ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ایران سمندري ځواکونو په خلیج عمان کې د مارشال آیلېنډز د تېلو ټېنکر قبضه کړی

واشنګټن   - ایران د زیارت/پنجشنبې په ورځ په خلیج عمان کې د تېلو په یو ټېنکر چې د مارشال آیلېنډز جنډه ورباندې لګېدلې وه، قبضه ولګوله. خلیج عمان د خلیج فارس په خله کې پروت دی او د تېلو د نړېوالې سپلائی مهمه سمندري لاره بلل کیږي، او ایران په داسې حال کې په دې اوبو کې د تېلو یو ټېنکر پخپله ولقه کې نیولی چې د تهران د جوهري پروګرام په سر تناوونه سېوا شوي دي. په منځني ختیځ کې د امریکا د سمندري قواوو پنځم لمبر فلیټ ویلي دي چې د ایران په قبضه کې راغلی تېل وړونکی سمندري جهاز، اېډوانټېج سویټ نومیږي. په مرین ټرافیک ډاټ کام ویب سایټ باندې د سټلایټ د لارې څارونکې ډېټا ښيي چې د زیارت/پنجشنبې په ماسپښین د تېلو دغه سمندري ټېنکر خلیج عمان کې، او د عمان پایتخت مسقط شمال پلو ته نږدې رسېدلی و. دا ټېنکر د کویټ نه د امریکا د ټېکساس ایالت هیوسټن ښار ته روان و. د امریکا سمندري ځواکونه وایي، دغه تېل وړونکي جهاز په ځايي وخت د ماسپښين په یوه بجه و پنځلس دقیقو، کله چې په نړېوالو اوبو کې ایران ورباندې ولقه لګوله، نو د پرېشانۍ خبر یې ورکړی و. د امریکا د سمندري ځواکونو پنځم لمبر فلیټ په یو بیان کې خپل ویلي دي: "د ایران اقدامات د نړېوالو قوانینو سره په ټکر کې او د خطې امن او استحکام دپاره خلل پیدا کوونکي دي. ایران ته په کار ده چې په فوري توګه دې د تېلو دغه ټېنکر آزاده کړي." د پنځم فلیټ ترجمان کمانډر ټیموټي هاکېنز، د اې پي خبري ادارې ته وویل، د امریکا سمندري ځواکونو په باور، د ایران سپاه پاسداران انقلابي ډلې دا تېل وړونکی جهاز قبضه کړی و، مګر وروسته د دې ځواکونو یو جهاز دا تصدیق کړه چې د ایران سمندري قواوو هغه ټېڼکر نیولی دی. بل اړخ ته د ایران سرکاري خبري رسنۍ، اېرنا ویلي دي ایران پس د هغه د تېلو ټېنکر پخپل ولقه کې راووست چې "تېره شپه په خلیج فارس کې یو نامعلومه جهاز د یو ایراني جهاز سره ټکر وکړ او له امله یې څو تنه ایراني عملې لادرکه او زخمیان شول." اېرنا پخپل رپوټ کې دا ندي ویلي چې په ټکر کې شامل هغه بل جهاز کوم یو وو. اېډوانټېج سویټ ټېنکر د شورو/چهارشنبې په ورځ په خلیج فارس کې و، مګر د تګ د مسیر ریکارډ یې چې د هرمز تنګۍ نه تېر شوی، هېڅ کوم غیرمعمول پېښه نه ښيي.

27.04.2023 ډیوه

د ویانا غونډه:‌ افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شوی

د ویانا د دوهمې غونډې ګډون کوونکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره، دغه هېواد د ترهګرو ډلو په ځاله بدل شوی او ددغو ډلو عملیاتي وړتیاوې زیاتې شوې دي. خو د طالبانو چارواکو دغه ادعا په وار وار رد کړې ده.

27.04.2023 امریکا غږ

متحدو ایالتونو د امریکایانو د نیولو له کبله په روسیې او ایران بندیزونه ولګول 

د امریکا متحدو ایالتونو د روسیې په استخباراتي ادارې (اف اس بي) او د ایران د انقلابي ګارد په ځواکونو باندې د والسټریټ ژورنال د خبریال په څیر ځینو امریکایانو د نیولو او یرغمل کولو له کبله نوي بندیزونه ولګول.

27.04.2023 امریکا غږ

په لکي مروت کې د کالج سره نژدې چاودنه او ډزې اورېدل شوې دي

د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ښار کې د زیارت، پنجشنبې، په ماښام د پوسټ ګرېجوېټ کالج او یونېورسټۍ سره نژدې چاودنه اورېدل شوي او بیا ډزې شروع شوي دي. په لکي مروت کې د ځایي پولیسو ویاند شاهد حمید د وي او اې ډيوه خبریال عدنان بېټني ته وویل، د کالج په ودانۍ باندې چېرته چې پوځ دېره شوی دی، راکټ داغل شوی او بیا پوځ جوابي حمله ترسره کړې ده. د هغه وینا ده چې تر اوسه د کوم ځاني یا مالي نقصان په اړه څه رپوټ په لاس کې نشته. د لکي مروت د ډګري کالج شاوخوا سیمه کې د ډزو د اورېدو له امله په خلکو کې ېره خوره شوې ده. په لکي مروت کې مېشته یو تن وي او ای ډیوه ته ویلي په کالج کې د تېرو څو میاشتو راهسې پوځي مېشته دي. د وي او ای ډيوه خبریال کوښښونه کوي چې په دې اړه معلومات ترلاسه کړي. په لکي مروت کې په تېرو څو ورځو کې د تشدد ګڼ شمېر پېښې شوي دي او پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي په کې د ځینو حملو ذمه واري هم منلې ده. د نهې، سه شنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا پولیس وویل په لکي مروت کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته کې یو پولیس افسر وژل شوی او بل پولیس عسکر ژوبل شوی دی. پولیس وایي چې په دې نښته کې یې د تحریک طالبان پاکستان اړوند درې ترهګر هم وژلي دي. د دې نه مخکې د پوځ یو پخوانی افسر هم په لکي مروت کې پولیس ویلي چې په هدفي حمله کې وژل شوی دی. د مارچ په 30مه په لکي مروت ضلع کې په يوه چاودنه کې د پوليسو ډي اېس پي اقبال مومند او درې سپاهيان وژل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري هم منلې وه. د مارچ په 21مه دجنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه د وسله والو په یو برید کې دپاکستان داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي یو لوړپوړی افسر برېګېډیر مصطفی کمال برکي او د هغه ډرایور هم وژل شوي وو. څيړونکي وايي، دا هدفي پېښې چې د پاکستان پوځ لوړپوړي افسران په کې په هدف کیږي دا څرګندونه هم کوي، چې ترهګر او د هغوی استخباراتي نېټ ورک هم فعال او منظم ترتیب لري. د لکي مروت د ورستۍ پېښې چې په کې د پولیسو افسر ډي ایس پي وژل شوی وو په تړاوو د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په ټويټر ویلي وو: "ترهګري نه خو د قابو نه بهر ده او نه به په راتلونکې کې داسې وشي زمونږ وسله وال ځواکونه بشپړ پوره توان لري او په پټو معلوماتو هره ورځ د ترهګرو پرضد عمليات کوي، خو د عملیاتو پاوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم شته خو نوغی به یې اوباسو او ټولې ادارې د يو بل سره په مرسته خپل فرض ترسره کوي".  

27.04.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

27.04.2023 امریکا غږ

افغان طالبان دې د ښځو په تعلیم او کار روزګار قدغنونه لرې کړي، متحده قومونه غوښتنه

مجوزه قرارداد وايي د متحده قومونو په ښځينه عملې او په امدادي ادارو کې د ښځو په کار پابندي به په افغانستان کې د نړیوالو تنظيمونو کار په سنګینه کچه متاثره کړي چې په کې د ژوند بچ کولو دپاره امداد او د نورو بنیادي سهولتونه رسول شامل دي

27.04.2023 ډیوه

قرغیزستان د ازادۍ راډیو خپرونې بندوي

په قرغیزستان کې یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوايي اتمه) د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خپرونو د ځندولو پرېکړه وکړه. د امریکا متحده ایالتونه دا راډیو تمویلوي.

27.04.2023 امریکا غږ

د پاکستان حکومت او د حزب اختلاف د مذاکراتو لومړۍ دوره ختمه شوه، بله ناسته سبا ده

دا خبرې په داسې حال کې هم کېږي چې د سپریم کورټ د مشر چیف جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ کې درې کسیزه ډلې ویلي د انتخاباتو په اړه به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مناسب امر جاري کړي.

27.04.2023 ډیوه

سپینې خبرې

نن په افغانستان کې د ثور یا غوايي د کودتا ۴۵ کاله پوره شول. دې کودتا د افغانستان دپاره څه پایلې لرلې؟

27.04.2023 امریکا غږ

اوکراین ۱۵۵۰ زغره وال ګاډي او ۲۳۰ ټانکونه ترلاسه کړل

د شمالي اټلانټیک تړون (ناټو) سرمنشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ د اپریل ۲۷ ( غوايي ۷) په یوه خبرې ناستې کې وویل چې دغه ټلواله او متحدینو یې اوکراین ته ۱۵۵۰ زغره وال ګاډي او ۲۳۰ ټانکونه ورکړي دي.

27.04.2023 امریکا غږ

احمد مسعود: د طالبانو دعوه چې د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي بريد پلان جوړونکی يې وژلی يوه حربه ده

د وايټ وهاوس وياند جان کربي ويلي طالبانو په زمکني عملياتو کې د اسلامک سټيټ دغه مهم تن چې د کابل هوايي ډګر د امريکا د افغانستان د بد نظمۍ په حالت کې د وتلو په موقع په مرګوني بريد کې ککړ و اوس وژلی شوی دی

27.04.2023 ډیوه

د دوحې غونډه؛ افغان مېرمنو ته په‌کې د ګډون غوښتنه شوې

دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې افغان مېرمنو ته د ګډون غوښتنه. په دوحه کې د افغانستان په اړه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د ځانګړيو استازو د غونډې په درشل کې چې د مې په لومړۍ او دویمه نېټه به په دوحه کې ترسره شي، د ښځو، سولې او امنیت کاري ډله وايي، چې افغان مېرمنې باید د دغې غونډې په پرېکړو کې حضور ولري. ياده موسسه چې د بښنې نړیوال سازمان، د ښځو د نړیوالې سولې شبکې، د بشري حقونو د څار ادارې او د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوالې ټولنې په ګډون، له ۱۲ نړیوالو سازمانونو څخه جوړه ده، چهارشنبې د ۱۴۰۲ لمريز کال د غويي میاشتې په ۶ مه د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش ته یو لیک استولی او له هغه یې غوښتي، چې د افغان ښځو استازو ته د ښځو حقونو فعالانو، مدني فعالانو او ښځینه رهبرانو په ګډون دا فرصت ورکړل شي چې په ياده غونډه کې ګډون وکړي. دوی د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په راتلونکو ګامونو کې د افغان ښځو بشپړ، مساوي، با معنا او بنسټیزې ونډې ډاډ ورکړي. په دغه لیک کې ویل شوي، په دې غونډه کې د ښځو له معقول حضور پرته به یې پایلې او پرېکړې نا مشروع وي. په لیک کې راغلي، د افغانستان مسئله د ملګرو ملتونو لپاره یو فرصت دی چې ثابته کړي، د افغان ښځو حقونه د مذاکراتو وړ نه‌دي او هغه افغانې ښځې چې هره ورځ د خپلو حقونو لپاره په زړورتیا مبارزه کوي د ملګرو ملتونو ملاتړ ته اړتیا لري. په همدې حال کې د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، راتلونکې اوونۍ په دوحه کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې به پر دې خبرې وشي، چې دغه سازمان به د افغانستان د کړکېچ په اړه څه وکړي او د دې هېواد او طالبانو راتلونکې به څه وي؟ خو هغې وويل چې دې کنفرانس ته تر اوسه هیڅ ښځه نه‌ده بلل شوې. د دې تر څنګ د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د افغانستان په هره مسئله او پرېکړه کې د ښځو رول او حضور مهم او اړین بولي او د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغان مېرمنو نه بلل کېدل د اندېښنې وړ بولي. د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې غړې او یو له لاریون کوونکو څخه راضيې بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل، د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ښځو نه ګډون د افغان ښځو د ملاتړ نشتوالی په ګوته کوي. هغې وويل: "ښځو د طالبانو په حاکمیت کې تر ټولو ډېر تاوان او قرباني ورکړې، نو د داسې غونډو جوړول، په خلکو او ښځو ظلم دی. د افغانستان ښځو نشتوالی په دغو غونډو کې ددې ښکارندويي کوي چې نړۍ د بشري حقونو شعار او د بشري حقونو څخه د دفاع تر څنګ نه‌ده ولاړه او د خپلې ګټې لپاره کولای شي د ترهګرۍ او انسان ستیزۍ تر څنګ ودریږي." په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریې بارکزۍ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل، دا چې افغان ښځې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډون حق نه‌لري، د خواشینۍ وړ موضوع ده. اغلې بارکزۍ وويل: "هر هغه موضوع چې د افغانستان او د افغانانو په اړه وي، د افغان مېرمنو شتون هلته حتمي او لازمي دی. زه خواشینې یم چې د ملګرو ملتونو په دې غونډه کې، د ښځو هیڅ یوه ډله نه‌‌ده بلل شوې چې راشي او خپلې ستونزې ووایي." ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو یا د هغوی د استازو د حضور یا نه‌شتون په اړه څه نه‌دي ویلي. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په کوربه‌توب د ملګرو ملتونو غونډه د مې په لومړۍ او دوهمه نېټه د تړلو دروازو تر شا وروسته له هغې جوړیږي چې، طالبانو د دغې موسسې د ښځینه کارکوونکو پر کار کولو بندیز لګولی.

27.04.2023 ازادي راډیو

پاکستان وايي سوډان کې ګېر۸۰۰ پاکستانیانو څخه ۳۸ د سعودي عرب جدې ښار ته رسېدلي دي

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري د تېرې نهې (سه شنبې) په ورځ په یو بیان کې ويلي چې پاکستان د سوډان نه د خپلو خلکو راویستو لپاره  د نورو هېوادونو سره مرستې کوي

27.04.2023 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

نن د خپرونې له میلمه سره د هغه نوي‌کتاب مهم ټکې راسپړو چې پر طالبانو باندې د پاکستان د ښکاره نفوذ ادعا کوي. ددوحې په غونډه کې د ښځو په نه شتون د بشري حقونو د څار سازمان نیوکې؛ د بشري حقونو د نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو یو شمیر ملاتړو سازمانونو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړو د ځپلو پر دوام هم اندیښنه ښودلې.

27.04.2023 امریکا غږ

سپورټي خبرونه

د فوټبال ملي ټیم لپاره نوی روزونکی ټاکل شوی. منچستر سیټي ټیم ارسنال لوبډله ماته کړه. دا او ځینې نور مهم ورزشي خبرونه دلته وګورئ.

27.04.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more