ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


لیندا: د طالبانو له لوري د ښځو د حذف کولو په ضد مو مبارزه روانه ده

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو استازې لیندا تامس ګرینفیلډ وايي چې طالبان هڅه کوي ښځې له صحنې څخه وباسي چې په خبره یې دا کار د «منلو نه» دی. لیندا تامس ګرینفیلد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو د تازه بندیز په غبرګون کې ویلي دي چې طالبانو باید پرېنښودل شي چې ښځې محدودې کړې له نورو ښځو سره همکاري‌ ونشي کړای. هغې وویل: «موږ د خپلو نژدیو افغان شریکانو سره کار کوو. د هر هغه څه په وړاندې چې طالبان یې کوي- د ښځو د حذف کولو په اړه- مبارزه کوو. دا ډاروونکی دی. دا د منلو نه دي.» دا وايي چې له ملګرو ملتونو سره ګډ کار کوي چې د طالبانو د دغه تصمیم په اړه غوره ځواب ورکړي. میرمن ګرینفیلډ وویل چې متحده ایالتونه د افغان ښځو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی. سره له دې چې طالبانو نړیوالې ټولنې ته ژمنه ورکړې وه چې د ښځو له تعلیم او کار سره به مشکل نلري، خو د نجونو متوسط او عالي ښوونځي یې وتړل، پوهنتونونه یې ورته بند کړل او له کار او هر ډول مشارکت څخه یې هم منع کړې. ښځې دا مهال په افغانستان کې یوازې په صحي سکتور کې کار کوي. په تازه اقدام کې طالب واکمنو په افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی دی. یوناما وايي چې طالبانو ورته دا خبر ورکړ دی. ملګري ملتونه وايي دا پرېکړه د منلو نه ده او د «ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون په ضد» ده. یوناما په یوې اعلامیې کې له طالبانو غوښتي دي چې دا پرېکړه بېرته واخلي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت شارژدافیر نصیر فایق امریکا غږ سره په خبرو کې د طالبانو دا پرېکړه وغندله او ویې ویل چې «طالبان د افغانستان له اړمنو خلکو سره بشري مرستې او همکاري، چې افغانانو، ملګرو ملتونو او نړیوالو همکارانو ته یې حیاتي دي، سیاسي» کوي. نوموړي ویلي دي د طالبانو دا پرېکړه د هغو ژمنو خلاف ده چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې وې. یوناما وايي: «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي روزا اوتنبایوا د طالبانو له لوړ پوړیو واکمانو سره اخته ده چې د دغه سازمان اعتراض ورته رسوي او ترې وغواړي چې دا پرېکړه دې ژر تر ژره بېرته واخلي.» وايي ملګري ملتونه همدغه راز په دې اړه له خپلو غړو دولتونو، بسپنه ورکوونکو سازمانونو او بشري شریکانو سره په خبرو اخته دی. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

05.04.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

05.04.2023 امریکا غږ

یوناما: طالبانو خبر راکړ چې افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) وايي چې طالب مقاماتو خبر ورکړی دی چې هېڅ یوې ښځې ته اجازه نشته چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره کار وکړي او دا پرېکړه به عملي کېږي.  یوناما نن چهارشنبه اپریل پنځمه (وري۱۶) په یوې اعلامیې کې د طالب واکمنانو دا پرېکړه په کلکه غندلې ده او په غبرګون کې یې خپلو ټولو افغان کارکوونکو [ښځې او نارینه] ته ویلي دي چې تر امر ثانې پورې دې کارونو ته نه ځي.  د یوناما په اعلامیې کې ویل شوي دي: «د نړیوال قانون په اساس دا بندیز غیر قانوني دی او ملګرو ملتونو ته د منلو نه دی.»  یوناما ټیک یوه ورځ له هغې وروسته داعلامیه خپره کړه چې طالب واکمنانو یې په ننګرهار کې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورنکړه. یوناما وايي د طالبانو دا پرېکړه په حکومتي او نا حکومتي ادارو کې د ښځو په کار باندې د بندیز د پرېکړې تمدید دی.  اعلامیه زیاتوي: «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي روزا اوتنبایوا د طالبانو له لوړ پوړیو واکمانو سره اخته ده چې د دغه سازمان اعتراض ورته رسوي او ترې وغواړي چې دا پرېکړه دې ژر تر ژره بېرته واخلي.»   وايي ملګري ملتونه همدغه راز په دې اړه له خپلو غړو دولتونو، بسپنه ورکوونکو سازمانونو او بشري شریکانو سره په خبرو اخته دی.  طالبانو د ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې په حکومتي او نا حکومتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه. همدغه راز یې د افغان نجونو په مخ یې د پوهنتون دروازې هم وتړلې، د نجونو متوسطه او عالي ښوونځي هم تړلي او د ښځو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مشارکت باندې یې هم کلک بندیزونه لګولي دي.  طالب واکمنان وايي چې «د شریعت او افغان فرهنګ» په اساس، د ښځو حقونو ته درناوی لري. خو روزا اتنبایوا وايي: « د دغه سازمان [ملګري ملتونه] په تاریخ کې، هېڅ بل رژیم یې ښځینه کارکوونکې له دې کبله له کار څخه منع کړې نه دي چې ښځې دي. دا پرېکړه د ښځو، د ملګرو ملتونو د اساساتو او نړیوال قانون بې احترامي ده.»  یوناما طالب واکمانو ته ور په زړه کړي دي چې افغانستان د ملګرو ملتونو د غړي هېواد په توګه د دغه سازمان منشور ته ژمن دی او « افغانستان چې کله په ۱۹۴۶ کال کې د ملګرو ملتونو غړی شو، په خپله خوښه یې دا وجایب ومنل».   د افغانستان د استازي غبرګون په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت شارژدافیر نصیر فایق امریکا غږ افغانستان څانګې سره په خبرو کې د طالبانو دا پرېکړه وغندله او ویې ویل چې «طالبان د افغانستان له اړمنو خلکو سره بشري مرستې او همکاري، چې افغانانو، ملګرو ملتونو او نړیوالو همکارانو ته یې حیاتي دي، سیاسي» کوي. نوموړي وویل چې د طالبانو دا پرېکړه د هغو ژمنو خلاف ده چې دغې له نړیوالې ټولنې سره کړې وه. نصیر فایق زیاته کړه چې دا پرېکړه د امنیت د شورا د منشور خلاف هم ده او همدغه راز له طالبانو څخه د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د مصونیت او ازاد تګ راتګ په اړه د امنیت د شورا د توقعاتو خلاف اقدام هم دی. طالب واکمانو تر دې دمه د ملګرو ملتونو د دغې اعلامیې او غندنې په اړه څه نه دي ویلي.  ملګري ملتونه وايي د طالبان دا پرېکړې به له نړیوالې ټولنې سره د دغې ډلې سره د نړیوالې ټولنې تعامل نور هم کمزوری کړی او همدغه راز په افغانانو باندې به د دغې پرېکړې اغیزې ډېرې بدې وي.  د ملګرو ملتوونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش دا پرېکړه غندلې او ویلي دي: «که دا پرېکړه لغوه نشي، اړمنو ته به د حیاتي مرستو د رسولو لپاره ارو مرو زموږ ظرفیتونه کمرزوي ‌کوي.»

05.04.2023 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ د چهارشنبې په خپرونه کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د کار بندیز، د ټرمپ لخوا د بې ګناهۍ اعلان او د ناټو سره دفنلنډ د ملګرتیا په اړه مهم راپورونه او مرکې لرو.

05.04.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

05.04.2023 امریکا غږ

د اوکراین صدر د ګاونډي ملک پولېنډ دوره کړې

د پولېنډ یو چارواکي وویل په اوکراین د روس د یرغل نه پس دا لومړی ځل دی چې زېلېنسکي او د هغه مېرمن اولینا زېلېنسکي په یو ځای د ملک نه بهر دوره کوي

05.04.2023 ډیوه

ځینو رسنیو له شپږم ټولګي لوړ نجونو زده کوونکو لپاره درسي خپرونې جوړې کړې دي

د ازادي رادیو “درسي ساعت” خپرونې ترڅنګ چې په کې له شپږم ټولګي لوړ نجونو زده کوونکو لپاره د ښوونځي مضمونونه تدریس کېږي، ځینو سیمه ییزو رسنیو هم په همدې موخه خپرونې پیل کړي دي. یو له دې رادیوګانو څخه، “سرحد رادیو” ده چې په غور ولایت کې فعالیت کوي.

05.04.2023 ازادي راډیو

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

05.04.2023 امریکا غږ

ناروې د مهاجرینو شورا: د نړیوالو بندیزونو په اړه ناسم تصور د میلیونونو افغانانو کړاو زیات کړی

د ناروې د مهاجرینو شورا (ان آر سي) وايي‌ چې په افغانستان باندې د نړیوالو بندیزونو د کچې په اړه ناسم درک د دغه هېواد تجارتي سکتور ته لوی خنډونه جوړ کړي او د میلیونونه افغانانو کړاو یې زیات کړی دی. د دغې شورا په سپارښتنې په یو راپور کې، چې تازه خپور شوی، راغلي دي چې په افغانستان باندې د نړیوالو بندیزونو په اړه د ناسم درک له کبله د خوراکي موادو او نورو ضروري توکو صادراتو او وارداتو او په عمومي ډول د افغانستان تجارت ته لوی خنډونه ایجاد شوي دي. په دغه راپور کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه شوې ده چې د دغو بندیزونو په اړه باید عامه پوهای زیات کړي او له حده زیات مالي بندیزونه کم کړي. ان آر سي وايي چې دا راپور یې په افغانستان کې له یو شمېر سوداګرو او په سودګرۍ او تجارت کې له دخېلو غاړو سره د مرکو په اساس لیکلی دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، نړیوالې ټولنې له دغه هېواد سره مالي راکړه ورکړه بنده کړه او امریکا هم د افغانستان بانک د اوه میلیارد ډالرو په ارزښت شتمنۍ کنګل کړې. امریکايي مقامات اندېښنه لري چې که دا شتمنۍ پرېښودل شي، ممکن په افغانستان کې د طالبانو او یا نورو ترهګرو ډلو لاس ته ورشي. طالبانو، پاکستان، چین او روسیې د دغو شتمنیو پرېښودل غوښتي. د ان آر سي په راپور کې ټېنګار شوی دی چې باید د افغانستان د ځپل شوي اقتصاد او د بېساري بشري بحران د حل لپاره قوي ګامونه واخیستل شي. د افغانستان لپاره د ناروې د مهاجرینو شورا مشر نیل ترنېر ویلي دي چې یوازې بشري مرستې د هغو میلیونو افغانانو ضرورتونه نشي پوره کولای، چې دندې یې له لاسه ورکړې، په قرضونو کې ډوب دي او خپل توکي یې هم خرڅ کړي، چې وپايي. هغه ویلي دي: «موږ باید دا ویجاړونکی اقتصادي ناورین په شا وتمبوو. د بشري سازمانونو د کارونو د تکمیل لپاره ثابت اقتصاد، د خصوصي سکتور وده او د پراختیايي پروګرامونو بیا معرفي [پیلول] مهم دي.» په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، نړیوالې ټولنې له دغه هېواد سره هغه مرستې بندې کړې،‌ چې د مخکني حکومت په مهال یې کولې. په دغه راپور کې ویل شوي چې نړیوالو «لوبغاړو» د طالبانو د محدودیت ټاکونکي حکومت په غبرګون کې د افغانستان په اړه د اقتصادي او سیاسي انزوا تګلارې مخې ته وړي چې د راپور په اساس، دغه کار اقتصادي کړکیچ او په بشري مرستو یېد افغانانو تکیه نوره هم زیاته کړه. ملګري ملتونه وايي چې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیون نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري. نړیواله ټولنه وايي چې د افغانو تر څنګ ولاړه ده او د طالبانو له بیا راتګ وروسته یې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرسته کړې ده. نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي،‌ چې همه شمول حکومت جوړ کړي، د ښځو او بشري حقونو ته درناوی وکړي، د نجونو په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او تعلیمي مشارکت بندیزونه ختم کړي او د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی وکړي. طالبانو واک ته له رسېدو ورسته، خپل حکومت اعلان کړ چې ټول په کې د دوی د «امارت افراد دي» او یوه ښځه یې هم په کابینه کې نشته. طالبان وايي چې د «شریعت او افغان فرهنګ» په اساس د ښځو او بشري حقونو ته درناوی کوي او حکومت یې هم همه شمول دی. لا کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له همدې کبله له افغانستان سره د نړۍ اقتصادي او نورې راکړې ورکړې محدودې او له خنډونو او ممانعتونو سره مخامخ دي. د ان آر سي په راپور کې یو سوداګر ویلي دي چې د پېسو په هر ډول انتقال کې چې د افغانستان نوم راشي، اجازه نه ورکول کېږي. د کرنې د یو شرکت اجرايي مشر، چې په راپور کې یې نوم اخیستل شوی نه دی، ویلي‌ دي: «موږ باید بهرني شرکتونه او بانکونه پوه کړو چې په خپله افغانستان تر بندیز لاندې نه دی. په دې اړه ډېر کم درک موجود دی- په ځانګړي ډول زموږ د صادراتو او وارداتو په مارکیټ کې د مهمو لوبغاړو په منځ کې.» ان آر سي له ټولو حکومتونو، مالي ادارو، ملګرو ملتونو له ادارو او نورو اړوندو سیمه ایزو برخو څخه غوښتي دي چې د افغانانو د ګټې لپاره دې عاجل اقدامات وکړي چې د افغانستان اقتصاد ثابت شي او ملا یې وتړل شي.

05.04.2023 امریکا غږ

کچلاغ: په وسله وال برید کې د اېف سي دوه عسکر وژل شوي دي

 د بلوچستان سر ښار کوټې ته څېرمه د نیو کچلاغ  په جلوګیر سیمه کې په اېف سي ځواک بريد شوی او د دوه اېف سي دوه عسکر پکې وژل شوي دي، تحريک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې ده.

05.04.2023 ډیوه

رپورټ: د پاکستان نه افغانستان ته برآمدات 17.02 فيصده سېوا شوي دي

د پاکستان مرکزي بېنک وايي د روان مالي کال [2022، 23] په لومړو اته و مياشتو کې د [جولايۍ نه تر فرورۍ] پورې د پاکستان نه افغانستان ته صادرات 17.02 فيصده سېوا شوي دي، خو په ياده موده کې د افغانستان نه پاکستان ته واردات [درامدات] 88.65 فيصده کم شوي دي.

05.04.2023 ډیوه

امریکې د طالبانو په واکمنۍ کې هم له افغانستانه د خلکو د را ایستلو چارې روانې ساتلې دي

واشنګټن ـــــ په کابل کې دننه د هغې ودانۍ چې یو وخت د بهرنیو سیلانیانو لپاره د تجارتي ګیسټ هاوس یا مېلمستون په توګه ترې کار اخیستل کېده، اوس یې ګڼ شمېر خونې هغو کورنیو یا کسانو نیولې دي چې بهر ته د تګ اجازه نه لري یا هم چاته د خپل کره ځای په اړه معلومات نه ورکوي. دغه کسان د افغانستان له بېلابېلو برخو راوستل شوي او په دې ودانۍ کې د دې لپاره اوسېږي چې کوم درېیم هېواد ته په الوتکه کې د تلو انتظار وکړي او بیا له هغه ځایه خپل وروستي منزل امریکې ته ولېږل شي. د امریکې یو مخکینی قراردادي- چې خپل نوم پټ ساتل غواړي- په کابل کې بهر ته د وتلو لپاره د پرواز په انتظار دی او وایي په راتلونکو دوو اونیو کې به یې پینځه کسیزه کورنۍ البانیا ته ولېږل شي. هغه وي او اې ته وویل: "زه نه یم خبر موږ به څومره وخت په البانیا کې یو خو هیله لرم چې دا به ډېر وخت نه اخلي". پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو تقریباً دوه کاله وروسته هم امریکا په افغانستان کې دننه خپله قونسلګري یا سفارت نه لري خو د سپېشل امیګرېشن یا د کډوالو د داخلېدو د ځانګړي پروګرام له مخې یې د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی. د طالبانو چارواکي د خلکو د وتلو لپاره له روانو پروازونو خبر دي خو پر هغو تورونو برسېره یې هم د انخلا د پروګرام مخه نه ده نیولې، چې وایي دا ډله هغه افغانان په نخښه کوي چې د امریکا په ملاتړ یې له تېر افغان حکومت سره کار کاوه. د امریکې حکومت په چارټر الوتکو کې له افغانستانه په زرګونو امریکایي شهریان، قانوني مستقل اوسېدونکي، بې سرپرسته ماشومان، کډوال او هغه افغانان منتقل کړي دي چې د مهاجرت ځانګړې ویزې یا ایس آی وي لري. د مهاجرت ځانګړې ویزې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې یې په افغانستان کې د امریکې په بېلابېلو ادارو او پرمختیایي پروګرامونو کې کار کړی وي. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي په تېرو 20 میاشتو کې تر 90,000 ډېر افغانان یې په امریکا کې مېشت کړي دي. د امریکې د رسمي شمېرو له مخې د 2021م د اکتوبر او 2022م کال تر ستمبر میاشتې پورې افغانانو ته تر 11000 زیاتې  د ایس آی وي ځانګړې ویزې ورکړل شوې دي. د امریکې ولسمشر جوبایډن د سږ کال لپاره له کانګرسه غوښتنه کړې ده چې هغو افغانانو ته دې د کډوالۍ د ځانګړي پروګرام له مخې د 20,000 اضافي ایس آی وي ویزو منظوري ورکړي چې د امریکې له حکومت سره یې مرسته کړې ده. د 2022م له اکتوبره د 2023م کال تر فروري پورې لږ تر لږه 2,980 افغانان د کډوالو د داخلې د پروګرام له لارې امریکې ته راغلي دي. د امریکې حکومت وایي پلان لري چې سږ کال د ټولې نړۍ 125,000 کډوالو ته د راتګ اجازه ورکړي، خو د بهرنیو چارو وزارت وایي دا نه شي ویلای چې په دغو کې به څومره افغانان وي. د خلکو د ایستلو او مېشتولو د چارو درې ځایونه امریکې ته له رسېدو مخکې پناه اخیستونکي او کډوال درېیم هیواد ته بېول کېږي او هلته یې د اسنادو د کتنې او بشپړتیا په مرکزونو کې د امنیت او کډوالۍ په اړه کتنه کېږي. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وي او اې ته په یو ایمېل کې وویل، د را منتقل شویو افغانانو لپاره د دوی اصلي د چارو تر سره کولو یا پراسس ځای د قطر په دوحه کې د السیلیه کېمپ دی. وایي په البانیا او کوسووو کې هم د امریکې ته د راتګ لپاره د افغانانو د پروسس کېدو چارې تر سره کېږي. د 2021م کال په اګست کې د طالبانو تر ناڅاپي واکمنېدو وروسته په کابل کې د ډېرې بیړې او ګډوډۍ په حالت کې له افغانستانه په دوو اوونیو کې د امریکې پوځي الوتکو کې شاوخوا 124,000 کسان و ایستل شول. له هغه پرته څو زره افغانان په خصوصي الوتکو کې هم متحده عرب اماراتو ته لاړل چې تر اوسه هلته «د اماراتو بشردوستانه ښار» په نوم یو مرکز کې په دې هیله اوسېږي چې له دې ځایه به امریکې، کېنېډا یا بل کوم یورپي هېواد ته ولېږل شي. د امریکې د خارجه وزارت ویاند وایي، "د امریکې حکومت په عرب اماراتو کې د افغانانو د کېسونو په سپړلو بوخت دی". د ایس ای وي او د کډوالو له پروګرام پرته امریکې په زرګونو افغانان د لنډمهاله بشردوستانه پېرول پروګرام په بنیاد هم قبول کړي‌ دي. دغه 18 میاشتنی پروګرام چې د 2022م کال په مارچ کې پیل شوی وو د روان کال په ستمبر کې ختمېږي او هغه قانوني مسوده هم لا د امریکې په کانګرس کې دواړو ګوندونو نه ده منظوره کړې چې د «افغان ایډجسټمنټ ایکټ» په نوم وړاندې شوې وه او مقصد د افغانانو د دایمي اوسېدو لپاره د حل قانوني لاره ایستل دي.

05.04.2023 ډیوه

ایران د یمن د سولې د پروسې د ملاتړ په اړه د امریکا د غوښتنې هرکلی وکړ 

تهران نن چهارشنبې اپریل پنځمه (وري۱۶) د واشنګټن د هغې غوښتنې هرکلی وکړ چې له ایران څخه غواړي په یمن کې د جګړې د ختمېدو لپاره د سولې د پروسې ملا وتړي. د یمن لپاره د متحدو ایالتونو استازي تیموتي لیندرکېنګ تېره ورځ وویل چې واشنګټن «غواړي وویني ایرانیان د سیاسي پروسې په اړه حمایت څرګندوي». هغه هیله وښوده چې دا سیاسي‌ پروسه راروانه ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د تیموتي لیندرکېنګ دا غوښتنه «د خوښۍ وړ» وبلله او ټېنګار یې وکړ چې ایران «د جګړې له پیل راهېسې د سولې د پروسې لپاره هلې ځلې» کوي. د ایران د شخړې د هواري دپلوماتیکې هلې ځلې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د دپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل کېدو دتړون له لاسلیک څخه وروسته چټکې شوې. دا تړون څه موده مخکې لاسلیک شو او چین د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ و. سعودي عربستان د یمن د حکومت او ایران د حوثي یاغیانو ننګه کوي. دا پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د یمن د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ د تړون یو کال پوره شو. د فرانس پرس د راپور په اساس د یمن لپاره د ملګرو ملتونو استازي هنس ګرنډبرګ دا تړون «د هیلې یوه شېبه» بولي، سره له دې چې ستونزې شته. جوبایډن په امریکا کې له ولسمشر کېدو سره سم وویل چې د یمن د جګړې ختمولو هڅو ته به لومړیتوب ورکوي، تر ده مخکې بل ولسمشر دونالډ ټرمپ د یمن د حکومت په ملاتړ د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ننګه کوله. په یمن کې له شاوخوا یوې لسیزې راهېسې جګړه روانه ده چې د ملګرو ملتونو د مقاماتو په وینا سلګونه زره خلک په کې مستقیمآ او غیر مستقیمآ وژل شوي او د نړۍ یو تر ټولو بد بشري بحران یې زېږولی دی.

05.04.2023 امریکا غږ

په الاقصا جومات کې د اسرایلي پولیس او فلسطینیانو جګړه شوې

د مارچ په ۲۲ نېټه روژه د شروع کېدو راهسې فلسطینیان کوښښ کوي چې په الاقصا جومات کې شپه تېره کړي خو د دې اجارت عموماً د روژې په اخیریو لسو ورځو کې وي او اسرایلي پولیس وخت په وخت چاپي وهې او جومات خالي کوي چې په نتیجه کې يې د فلسطينیانو سره نښتې کېږي او تاو تریخوالی زیاتېږي

05.04.2023 ډیوه

ملګري ملتونه د ښځو په کار د نوي بندیز په اړه له طالب مقاماتو سره غږېږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر [یوناما] به نن چهارشنبه اپریل پنڅمه (وري۱۶) له طالب مقاماتو سره په دې خبرې کوي چې ولې یې په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې کار ته نه دې پرېښي. یوناما به له طالب چارواکو څخه د هغوی د دغه «نوي بندیز په اړه وضاحت» وغواړي. ملګرو ملتونو تېره ورځ وویل چې طالبانو یې په ننګرهار د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیولې ده. یوناما ویلي دي چې د طالبانو دا پرېکړه به اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو چارې زیانمنې کړې. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د طالبانو دا کار غندلی دی او له هغوی یې غوښتي چې دا پرېکړه پېرته واخلی. ګوتېرش ویلي دي که طالبان دا پرېکړه بدله نکړي، له اړمنو افغانانو سره به د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو ظرفیت کمزوری شي. رويټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د ویاند دوچاريک له قوله راپور ورکړى چې ملګري ملتونه د طالبانو دا تازه اقدام څېړي او ټاکل شوې د ملګرو ملتونو استازي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو په دې اړه خبرې وکړې. دوو باخبره سرچينو دغه اژانس ته ويلي چې د طالبانو دغه پرېکړه د دې لامل شوې چې ملګرو ملتونو له خپلو ټولو نارينه او ښځينه کار کوونکو څخه غوښتي چې تر ۴۸ خپلو کارونو ته حاضر نشي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګري راپور ورکوونکي ريچارد بنيت هم د طالبانو دغه پرېکړه له بشري حقونو څخه سرغړونه او هغه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل بللی. د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو مخکنی ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د طالبانو ياده پرېکړه اشتباه بللې ده. هغه ويلي چې د طالبانو دغه پرېکړه به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو کمېدو سبب شي. د راپورونو په اساس ملګري ملتونه اوس مهال په افغانستان کې د ۴۰۰ښځو په ګډون ٣٣٠٠ کار کوونکي لري چې زياته برخه يې د بشري مرستو رسولو په برخه کې فعاليت کوي. طالبانو تر دا مهاله پدې اړه څه نه ويلي خو پر افغانستان تر بيا حاکميت وروسته يې پر ښځو په بېلابيلو برخو کې محدوديتونه لګولي دى.

05.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more