ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پښتونخوا په ځینو برخو کې د جمعې په ورځ اختر نمانځل شوی

د نور کله په څېر په پاکستان کې يو ځل بيا جدا جدا اخترې شوي دي، د خېبر پښتنونخوا په بېلا بېلو برخو کې د جمعې په ورځ وړوکیاختر نمانځل شوی خو د پاکستان نورو برخو کې به سبا له د خالي/شنبې په ورځ اختر لمانځل کيږي.

21.04.2023 ډیوه

د حایل اونیزه خپرونه

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ویلي دي چې د ظلم په اساس جوړ شوي حکومتونه بقا نلري. ایا د ملا هبت الله دا څرګندونې د طالب مشرانو د ظلم او ستم او بې عدالتیو په اړه اندېښنه ده؟ ایا د طالبانو حکومت توانېدلی عدالت تطبیق کړي؟ د حایل د دې اوونۍ په ځانګړې خپرونه کې په همدې اړه د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد او د مخکني حکومت د سولې له یو مذاکره کوونکي محمد ناطقي سره تود بحث لرو. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

21.04.2023 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د امرکا غږ د ۳۰ دقیقو په دې خپرونه کې د کوچني اختر په اړه رپوټ او له میلمه سره مرکه او په دوحه کې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا د ترسره کېدونکې غونډې په اړه رپوټ کتلای شئ

21.04.2023 امریکا غږ

د افغانانو اختر په امریکا کې

په امریکا کې میشت افغانان د اختر د لمانځلو لپاره خپل علاقې وړ کلیوالې جامې، وچه میوه او شریني له کومه کوي او په عمومي توګه اختر څنګه لمانځي؟ د دغې پوښتنې ځواب ، په دې خپرونه کې وګوری.

21.04.2023 امریکا غږ

د روغتیا نړیوال سازمان: د سودان په شخړو کې څه دپاسه ۴۰۰ کسان وژل شوي 

 د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ اپریل ۲۱ (غوایي اول) وویل چې په سودان کې د تېرو څو ورځو د تاوتریخوالي په پایله کې تر ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۳۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.    د روغتیا د نړیوال سازمان ویاندې مارګاریټ هاریس په ژنیو کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: «تر اوسه پورې ۴۱۳ تنه وژل شوي او ۳۵۵۳ تنه نور ټپیان شوي دي.»    په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ویلي چې په وژل شویو کې نهه ماشومان هم شامل دي. د یونیسف په وینا په دغو نښتو کې تر ۵۰ ډېر نور ماشومان ټپیان شوي هم دي.    مېرمن هاریس د سودان د روغتیا وزارت د شمېرو په حواله ویلي چې په سودان کې د جګړې له پیلېدو وروسته د دغه هېواد په پلازمېنه کې د ۲۰ روغتیايي مرکزونو فعالیت بند شوی او ۱۲ نور روغتیايي مرکزونه هم د خدماتو د بندولو له ګواښ سره مخ دي.    هغې زياته کړه، چې د روغتيايي مرکزونو په تړلو سره به نه يوازې د جګړې پر مهال ټپيان شوي کسان، بلکې هغه ناروغان هم اغېزمن شي، چې د جګړې له پيل مخکې روغتونونو ته لېږدول شوي وو.    د سودان د پوځي مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک غبرګون ډلې د مشر محمد حمدان داغلو تر منځ ددې هېواد په پوځ کې د چټک غبرګون د ځواکونو د ادغام د پلان پر سر د څو میاشتو اختلافاتو وروسته د تېرې شنبې په ورځ جګړه ونښته    په همدې حال کې د یونیسف ویاند جیمز ایلډر هم ویلي دي چې په سودان کې جګړې د ماشومانو لپاره "ویجاړونکي تلفات" اړولي دي. هغه ټینګار وکړ: "تر هغه چې جګړه دوام ولري، ماشومان به یې قیمت ادا کوي."    ایلډر زیاته کړه چې په سوډان کې ماشومان په نړۍ کې د خوارځواکۍ اړوند د مړینې ترټولو لوړه کچه درلودلې او اوس په هغه هیواد کې جګړه د ۵۰زره ماشومانو لپاره په سخته خوارځواکۍ اخته دي، د ژوند ژغورونکو مرستو د قطع کیدو سبب شوې ده.     دغه شخړې د دې سبب شوې چې کورنۍ په خپلو کورونو کې بندې پاتې شي او برېښنا ته لاس رسی نه لري او یا هم لږ لاس رسی لري او ګڼې وېریدلې کورنۍ د خوراکي توکو، اوبو او غذایي موادو له کمښت سره مخ دي.    ایلډر خبرداری ورکړی چې جګړې د بریښنا د بندیدو له امله په سړه خونه کې د ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د واکسینونو او انسولین زیرمې له خطر سره مخ کړې دي.    د یونیسف دغه چارواکي د سودان په جګړه کې له ښکیلو ډلو وغوښتل چې سمدستي اوربند وکړي او د ماشومانو د ساتنې او هغوی ته د زیان نه رسیدو په برخه کې خپل نړیوال مکلفیتونه ادا کړي. 

21.04.2023 امریکا غږ

افغانه مېرمن تاجیکستان کې ښځو ته وړیا یوګا ورښيي

د تاجیکستان په وحدت ښار کې مېشته کډواله هدیه سادات افغانو میرمنو ته د رواني روغتیا دپاره په وړیا ډول د یوګا روزنه ورکوي.

21.04.2023 امریکا غږ

نواز شریف په سعودي کې له شهزاده سلمان سره د پاکستان پر اقتصادي ستونځو خبرې کړې دي

واشنګټن ـــــ د پاکستان درې ځله مخکینی وزیراعظم نواز شریف له لندنه تېره اوونۍ د عمرې لپاره سعودي عرب ته تللی او د مرکزي وزیرې په وینا هلته یې له شهزاده محمد بن سلمان سره لیدلي دي، خو سعودي حکومت د دې ملاقات په اړه څه نه دي ویلي. د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزېب د جمعې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې د نواز شریف او ولیعهد شهزاده بن سلمان د ملاقات پر وخت مریم نواز هم هلته موجوده وه: "مشرانو د سعودي او پاکستان د ورورۍ اړیکو پر لا ښه کولو او پاکستان ته د ور پېښو ستونځو پر حل کولو خبرې وکړې". مریم اورنګزېب دا نه دي ویلي چې دغو دوو مشرانو کله او د سعودي په کوم ښار او کوم ځای کې سره لیدلي دي او نه د سعودي حکومت تر اوسه د دې لیدنې په اړه رسنیو ته څه ویلي دي. مرکزي وزیرې له ټویټ سره د ملاقات کوم عکس هم نه دی خپور کړی او د مسلم لیګ نواز ګوند رسمي ټویټر پاڼې هم تش د نواز شریف، مریم نواز او شهزاده سلمان د لیدو خبره کړې ده. د پاکستان د ډان انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې نواز شریف او د هغه لور مریم نواز سعودي ته د اپرېل پر 11مه رسېدلي چې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره عمره وکړي. وایي نواز شریف له لندن او لور یې له پاکستانه ورغلې وه. مریم نواز د اپرېل په 13مه پر خپل ټویټر دوه عکسونه خپاره کړي چې پکې لیدل کېږي دې توره عبایا یا چادري او نواز شریف احرام اغوستی دی، خو له سعودي شهزاده سره د لیدو خبر او عکس یې نه دی خپور کړی او یواځې د دې ملاقات په اړه د «جیو نیوز» رپوټ یې بیا ټویټ کړی دی. ډان لیکي چې د نواز شریف او شهزاده سلمان ملاقات په داسې وخت شوی چې پاکستان له شدید مالي بحران سره مخ دی او سعودي له پاکستان سره د پیسو د نړیوالې ادارې ای ایم ایف د تړون لپاره دې ادارې ته ډاډ ورکړی وو چې پاکستان ته به پور ورکړي. شهزاده سلمان په جنورۍ کې د پاکستان د اقتصادي ملاتړ ډاډ ورکړی وو او د سعودي پرمختیایي فنډ (ایس ډي ایف) ته یې ویلي وو، د پاکستان په سټېټ بېنک کې د جمع پیسو کچه دې 5 ارب ډالره کړي. دا په تېرو شاوخوا درې نیمو کلونو کې لومړی ځل دی چې نواز شریف له لندنه بهر سفر کړی دی. هغه د 2019م کال په نومبر کې د علاج لپاره لندن ته تللی وو او له هغه راهیسې پاکستان ته نه دی ستون شوی. نواز شریف په 2018م کال د العزیزیه او اېون فیلډ مقدمو کې د درغلۍ په تور لس کاله سزا شوی او جېل ته هم لېږل شوی وو خو بیا د اسلام اباد هایکورټ په امر د علاج لپاره لندن ته لاړ او تر اوسه هملته اوسېږي.

21.04.2023 ډیوه

د تورخم شته ملبه لا نه ده لرې کړی شوې دپاسه پرې نور غر راښويېدلی دی

د خېبرپښتونخوا په تورخم کې چې څلور ورځې وړاندې کوم غر راښويېدلی لاندې ترې خلک او مال وړونکي ګاډي ګېر شوي وو، هغه ملبه چې تر اوسه لا ټوله نه ده لرې کړی شوې، نن پرې دپاسه نور غر راښویېدلی دی.

21.04.2023 ډیوه

د سپريم کورټ د چيف جسټس د واک په اړوند عدالتي اصلاحاتي مسوده قانون جوړ شو

د پاکستان د قامي اسبملۍ سيکرټرېټ د سپريم کورټ د چيف جسټس د واک يا اختیاراتو په اړوند عدالتي اصلاحاتي قانوني مسوده [سپريم کورټ پرېکټس اېند پروسيجر بل] قانون جوړ شوی او رسمي اعلاميه یې جاري کړی شوې ده.

21.04.2023 ډیوه

بنیټ یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د مدني فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې

افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ یو ځل بیا د طالبانو له خوا په خپلسر د مدني فعالانو او نورو افغانانو پر نیولو انتقاد کړی او د دغې ډلې له بند څخه یې د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

21.04.2023 امریکا غږ

د افغانستان د بشري حقونو کمیشن: آمنه محمد دې بخښنه وغواړي. یو این: غونډه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه نه ده

واشنګټن ــــ د افغانستان د بشري‌ حقونو خپلواکه کمېشن وایي د ملګرو ملتونو د مرستیالې مشرې هغه خبرې د اندېښنې وړ دي چې وایي د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره به کانفرنس جوړ کړي او له هغې یې غوښتي چې له افغانانو خصوصاً له ښځو دې بخښنه وغواړي. د ملګرو ملتونو د مشر مرستیال ویاند فرحان حق وایي د افغانستان په اړه راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو رابلل شوې غونډه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو باندې تمرکز نه کوي او باید په دې اړه څه غلط فهمي موجوده نه وي. د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن اوس له هیواده بهر فعالیت کوي او د پنجشنبې- زیارت په ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبانو د ښځو په ګډون د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او نړیوالو بشري اصولو یې پراخې سرغړونې کړې دي نو په داسې حال کې د هغوی د رسمیت پېژندنې خبره د اندېښنې وړ ده. د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې آمنې محمد په تېرو ورځو کې د امریکې په پرنسټن پوهنتون کې د یوې غونډې ګډونوالو ته په تازه وینا کې ویلي وو، ملګري ملتونه هیله لري هغه کوچني ګامونه ولټوي چې دوی بیرته [د طالبانو] د پېژندنې لارې ته را ستانه کړي خو وایي د دې لپاره خپل شرطونه دي: "یوه اصولي پېژندنه، آیا دا ممکنه ده؟ زه نه پوهېږم، [خو] باید پر دې باندې بحث وشي. ښکاره خبره ده طالبان په رسمیت پېژندل غواړي او دا یو اغېز دی چې موږ یې [پر دوی] لرو". اې آی ایچ آر سي ویلي، د آمنه محمد څرګندونې بې پروا، د سپکاوي وړ او د افغانستان خلکو ته زیان رسوونکې بللې دي او له هغې یې غوښي چې له افغانانو، د وژل شویو کسانو له کورنیو خصوصاً له ښځو، د بشري حقونو له فعالانو او هغو بې ګناه کسانو بخښنه وغواړي چې د طالبانو اوس په بند کې ساتلي دي: "طالبان ملي قانوني حیثیت نه لري، له جمهوري اقدارو او د بشري حقونو له اصولو سره په تضاد کې هم دوی د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له خوا د یوه قانوني حکومت په توګه په رسمیت پېژندل نامناسب کار دی". کمیشن د مېرمن آمنه محمد خبرې د افغانانو د مرضۍ سپکاوی بللی چې وایي په تېرو څه کم دوو کلونو کې په کابل او نورو ولایتونو کې د خپلو بنیادي بشري حقونو لپاره د احتجاج کوونکو ښځو مبارزې او د طالبانو له خوا د وژل شویو بې ګناه کسانو بچیو او کورنیو ته پکې پام نه دی شوی. د ملګرو ملتونو د عمومي مشر د مرستیالې دغو څرګندونو ته په تېرو درو ورځو کې د امریکې په ګډون د نړیوالې ټولنې او افغانانو له خوا کلک غبرګونونه ښودل شوي دي خو هغې تر اوسه بیرته د خپلو خبرو سپیناوی او د خلکو اندېښنو ته څه جواب نه دی ویلی. تر دغو غبرګونونو وروسته د ملګرو ملتونو د مشر ویاند سټیفن دوجاریک د اپرېل پر 19مه په خبري غونډه کې د طالبان د رسمیت پېژندنې په اړه د ملګرو ملتونو د مرستیالې د وروستیو څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې وویل: "په رسمیت پیژندل د [ملګرو ملتونو د] غړو هیوادونو کار دی. دا حقیقت د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ ولاړ دی او په دې کې د پوښتنې هیڅ ځای نه شته." سټیفن دوجاریک وویل، د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېریش په مشرۍ غونډه به د مې په لومړۍ او دویمه د قطر په پایتخت دوحه کې کېږي او د افغانستان لپاره د هېوادونو استازي به پکې د خپلو ګډو مقصدونو په بنیاد د افغانستان د حالاتو د دایمي حل لپاره خبرې وکړي.

21.04.2023 ډیوه

په ټویټر د نړۍ د مهمو شخصیاتو اؤ ادارو د اکاونټونو نه شنې نخښې لرې کړل شوې

په ټولنیزه رسنۍ ټویټر دنړۍ دګڼ شمیر مهمو شخصیاتو اؤ ادارو داکاونټونو نه شنه نخښه یا بلیو ټک ختم کړی شوی دی چې په دغو شخصیاتو کې دمایکرو سافټ کمپنۍ د باني بل ګیټس ترڅنګ دافغانستان پخوانی صدر اشرف غني اؤ دپاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان هم شامل دي. پروسږکال په اکتوبر کې دنړۍ شتمن شخص ایلون مسک ددغه رسنۍ له اخستو وروسته اعلان کړی ؤ چې وروسته له دې به په ټویټر شنه نخښه یوازې هغه چاته ورکول کیږي څوک چې یې میاشتنی فیس ورکوي. په پاکستان کې ددغه شنې نخښې ترلاسه کولو لپاره ټویټر میاشتنی فیس 2250 روپۍ ټاکلی دی اؤ دنړۍ نورو هیوادونو کې دا فیس د 8 نه تر 11ؤ ډالر تړل شوی دی. ایلون مسک ویلي وؤ د20م ابریل نه به دټویټر داکاونټونو نه دویړیا شنې نخښې د لرې کولو لړۍ پیل کیږي اؤ ددغه نیټې سره سم دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې دګڼ شمیر وتلو شخصیاتو اؤ ادارو داکاونټونو نه شنې نخښې لرې کړل شوې دي. دایلون مسک له لوري په ټویټر اکاونټونو د شنې نخښې دپیسو اخستو داعلان سره هم دټویټر ګڼ شمیر فعالانو، مهمو شخصیاتو اؤ‌ ادارو مخالفت ښودلی اؤ اندېښنې یې ښکاره کړي دي چې دې ګام سره به جعلي اکاونټونه هم دپیسو په زور داصلي اکاونټونو په توګه پېژندل کیږي. په ټويټر دمایکرو سافټ کمپنۍ دباني بل ګیس دفالورز یا تعقیبوونکو شمیره 62.4 میلیونه ده خو دهغه داکاونټ نه شنه نخښه ختمه کړل شوې ده دپاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان 19.1میلیونه خلکو تعقیب کړی دی خو اوس دهغه داکاونټ نه هم شنه نخښه ختمه کړل شوې ده. دافغانستان دپخواني صدر اشرف غني فالورز یا تعقیبوونکي 11لکه دي اؤ دهغه داکاونټ شنه نخښه هم لرې کړل شوې ده. دهندي فلمونو دوتلی ستوري امتیابهـ بچن دفالورز شمیره 48.4 ده اؤ شاه رخ خان 43.4میلیونه فالورز لري خو شنې نخښې ترې بېرته اخستل شوې دي. دامریکې دنیویارک ټایمز ورځپانې دتعقیبوونکو شمیره 55میلیونه ده اؤ په شنه نخښه دپیسو اخستو داعلان سره یې مخالفت ښودلی ؤ چې اوس له دغې ادارې هم شنه نخښه لرې کړل شوې ده. پاکستان کې د نورو سترو،سترو سیاستدانانو اؤ د ژوند دنورو مدونو سره دتړلو مهمو شخصیاتو،سیاسي ګوندونو اؤ ادارو داکاونټونو شنې نخښې هم ختمې کړل شوي دي. دپاکستان دکومو مهمو سیاستدانانو داکاونټونو نه چې شنې نخښې ختمې کړل شوي هغې کې دپیپلز ګوند بلاول بوټو زرداري ،دمسلم لیګ نواز ګوند مریم نواز،دتحریک انصاف شاه محمود قریشي،دجماعت عملء اسلام مولانان فضل الرحمان ،دعوامي نیشنل ګوند ایمل ولي خان،دجماعت اسلامي سراج الحق، دپښتون تحفظ موومنټ منظور احمد پښتین، دملي جمهوري غورځنګ محسن داوړ اؤ داسې ګڼ نور شامل دي . همدا شان پاکستان کې دګڼ شمیر سیاسي ګوندونو، غیر دولتي سازمانونو اؤ دولتي محکمو داکاونټونو نه هم شنې نخښې بیرته اخستل شوي دي

21.04.2023 ډیوه

بشري حقونو کمیسیون: میرمن امینه محمد دې د خپلو څرګندونو له امله له افغانانو بخښنه وغواړي

د "طالبانو د رسمیت پیژندلو" په سر د بحث لپاره د یو کنفرانس د جوړولو په اړه د ملګروملتونو دعمومي منشي مرستیالې میرمن امینه محمد څرګندونو ته د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له میرمن محمد څخه غوښتي، چې له افغانانو څخه دې بخښنه وغواړي.

21.04.2023 امریکا غږ

غني د اختر په مناسبت پیغام کې طالبان د واک په انحصار تورن کړي

د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني په ګډون یو شمیر افغان سیاسي مشرانو د کوچني اختر په مناسبت په خپلو پیغامونو کې افغانستان کې د سیاسي مشارکت او نجونو او ښځو د تعلیم او کارپه ګډون ځینې مسلې یادې کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده.

21.04.2023 امریکا غږ

د کنټرول لاین ترڅنګ په هندي پوځیانو بمي برید کې پینځه هندي عسکر وژل شوي

د لانجمن کشمیر د ویشونکې پولې یا لاین اف کنټرول ترڅنګ سیمه مینډهر کې د شکمنو وسله والو په برید کې پینځه هندي پوځیان وژل شوي او یو بل سخت ژوبل شوی دی. په جمو کې د هندي پوځ یو ویاند ویلي دا برید د زیارت/پنجشنبې په ماسپښین شوی چې پینځه عسکر په کې وژل شوي او بل سخت ژوبل دی چې داکټران یې د ژوند ژغورلو هڅې کوي. ویاند ویلي برید کوونکو په پوځي ګاډو لاسي بم غورځولی چې "غالباً" هم له دې کبله په ګاډي اور لګیدلی دی. ویاند لیفټننټ کرنل دیوندر انند ویلي د هندي پوځیانو ګادي د بهمبر ګلۍ نه د پونچهـ ضلعې د سنګیوټ نومې سیمې په لوري روان ؤ چې لاره کې پرې ترهګرو د لاسي بمونو برید کړی دی. هغه ویلي د برید په مهال په سیمه کې سخت باران اورېدو او رڼا هم کمه وه چې د هغې څخه په استفاده ترهګر له سیمې تښېدلي دي. هغه ویلي دې برید کې وژل شوي هندي پوځیان د راشړیه رایفلز یونټ اړوند وؤ چې په سیمه کې یې د تندلارو پرضد عملیاتو ترسره کولو دنده لرله. د دې پېښې په وړومبیو اطلاعاتو کې ویلي شوؤ چې د هندي پوځیانو ګاډی باندې اسماني تندر راغورځیدلی چې د پینځوؤ هندي پوځيانو جسدونه یې نیم سوځولي دی. د هندي پوځ ویاند ویلي دي چې د دې پېښې نور معلومات ترلاسه کولی شي. په سیمه کې هندي پوځ د برید کوونکو د لټون لپاره په پراخه کچه عملیات پیل کړي دي. د وسله والو په برید کې د پینځو هندي عسکرو د وژنې دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري د شنګهایي همکارۍ دسازمان د خارجه وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره راتلونکې میاشت کې هند ته روان دی. د خارجه وزیرانو دغه غونډه په څلورم اؤ پینځم مئ دهند ګوا ښار کې راجوړیږي. په دې وروستیو میاشتو کې دپونچهـ او راجوړي په سرحدي ضلعو کې دبیلتون خوښو تندلارو په فعالیتونو کې اضافه لیدل شوې چې له هغې وروسته دهند پوځ اؤ دنورو امنیتي شبکو ځواکونو په دې سیمو کې دترهګرۍ مخنیوي لپاره ګڼ شمیر ګامونه اخستي دي. ددغو دواړو ضلعو پولې دپاکستان د واک لاندې کشمیر سره لګیدلي دي.   (د وي او ای اردو په مننه)

21.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more