تېر افغان حکومت سره تر مذاکراتو وروسته واک په سوله ییز ډول دوی ته وسپارل شي. نیډ پرایس وایي د دوحې تړون سرلیک "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" وو، ځکه نو بیا پر طالبانو ږغ کوي چې د دې تړون له مخې نه یواځې له امریکې سره بلکې تر ټولو مهمه دا چې له خپل هغه افغان ولس سره ژمنې پوره کړي چې د دوی د ښو کارونو په تمه دي: "طالبانو په دوحه کې خپله هغه ژمنه هم نه ده پوره کړې چې په سیاسي خبرو اترو کې برخه واخلي او د مذاکراتو له لارې جوړجاړی وکړي. دا کار لا پاته دی چې باید وشي. موږ باید هېر نه کړو چې د دوحې تړون د طالبانو له خوا پر واک د قبضې نه، بلکې د سوله ییزې روغې جوړې تصور یې وړاندې کاوه". د طالبانو او امریکې تر منځ د دوحې له تړون سره سم د 2020م کال په وروستیو میاشتو کې د هغه وخت له افغان حکومت سره مذاکرات پیل شول او څو ناستې یې په قطر کې وشوې، خو کله چې امریکې د 2021م کال په اپرېل کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو وروستی اعلان وکړ، له افغان حکومت سره خبرې بې نتیجې شوې او طالبانو د وسلو په زور د ولایتونو نیول پیل کړی چې په اخر کې د اګست پر 15مه په دویم ځل پر افغانستان واکمن شول. د نجونو او ښځو د تعلیم حق: د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانو نجونو پر ځنډېدلي تعلیم هم په داسې وخت خبرې کړې دي چې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت پرون بیا د کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې یواځې د نارینه زده کوونکو د پوهنتونونو د پرانیستلو اعلان کړی دی. نیډ پرایس وایي‌ امریکا د افغانستان حالات له نیژدې څاري او ګوري چې په روانه میاشتې کې څه پېښېږي خو تمه لري چې د نجونو بند سکولونه به بیرته پرانیستل شي. نیډ پرایس وایي امریکا د افغان ولس پر څنګ ولاړه ده او پر طالبانو ږغ کوي چې ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي چې تعلیم ته لاسرسی ولري او په ټولنه کې په بشپړه توګه برخه واخلي: "د تېر کال په مارچ کې د نجونو د ثانوي تعلیم په ځنډولو سره طالبانو له دې پرېکړې سره یو ځل بیا له هغو ژمنو سرغړونه وکړه چې له خپلو خلکو سره یې کړې وې او دې پرېکړې د طالبانو له استازو سره زموږ پر خبرو اترو هم د پام وړ اغېز وکړ". نیډ پرایس وایي‌ تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د سکولونو تر بندولو وروسته طالبانو دعوه وکړه چې دا د نجونو له تعلیم د تړلې تګلارې او انتظاماتو مسئله ده او ژر به حل شي، خو وایي پر ځای یې دوی د تېر کال د دسمبر پر 20مه د په یو بل فرمان کې ښځې هم له پوهنتونونو را وګرځولې او په دې کار سره یې د افغانستان نیمايي ابادي له تعلیمه محرومه کړه: "تعلیم په نړۍ کې پېژندل شوی انساني حق دی. دا د افغانستان د ودې، اقتصادي ټینګښت او د سوکالۍ لپاره هم ضروري دی، دا یوه ډېره ساده خبره ده چې ولې د مځکې پر مخ بل هیڅ هیواد د ښځو او نجونو تعلیم نه دی منع کړی، ځکه چې هیڅ یو ملک تر هغه وخته پرمختګ نه شي کولای چې نیمه ابادي یې په خپلسرې توګه وروسته ساتل کیږي". طالبانو د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند تازه خبرو او غوښتنو ته څه جواب نه دی ویلی، خو په تېر یونیم کال کې یې بیا بیا ویلي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد خلاف کارول کېدو ته پرې نه ږدي او له دې سره سره یې خپل حکومت ټولشموله ګڼلی او وایي د ښځو په ګډون یې د هیچا حقونه تر پښو نه دي لاندې کړي.

02.03.2023 ډیوه

پاکستان: د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ نوره بې قدره شوې، يو ډالر 285 روپو ته رسېدلی

په پاکستان د پېسو بدلوونکو اتحاديه وايي، په ملک کې په دوه ورځو کې د ډالر په مقابله کې روپۍ نوره بې قدره شوې يو ډالر 15 روپۍ ګران شوی او نن يو ډالر 285 روپو ته رسېدلی دی.

02.03.2023 ډیوه

امریکا کې یو کس الوتکې ته د چاودیدونکو توکو د لیږد د هڅې په تور ونیول شو

امریکایي چارواکو د چهار شنبې په ورځ مارچ لومړۍ (کب ۱۰) اعلان وکړ یو کس یې د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه ونیو چې هڅه یې کوله منفجره توکي یوې الوتکې ته ولیږدوي.

02.03.2023 امریکا غږ

د پاکستان پبلک اکاونټس کمیټې ریټایرډ ججانو اؤ جنرالانو ته د ورکړل کیدونکو مراعاتو ریکارډ غوښتی دی

دپاکستان دپبلک اکاونټس کمیټۍ په غونډه کې ریټایرډ ججانو ،جنرالانو اؤ بیوروکریټانو ته د ورکړل کیدونکو پلاټونو،پنشن اؤ نورو مراعاتو ریکارډ غوښتل شوی دی. دپي ای سي غونډه دچهارشنبې په ورځ ددغه کمیټې دچیرمین نورعالم خان په مشرۍ ترسره شوې چې پکې اړونده چارواکو ته امر شوی باید راتلونکې ججانو،جنرالانو اؤ بیورو کریټانو ته د ورکړل کیدونکو مراعاتو بشپړ ریکارډ پبلک اکاونټس کمیټۍ ته وړاندې کړل شي. دکمیټې مشر نورعالم خان دغونډې پرمهال ویلي هیواد ډوبېږي اؤ دوي ته په زرګونو لیټره تیل ویړیا  ورکول کیږي. دپاکستان دسنیټ غړی ښاغلی مشتاق احمد خان وایي دامهال یوازې یو ریټایرډ جج 10 لکه روپۍ دمیاشتې پنشن اخلي اؤ ددې ترڅنګ په یوه میاشت کې 2000 یونټه ویړیا بجلي اؤ300 ویړیا پټرول استعمالوي چې ددې ټول زور دغریب ولس نه اوځي. دپبلک اکاونټس کمیټې په غونډه کې دکمیتې غړي برجیس طاهر ویلي دا مهال په ګرد هیواد کې یو نیم لاک سرکاري ګاډي ویړیا پټرول کاروي اؤ باید دا پرې بند کړل شي. دکمیټې بل غړي سینیټر  مشاهد حسین سید غوښتنه کړې ده چې په سرکاري محکمو کې باید دپنځوو لکو روپو نه زیاته تنخا ور نه کړل شي. دکمیټې غونډه کې دججانو په پروټوکول هم سختې نیوکې شوې دي اؤ دکمیټې غړي شیخ روحیل اصغر ویلي که دچا ژوند دومره په خطر کې وي نو هغه دې کورونو کې عدالتونه لګوي. ښاغلي نور عالم خان په دغه موقعه ویلي چې په پروټوکول کې 20,20 ګاډي روان وي چې له امله یې عامو خلکو ته هم په تګ راتګ کې ستونزې پېښېږي. کمیټې امر کړی باید کابینې ته لیک واستول شي چې دپروټوکول له امله عام ولس ونه ځورول شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دپاکستان دسینیټ غړي ښاغلي مشتاق احمد خان سینیټ ته ویلي وؤ دا مهال یوازې یو جج 10 لکه روپۍ پنشن اخلي اؤ ددې ترڅنګ دمیاشتې 2000 یونټه ویړیا بجلي اؤ 300 لیټره پټرول کاروي. دښاغلي مشتاق احمد خان په وینا پاکستان کې مزې اشرافیه کوي اؤ دايي ایم ایف سره بیا په معاهدو کې دغریب ولس د وینو سودا کیږي. نوموړي زیاته کړې چې که هیواد د بې وزلۍ نه ویستل وي نو دې لپاره به د اشرافیه عیش و عشرت ختمول پکار وي. دسینیټر مشتاق احمد خان لخوا د وړاندې کړل شوؤ شمیرو له مخې دا مهال پاکستان کې عدلیه،پوځ اؤ پولیس دکال 3000 اربه روپۍ بجټ اخلي . حال دا چې د ولږې،بې رورګارۍ،ګرانۍ اؤ دصحت اؤ تعلیم د ستونزو سره دمخ ټول پاکستان کلیز بجټ 9500 اربه روپۍ دی

02.03.2023 ډیوه

طالبانو یوازې نارینه زده کوونکو لپاره د دولتي پوهنتونونو د بیا پرانستو اعلان کړی دی

طالب چارواکو دافغانستان پلازمینه کابل اؤ څو نورو سیمو کې د دولتي پوهنتونونو دبېرته پرانستو اعلان کړی دی خو وایي یوازې نارینه زده کوونکي به پوهنتونونو ته د تګ اجازه ولري. د طالبانو په واکمنۍ کې دلوړو زده کړو وزارت پخپل یو لنډ بیان کې ویلي "دلوړ زده کړو داجرایه شورا  دپرېکړې له مخې په یخو ولایتونو کې به دلوړو زده کړو په دولتي تعلیمي ادارو کې د نارینه زده کوونکو د زده کړو لړۍ دمارچ دشپږمې نېټې نه پیل کیږي" دافغانستان په 34 کې نزدې 24 ولایتونو کې د ژمې په موسم کې ښوونځو اؤ پوهنتونونو ته کلېزې رخصتۍ ورکول کیږي. پروسکال طالبانو دجینکو په لوړو زده کړو ددې دریځ پخپلولو سره بندیز لګولی ؤ چې په تېر حکومت کې ښځو په صنفي اساس دمذهبي بندیزونو په مناسبه توګه خیال نه ساتلو. په اګست کال2021 کې دافغانستان په اقتدار له قبضې کولو وروسته طالبان دنجونو په زده کړو دبندیز په اړه یوازې همدومره وایي چې دا بندیز دایمي نه دی اؤ زر به په دې لړ کې پرېکړه وکړل شي. دبشري حقونو سازمانونه وایي افغانستان دا مهال د نړۍ یوازینی هیواد دی چې پکې جینکۍ د زده کړو اؤ ښځې دفترونو کې د کار کولو نه منعې کړل شوې دي. دجینکو دتعلیم اؤ دښځو دحقونو لپاره دکار کوونکې یوې غیر دولتي موسسې لرن افغانستان مشره پښتنه دراني وایي "د طالبانو خپلو منځو کې د واکمنۍ کشمکش روان دی" دمېرمن دراني په وینا دامهال طالبان په دې شش و پنچ کې دي چې دوي خپل هغه امیر له واکه نه شي راغورځولی چې ښوونځیو اؤ پوهنتونونو ته د جینکو دتګ خلاف دی. په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ له امله دافغانستان څخه وتلې افغان خبریالې فرح ناز فروتن ویلي دطالبانو لخوا دنجونو د زده کړو مخه نیول یو ناوړه عمل دی چې دلکونو افغانانو لپاره یې دتباهۍ ډکې پایلې رامنځته کړې دي. دجنورۍ میاشتې په پائ کې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي  امریکا غږ ته منلې وه چې دوی د ټول هیواد په کچه خصوصي افغان پوهنتونونو ته یو لیک استولی چې د راتلونکي پسرلي سمستر لپاره دې دکانکور ازموینو کې د ښځینه زده کوونکو د ګډون مخه ونیسي. دطالبانو لخوا په ښځو لګیدلو دې وروستيو بندیزونو په نړیواله کچه دطالبانو پرضد غصه راپارولې او په سمدستي توګه ددې بندیزونو دلرې کولو غوښتنې زور نیولی دی. ( د وي او ای انګلش په مننه)

02.03.2023 ډیوه

اوکراین: د روسانو هغه هڅه مو ماته کړې چې غوښتل یې اوکراینیان په ژمي کې زیات دردمن کړي

 واشنګټن – د مارچ له پېلېدو سره اوکراین د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې دوی روسانو ته لویه ماته ورکړې. دا په داسې حال کې چې روسانو په تېرو څو اونیو کې د اوکراین د برېښنا او اوبو په سیستمونو باندې بریدونه کول تر څو اوکراینیان په دې ساړه ژمي کې زیات دردمن کړي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټري کولیبا په ټویټر لیکلي، "د ۲۰۲۳ کال د مارچ په لومړۍ نېټې، د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین یوه بله ستره ماته وخوړه." هغه زیاتوي،‌ "له یخنۍ، تیارې او راکټي بریدونو سره سره اوکراین وساتل شو او خپل ژمني ترهګر ته یې ماتې ورکړه." کولیبا وړاندې لیکلي، " د روس له اټکل سره خو اروپا کنګل نه شوه." کولیبا دغه خبره ځکه لیکلي، چې له اوکراین سره متحدو لویدیځو هېوادونو د خپلو کورونو او کاروبارونو لپاره له روس څخه د تېلو رانیول بند کړي و. کولیبا لیکلي، "زه له اکراین سره د خپلو شریکانو په درېدو مننه کوم." په ورته وخت کې د جګړې په ډګر باندې د ختیځ بخموت لپاره جګړې زور اخیستی. د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هنا ملیار وویل،‌ کیېف تازه سرتیري بخموت ته استولي دي که څه هم روسي ځواکونو ورو ورو خپلې مورچلې ځواکمنې کړې دي. خو هغې و نه ویل چې په کوم شمېر تازه سرتیري ګمارل شوي دي او د ښار په دفاع کې به له هغوې څخه څه ډول کار اخېستل کېږي. په بخموت کې د جګړې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. که څه هم اوکراینيانو لا خپلې منګولې کلکې کړې دي خو روسي سرتیرو د ښار شاخوا ځینې کلي او سیمې نیولې دي او له ښار څخه له دریو لوریو څخه راتاو شوي دي. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر پوتین د نهې یا سې شنبې په شپه خپله وینا کې وویل،‌ "په بخموت کې اوس هم تر ټولو سخت حالت دی او دغه جګړه د ښار د دفاع لپاره اړینه ده.‌ د جګړې زور یواځې زیاتېږي." دا دوهمه پرلپسې شپه وه چې هغه د بخموت د جګړې د ډګر په اړه وینا کوله.‌ د ګل یا دوشنبې په ورځ هغه ویلي‌ و چې، دوښمن په دوامداره توګه ټول هغه شیان له منځه وړي چې زمونږ د ځایونو د دفاع لپاره کارول کېږي. د اوکراین اقتصادي سلاکار  الیکزاندر راډنېنسکي د نهې یا سې شنبې په ورځ سي ان ان ته وویل، چې روس کوښښ‌ کوي چې بخموت کلابند کړي او د دې کار لپاره له خپلو تر ټولو زیاتو روزل شویو او تجربه لرونکو سرتېرو څخه چې د وېګنر ډله ده کار اخلي. په سیاسي ډګر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلنکن د شورو یا چهارشنبې په ورځ په دې شک څرګند کړی چې ګنې روس او چین په اوکراین کې سوله غواړي او وویل چې تر اوسه پورې له دې هېوادونو څخه یې یوه هم په دې برخه کې ګامونه نه دي پورته کړي.

02.03.2023 ډیوه

حریم شاه وایي، لوڅې ویډیوګانې یې ملګرو په ټولنیزو رسنیو خپرې کړې دي

په تېرو وختونو کې دپاکستان وتلو سیاستمدارانو سره په ویډیوګانو جوړولو مشهوره شوې دټیک ټاک اؤ نورو رسنیو فعالې حریم شاه ویلي دهغې لوڅې ویډیوګانې په ټولنېزو رسنیو دهغې ملګرو خپرې کړې دي اؤ وایي دا به ددې عمل پرضد قانوني ګامونه اخلي. حریم شاه تور لګولی چې دا(لوڅې) ویډیو ګانې یې دوؤ ملګرو صندل خټک اؤ عایشه دموبایل نه غلا کړې دي خو صندل یا عایشې لا د حریم شاه دغو تورونو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی. اوړمه ورځ په ټولنیزو رسنیو د حریم شاه ګڼ شمیر داسې ویډیوګانې خورې شوي چې پکې هغه د لامبلو په حالت کې لوڅه لیدل کیږي اؤ هم په یوه ویډیو کې ښکاري چې په بېډ یا کټ کې دیو داسې تن دپېښې دګوتې سره ځان مشغولوي چې دهغه تن مخ په ویډیو کې نه لیدل کیږی. حریم شاه پخپله یوه تازه مرکه اؤ دټولنیزې رسنۍ انسټاګرام په سټورۍ کې ویلي چې هغې سره په کټ کې خپل خاوند ؤ اؤ وایي دغه لوڅې ویډیوګانې هم دهغې دموبایل نه صندل خټک اؤ عایشې پټې کړې دي. خو دپرله پسې پوښتنې باوجود هم حریم شاه دې سوال ته جواب نه دی ویلی چې په لوڅ حالت کې ترې دغه ویډیوګانې چا جوړې کړې دي؟ هغې یوازې دومره وویل "دا ویډیوګانې زما په موبایل کې وې" هغې تور ولګولو چې مخکې ورسره دهغې دوه ملګرې صندل خټک اؤ عایشه په کور کې اوسیدلې اؤ هغوئ یې دموبایل نه دا ویډيو ګانې غلا کړې دي خو دخپل تور هیڅ رقم ثبوت یې مخې ته نه دی راوړی. صندل خټک یا عایشې په سمدستي توګه دحریم شاه تورونو ته څه جواب نه دی ویلی اؤ وي او ای ډیوه دصندل خټک دنظر معلومولو لپاره هغې سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه کامیابه نه شوه. حریم شاه وایي دتېر یو کال راهسې چې هغه واده شوې ده نو خپلې دتېر وخت ملګرې صندل خټک اؤ عایشې ورسره حسد پیل کړی دی اؤ دی ته یې ګواښ هم کړی ؤ چې ویډیوګانې به یې رسوا کوي. صندل خټک یا عایشې په سمدستي توګه دحریم شاه تورونو ته څه جواب نه دی ویلی اؤ وي او ای ډیوه دصندل خټک دنظر معلومولو لپاره هغې سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه کامیابه نه شوه. دخېبر پښتونخوا دمانسهرې ضلعې د اوګۍ سیمې سره تعلق لرونکې 32کلنې حریم شاه چې خپل نوم یې فضاء حسین دی ،په دې وروستیو کې دپاکستان ګڼ شمیر مهم حکومتي اؤ سیاسي مشران دهغوئ په ویډیوګانو اؤ غږییزو فون کالونو خپرولو رسوا کړي اؤ په ټولنیزو رسنیو یې زیات شهرت موندلی. خو دتېرکال راهسې چې دبلال شاه په نوم دکراچۍ یو ځوان سره دهغې واده شوی نو نوموړې دپاکستان نه بهر په ترکیه کې ژوند کوي . په ټولنیزو رسنیو دحریم شاه د لوڅو ویډیوګانو مخې ته له راتلو وروسته دنهې اؤ چارشنبې دهغې نوم په ټویټر ټاپ ټرینډ کې هم راغلی اؤ ګڼو خلکو په دغه ټرینډ کې دحریم شاه په هکله دخپلو نظرونو څرګندولو ترڅنګ دهغې نوې اؤ زړې ویډیوګانې هم خپرې کړې دي. په ټولنیزو رسنیو داسې دعوې هم مخې ته راغلې دي چې لکه دتېرو وختونو په څېر یو ځل بیا حریم شاه دشهرت ترلاسه کولو په موخه خپلې دا لوڅې ویډیوګانې پخپله په ټولنیزو رسنیو وایرل کړې دي خو حریم شاه بیا پخپله تازه مرکه کې دا تورونه بې ځایه بللي دي اؤ وایي شهرت دهغې له وړاندې ښه ډیر دی اؤ دا ویډیوګانې یې پخپله نه دي خپرې کړي

02.03.2023 ډیوه

هند کې د G20 د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه، اوکراین د بحث عمده مورد دی

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویینا کواټرا د چهار شنبې په ورځ مارچ لومړۍ (کب ۱۰) په نوې ډهلي کې وویل د اوکراین جګړه به د پنجشنبې په ورځ د جي شل یا شلو صنعتي هیوادونو غونډې یوه مهمه برخه وي.

02.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more