ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نړيوال مرستندويه بنسټونه: طالبان دې پر افغان ښځو د کار بنديز پرېکړه بېرته واخلي

د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې د ښځو په کار د طالبانو له وروستیو محدودیتونو وروسته شپږو نړیوالو مرستندویه بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، چې په افغان ښځو دې بنديزونه ژر تر ژره لرې کړي. شیرینه محمدي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په یوه دفتر کې یې کار کاوه وايي، مخکې له دې چې طالبانو په ملګرو ملتونو کې د افغان مېرمنو پر کار کولو بندیز ولګاوه، له سختو محدودیتونو سره سره یې کار ته دوام ورکاوه. د شيرينه محمدي په وینا، د طالبانو د بنديزونو له امله، لومړی د حجاب اغوستلو ته اړې شوې، د ښځو دفترونه او د کار ورځې بېلې شوې، تر دې چې په پای کې يې ښځې له کار کولو منع کړې. هغې ازادي راډيو ته وويل: "تر کله به افغان مېرمنې قرباني ورکوي؟ په څلوېښت کالو جګړو کې ښځې کونډې شوې او یا د کورنۍ غړي يې مړه شول، ښځې په افغانستان کې تر ټولو زیاتې زیانمنونکې دي. زه د ټولو نړیوالو بنسټونو څخه غواړم چې خپلواکه واوسي او د هیڅ حکومت او هېواد د پرېکړو تر اثر لاندي رانه‌شي او افغان ښځو ته باید د کار او زده‌کړې حق ورکړل شي." وروسته له دې چې د طالبانو حکومت، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بنديز ولګاوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چهارشنبې په ورځ له خپلو ټولو کارکوونکو وغوښتل چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو کار ته حاضر نه‌شي. دې مسلې د هغو زرګونو کسانو اندېښنې زیاتې کړې چې بشري مرستو ته اړتیا لري. نيلوفر چې د کابل ښار اوسېدونکې او د دوو ماشومانو مور ده، ازادي راډيو ته وويل، که بشري مرستې هغې ته چې بې‌کاره ده او بل ډوډۍ راوړونکی هم نه‌لري، ونه رسيږي، ژوند به ورته ډير ستونزمن شي. نيلوفر وايي: "زمونږ ستونزې ډېرې دي، اقتصاد مو ضعیف دی، په کور کې ډوډۍ نه‌لرو، دوه ماشومان لرم، کار نه‌لرم، خاوند مې په ایران کې دی، بل ډوډۍ راوړونکی نه‌لرم. د ایران پیسو نرخ هم ډېر کم دی، که زه په کورونو کې کار ونه‌کړم ماشومان مې وږي پاتې کېږي. که داسې وشي، ډېره به ستونزمنه شي، خلک به مړه شي، مرستې ته باید دوام ورکړل شي، که دا مرستې ونه‌شي، خلک به څه کوي؟ مونږ له مرستو راضي یو، پرته له مرستو به څه کوو؟ کار نه‌شته، دنده نه‌شته." دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو د ساتنې مؤسسې سېف ده چلډرن، د ناروې او د ډنمارک د کډوالو شوراګانو، اېنتر سوس، د لوږې پر وړاندې اقدام او ورلډ ويژن يا نړيوال ليد،مشرانو په يوه ګډه اعلاميه کې له طالبانو غوښتي چې، په افغانستان کې د ښځو پر کار محدوديتونه پای ته ورسوي. په دې ګډې اعلاميه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه ويل شوي: "د ښځينه کارکوونکو پرته، بشري ټولنه نه‌شي کولای په موثره توګه ښځو او نجونو سره مرسته وکړي، دې ټکي ته په پاملرنې سره چې ۲۸ ميليونه خلک د ژوندي پاتې کېدلو لپاره اړينو مرستو ته اړتيا لري. دا اقدام به د هغوی د ژوند لاره پای ته ورسوي." ومو غوښتل چې د يادو سازمانونو د اعلامیې او د ښځو د غوښتنو په اړه د طالبانو حکومت نظر ولرو، خو د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. تر دې مخکې، د طالبانو حکومت د ښځو پر ازادۍ، کار او زده‌کړو د محدودیتونو ترڅنګ، د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۳ مه په ملي او نړیوالو نادولتي دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

06.04.2023 ازادي راډیو

اذربایجان د ایران سفارت څلورو مامورانو ته ویلي له دغه هېواد څخه ووځي

د تهران او باکو ترمنځ د مخ په خرابېدونکو اړیکو په ترڅ کې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه اپریل شپږمه (وري۱۷) اعلان وکړ چې د ایران د سفارت څلور کارکوونکي یې شړلي دي.

06.04.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

06.04.2023 امریکا غږ

څېړونکی: جمهوریت په اړه د امريکې په غونډه کې پاکستان د چین په سر شرکت و نه کړو

هغه وویل پوځي مامورین د امریکې اهداف په وړاندې بوتلو کې د واشنګټن مرسته کوي په دې سبب چې امریکې سره د تعلقاتو په شان په لویو مسلو د فېصلو اختیار پوځ سره دی خو پوځ سره د امریکې تعلقات په پاکستان کې د داسې جمهوریت مرسته نه کوي چې د خپلې بقا دپاره په سلګو ده

06.04.2023 ډیوه

طالبانو هرات کې د شنو ساحو درلودونکو رسټورانټونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی

طالبانو پر ښځو له نورو ګڼو محدودیتونو سره دا ځل په هرات ولایت کې، له کوره بهر په پارک لرونکو رسټورانټونو کې د کورنیو په یو ځای ډوډۍ خوړلو هم بندیز ولګاوه. د هرات اوسېدونکی مرجان وایي، د روژې په میاشت کې وخت ناوخت د روژه ماتې لپاره له کورنۍ سره یو ځای رسټورانټ ته تلل، خو د هرات د امر بالعروف او نهی عن المنکر ریاست امر کړی، چې وروسته له دې کورنۍ په رسټورانټ کې یو ځای د ډوډۍ خوړلو اجازه نه‌لري. نوموړی وايي: "د امر بالمعروف ریاست د هرات ټولو رسټورانټونو ته ویلي چې، ښځې رسټورانټ ته د راتګ اجازه نه‌لري، ان د خپلو کورنیو او د شرعي محرم سره هم، ویلي يې دي که ښځې مو پرېښودې متخلیفینو سره جدي چلند کېږي، اوس د روژې میاشت ده او ډېری کورنۍ شپې مهال له خپلو کورنیوسره رسټورانټ ته تلل خو اوس ښځې اجازه نه‌لري." د هرات اوسېدونکې زیبا وایي، ښځو ته خو لا پخوا د یوازې تګ اجازه نه وه او اوس خپل د کورنیو سره هم رسټورانټ ته نه‌شي تللی. نوموړې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "په هرات کې ښځو لپاره بندیزونه ډېر شوي، ان څوک د کورنۍ سره هم نه‌شي کولای رستورانټ ته ولاړ شي، پخوا یوازې ښځې یې په عذاب کولې یوازې یې رسټورانټ ته نه پرېښودلې، اوس یې د کورنیو پر مخ هم رسټورانټونه بند کړي، زه خپله تېره شپه له خپلې کورنۍ سره رسټورانټ ته ولاړم، خو ویل يې د کورنیو لپاره بند دی." په هرات کې د یوه هوټل مسوول چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه‌غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي وايي، که وضیعت همداسې دوام وکړي په دې ولایت کې ښايي اویا سلنه هوټلونه وتړل شي. د هوټل ياد مسوول وايي: "پخوا اسلامي امارت ویل ښځې دې له محرم سره راشي، اوس وایي د کورنیو سره دې هم نه راځي، نه د سړي سره، نه بې له سړي، نه ښځه یوازې، نه کورنۍ سره رسټورانټ ته راتلی شي. که دا وضعيت همداسې دوام پيدا کړي، کېدای شي ۷۰/۸۰ سلنه رسټورانټونه بند شي." د هرات د امر بالعروف او نهي عن منکر رئیس مولوي عبدالرحمن هم دا موضوع تاییدوي او وایي، د هوټلونو سره کار نه‌لري خو پارک ته ورته رسټورانټونو ته اوس ښځې د کورنیو د غړو سره نه‌شي تللی. دی زیاتوي: "هلته نارینه او ښځې ورځي، تخلیط او خلط دی، چې سبب د علایق نا مشروع ګرځي، سبب د منکراتو، بدبختیو او دشمنیو د خلکو کېږي، لکه په پارکو کې چې ښځې منع شولې نو په داسې رسټورانټو کې چې شکل د پارک ولري، باید منع شي." واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو ګڼ شمېر محدودیتونه ولګول، د تفریحي ځایونو په ګډون، حمامونو، ورزشي کلپونو، له شپږم ټولګي پورته په ښوونځيو، پوهنتونونو او په دولتي او نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو يې بندیز ولګاوه. که څه هم په ملي او نړیواله توګه د طالبانو له‌خوا پر ښځو لګېدلي بندیزونه تل پراخ غبرګونه را پارولي خو طالبانو لا هم د ښځو پر وړاندې له خپلې سخت‌دريځۍ نه‌دي اوښتي.

06.04.2023 ازادي راډیو

د تایوان صدره وايي د امریکایانو ملاتړ يې ولس ته ډاډ ورکوي چې یوازي نه دي

مېکارتي وویل نن د امریکې د حزب اختلاف ريپبلېکن او د واکمن ډیموکرېټک پارټۍ غړي په یو داسې ځای کی یو ځای شول چې د ازادۍ او د ژمنتیا علامت دی او نن چې د تایوان صدره زمونږ سره ده نو دا تړون نور هم مضبوط شوی دی

06.04.2023 ډیوه

ایي اېم اېف تصديق کړی چې سعودي عرب به پاکستان ته دوه اربه ډالره ورکوي

اسلام اباد/واشنګټن ــــ مطبوعاتي رپورټونه وايي نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف پخلی کړی چې سعودي عرب به پاکستان ته دوه اربه ډالره ورکوي او پاکستاني چارواکي وايي اوس پاکستان د ايي اېم اېف د شرطونو لاندې د متحده عرب اماراتو لخوا د مالي مرستو پخلي ته په تمه دی. اخوا نړیوال بېنک د روان مالي کال دوران د پاکستان د اقتصادي ترقۍ په رفتار کې د ښکاره کمي او د ګرانۍ په شرح کې د لا نورې اضافې امکان څرګند کړی دی. د انګرېزې ژبې ورځپاڼې «دي نيوز» د پاکستان د سرکاري چارواکو د خولې ليکلي چې نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ددغه هېواد چارواکو ته وېلي، سعودي عرب پاکستان ته د دوه ارب ډالرو ورکولو پخلی کړی خو چې پاکستان لا هم د متحده عرب اماراتو له خوا د فنډنګ په تمه دی. د شورو- چارشنبې په ورځ د خزانې لپاره د پاکستان د مملکت وزیرې عایشه غوث پاشا هم ویلي وو چې د بهرنيو فنډونو په اړه د شرطونو پوره کېدو به د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د مسولينو په کچه لوظنامه وشي. پاکستان دا وخت د سخت اقتصادي او سیاسي بحران سره مخامخ دی. د بهرني زر مبادلې ذخيره کمه ده، ګراني سېوا شوې ده او پاکستاني روپۍ د امريکايي ډالر په مقابله هره ورځ خپل قدر بایلي. ماهرين وايي پاکستان ته به په روان مالي کال کې نزدې د 7 اربه ډالره ضرورت وي. د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر غلام صمد خان وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل چې د سعودي عرب سره د پاکستان د دوه اربه ډالرو لوظ بشپړ شوی دی او اوس ممکنه ده د پاکستان او ایي اېم اېف تر منځ د سټاف په کچه لوظنامه وشي. "دا وخت د ایي اېم اېف سره د قرض لوظنامې په لاسلیک کېدو کې لوی خنډ د حکومت له خوا د کم امدن طبقې ته په پټرولو کې د رعایتونو ورکولو د منصوبې دی او پاکستان ته به دا منصوبه ختمول وي. ایي اېم اېف د پاکستان څخه ګيله کوي چې خپل لوظونه نه پوره کوي". نړيوال بېنک په پاکستان کې د اقتصادي ترقۍ په اړه له اندېښنو ډک خپل رپورټ کې ويلي چې پاکستان ته به خپل لګښتونه کمول، په بجلۍ او تېلو باندې ورکړی کېدونکي رعایتونه ختمول وي. اېشيایي ترقياتي بېنک هم د نهې- سه شنبې په ورځ جاري کړي رپورټ کې د روان مالي کال دوران د اقتصادي ودې د رفتار کمېدو او د ګرانۍ د کچې د زياتېدو اټکل کړی دی. د اقتصادي چارو کارپوهان وايي اوس مهال په پاکستان کې د ګرانۍ کچه 37 فيصده ته رسېدلې ده. د مالي چارو ماهر ډاکټر عابد قيوم سلهري وي او اې ډيوه ته وايي په پاکستان کې د ګرانۍ درې علتونه دي. ښاغلی سلهري وایي يو خو دا چې په پاکستان کې د تېلو په ګېس او بجلۍ قيمتونه زيات شوي دي او ددې بد اثر د صارف په قوت خريد او پېدواري لګښتونو هم غورځېدلی دی: "د ګرانۍ دویمه وجه د ډالر په مقابله کې د روپۍ په قدر کې د کمي ده او تېر يو کال کې د ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ قدر 50 فيصده کم شوی دی او درېيم علت په هېواد کې راغلي وروستي سېلابونه دي چې له کبله یې فصلونه تباه شوي دي". د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د مجموعي قامي پېداوار په وده کې د کمي له کبله به په هېواد کې بې روزګاري نوره زياتېږي ځکه چې د بهر څخه د خام مال د نه رارسېدو له امله لوی صنعتونه هم د بحران سره مخامخ دي. ډاکټر غلام صمد خان وايي په اقتصادي وده کې د کمي له کبله به صنعتونه متاثره کېږي، ګراني به نوره هم زياتېږي او اقتصاد به په مجموعي توګه د کساد بازارۍ سره مخامخ وي او دا کال به په اقتصادي توګه د پاکستان لپاره يو سخت کال وي او د اقتصاد اشارې به ډېرې ښې نه وي. نړيوال بېنک وايي د اوسني سياسي بحران، د سېلاب له کبله اوښتي معاشي زيانونه، د غېر ملکي زرِمبادلې په ذخیره کې کمي او د هېواد دننه د سختو اقتصادي تګلارو او د بهرني فشار له کبله د پاکستان د اقتصادي ودې د کچې 0.6 فيصده پاتې کېدو امکان دی. دا کچه تېر مالي کال 6 فيصده وه.

06.04.2023 ډیوه

قرارداد: پارلیمان د سپريم کورټ د درې کسيزه بنچ فېصله ردوي، وزیراعظم دې فېصله نه مني

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په وړاندې کړی شوي يو قرارداد کې د پاکستان د سپريم کورټ د درې کسيزه ججانو د بنچ فېصله رد کړی شوې او ويل شوي چې د ايين او قانون ترمخه پارلیمان د اکثریتي بنچ فېصله عملي ګرځوي او وزيراعظم دې په اوسنۍ فېصله عمل نه کوي.

06.04.2023 ډیوه

د خېبرپښتونخوا د پوليسو په وژنو کې زياتوالی راغلی

په خېبر پښتونخوا صوبه کې د روان کال په لومړو درېو مياشتو کې د پوليسو په وژنو کې زياتوالی راغلی دی، د پوليس شمېرو ترمخه په درېو مياشتو کې په 25 بريدونو کې 125 پوليس اهکار وژل شوي او 212 ټپيان شوي دي.

06.04.2023 ډیوه

د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د طالبانو بنديز ته نړيوال غبرګونونه مخ پر ډېرېدو دي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له‌خوا د ملګرو ملتونو د سازمان اړوند ادارو کې د ښځو پر کار د وروستي بندیز په اړه د غبرګونونو په دوام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د طالبانو دې پرېکړې اندېښمن کړی دی. انتونیو بلېنکن نن پر خپل ټویټر لیکلي، دغه پرېکړه هغه افغانان چې ژوند یې په بشري مرستو متکي دی ګواښي. نوموړي له طالبانو غوښتي چې افغانانو ته دې لومړیتوب ورکړي او خپله دغه پرېکړه دې بېرته واخلي. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د طالبانو دا پرېکړه غندلې او په خپل ټویټر یې لیکلي دي چې، متحده ایالات له ملګرو ملتونو سره ولاړ دي. وېسټ د طالبانو دا پرېکړه ځورونکې او شاه تګ بللی او ویلي یې دي چې، زیان یې افغان ولس ته رسیږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکرترک په یوه اعلامیه کې ویلي دي، د طالبانو د سرپرست حکومت دا پرېکړه په افغانانو "بې رحمانه" او سیستماتیک برید دی چې، له مخې یې به یې د افغانستان د نیمايي وګړو ظرفیتونه راټیټ او هغوی به وګواښل شي. نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو مشرتابه باید د افغانانو او دغه راز د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره د ښځو پر ضد په پالیسو بیا کتنه وکړي. په ورته وخت کې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یو ټویټ کې لیکلي دی: "له ټولنې څخه د ښځو او نجونو د لیرې کولو په درشل کې طالبانو دغه بندیزونه د ملګرو ملتونو هغو ښځینه کارکونو ته غځولي چې اړمنو افغانانو ته د اړتیا وړ خدمات رسوي، دغه د نه دفاع وړ پرېکړه ټول افغانان زیانموني او جدي اقتصادي اغېزې به ولري." د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انټرنیشنل دا طالبانو دا پرېکړه له وجدانه لیرې بللې او په خپل ټویټر یې لیکلي دي، که طالبان دا پرېکړه بېرته وانه‌خلي نو میلیونونه خلک په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، له مرستو بې برخې شي. دغه راز د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دې سازمان د ښځو د برخې اجرايیوي مشرې سیما باهوس هم دا بندیز غندلی او له طالب چارواکو يې غوښتي چې ژر تر ژره له دې پرېکړې په شا شي. دا بیان چې د ویب ریلف له‌خوا پرون خپور شوی په‌کې راغلي، ملګري ملتونه به د ښځو پر ځای نارینه پر کار ونه ګوماري. په بیان کې د مېرمن باهوس په حواله ویل شوي، په اوسنیو سختو حالاتو کې بايد افغانې مېرمنې هېرې نه‌شي. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش او د سرمنشي مرستیالې امینه محمد هم د طالبانو دا پرېکړه غندلې او دا یې او دا یې د بشر له لومړي حقه سرغړونه او د نه زغملو وړ بللې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یوناما د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ وویل، طالب چارواکو خبر ورکړی چې هېڅ یوې ښځې ته اجازه نه‌شته چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره کار وکړي. د ملګروملتونو چارواکو پرون چهارشنبې وویل، په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې کوي او غواړي ورڅخه دا وضاحت ترلاسه کړي چې ولې یې د ملګروملتونو ښځینه کارکونکې له کاره منع کړې دي. خو تر اوسه هیڅ لوري نه‌دي ویلي چې، ایا دغه خبرې ترسره شوي او که شوې وي، کومه نتیجه یې ورکړې. د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د ملګروملتونو د ټولو ۶۰۰ ښځینه کارکونکو ۴۰۰ یې افغان ښځې دي. په دې هېواد کې د ملګروملتونو د ټولو ۳۹۰۰ کارکونکو له ډلې ۳۳۰۰ یې افغان کارکونکي دي.

06.04.2023 ازادي راډیو

امریکا: طالبان دې په ملګرو ملتونو کې د ښځو په کار د بنديز فېصله بيرته واخلي

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتونې بلینکن په افغانستان کې د واکمنو طالبانو هغه پرېکړې ته بزدلانه ويلي چې ښځې یې د ملګرو ملتونو سره د کار کولو څخه منع کړي دي.

06.04.2023 ډیوه

د سعودي او ایران خارجه وزیرانو په چین کې سره لیدلي او د سفارتونو پرانیستو پرېکړه یې کړې

واشنګټن ــــ د سعودي‌عرب او ایران د بهرنیو چارو وزرانو د چین په منځګړتوب د اړیکو تر بیرته بحالولو وروسته په لومړي ځل اووه کاله وروسته په بېجنګ کې سره لیدلي دي او د سفارتونو د پرانیستلو پرېکړه یې کړې ده. د سعودي سرکاري نشریاتي ادارې «الاخباریه» د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر د دې لیدنې وېډیو خپره کړې چې پکې لیدل کېږي د سعودي خارجه وزیر شهزاده فیصل بن فرحان او د هغه ایرانی سیال حسین امیر عبداللهیان له یو بل سره په لاس روغبړ کوي. د تهران او ریاض د کلونو دښمنۍ له کبله په منځني ختیځ کې شخړې زیاتې شوې خو اوس دواړو پر دې اتفاق کړی چې خپل سفارتي اختلافات ختم کړي او د یو بل په هېوادونو کې سفارتونه بیرته پرانیزي. یوه اعلی ایراني چارواکي د دې لیدنې په اړه رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، "اعلی استازي پر دې سره متفق شول چې د اپرېل پر شپږمه په بېجینګ کې سره وویني ځکه چې دا تړون د چین په مرسته شوی وو".  په پېجنګ کې تر نننۍ لیدنې مخکې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستیو اوونیو کې دوه واره په ټیلیفون هم خبرې کړې وې. دواړو هېوادونو په یو ګډ بیان کې ویلي چې تکنیکي ټیمونه به یې تر خپل منځ همکارۍ همږغۍ ته دوام ورکړي چې د همکاریو پراخولو لارې چارې ولټوي: "په دې کې د پروازونو بیا پیل کول، د سرکاري او پرایوېټ سیکټر د پلاوو دوه اړخیزې لیدنې او د دواړو هیوادونو اخلکو ته د ویزو ورکولو اسانتیاوې شاملې دي." اې ایف پي د ایران د سرکاري خبري ایجنسۍ د رپوټ په حواله لیکلي چې د دواړو هېوادونو خارجه وزیرانو په دې اړه هم خبرې کړې دي چې ژر به په سعودي او ایران کې خپل سفارتونه او قونسلګرۍ هم خلاسې کړي. څېړونکي وایي د منځني ختیځ د دوو لویو قوتونو تر منځ د کلونو تر اختلاف وروسته د سفارتي اړیکو بیرته جوړېدل به نه یواځې د سیمې په سیاست کې بدلون راولي بلکې په منځني ختیځ کې به د وسلوالو شخړو خطر هم را کم کړي. سعودي عرب په 2016م کال کې هغه وخت له ایران سره اړیکې ختمې کړې چې په تهران کې یې پر سفارت ګڼو خلکو وروسته له هغه برید وکړ، چې ریاض یو شیعه عالم په دار کړ. خو د مارچ پر 10مه د ایران اعلی امنیتي چارواکي علي شمخاني او د سعودي عرب د ملي امنیت سلاکار مساعد بن محمد العیبان د بېجنګ په منځګړتوب یو تړون لاسلیک کړ، چې پکې د 2001م کال د امنیتي همکاریو د تړون او د تجارت، اقتصاد او سرمایه کارۍ په برخه کې د یو بل پخواني تړون د بیا فعالولو پرېکړه وشوه. سعودي عرب په وروستیو کلونو کې په ایران تور پورې کړی وو چې په 2019م کال کې یې د سعودي د تېلو پر اثاثو د میزایلو او ډرون بریدونه کړي او د خلیج په اوبو کې یې ټېنکرونه ویشتل دي، خو ایران دا تورونه رد کړي وو.

06.04.2023 ډیوه

ګوګل به بلوچستان کې 1000پېغلو اؤ ځوانانو ته وظیفې ورکوي

دبلوچستان حکومت اؤ دګوګل داستازو ترمنځ زرو پیغلو اؤ ځوانانو ته دسکالر شپو یا وظیفو ورکولو تړون تېره ورځ په سرښار کوټه کې لاسلیک کړی شوی دی. دبلوچستان چیف سیکرټري عبدالعزیز عقیلي رسنیو ته ویلي دبلوچستان دصوبایي حکومت اؤ ګوګل ترمنځ ددې تړون لاسلیک کیدو سره به دانفارمیشن ټیکنالوجۍ په څانګه کې دبلوچستان ځوان کول ته د روزنې ښې موقعې په لاس ورشي اؤ هغوئ به ورسره په روزګار شي. دګوګل اؤ بلوچستان دحکومت ترمنځ دهمکارۍ دا تړون د لوړو زده کړو اؤ فني تعلیم ،ساینس اؤ ټیکنالوجۍ،تعلیم ،محنت اؤ افرادي قوت،صنعت اؤ اقتصاد اؤ روغتیا په څانګو کې ترسره شوی دی. دبلوچستان چیف سیکرټري  وویل دلاسلیک شوي تړون له مخې به ګوګل دبلوچستان ځوانانو ته یو زر وظیفې ورکوي. دچیف سیکرټري وینا وه چې دبلوچستان په سکولونو کې به ډیر زر دګوګل په مرسته دانفارمیشن ټیکنالوجۍ کلاسونه پیل کړل شي اؤ دې لپاره  ګوګل صوبي ته پینځه لکه ډالر ورکړي دي. هغه وویل کوم کسان چې د وظیفو لپاره غوره شي ګوګل به هغوي ته روزنه یا تربیت هم ورکوي. چیف سیکرټري وویل هرکله چې دبلوچستان ځوانان وروزل شي ترهغې وروسته به ورته د روزګار فرصتونه ورکول کیږي اؤ ګوګل به تربیه شوؤ ځوانانو ته د روزنې سندونه هم ورکوي. دچیف سیکرټري په خبره ګوګل به بلوچستان ایالت ته خپل 10 بسونه ورکوي چې هغه به دصوبې په بیلابیلو برخو کې چلولی شي. چیف سیکرټري وویل هرچاته معلومه ده چې دا دتیکنالوچۍ ،ډیجیټل اسپیس اؤ اایي ټي دوره ده اؤ مستقبل هم ددې شیانو دی ځکه نو ډیره مهمه ده چې دبلوچستان پیغلې اؤ ځوانان په دې څانګه کې روزل کیږي. دنوموړي په خبره هرکله چې دا ځوانان وروزل شي نو کولی به شي چې دنړیوال مارکیټ نه ګټې دخپل کور دننه په لیپ ټاپ ترلاسه کړي اؤ هم به ورته د نوکریو پراخه موقعې په لاس ورشي. بلوچستان د رقبې په لحاظ دپاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم دهیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي. په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې دقدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو دبلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي. پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې دبلوچستان په وسیلو دې ددې صوبې خپلو وکړو ته واک اختیار ورکړل شي. بلوڅ تنظیمونه تور لګوي چې کله بلوڅان دخپل ځان سره دکېدونکې نا انصافۍ پرضد غږ پورته کوي،پخپلو وسیلو د واک خبره کوي، خپل اییني اؤ قانوني حقونه غواړي نو دهیواد دطاقتور پوځ داستخباراتي ادارو لخوا پورته کیږي چې یا خو یې بیا په ګولیو سوري مړي موندل کیږي اؤ یا هم لادرکه پاتې کیږي. خو پوځ مدام دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي اؤ وایي دبلوڅانو په جبري لادرکیو اؤ وژنو کې لاس نه لري. وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي. بلوچستان کې دقدرتي ګیس ترڅنګ دمعدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو،اوسپنې،کرومایټ،تانبې،چونې،قیمتي کانو ،سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.

06.04.2023 ډیوه

د امنيت شورا نن د طالبانو له لوري د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د بنديز په اړه بحث کوي

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د تړلو دروازو تر شا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ملګروملتونو پر ښځینه کار کوونکو د کار بندیز په اړه بحث وکړي. دا وروسته له هغې چې د ملګروملتونو چارواکو د طالبانو د حکومت له‌خوا د دې نړیوالې ادارې پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز د ملګروملتونو له منشور څخه سرغړونه بللې او سم‌دستي یې د هغه د لیرې کېدو غوښتنه کړې. په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري چارو همغږي کوونکی او د یوناما مرستیال رامزالاکبروف فرانس پرېس ته وویل، په دغه بندیزسره د ملګروملتونو له منشور څخه سرغړونه شوې. نوموړي ويلي، دا واضح ده چې هیڅ چارواکي نه‌شي کولای چې ملګروملتونو ته لارښوونه وکړي چې څوک باید په کارونو وګماري. الاکبروف ټینګار وکړ چې موږ به له دغو اصولو تېر نه‌شو. د نوموړي په خبره هغې پوهې ته په پام چې موږ یې د اسلام په اړه لرو، دغه بندیز په هیڅ ډول نه‌شي توجیه کېدای او زیاته یې کړه، په سیمه کې ډېرو محافظه کاره اسلامي هېوادونو ښځې زده‌کړې او کار ته پرېښې دي. الاکبروف چې په افغانستان کې د ملګروملتونو بشري چارې همغږي کوي، همدارنګه یادونه وکړه، دغه بندیز به د ملګروملتونو له‌خوا د بسپنې راټولولو هڅې داسې یوه وخت کې له خنډ سره مخ کړې چې افغانستان په نړۍ کې له تر ټولو ناوړه بشري بحران سره مخامخ دی. د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې د مالي سرچینو د کموالي خبره کړې او ویلې یې دي، که لازمې مرستې ترلاسه نه‌کړي نو به په روانه اپریل میاشت کې ونه‌شي کولای چې افغانستان کې شاوخوا نهه ميلیون وګړو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي. ملګروملتونو د روان ۲۰۲۳ کال لپاره په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ ميلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. په عین حال کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، دغه بندیز دا ډېره خواشینې کړې اوزیاته یې کړه هغه څه چې دوی یې له طالبانو ترلاسه کوي، هغه پر اسلامي زده‌کړې او عقایدو یو ګوزار دی. امینه محمد وویل، له دغه بندیز سره سره د دوی ښځینه کارکوونکې به خپلې میاشتنې تنخواوې ترلاسه کوي. په ملګروملتونو کې د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفلډ دغه بندیز د کرکې وړ وباله او ویې ویل، ښځې د افغانستان په ګډون د بشري چارو د فعالیت یوه مهمه برخه جوړوي، په تېره په دې هېواد کې چې دوی تر ټولو زیانګالو خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسوي. د ملګروملتونو چارواکو پرون چهارشنبې وویل، په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې کوي او غواړي ورڅخه دا وضاحت ترلاسه کړي چې ولې یې د ملګروملتونو ښځینه کارکونکې له کاره منع کړې دي. خو تر اوسه هیڅ لوري نه‌دي ویلي چې ایا دغه خبرې ترسره شوي او که شوې وي، کومه نتیجه یې ورکړې. د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د ملګروملتونو د ټولو ۶۰۰ ښځینه کارکونکو ۴۰۰ یې افغان ښځې دي. په دې هېواد کې د ملګروملتونو د ټولو ۳۹۰۰ کارکونکو له ډلې ۳۳۰۰ یې افغان کارکوونکي دي. ملګروملتونو د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر او د ۲۰۲۳ کال تر جنوري پورې افغانستان ته د هوا له لارې ۱ ميلیارډ او اته سوه ميلیون ډالره لېږدولې دي. دغه نغدې پیسې په دې هېواد کې د بشري چارو د هغو پروګرامونو د تمویل لپاره لېږدول شوي چې، هدف یې د افغانستان د ۳۸ ميلیون وګړو د ژوند د شرایطو ښه کول او د دې هېواد د کورني اقتصاد ملاتړ دی.

06.04.2023 ازادي راډیو

د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د طالبانو د نوي بنديز عواقب به څه وي؟

د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو غوښتي چې سم‌لاسي افغانستان کې د دوی پر ښځینه کارکونکو د نه کار کولو بندیز ليرې کړي. له دې سره هم‌مهاله نورو سازمانونو او بنسټونو هم د طالبانو دا اقدام په کلکه غندلی او غوښتنه یې کړې چې نجونو او ښځو ته دې د کار او تعلیم اجازه ورکړل شي. ملګرو ملتونو افغانستان کې خپلو شاوخوا ۳۳۰۰ کارکوونکو ته ویلي چې تر دویم اعلانه دې دندو ته نه‌ځي. اسدالله لودین د حقوقي چارو له کتونکي او اروپا کې د افغان حقوق‌پوهانو د ټولنې له مشر میر عبدالواحد سادات سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتنه ترې کړې چې د طالبانو د دغه بندیز عواقب څه کېدای شي؟ دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

06.04.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more