ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د برتانیه بشردوسته سازمان وایي افغانستان کې طالبانو درې برتانوي وګړي نیولي دي

دبرتانیې یو بشر دوستانه سازمان پریسیډیم نیټورک د شنې-خالي په ورځ ویلي افغانستان کې طالبانو درې برتانوي وګړي نیولي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه لا رسنیو ته څه نه دي ویلي. دبرتانیې خارجه وزارت پخپل بیان کې ویلي "مونږ افغانستان کې دنیول شوؤ برتانوي وګړو سره دقونصلر دلارې دتماس نیولو لپاره سخت زیار وباسو اؤ ددغو کسانو دکورنیو سره کومک کوؤ" زه پکې تېروتلی یم دا اصل کې داسې لیکل پکار وؤ د رسنیو په رپورټونو کې د نیول شوؤ برتانوي وګړو پېژندګلو دمیډلزبورو د اوسیدونکي خیریه ډاکټر  53 کلن کوین کورنول،یوټیوبر مایلز روټلیج اؤ دیو هوټل دنامعلومه منیجر په توګه شوې ده. دطالبانو لخوا د نیول شوي 21 کلن روټلیج پېژندګلو برتانوي رسنیو کې د "خطرناک سیلګري" په توګه مخې ته راغلې ده چې د خطرناکو هیوادونو سفرونه کوي اؤ بیا دهغې په هکله معلومات په انلاین بڼه خپروي. د پریسیډیم نیټورک سازمان سکاټ رچرډر سکایي نیوز ته ویلي "مونږ باور لرو چې روغ جوړ دي،ښه علاج یې کیږي اؤ مونږ ته ویل شوي چې هغوي په هم دومره ښه وضعیت کې دي څنګه چې په داسې حالاتو کې هیله کیدای شي" خو نوموړي ویلي تر اوسه دچارواکو (نیول شوؤ )کسانو سره داسې کوم "مقصدي تماس" نه دی دی نیول شوی دکوم چې پریزیډم نیټ ورک هیله کوي. ویل کیږي چې په نیول شوؤ کې دوه کسان طالبانو دجنورۍ دمیاشتې نه په بند کې ساتلي دي خو نه ده معلومه چې دریم تن دکله نه طالبانو بندي کړی دی. پریسیډیم پخپل یو ټویټ کې په طالبانو ټینګار کړی "زمونږ په فکر چې کومه غلط فهمي ده په هغې غور وکړئ اؤ دا کسان خوشې کړئ" پروسږکال هم طالبان د یو ټیليویژن کیمره مین اؤ څلور نور هغه برتانوي وګړي له بنده خوشې کړي ؤ چې تر شپږو میاشتو دهغوي په زندان کې ساتلي وؤ. پیټر جووینال هم دهغو ګڼو برتانوي وګړو له جملې څخه یو ؤ د چا په هکله چې دبرتانوي حکومت وینا وه چې افراطي اسلامپالو بندیان کړي دي. د برتانیې خارجه وزارت ویلي ددغو پینځوؤ واړو کسانو "افغانستان کې دبرتانوي حکومت په فعالیتونو کې هیڅ کردار نه ؤ اؤ هغوئ دبرتانوي حکومت دسفري مشورو څخه په سرغړونه افغانستان ته سفر کړی ؤ" هغه مهال دافغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په برتانویانو تور پورې کړی ؤ چې هغوئ "دملکي قوانینو اؤ دافغانستان دخلکو د روایاتو پرضد فعالیتونه کوي" هغه ویلي وؤ امارت اسلامي افغانستان دبرتانیه سره دپرله پسې تماسونو نه وروسته دغه نیول شوي کسان خوشې کړي اؤ خپل هیواد ته یې سپارلي دي. هغه زیاته کړې وه "دوي ژمنه کړې ده چې دافغانستان دقوانینو،روایاتو اؤ دخلکو دکلتور درناوی به کوي اؤ بیا به ددې څخه سرغړونه نه کوي" طالبانو چې اګست کال2021م کې یو ځل بیا دافغانستان په اقتدار فبضه وکړه اؤ دهغې راپدیخوا یې دښځو اؤ نجونو په اړه کومې تګلارې خپلې کړې دي هغې نړۍ کې دطالبانو پرضد غم اؤ غصه راپارولې ده. یادونه:- د دې خبر معلومات له فرانس پریس خبري ایجنسۍ نه اخیستل شوي دي.

02.04.2023 ډیوه

د 1965 نه راپدېخوا پاکستان کې ګراني تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده

په پاکستان کې د شمیرو دولتي ادارې هیواد کې د روانې ګرانۍ نوې شمیرې مخې ته راوړي چې دهغې ترمخه پاکستان کې دګرانۍ کچه 35.37فیصدي ته رسیدلې ده. شمیرې ښایي چې یوازې دمارچ په میاشت کې ګراني 3.72 فیصدي ختلې ده. ډان ورځپاڼې دسرمایه کاره کمپنۍ عارف حبیب کارپوریشن په حواله لیکلي  چې دا دجولایي کال 1965 نه راپدیخوا هیواد کې دګرانۍ تر ټولو لوړه کچه ده. دشماریاتو دادارې دشمیرو له مخې د روان مالي کال په نهو میاشتو کې دهیواد دننه ګراني 27.26 فیصدي ریکارډ کړل شوې ده. شمیرې ښایي چې تېرمالي کال مارچ میاشت کې ګراني  12.7 فیصدي وه اؤ سږکال دمارچ کې په ښارونو کې ګراني 3.9 فیصدي زیاته شوې اؤ په ښارونو کې د ګرانۍ مجموعي کچه 33 فیصدي ته رسېدلې ده. دا شمیرې په ډاګه کوي چې په کلیوالو سیمو کې ګراني دمارچ په میاشت کې 3.5 فیصدي زیاته شوې اؤ مجموعي کچه یې 38.9 فیصدي ته رسېدلې ده. دشمیرو له مخې په ښارونو کې دیوې میاشتې په مهال چائ 28.44 فیصدي اؤ میوې 20.04 فیصدي ګرانې شوې دي. په میاشتنې بنیاد ټماټر 13.17 فیصدي، چیني 12.49 فیصدي، الوګان 11.26 فیصدي، غنم 8.29 فیصدي ګران شوي دي. شمیرې څرګندوي چې په ښاري سیمو کې په یوه میاشت کې داوړو بیعې 7.84 فیصدي اؤ دخوراکي تیلو بیعې7.04 په بره تللې دي. دسیګریټو نرخ کې په یوه میاشت کې 70.34 فیصدي اضافه شوې ده،چیني 9.95 فیصدي ،غوړي 5.82 فیصدي اؤ د مهو دال 7.12 فیصدي ګران شوي دي.  همداشان په ښارونو کې یوه میاشت کې دپیازو بیعې 25.4فیصدي، دهګیو بیعې 12.40 فیصدي اؤ دچرګانو بیعې 3.66 راټيټې شوې هم دي. دا په داسې حال کې ده چې ډان ورځپاڼه وایي د خزانې وزارت دجمعې په ورځ پخپل میاشتني رپورټ کې اندوینه کړې وه  چې دایي ایم ایف سره دتړون باوري کولو،دانرژۍ اؤ تیلو نرخونو کې د اضافې دمرکزي بینک دپالیسۍ نرخ کې داضافې د فیصلې اؤ د روپۍ د ارزښت غورځېو له امله ګراني نوره هم زیاتیدای شي په پاکستان کې د مخ په زیاتېدونکې ګرانۍ له امله عام خلک وايي، کورنی ژوند یې سخت د مشکلاتو سره مخ شوی دی اؤ نه شي کولی چې خپل ورځني لګښتونه پوره کړي. په ملک کې روانۍ ګرانۍ نه يواځې اخستونکي اغېزمن کړي بلکې تاجران او کاروباريان وايي، د دوی کاروبارونه یې هم سخت اغېزمن کړي دي. د مردان يو کاروباري فاروق شاه وايي، وړاندې به یې د ورځې د 15 نه تر 20 منه [50 کلوګرامه] پورې چرګان خرڅول اوس يواځې دوه منه خرڅوي په دوکان کې ورسره وړاندې درې مزدوران وو اوس ورسره يو مزدور پاتې شوی دی.

02.04.2023 ډیوه

رانا ثناء الله وایي د سپریم کورټ د درې کسیزه بینچ د ججانو پرضد په ریفرنس جمع کولو غور روان دی

پاکستان کې دواکمن سیاسي ایتلاف پي ډي ایم له لوري د الیکشن د قضیې په اړه د سپریم کورټ په درې کسیز بینچ له بې باورۍ ښودل کېدو وروسته د هیواد د کورنیو چارو وزیر راناء ثناء الله امکان ښودلی دی چې کېدای شي د سپریم کورټ د چیف جسټس په شمول ددغو دریو کسانو پر ضد ریفرنس جمع کړل شي. هغه اردو پواینټ نومې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي د چیف جسټس په شمول د دریواړو ججانو پرضد (سپریم جوډیشل کونسل کې) د ریفرنس جمع کولو په معامله غور روان دی. رانا ثناء الله ویلي تر اوسه دیادو ججانو پرضد د ریفرنس جمع کولو پرېکړه نه ده شوې خو ویلي یې دي چې ددې ججانو پرضد د ریفرنس جمع کولو پرېکړه کیدای شي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف دمشرانو غونډه کې دسپریم کورټ په درې کسیز بینچ دبې باورۍ څرګندونه اؤ ددغه قضیې نه دبایکاټ کولو پرېکړه شوې ده. دسپریم کورټ دمشر قاضي عمر عطاء بندیال په مشرۍ درې کسیزه بینچ پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې دالیکشن دنیټو نه اعلانېدو پرضد دپاکستان تحریک انصاف دجمع شوؤ خواستونو اوریدنه کوي خو حکومتي ایتلاف بیا دغه بینچ دتحریک انصاف ګوند لپاره په خواخوږۍ لرلو تورن کړی اؤ دقضیې اوریدو لپاره یې دفل کورټ جوړولو غوښتنه کړې ده. دجمعې په ورځ دسپریم کورټ مشر قاضي د اوریدنې په مهال داټارني جنرل لخوا د فل کورټ شوې غوښتنه رد کړې ده. د کورنیو چارو وزیر ویلي کوم درې ججان چې ددې قضیه اوریدنه کوي دهغوي یو اوږد ریکارډ دی اؤ تل یې د مسلم لیګ نواز ګوند پرضد فیصلې ورکړې دي. هغه ویلي ددې قضیې اوریدنې لپاره وړومبی نهه کسیز بینچ جوړ شوی ؤ،بیا دغه بینچ نه دوه ججان ووتل اؤ اووه کسیز پاتې شو،د اووه کسیز نه بیا پینځه کسیز ،بیا څلور کسیز اؤ‌ اوس درې کسیز ته راکوز شو. د رانا ثناء الله په خبره دریواړو ججانو دخپلو ملګرو ججانو د خبرې منلو نه هم انکار کړی اؤ داسې ښکاري چې دوي په هر قیمت ددې قضیې دفیصلې پخپله د کولو لپاره په ضد دي چې په دې صورت کې حکومت سره هیڅ لاره نه پاتې کیږي پرته له دې چې خپل احتجاج ریکارډ کړي. دخالي په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دایتلافي ګوندونو دمشرانو دغونډې په اعلامیه کې غوښتنه شوې ده چې په ګرد هیواد کې باید په یوه ورځ ټولټاکنې وکړل شي. اعلامیه کې ویل شوي چې که په یوه ورځ ټولټاکنې ونه شي نو دا به ملک یو تباه کن سیاسي بحران ته ټېل وهي اؤ دغه وضعیت به دهیوا دمعاشي ګټو پرضد دخودکشه حملې په معنا وي. اعلامیه کې ایتلافي ګوندونو دسپریم کورټ په درې کسیزه بینچ دبې باورۍ څرګندونه کړې ده اؤ غوښتنه یې کړې ده چې د څلورو ججانو په اکثریتي فیصلې منلو سره دې موجوده عدالتي کارروایي ختمه کړل شي. خو دپي ډي ایم دغې اعلامیې ته خپل غبرګون کې حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف ویلي چې چې په هیواد کې دموجوده سیاسي اؤ اقتصادي بحرانونو دهواري یوازینۍ لاره راڼه انتخابات دي. دپي ټي ایي مرکزي مشر فواد چوهدري دګوند داعلامیې خپرولو په ترڅ کې ویلي چې دایین د224مې مادې په اساس هرکله چې اسمبلۍ ماتې شي نو په 90 ورځو کې دننه انتخابات کول ضروري وي. خو فواد چوهدري وایي چې پي ډي‌ ایم ته په انتخاباتو کې خپله ماتې په نظر ورځي ځکه له انتخاباتو تېښته کوي. هغه ویلي خبره د نهه کسیز،اووه کسیز،پینځه کسیز یا درې کسیز بینچ دجوړښت نه بلکې په 90 ورځو کې داییني مودې دننه دانتخاباتو ده اؤ پي ډي ایم دانتخاباتو نه دتېښتې په هڅه کې قام دججانو اؤ بینچونو په بحث کې مشغولول غواړي. خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب کې دانتخاباتو دنیټې په سر سپریم کورټ کې د روانې قضیې د اوریدنې په مهال دسپریم کورټ دججانو ترمنځ پخپله هم اختلافونه رامنځته شوي دي اؤ دپاکستان حکومت تېره اوونۍ دقامي اسمبلۍ اؤ سینیټ نه دعدلیې د واکونو محدودولو ترمیمي قانوني مسوده منظور کړې ده. دغه مسوده دسینیټ چیرمین دلاسلیک لپاره دهیواد صدر ته لیږلې ده اؤ چې هرکله پرې صدر لاسلیک وکړي نو دقانون بڼه به خپله کړي

02.04.2023 ډیوه

ملاکنډ: د تره په قار وراره بدمنلي اؤ ځان یې وژلی، د وراره د وژنې نه په خبرېدو یې تره هم ځان وژلی دی

د لېویز ځواک سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا د ملاکنډ په پلۍ سیمه شیرخانه کې دخولې په معمولي تاؤ تریخوالي یو تره اؤ وراره دواړو ځانونه وژلي دي . د سرچینو په وینا دغه پېښه دخالي په ورځ هغه مهال مخې ته راغلې ده چې په پلۍ شیرخانه سیمه کې دکور دننه په روانه شخړه دنور محمد په نوم یو تن خپل زلمي وراره عاطف محمود ته قار شو. سرچینې وایي دخپل تره په قار 18کلن عاطف محمود بد ومنل اؤ ځان یې په تمانچه وویشتو خو کله چې هغه دبټ خیلې هسپتال ته رسول کیدو نو په لاره یې ساه ورکړه. دلیویز ځواک په وینا دخپل وراره دخودکشۍ دهڅې نه په خبریدو چې کله دهغه تره نور محمد هسپتال ته ورسیدو نو هلته خبر شو چې وراره یې مړ شوی دی اؤ هغه هم دهسپتال دایمرجنسي وارډ مخې ته پخپل سر تمانچه کېښوده اؤ ځان یې ووژلو. دپلۍ سیمې استوګن ښاغلي عدنان وي او ای ډیوه ته ویلي کله چې دهسپتال نه دتره اؤ وراره مړي سیمې ته راورسولی شول نو په ټوله سیمه دغم څادر خور شو اؤ د لرې،لرې سیمو نه خلک په دغه غم کې دګډون لپاره ورغلل. هغه وایي دتره اؤ وراره دواړو مړي خاورو ته سپارل شوي خو دسیمې په شمول په خواوشا ټولو علاقو کې په دې پېښه عامو محفلونو کې خبرې کیږي اؤ دعدم برداشت په دې لویه واقعه افسوس ښکاره کولی شي. عدنان وایي د تره اؤ وراره خپلو کې داسې څه لویه معامله یا لانجه نه وه چې خبره دې پکې وژنو ته لاړه شي خو وایي دکور په عامو معاملاتو نور محمد خپل وراره ته قار شوی اؤ وراره یې دخپل تره قار زړه ته غورځولی اؤ ځان یې وژلی دی. د پېښور دیوې ځایي رسنۍ ایډیټر ښاغلی ناصر داوړ وایي دا پېښه په داسې ورخو کې رامنځته شوې ده چې مسلمانان دتحمل اؤ برداشت میاشت یعنې رمضان نمانځي. ډیوه سره ناصر داوړ پخپلو خبرو کې وویل د روژې تر شا د صبر اؤ زغم فلسفه پرته ده خو له بده مرغه په پښتنه سیمه کې بیا اکثره په روژه کې دخلکو برداشت په ختمیدو شي اؤ په وړه ، وړه خبره یو بل سره جنګ اؤ شر کوي اؤ په نتیجه کې یې دغسې ناوړه پېښې رامنځته کیږي.

02.04.2023 ډیوه

د امریکې په اتو ایالتونو کې بیا زورور توفان راغلی او لږ تر لږه 21 کسان یې مړه کړي دي

واشنګټن ــــ د امریکې په اتو جنوبي او منځنیو لوېدیځو ایالتونو کې بیا شدید توفان راغلی چې ګڼ شمېر کورونه او تجارتي مرکزونه یې زیانمن کړي او په نتیجه کې یې لږ تر لږه 21 مړه شوي دي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. د جمعې په شپه راغلي دې توفان او زورورو بوړبوکیو په الاباما، ارکنساس، الینوای، انډیانا، مسیسیپي او ټینیسي ایالتونو کې تاوانونه پېښ کړي او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. چارواکي وایي اووه تنه په ټینیسي کې مړه شوي، پینځه په ارکنساس کې مړه شوي، درې په انډیانا کې او څلور په الینوای کې مړه شوي دي. د توفان له کبله د جمعې له شپې د شنبې- خالي تر سهار پورې نور خلک په الاباما او مسیسیپي کې مړه شوي دي. د ارکنساس په لیټل راک ښار کې هم د توفان له کبله یو ځایي تجارتي مرکز او د خوراکي شیانو سټور تباه شوي دي. د دې ښار ښاروال یا مېر سکاټ فرینک پر ټویټر لیکلي چې توفان د خلکو جایدادونو ته ډېر زیان اړولی دی: "موږ له 24 کسانو خبر یو چې د لیټل راک په روغتونونو کې بستر شوي دي او موږ تر اوسه د چا د مړینې خبر نه دی تر لاسه کړی". چارواکي وایي د الینوای ایالت په بلوډېر ښار کې توفان د یو تېټر چت را غورځولی دی چې له کبله یو تن مړ شوی او 28 نور ټپیان شوي دي، چې وایي په هغوی کې هم د پینځو تنو حالت ښه نه دی. د پولیسو په وینا لومړني معلومات ښیي چې په کوم وخت کې زوروره بوړبوکۍ پر دې تېټر ورغله هغه مهال په دې کې یو کنسرټ روان وو او شاوخوا 260 کسان هلته موجود وو. په ټینیسي ایالت کې د یو های سکول چت هم ټوټه ټوټه شوی او کړکۍ یې ماتې شوې دي، همدارنګه لویې ونې پر مځکه لوېدلې دي، د کورونو دېوالونه مات شوي چې له کبله یې کاروباري مرکزونه بند وو. دا په یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې زورور توفان د امریکې په څو ایالتونو کې خلکو ته له درنو مالي زیانونو سره سره د سر زیان هم اړوي. د مارچ پر 26مه هم د امریکې جنوبي برخې زورور توفان او بړبوکۍ لړزولې وې چې د چارواکو په وینا په میسیسیپي ایالت کې یې لږ تر لږه 23 کسان مړه کړي او په لسګونو ودانۍ یې نړولې وې.

02.04.2023 ډیوه

د روس په مشرۍ د شپږو هېوادونو تنظیم اندېښمن دی چې له افغانستانه به ترهګرې ډلې د دوی سیمو ته ورشي

واشنګټن ـــــ د یورپ او اېشیا د شپږو هېوادونو پوځي اتحاد سي ایس ټي او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړي کېدو او د دې اتحاد غړو هېوادونو ته د ننوتو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده، خو طالبان وایي ټولې پولې د دوی تر واک لاندې دي. په دې اتحاد کې د مخکیني سووېت یونین یا شوروي اتحاد شپږ هېوادونه دي چې مشري یې روس کوي او ارمینیا، بېلاروس، قزاقستان، کرغزستان او تاجکستان هم پکې شامل دي. د ګډ امنیت د تړون تنظیم مشر ایمانګلي تسماګمبیوتوف د جمعې په ورځ د ماسکو په مرکزي دفتر کې د اتحاد د اعلی چارواکو یوې غونډې ته وویل: "دا خطر مخ په زیاتېدو دی چې ترهګرې ډلې او توندروه نظریات به زموږ د سي ایس ټي او د متحدینو سیمو ته را داخل وشي، له افغانستانه پیچلي خطرونه د ځانګړې اندېښنې وړ دي". د روس د تاس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې ایمانګلي تسماګمبیوتوف ویلي، له بېلابېلو ترهګرو ډلو سره سره هغه قوتونه هم په افغانستان کې پیاوړي کېږي چې د نشه یي موادو په غیرقانوني پیداوار او قاچاق کې لاس لري. د طالبانو حکومت دا اندېښنې رد کړې دي چې ګواکې په افغانستان کې ترهګرې ډلې پیاوړې کېږي او د منځنۍ اېشیا ګاونډیو هېوادونو ته به ننوځي. د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وایي د هېواد پولې د دوی د ځواکونو په کنټرول کې دي او وایي په سرحدي سیمو کې یې ترهګرې ډلې نه شته. خوارزمي طلوع نیوز ته ویلي: "سرحدونه مو سل فیصده زموږ تر واک لاندې دي، سرحدي ځواکونه او پوستې مو فعالې دي. مجاهدین شپه او ورځ د خپلو پولو ساتنه کوي او موږ په وار وار دا خبره رد کړې، کومې اندېښنې چې د سیمې هېوادونه او سازمانونه لري بیا یې ردوو". د روس د امنیت شورا مشر نیکولای پیټروشیف هم د مارچ پر 29مه په افغانستان کې حالت کړکېچن وباله او ویې ویل چې دا هېواد د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو امنیت ته ستر ګواښونه او خطرونه پېښولای شي. د تاس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې ښاغلي پیټروشیف په نوي ډیلي کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړی وو چې په دغو خطرونو کې ترهګري، د غیرقانوني وسلو او نشه یي موادو قاچاق، غیر قانوني مهاجرت او د توندروه نظریاتو ور خپرېدل شامل دي. د روس په مشرۍ د شپږو هېوادونو پوځي تنظیم سي ایس ټي او په فرورۍ کې هم ویلي وو، چې له افغانستان سره د تاجکستان پر پوله د داعش خراسان زرګونه جنګیالي اچول شوي دي. د ګډ امنیت د تړون سازمان (سي ایس ټي او) د ګډو ځواکونو مشر کرنل جنرل اناتولي سیدوروف د فرورۍ پر 14مه په ماسکو کې خبري غونډې ته ویلي وو، د منځنۍ اېشیا د امن لپاره تر ټولو لوی خطر له هغو یو شمېر سخت دریځو ډلو څخه دی چې په افغانستان کې یې پښې ټینګې کړې دي: "د داعش د افغان څانګې ولایت خراسان- چې روس ناقانونه ګرځولې- د غړو شمېر د ښکاره ډول شاوخوا 6,500 ته رسېدلی دی چې تر 4,000 پورې وسلوال یې د تاجکستان جنوبي پولې ته څېرمه په بدخشان، کندوز او تخار کې دي." خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان په درو شمالي ولایتونو کې د داعش د زرګونو جنګیالیو د شته والي په اړه د روس د اعلی پوځي چارواکي دا څرګندونې بې بنیاده بللې وې او روس ته یې ویلي وو افغانستان ته دې ورشي او دغه ولایتونو دې خپله وګوري.

02.04.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

01.04.2023 امریکا غږ

اوکراین: روسیې ته د امنیت شورا د مشري ورکول 'د نړیوالې ټولنې پر مخ څپیړه ده'

اوکراین د شنبې په ورځ اپریل لومړۍ (وري ۱۲) وویل د اپریل میاشتې لپاره روسیې ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مشري ورکړه "پر مخ یوه څپیړه ده." 

01.04.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

01.04.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

01.04.2023 امریکا غږ

زیر آسمان کبود

زیر آسمان کبود

01.04.2023 ازادي راډیو

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا د شنبې د ورځې په خبري خپرونه کې چې کوربه یې سید سلیمان اشنا دی دا مطالب لیدلی شئ؛ د امریکا د دفاع وزیر وایي د افغانستان څخه د وتلو د بڼې په هکله هیڅ ډول پښیماني نلري. د امریکا د جمهور رئیس مرستیاله کاملا هریس د تانزانیا له جمهورې رئیسې سره تر لیدنې وروسته ژمنه وکړه چې امریکا به د تانزانیا سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او په پېښور کې د افغانستان د قالینو سوداګر وايي، د اوکراین جګړې يې د قالینو کاروبار سخت ځپلی دی.

01.04.2023 امریکا غږ

د خوراک نړیوال پروګرام: د میلیاردونو ډالرو مرستو پرته، نړۍ د پراخو کډوالیو سره مخ کیږي

د خوراک د نړیوال پروګرام (WFP) رئیس ډیویډ بیسلي خبرداری ورکړی د میلیونونو لوږو انسانانو د تغذیې لپاره د نورو میلیاردونو ډالرو مرستو پرته به نړۍ د راتلونکو ۱۲ تر ۱۸ میاشتو ‌پورې د پراخو مهاجرتونو، بې ثباته هیوادونو او لوږو ماشومانو او لویانو شاهده واوسي.

01.04.2023 امریکا غږ

تر شنه اسمان لاندې

تر شنه اسمان لاندې

01.04.2023 ازادي راډیو

د امريکا د پخواني ولسمشر ډانالډ ټرمپ د نيولو او عدالت ته د وړاندې کولو امکان څرګنديږي

  واشنګټن- د نيويارک ايالت د ولسي عدالت ( جيوري) په سپارښتنه د امريکا د پخواني ولسمشر ډانالډ ټرمپ د جرم په تور کې د نيولو امکان څرګنديږي او ويل کيږي د نهې-سه شنبې په ورځ ونيول شي او عدالت ته وړاندې کړل شي. دا به د امريکا په تاريخ کې وړومبی ځل وي چې يو پخوانی ولسمشر د جرم په تور کې د ولسي عدالت لخوا مجرم ګرځول کيږي ځکه چې د جيوري په وينا هغه د کال 2016 د ولسمشرۍ د انتخابونو په کمپين کې د بالغانو د فلمونو يوې اداکارې له پټې پيسې ورکړي. دا جرم پرې په داسې وخت کې لګېدلی چې ټرمپ يو ځل بيا د ولسمشرۍ په انتخابونو کې برخه اخلي. هغه د کال 2020 انتخابونه د جو بايډن نه بايللي وو. د ټرمپ خلاف فرد جرم په راز کې دی او دا نه ده معلومه څومره او کوم کوم تورونه په هغه لګېدلي خو سي اين اين رپوټ کړي چې د 30 نه زيات تورونه پرې شته. البته وي او ای د دې تصديق ونه کړی شو. د مين هيټن د ضلعي اټارني لا د سرکاري وکيل دفتر يو بيان خور کړی چې پکې ويلي شوي د ټرمپ وکيل ته دا پيغام ورکړل شوی چې د سپريم کورټ لخوا د فرد جرم لګولو په ترڅ کې دې ځان حواله کړي چې عدالت ته پيښ کړل شي. ټرمپ چې په فلوريډا کې استوګن دی به نيويارک ته سره د خپلې خفيه عملې سفر کوي. چې کله ونيول شي نو عدالت ته د وړاندې کولو مخکې به ترې د ګوتو نښانې او تصوير اخستل کيږي او په شخصي ضمانت به د جج لخوا پرېښودل شي. يو شمېر رسنيو د ناڅرګنده سرچينو په حواله ويلي کېدلی شي ټرمپ د ګل-دوشنبې په ورځ نيويارک ته لاړ شي او شپه په ټرمپ ټاور کې وکړي. د جمعې په ورځ د استخباراتو افسرانو او د نيويارک د پوليس محکمې چارواکو د عدالت د خوا و شا جاج اخستلی او د امنيت په وضع يې خبرې اترې کړي. د ټرمپ وکيل/اټارني سوسن نېشېلز رايټرز خبرې ادارې ته ويلي پخوانی ولسمشر به فرد جرم ونه مني. ټرمپ د انتخابي کمپين د پاره د چندې ټولولو په موقع ويلي “څه چې راروان دي زه ترې نه ويرېږم”. د کمپين غړو د هغه خلاف د فرد جرم لګولو مسله په کمپين کې استعمال کړې او ويلي يې دي چې په څلورويشت ساعته کې يې د څلور ميلين ډالر نه زياته چنده جمع کړې. په خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل کې ټرمپ په جج جسټس جان مرچن نيوکه کړې او ويلي يې دي کېدلی د هغه د مقدمې نه صرف نظر وکړي ځکه ياد جج د ټرمپ نه کرکه کوي او د تېر کال په مقدمه کې يې د ټرمپ ارګنايزيشن سره زياتی کړی چې کمپني يې ورله د ټيکس په فراډ کې جرمانه کړې وه. په يو بيان کې ټرمپ ويلي چې هيڅ يې غلط نه دي کړي او دا فرد جرم د ډيموکريټس لخوا د ځورونې يوه کړۍ ده چې د هغه د ميک امريکا ګريټ اګين مهم پرې تباه کړي. پخواني ولسمشر ليکلي “دا په تاريخ کې د سياسي انتقام او په انتخابونو کې د مداخلت په لوړه کچه يو عمل دی. ډيموکريټس دروغ ويلي، او د ټرمپ په بدنامولو کې يې غلا او درغلي کړې. اوس يې داسې ناشونی کار کړی چې د يو بې ګناه تن خلاف يې فرد جرم لګولی او دا په انتخابونو کې مداخلت دی”. ټرمپ ويلي په ځای د دې چې دا به هغه ته څه زيان واړوي دا فرد جرم به سرچپه کار وکړي او د جو بايډن خلاف به استعمال شي. تېره اوونۍ ټرمپ په سوشل ميډيا ويلي وو چې دا فرد جرم به مرګ ژوبله او بربادي راوړي چې مخاليفينو يې ګڼل دا بيان به خلک تشدد کولو ته وهڅوي. ډېرو خلکو د مخکې نه انګېرل چې په ټرمپ به فرد جرم لګي او ګڼي دا به د واشنګټن چار چاپېره طوفان جوړ کړي. د ريپبلېکن ګوند د کانګرس غړي او ټرمپ نزدې ملګري جېم جورډن په ټويټ کې ليکلي “دا قهر پارونکی ګام دی”. د ريپبلېکن د نمايندګانو د ايوان سپيکر کيوېن ميکارتي د نيويارک په اټارني  ايلوېن بريګ تور لګولی چې د انصاف محکمه د ټرمپ خلاف استعمالوي او د ناجايزه اختيار د دې ناشوني عمل به ورسره حساب کتاب کيږي. که هر څو د ريپبلېکن ګوند غړي دا يو سياسي انتقام بولي خو ډيموکريټس يې په حمايت کې دي. په يو بيان کې د پارلمان پخوانۍ سپيکرې نينسي پلوسي ويلي ولسي عدالت په ريښتياو او قانون عمل کړی. هغه وايي “څوک هم د قانون نه اوچت نه دي او دا د هر سړي حق دی چې مقدمه وکړي او خپله دفاع وکړي. اميد دی پخوانی ولسمشر به په امن سره د نظام احترام وکړي او د ځان دفاع د هغه حق دی”. ولسمشر جو بايډن تېره ورځ خبريالانو ته وويل “زه د ټرمپ په فرد جرم خبره نه کوم”. دا فرد جرم د فيډرل تحقيقاتو په ترڅ کې لګېدلی چې ټرمپ د بالغانو د فلمونو اداکارې سټارمي ډينيلز له 130,000 ډالر د خپل پخواني وکيل مايکل کوهن په لاس پټې ورکړي چې هغه خله چپه وساتي. د پټو پيسو ورکولو خبره په کال 2018 کې راښکاره شوه کله چې کوهن د خپل پخواني مشر خلاف شو او ويې ويل ټرمپ ورته حکم کړی و دغه پيسې دې ډينيلز ته ورکړي چې د ټرمپ سره د جنسي اړيکو څرګندونه ونه کړي. ټرمپ ارګنايزيشن دغه پيسې کوهن ته د قانوني فيس په نوم ښکاره کړي.

01.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more