ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا کې سګرټ څکول تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي

په امریکا کې د سګرټ څکول په تاریخ کې تر ټولو ټیتې کچې ته رسېدلي. تازه شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې په هرو نهو بالغو امریکایانو کې یو کس سګرټ څکول.

28.04.2023 امریکا غږ

د خېبرپښتونخوا جنوبي سيمې ولې د ناامنۍ سره مخ دي؟ د څېړونکو نظر

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعو کې چې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، څيړونکي وايي يو خو دغه سیمې د افغان جګړې د وخت راهسې د وسله والو مرکزونه پاتې شوي او هغه تسلسل وخت په وخت جاري ساتل شوی دی، او بل دغه سیمې د افغانستان سره په پوله پرتو قبایلي ضلعو کې د وله والو فعاليتونو د اثر لاندې پاتې شوي دي.

28.04.2023 ډیوه

لکي مروت: د وسله والو په بريدونو کې درې پوځيان وژل شوي دي

د پاکستان پوځ وايي، تېره شپه د خېبرپښتونخوا په ملکي مروت سيمه کې د ترهګرو په درېو بريدونو کې درې پوځيان او اووه ترهګر وژل شوي دي.

28.04.2023 ډیوه

په اوکراین باندې د روس په تازه میزایل او ډرون بریدونو کې لږ تر لږه 16 کسان وژل شوي دي

واشنګټن ــــ روس پر اوکراین تر 20 د زیات کروز میزایلو او دوه ډرون بریدونه کړي دي چې په هغه کې دوه میزایل پر یوه ودانۍ لګېدلي او د د چارواکو په وینا د درو ماشومانو په ګډون 16 تنه پکې وژل شوي دي. د اوکراین خارجه وزیر وایي له دې بریدونو ښکاري چې روس د امن تړون ته تیار نه دی. دا پر اوکراین په تېرو تقریباً دوو میاشتو کې تر ټولو ستر بریدونه ګڼل کېږي، چې د رسنیو په وینا که څه هم کوم خاص هدف یې نه وو رپوټ شوی. د رویټرز په وینا د جمعې په ورځ سهار وختي دا بریدونه په داسې حال کې شوي دي چې کیف د هغو سیمو د بیرته نیولو لپاره جوابي بریدونو ته تیاري کوي چې روس ترې نیولې دي. د اوکراین چارواکي وایي ځواکونو یې د سر ښار کیف پر سر د 11 کروز توغنديو او دوو بې پایلټه الوتکو مخه نیولې او را ویشتلي یې دي. د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وایي میزایل له کیف ښاره د شاوخوا 215 کیلومیټره په فاصله د مرکزي اوکراین په اومان ښار کې پر یوه نهه منزله ودانۍ باندې لګېدلي دي. د وزارت په وینا په دې یوه برید کې د دوو لس کلنو ماشومانو په ګډون 14 تنه وژل شوي دي. د اوکراین ملي پولیس وایي، 17 نور کسان په دې برید کې ټپیان شوي او درې ماشومان یې له خاورو خځلو را ایستلي او ژغورلي دي. نهه تنه یې روغتون ته وړي دي. د اومان ښار د دې ودانۍ یوه اوسېدونکې هیلینا د برید وېروونکې شېبې یادوي او وایي لا بهر تیاره وه چې پر کورونو یې توغندي ولګېدل. هغه وایي د چاودنې له کبله یې دا او مېړه په ښیښه کې بند وو او له خپلې کړکۍ بهر یې د اور لمبې ولیدې او ژر بهر را ووتل. هیلینا وایي لومړی یې دا وکتل چې ایا په څنګلورې ودانۍ کې د دې ملګرې خو په برید کې زیانمنه شوې نه ده: "ما هغې ته [ټیلیفون کاوه] کاوه، خو جواب یې را نه کړ، ما حتی د دروازې ګنټۍ هم ور وټنګوله، خو بیا یې هم جواب نه وو". هیلینا وایي کله یې چې د ملګرې د کور یوه اضافي چابۍ پیدا کړه او دننه ورغله هغه د اپارتمان په فرش باندې مړه پرته وه. د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي دې بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې "د روس له ترهې ډکه یوه شپه" ورباندې تېره شوه او وایي چې د اومان ښار 10 ودانۍ په دې بریدونو کې تباه شوې دي: "موږ د روس ترهګرۍ ته یواځې په ګډه ماتې ورکولای شو، په هغو وسلو چې اوکراین ته ورکړل شي او په هغو سختو بندیزونو چې پر دې ترهګر ریاست ولګول شي او قاتلانو ته یې منصفانه سزاوې ورکړل شي". دا بریدونه د اوکراین په ختیځ کې د جګړې هغې لومړۍ کرښې یا فعالې سیمې ته نیژدې نه دي شوي چې له اوږدې مودې روانه ده او د اوکرایني چارواکو په وینا ماسکو مسلسل د اوږده واټن میزایل ور ویشتلي او اکثر یې ولسي ځایونه په نخښه کړي دي. د اوکراین یو سیمه ییز ګورنر سیرهي لیسک وایي، په جنوب ختیځ ښار نیپرو کې هم پر یو کور یو توغندی لګېدلی دی چې وایي یو دوه کلن ماشوم او یوه 31 کلنه ښځه یې وژلي او درې نور کسان یې ټپیان کړي دي. د اوکراین چارواکي او څېړونکي تور لګوي چې دا ډول بریدونه د کریملین له خوا د خلکو د ډارولو قصدي تګلاره ده، خو روس دا تورونه ردوي او وایي پر ولسي ځایونو بریدونه یې پوځي هدف نه دی. یادونه:- د دې رپوټ معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

28.04.2023 ډیوه

بخښنې نړیوال سازمان: امنیت شورا د تازه پریکړې ترڅنګ دې پرطالبانو نړیوال فشارونه زیات شي

د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د کړنوپه اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د تازه پریکره لیک د تصویب سره هممهاله د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې ځواب ویلو ته د طالبانو د اړ ایستلو لپاره باید نور نړیوال فشارونه هم ترسره شي.

28.04.2023 امریکا غږ

د طالبانو له لوري له دندې منفکه شوې استاده نجونو ته په ان‌لاين بڼه وړيا تدريس کوي

د طالبانو له‌خوا له دندې منفکه شوې استاده په کډوالۍ کې افغان نجونو ته په ان‌لاین بڼه، د الجبري مضامینو وړیا درس ورکوي. استاد محبوبه اکبر وايي: "زه د اسلامي امارت له‌خوا له دارالمعلمین څخه منفکه شوم، دا مې خپله وجیبه وګڼله، چې یو څه وکړم، زما له وس فقط همدا ان‌لاین تدریس پوره و." نوموړې ادعا کوي، چې طالبانو له استادۍ منفکه کړه نو ځکه کډوالۍ ته اړه شوه. اغلې اکبر په ۱۳۹۰ کې د کندهار پوهنتون د ساینس پوهنځي له ریاضي څانګې څخه په کادر کې فارغه او د کندهار په سید جمال الدین دارالمعلمین یا د ښوونکو د روزنې په انستیتیوت کې یې استادي تر لاسه کړه. په ۲۰۱۸ کال کې د هندوستان هېواد د ماسټرۍ پروګرام ته بریالۍ شوه او په هغه هېواد کې یې د ښوونې او روزنې په برخه کې یې خپل لوړې زده‌کړې بشپړې کړې. د کډوالۍ په جریان کې یې هڅه وکړه له زده‌کړو محرومو نجونو ته د ښوونې وړیا زمینه برابره کړي، چې د تېر میلادي کال د جولای میاشت راهیسې یې د خپل یوټیوپ چینل له لارې په پښتو ژبه د ریاضي، هندسې، مثلثاتو او احصایه درس پیل کړ. اغلې اکبر وايي، اوونۍ کې یې ۲ورځې ریاضي، ۱ورځ احصایه، ۱ ورځ هندسه او۱ ورځ مثلثات په ترتیب سره له ۷ ټولګي پیل کړ، چې اوس ۹ ټولګي ته رسېدلي دي. دا وايي، چې په پښتو ژبه کې يې دا تشه احساسوله نو ځکه یې تدریس په پښتو ژبه پيل کړی دی. نوموړې وایي، له دې کار یې موخه دا ده چې افغان نجونې شته ستونزو ته تسلیمې نه‌شي او د علم او پوهې ډېوه یې تل په ذهنونو کې روښانه وي. اغلې محبوبه وايي: "زما موخه له دې کار دا ده چې افغانې نجونې باید هیله‌منې و اوسي، اوسنیو شته حالاتو ته بايد تسلیمې نه‌شي، افغانان دې هڅه وکړي، د دې پر ځای چې یوازې د خپګان احساس وکړي یو څه ترسره کړي. مثال ما په ډېرو کمو امکاناتو شروع وکړه، څومره چې زما وسه کېږي درسونه تشریح کووم، هیله مې ده هغه نجونې چې په کورونو کې دي، خپلو درسونو ته دې ادامه ورکړي، هیلې دې نه بایلي، ځکه که دا لړۍ یو ځلې وشلېده، بیا جوړول یې ډېر سخت کار دی، درسونو ته دې په مسلسله توګه ادامه ورکړي، تر هغې چې ښوونځي خلاصیږي." د محبوبه اکبر زده‌کوونکې کلثوم وایي، په اوونۍ کې څو ځلې کمپيوټر او انټرنیټ له خپل مشر ورور اخلي او خپلې درسونه د یو ټیوب له لارې تعقیبوي. کلثوم وايي: "زه د اتم ټولګي زده‌کوونکې وم، که ښوونځي بند نه وای، شاید اوس به زه د لسم ټولګي زده‌کوونکې وای، خو بیا مې هم حوصله ونه بایلله، ځکه وایي انسان باید تل هڅه وکړي، اوونۍ کې څو ځله له مشر ورور کمپيوټر او انټرنیټ اخلم، د استادې نوې درسونه په یوټیوب کې ګورم، لولم، له ځان سره یې تمرینات هم کوم، زه هیله لرم چې دا لړی همداسې تعقیب کړم او ارمان مې دا دی چې یو ځلې بیا ښوونځي ته ولاړه شم." فرشته د خوست ولایت اوسېدونکې او د اتم ټولګي بله زده‌کوونکې ده چې د یوټیوب له لارې د اغلې اکبر درسونه تعقیبوي، خو د برېښنا او انټرنيټ له ستونزو شکایت کوي. نوموړې وايي: "له هغه وخت راهیسې چې د نجونو پر ښوونځیو بندیز ولګېده، له هغه وخت تر اوسه پورې موږ د استاد محبوبه اکبر درسونه تعقیبوو، په ځانګړي ډول د ریاضي درسونه تعقیبوم، هیله لرم چې درس ته اجازه ورکړي، چې زموږ درسونه شاته پاتې نه‌شي، زموږ هېواد شاته پاتې نه‌شي، زموږ ټولنه شاته پاتې نه‌شي." طالبانو په افغانستان کې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته پر تګ بندیز لګولی خو ډېرو استادانو او لوستو ځوانانو په ان‌لاین ډول دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده. افغان زده‌کوونکې د دې هڅو ملاتړ کوي او ورنه خوښې دي، خو وايي په دې برخه کې لویه ستونزه د برېښنا او انترنیټ ده، چې دوی ورته کم لاس‌رسی لري. دوی وايي، ان‌لاین زده کړې ښې دي، خو په هیڅکله د حضوري زده کړو ځای نه‌شي نیولی.

28.04.2023 ازادي راډیو

پښتونخوا کې د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی د چین وګړی عدالت په ضمانت خوشی کړی دی

دخېبر پښتونخوا بر کوهستان سیمې نه دمذهب دسپکاوي په تور نیول شوي دچین د وکړي ضمانت دایبټ اباد دترهګرۍ دمخنیوي محکمې منظور کړی چې له هغې وروسته دغه چینایي وګړی خوشی کړل شوی اؤ نامعلوم مقام ته رسول شوی دی. روانه میاشت په دغه چینایي وګړی وروسته له هغې دمذهب دسپکاوي تورونه لګول شوي وؤ چې په داسو ډیم کې یې دکارکوونکو ځېنو مزدورانو سره داپریل په 14مه دجمعې دنمونځ لپاره په زیات وخت اخستو خوله وهلې وه. مزدورانو سره له خولې وهلو وروسته یو شمیر مزدورانو په یاد چینایي وګړي دمذهب دسپکاوي تورونه لګولي وؤ اؤ دسیمې دپولیسو ایس ایچ او پخپل مدعیت کې دهغه پرضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړې وه چې وروسته هغه په 16م اپریل پولیسو نیولی ؤ. خو ډان ورځپاڼې لیکلي چې اوس دایبټ اباد دترهګرۍ ضد محکمې جج د یاد چینایي وګړي په ضمانت دخوشې کیدو خواست منظور کړی اؤ هغه له زندانه خوشې کړل شوی دی. ډان ورځپاڼې لیکلي دنیول شوي چینایي وګړي وکیلانو محکمې ته ویلي چې دهغوئ موکل هیڅ ګناه خطا نه ده کړې اؤ په دروغه پرې دمذهب دسپکاوي تورونه لګول شوي دي. دفیصلې اورولو په مهال دمحکمې جج ویلي دي چې کومو دریوؤ مزدورانو په نیول شوي چینایي دمذهب دسپکاوي تورونه لګولي هغوئ نه خو دخپلو تورونو په اړوند عدالت ته څه ثبوت وړاندې کړل شو اؤ نه یې ددې پېښې دپلټنو لپاره جوړې کړل شوې ډلې ته خپل تورونه په ثبوت رسولي دي. دعدالت فیصله کې ویل شوي چې دمذهب دسپکاوي تور دغلط فهمۍ په نتیجه کې لګول شوی اؤ دکوهستان اړونده پولیس تاڼې د چینایي وګړي پرضد د دروغو مقدمه درج کړې وه. عدالت ویلي د ریکارډ له مخې تورن تن داسې هیڅ جرم نه دی کړی ځکه نو هغه په ضمانت خوشې کړل کیږي. بر کوهستان سیمه کې په داسو ډیم کې کارکوونکي نیول شوي دچین وګړي تېره اوونۍ په ځان لګېدلي د مذهب د سپکاوي تورونه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ هغه هیڅکله داسې څه نه دي ویلي چې د مسلمانانو جذبات پرې مجروحه شوي وي. د حکومت له لوري دپېښې څېړلو لپاره جوړې کړل شوې ګډې د پلټنو ډلې ته هغه ویلي وؤ چې دپاکستانیانو اؤ مسلمانانو دجذباتو مجروحه کولو سوچ قدرې هم نه شي کولی اؤ پرضد چې یې کوم تورونه لګول شوي هغه سراسر دروغ دي. د مذهب سپکاوی په پاکستان کې يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او چې په چا يو ځل دا تور ثابت شي نو په قانون کې ددې سزا مرګ ده خو تراوسه پورې په پاکستان د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې د مرګ سزاوار کوم تن په سزا عمل نه دی شوی. په پاکستان کې د لږکيو دحقونو دغېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسٹس په وروستي راپور کې ويل شوي چې کال 2021م کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوي قانون لاندې د 84 کسانو پرضد د مذهب د سپکاوى مقدمې درج شوي چې لويه شمېره په کې د شيعه مسلمانانو ده . تېر کال د مذهب د سپکاوي د تورونو پر اساس د سري لنکا د وګړي پرينکا کمارا په ګډون درې کسان د عدالت پرته وژل شوي دي. د بشري او لږکيو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې خلک اکثره د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي ګټو لپاره کاروي.

28.04.2023 ډیوه

پاکستان هند سره د جګړې توان لري که نه ؟ پاکستاني پوځ د جنرال باجوه د خبرو سپیناوی کړی دی

دپاکستان پوځ دهیواد د پخواني پوځي سرلښکر جنرال (ر) قمر باجوه له خولې په پاکستاني میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو خپرې شوې هغه څرګندونې له اصل منشا پرته بللې دي چې ګنې دپاکستان پوځ هند سره دجګړې کولو جوګه نه دی. په دې وروستیو کې دپاکستان یو وتلي صحافي حامد میر دیو پاکستاني ټي وي چینل په پروګرام کې دعوه کړې وه چې دپوځ پخواني سرلښکر جنرال باجوه د20،25ؤ خبریالانو په مخکې ویلي وؤ چې دپاکستان ټینکونه خو دچلیدو جوګه نه دي اؤ نه هم پاکستان سره دپټرولو لپاره پیسې شته . حامد میر دعوه کړې وه چې جنرال باجوه خبریالانو ته ډاګیز ویلي وؤ‌ چې پوځ انډیا سره دجګړې توان نه لري. خو د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې سپیناوی کړی چې دپخواني پوځي مشر له خولې دجنګي وړتیا په بابله څرګندونې دسیاق اؤ سباق یا داصل منشا نه پرته وړاندې کړل شوې دي. دپوځ په بیان کې ویل شوي چې دپاکستان دپوځ سره دپرتو ځېنو وسلو دنظام په حالت اؤ دهغې په جنګي وړتیا په میډیا خبرې شوي دي، پخواني پوځي مشر دمستقبل د ګواښونو په اړه خپل خیالات په اف دي ریکارډ یا غیر رسمي توګه دمیډیا سره شریک کړي وؤ. پوځ ویلي پخواني سرلښکر چې په دغه غونډه کې څه ویلي وؤ هغه داصل منشا نه پرته وړاندې کړل شوي دي. ایي ایس پي ار ویلي "ولس ته باور ورکوؤ چې پوځ مدام پخپلو مسلکي تیاریو اؤ جنګي وړتیا ویاړ کړی اؤ بیا به یې هم کوي" بیان کې ویل شوي چې دپاکستان وسله والو ځواکونو دخاورې ددفاع لپاره خپلې وسلې،ساز وسامان اؤ جنګي وسایل تیار ساتلي دي اؤ ساتي به یې . دحامد میر لخوا دجنرال باجوه له خولې ددې خبرو مخې ته د راوړل کیدو نه وروسته په سوشل میډیا دپوځ په جنګي وړتیا کلکې پوښتنې راولاړې شوې وې اؤ حتی دپاکستان دننه دسوشل میډيا ځېنو صارفینو ددې څرګندولو پسر دجنرال باجوه دکورټ مارشل غوښتنې هم کړې وې. د ریحانه کوثر په نوم یوې فعالې په ټویټر دحامد میر ددغو خبرو خپور شوي کلپ یا ټوټې ته دپاسه لیکلي" که داسې څه وؤ یا صحافیانو ته داخبره شوې وه نو دا بیا دصحافیانو بد دیانتي ده چې هغوي دا خبره ولس ته نه ده رسولې" ریحانه کوثر پوښتنه کړې ده "چې دفاعي وسلې ولې داستعمال جوګه نه دي ؟ پوځ ته خو پوره بجټ ورکړل کیږي بیا پوځ ولې دجنګیدو وړتیا نه لري؟" دعلي په نوم یو بل فعال په ټویټر لیکلي جنرال باجوه سمه خبره کړې ده ،دا پوځ دجګړې جوګه نه دی،په 71 کې هم وسلې غورځولو ته تیار وؤ ،نن هم ورته تیار دي . هغه زیاته کړې ده دکوم پوځ تربیت چې دبېګناه وګړو دپورته کولو شوی وي هغه دکوم اصلي پوځ سره هډو جنګیدلی نه شي دخپل جوړښت نه راپدیخوا دګاونډیو هیوادونو پاکستان او هند ترمنځ درې سترې اؤ ګڼې وړې جګړې شوې دي اؤ اوس هم وخت ناوخته د ددواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ دکشمیر په ویشونکې پوله یا لاین اف کنټرول دنښتو رپورټونه مخې ته راځي.

28.04.2023 ډیوه

د بښنې نړيوال سازمان: طالبان دې د ملګروملتونو تازه پرېکړه‌ليک منلو ته غاړه کېږدي

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار بندیز په اړه تصویب شوي پرېکړه‌لیک ته غبرګون ښودلی. دا پرېکړه‌لیک د افغانستان په وخت تېره شپه تصویب شو، چې په‌کې په افغانستان کې د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو کار بندیز غندل شوی او تر څنګ یې له طالبانو غوښتل شوي چې سم‌دستي د افغان نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو ځپونکې تګ‌لارې او کړنې ودروي. اوس د بښنې نړیوال سازمان وايي، دا اړینه ده چې طالبان د دې پرېکړه‌لیک منلو ته غاړه کېږدي، سم‌دستي په افغان نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونو او محدودیتونه لېرې کړي او تر خوا یې ټول هغه کسان چې د لاریونونو او یا هم د بشري حقونو د دفاع لپاره د څرګندونو له امله نیول شوي خوشې کړي. د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې چې تېره شپه یې ناوخته خپره کړې د دې سازمان د یوې غړې جویس بوکورو له قوله لیکل شوي: "د امنیت شورا غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د بېرته لاس‌ته راوړلو لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړي او له طالبانو د مسوولو چارواکو په توګه، د ښځو او نجونو پر وړاندې د جدي او سیسټماټیکو سرغړونو له امله حساب وغواړي." خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا پر افغان نجونو او ښځو لګول شويو بندیزونو سره سره وايي، دوی ژمن دي چې ټولو افغانانو ته مساوي حقوق ورکړي. نوموړی وايي: "ځینې قوانین چې د مجبوریت له وجې او د افغانستان د خلکو په غوښتنه پلي کېږي، هغه زموږ داخلي مسله ده. په هر صورت د دوی اندېښنې د درک وړ دي او زموږ ستونزې هم پر خپل ځای دي." خو تېره شپه د امنیت شورا په غونډه کې ګډون کوونکو استازو د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې‌ساري وبلل. په دې غونډه کې د متحده‌عربي اماراتو استازې لانا ذکي نُصیبه وویل، په دې پرېکړه‌لیک سره د نړیوالې ټولنې هغه پیغام لا روښانه شو چې نړۍ به په افغانستان کې له ټولنې د ښځو د ګوښه کولو پر وړاندې غلې پاتې نه‌شي. نوموړې وويل: "په پرېکړه‌ليک کې دا هم روښانه شوې چې د افغان نجونو او ښځو له ګډون پرته په افغانستان کې ثبات، اقتصادي رغونه او سياسي پخلاينه ناشونې ده. په ورته وخت کې پرېکړه‌لیک دا په اثبات رسوي چې د افغانستان د تاریخ د دې څپرکي د یوې پاڼې د بدلولو لپاره د ټولو اړوندو افغان اړخونو، سیمې او نړیوالې ټولنې ترمنځ خبرې اترې او ښکېلتیا ډېره مهمه ده." په ملګرو ملتونو د امریکا متحده‌ایالاتو استازې لینډا توماس هم د امنیت شورا له پرېکړې وروسته خپله خپره کړې بیانیه کې لیکلي، د دې پرېکړه‌لیک تصویب طالبانو ته ښکاره پیغام دی چې نړیواله ټولنه به په افغان ښځو او نجونو د دې په ټکو د لګېدلو "ظالمانه" بندیزونه د منلو نه‌دي. هغې زیاته کړې، پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو سخت‌دریځه فرمانونه د افغانستان د ثبات، اقتصادي هوساینې او راتلونکي ودې مخه نیسي او ترڅنګ یې ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخ کوي. په ملګرو ملتونو د امریکا متحده‌ایالاتو استازې خپله بیانیه کې د اوسنیو ستونزو د حل په اړه د افغانانو ترمنځ د یوه ټول‌شموله سیاسي پروسې د پیل غوښتنه هم کړې. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو، کار، سیاسي او نورو ټولنیزو فعالیتونو پراخ بندیزونه او محدودیتونه لګولي چې په کور دننه او نړیواله کچه یې د دې ډلې سیاست او حکومتولي تر پوښتنې لاندې راوستې.

28.04.2023 ازادي راډیو

بشري حقونو کمیسیون: دوحې د غونډې اجندا کې باید د 'طالبانو رسمیت پیژندل' شامل نه شي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په اعلامیه کې ویلي، چې په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو لپاره هرډول هڅه افغانانو ته د منلو نه ده او باید په دې اړه بحث په هیڅ ډول د دوحې د غونډې په اجندا او یا په هیڅ بله کومه غونډه کې شامل نشي.

28.04.2023 امریکا غږ

پر ښځو او نجونو د محدوديتونو د ليرې کولو په اړه د ملګروملتونو پرېکړه‌ليک څومره مهم دی؟

پر ښځو او نجونو د محدوديتونو ليرې کولو په اړه د ملګروملتونو امنيت شورا له لوري د پرېکړه‌ليک تصويبول څومره مهم دي؟ د ملګروملتونو امنیت شورا بېګا د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت له‌خوا لګول شویو محدودیتونه وغندل او له طالبانو یې وغوښتل چې هغه سم‌دستي لیرې کړي. په دې اړه نوریاس نوري د ښځو د حقونو له فعالې شینکۍ کړوخېل سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې، ستاسو په نظر په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا دغه پرېکړه‌لیک څومره مهم دی او هغه څه پیغام ورکولای شي؟ دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

28.04.2023 ازادي راډیو

پاکستان وایي د امریکا په خوښې د روسیې څخه تیل واردوي

د متحده ایالاتو لپاره د پاکستان سفیر وایي د امریکا په "ضمني خوښې" د روسیې څخه په ارزانه بیه خام تیل اخلي او ټاکل شوې چې لومړی بار به یې ډیر ژر پاکستان ته ورسیږي.

28.04.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدوديتونه ژر تر ژره ليرې کړي

د ملګروملتونو پرېکړه‌لیک په افغانستان کې د ملګروملتونو په ادارو کې له کار کولو د ښځو را ګرځول غندي او د طالبانو له حکومت غواړي چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د ځپنې په اړه خپلې پرېکړې سم‌دستي بېرته واخلي. په دغه پریکړه‌لیک کې چې مسوده یې جاپان او متحده عربي اماراتو چمتو کړې وه او د ملګروملتونو د امنیت شورا په یوه خوله بیګا تصویب کړ، ویل شوي چې روانه میاشت د ملګروملتونو پر ښځینه کارکونکو د طالبانو له‌خوا لګول شوی بندیز، بشري حقونه او بشري اصول تر پښو لاندې کوي. د رویټرز اژانس د راپور له مخې ياد پرېکړه‌لیک همدارنګه د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو خلاف بندیزونه د ملګرو ملتونو په ټول تاریخ کې بې ‌ساري بللي او د افغانستان په ټولنه کې د ښځو پر لازمي رول یې ټینګار کړی دی. د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، ښځې د ملګروملتونو په ګډون په غیردولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کار کولو منع شوې او پر نجونو او ښځو هم له شپږم ټولګي پورته په منځنیو، ثانوي او پوهنتوني زده کړو بندیز لګول شوی دی. دغه راز پر ښځو پارکونو، عمومي حمامونو ته په تلو او د سفر کولو په برخه کې هم یو لړ محدودیتونه لګول شوې دي. د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو د غندنې لپاره د ملګروملتونو امنیت شورا دغه پرېکړه‌لیک داسې مهال صادروي چې ټاکل شوې، د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په مشرۍ د راتلونکې دوشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي. په دې دوه دورځنۍ غونډه کې به د ملګروملتونو د ادارو چارواکي او د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو اوسازمانونو ځانګړي استازي ګډون وکړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف روانه اوونۍ تایید کړه چې په دوحه کې د افغانستان په اړه په را روانه غونډه کې ګډون کوي. خو هغه دا هم ویلي چې روسیه له دې غونډې ډېره تمه نه‌لري، ځکه د ده په وینا د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتېرش غواړي د سیمې د بېلابېلو هېوادونو د تګ‌لارو ترمنځ انډول وساتي. د ملګروملتونو ویاندویانو ویلي، د دوحې په غونډه کې به د افغانستان د روانو ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وشي.

28.04.2023 ازادي راډیو

پاکستان وایي روسیې څخه یې خام تېل د امریکې په منظورۍ اخستي

امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود خان وایي اسلام اباد د مسکو څخه په رعایتي نرخ خام تیل د امریکې په واضحه منظورۍ سره اخلي اؤ هیله ده د دې تیلو وړومبۍ جوپه زر پاکستان ته را ورسیږي. د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د واشنګټن په ولسن سینټر کې د ساوتهـ ایشیا انسټيټیوټ په تابیا راجوړ شوي کانفرنس ته په وینا کې ښاغلي مسعود خان ویلي "مونږ روسیې ته د تېلو وړومبی ارډر ورکړی دی اؤ دا مو دامریکې سره په مشوره کړي دي، د دې سودا په اړه د واشنګټن اؤ اسلام اباد ترمنځ هر څه روښانه دي". د پاکستان سفیر مسعود خان په دې اړوند خبرې کولې چې ایا روسیې نه د انرژۍ په اخستو خو به امریکې سره د پاکستان خرابې اړیکې چې اسلام اباد یې د سمولو هڅې کوي لا نورې نه خرابېږي؟ د هغه وینا وه "تاسو د تېلو د نرخ د ټاکلي حد نه لاندې یا بره د هرڅه په اخستلو کې ازاد یئ اؤ مونږ د تړون پاسداري کړې ده ، زه فکر کووم په دې اړه واشنګټن مونږ سره روغ دی".  د پاکستاني سفیر تر دې وینا څو ساعته وړاندې اسلام اباد کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پارلیمان ته د وینا په وخت ویلي "مونږ د روسیې نه دخامو تېلو وړومبۍ جوپې ترلاسه کولو ته اماده یو". شهباز شریف وویل وړاندې یې هم په دې اړوند ویلي وؤ چې د روسیې تېل په جهاز بارول کیږي. تېره اونۍ د پاکستان د تیلو وزیر مصدق ملک ویلي وؤ پاکستان روس نه په رعایتي نرخ دخام تېلو وړومبۍ خریداري کړې ده اؤ دا تېل به د سمندري لارې راتلونکې میاشت کې پاکستان ته راورسیږي. هغه ویلي وؤ که چرې مسکو سره یې یې دا لین دین په غوره توګه سرته ورسیږي نو بیا اسلام اباد اراده لري چې هره ورځ یو لک بیرله تیل واخلي. پاکستان چې دا مهال د بهرنیو اسعارو د ذخیرې کموت سره مخ دی، هیله کیږي چې د روسیې نه په ارزانو نرخونو د تېلو اخستو سره به ورته زیاته ګټه په لاس ورشي. پاکستان د خپل ضرورت زیاتره تېل د بهر نه راغواړي چې په هغې زیاته زرمبادله مصرفوي. د تېرې څه مودې راهسې د پاکستان د بهرنیو اسعارو د ذخیرو کچه په لاندې غورځېدلې ده اؤ د دغه هیواد د مرکزي بینک سره دا مهال نزدې څلور نیم اربه ډالر پراته دي چې د څېړونکو په وینا په دې پیسو په ګرانه د یوې میاشتې درامدات پوره کیدای شي. په نزدې وختونو کې پاکستان ایي ایم ایف نه د پور دپاتې پیسو ترلاسه کولو لپاره کوټلې هڅې پیل کړې دي اؤ دپاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار هیله ښودلې ده چې زر به ایي ایم ایف سره د مامورینو په کچه تړون وشي. د نهې یا سه شنبې په ورځ د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال د پاکستان لخوا روسیې نه دخامو تېلو داخستو په اړوند دیوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وؤ واشنګټن دخامو تېلو د زیات نه زیات نرخ دټاکلي حد پلوي دي ترڅو په دې توګه د روسیې تیل زیات نه زیات تر مارکیټ لرې وساتل شي. امریکایي ویاند ویدانت پټیل ویلي وؤ هر هیواد خپلې انرژۍ د فراهمۍ یا ورکړې په فیصلو کې خپلواکه دی خو مونږ باید داخېره باوري کړو چې د روس د انرژۍ منډهیانې دې د صدر پوټین دجګړې مشن پیاوړی نه کړي.    ( ایاز ګل ، وي او ای انګلش)

28.04.2023 ډیوه

بلینکن افغانستان کې د میرمنو د حقونو لپاره د متحده ایالاتو په ملاتړ ټینګار وکړ

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن پنجشنبه اپریل ۲۷ (غوایي۷) د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش سره په لیدنې کې په افغانستان کې د ټولشمول حکومت او د میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د متحده ایالاتو په ملاتړ ټینګار وکړ.

28.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more