ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د هند د انتظام لاندې کشمير کې د ښځو خلاف جرمونو کې اضافه ليدل کېږي

د هند د نيشنل کرايمز ريکارډ بيورو شمارې ښايي په دغه سيمه کې په کال 2021 کې د ښځو خلاف په جرمونو کې 15.2% زياتوالی راغلی او هندو ورځپاڼې ليکلي د کال 2020 د رپورټ شوو جرمونو شمار 3405 و چې په کال 2021 کې دا شمار 3937 ته رسېدلی و

03.05.2023 ډیوه

امریکا او نړیوالې ټولنې سودان کې د یوې اونۍ اوربند هرکلی کړی

د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو د سودان په مرکز خرطوم کې له دوو اونیو سختو جګړو وروسته د اووه ورځني اوربند هرکلی کړی دی.

03.05.2023 امریکا غږ

الېکشن کمېشن سپريم کورټ ته خواست کړی، پنجاب او پښتونخوا کې د انتخاباتو فېصلې ته دې بيا کتنه وکړي

د پاکستان الېکشن کمېشن سپريم کورټ ته خواست کړی چې په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې یې د انتخاباتو دپاره د نېټې ټاکلو کومه فېصله اورولې هغې ته دې بيا کتنه وکړي.

03.05.2023 ډیوه

ځانګړې مرکه

د دې ځانګړې مرکې په پېل کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماموریت او طالبانو په دریځونو غږېدلي یو. د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره په احتمالي مذاکراتو پېلیدو هم نظر اخستل شوی او دا چې آیا افغانستان رښتیا د ترهګرو په خوندي ځای بدل شوی، په اړه يې د مېلمه ارزونه اورئ

03.05.2023 امریکا غږ

ترکیه کې غیرحکومتي ډلو کوښښ زیات کړی چې راروان انتخابات منصفانه ترسره شي

واشنګټن  - د ترکیې په صدارتي انتخاباتو کې چې په آینده دوه هفتو کې به وشي، رجب طیب اردوان د بیا ټاکل کېدو دپاره، سخت چلېنج سره مخ دی. په دې حال کې د هغه مخالفې ډلو او غیردولتي تنظیمونو خپل کوښښونه زیات کړي چې انتخابات په شفافه توګه ترسره شي. په استانبول کې د «ترکیه ګونولرلي» په نوم د انتخاباتو د څارنې غیرګوندي دفتر کې ګڼه ګوڼه ده. هغوی د دې دپاره چې د مې د ۱۴مې نېټې انتخاباتو باندې کافي څارنه وشي، رضاکاران برتي کوي. عایشه یوجېل، چې په استانبول کې د ترکیه ګونولرلي یوه کوارډینېټره ده، وایي: "اوس مونږ په یو اتیا (۸۱) ښارونو کې، د رایو په هره محله کې د څارنې نظم پرځای کوو. مونږ په هر سکول کې د ترکیه ګونولرلي یو تن لرو. مونږ لږ تر لږه دوه لاکه کسانو ته ضرورت لرو. اوس دستي، مونږ دا شمېره نده پوره کړې." د څارنې دا ډله د ټلیفون، آنلاین ویډیوګانو، زوم اېپ، او مخامخ ملاقاتونو د لارې څارونکي تربیه کوي. څارونکو ته تعلیم ورکول کیږي چې څنګه د رایو په مرکزونو کې د ووټونو شمېرې راټولې کړي او دا یقیني کړې چې سرکاري نتایج کره او سم وي. دمله، یوه رضاکاره څارونکې وایي: "د یو ځوان تن په توګه، زه هغسې چې غواړمه، هغسې ژوند نشم کولی. خپل په خواهش ژوند نشم تېرولی. همدا وجه ده چې غواړم دلته د یو فرض په توګه خپله رایه او د رایو باکسونه محفوظه وساتم، ځکه زیات امنیتي مشکلات موجود دي." سروې ګانې ښيي چې د صدارتي او پارلېماني انتخاباتو سیالي ورځ تر بلې سره نږدې کیږي. حکومت وایي چې د منصفانه انتخاباتو د یقیني کولو دپاره یې ټول ګامونه اوچت کړي دي. د دې باوجود، چارواکي وايي چې د ووټرانو د تحفظ په اړه لا هم فکرمندۍ شته دي. د ترکیه ګونولرلي تنظیم د وکیلانو یوه ډله هم ځانه سره نیولې چې هغوی به هم په رایو نظر ساتي. د هتای زلزله ځپلې سیمې ته به هم څارونکې ولېږل شي. څارونکي وایي چې ترکیه ګونولرلي د انتخاباتو د نورو هغو څارونکو ډلو سره چې سیاسي پارټیو ته کار کوي، د استانبول د ۲۰۱۹ کال بلدیاتي انتخاباتو کې اهم کردار ولوبولو او دا یې یقیني کړه چې ووټونه په منصفانه توګه وشمېرلی شي. د هغو انتخاباتو په نتیجه کې، د اردوان ګوند د استانبول په ښار کې بلدتیاتي چوکۍ چې په لسهاوو کاله د هغو سره وه، د لاسه ورکړه. چارواکي وایي، هماغه انتخابات ځیني خلک وهڅول چې پس له دې انتخاباتو باندې څارنه زیاته کړي. ترکیه کي سیاسي ګوندونو خپلو کمپېنونو ته زور ورکړی دی. ځیني ناظران وایي چې د څارونکو کردار به د انتخاباتو په نتیجې اهم اثر ولري.

03.05.2023 ډیوه

صدربایډن کوښښ کوي چې حکومت يې د قرض په ادا کولو کې دیوالیه کېدو نه بچ شي

د ګل، دوشنبې، په ورځ د خزانې وزیرې جېنېټ یلن وویل که کانګرس حکومت ته د نور قرض اخیستلو اجازت ور نه کړو نو غیر معمولي اقدامات به زر یا د جون د لومړۍ نېټې پورې ختم شي او حکومت به خپلې مالي ذمه وارۍ په پوره کولو کې ناکامه یا دیوالیه شي

03.05.2023 ډیوه

پېښور او هنګو کې په ماحولیاتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی

ویل شوي په اسلام اباد کې د صحت د قامي ادارې ليبارټرۍ تاييد کړی چې د پېښور او هنګو څخه په لسم اپرېل اخستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وایرس معلوم شوي کوم چې په جينياتي توګه د افغانستان په ننګرهار کې د موجودو وايرسو سره تړاو لري.

03.05.2023 ډیوه

وریځې تر لېرو فاصلو پورې لا علاجه مکروبونه لېږدوي- څېړنه

ساینسپوهانو په یوه تازه څېړنه کې موندلې چې وریځې تر لیرې فاصلو پورې داسې مکروبونه لېږدوي چې د درملو په وړاندې مقاومت ښيي او درملنه یې ناشونې ده.

03.05.2023 امریکا غږ

مطبوعاتو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه او بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د بیان ازادۍ درناوی وکړي

ملګروملتونو او د بخښنې نړیوال سازمان د مې د درییمې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په ناسم وضعیت باندې ژوره اندیښنه ښودلې او د طالبانو څخه يې د بیان ازادۍ ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

03.05.2023 امریکا غږ

د بشري حقونو کمېسیون د طالبانو له خوا د خپلسر نیولو په دوام اندېښنه ښودلې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، طالبانو د رونډ اندو،پخواني رژیم د کارکوونکو اوپخوانیو پوځیانو او هم پر دغې ډلې د انتقاد کوونکو د نیولو یوه بله لړۍ پیل کړې او په تیرو نږدې دوو اونیو کې یې څلور تنه نیولي او په زندان کې اچولي دي.

03.05.2023 امریکا غږ

ازادي راډیویي مجله؛ د امریکا د یو پوهنتون په نصاب کې 'ملي اټن' شامل شو

د ازادي راډیویي مجلې په دې خپرونه کې په بغلان کې له یوې ادبي غونډې خبرېږئ. په هلمند کې د ترنم سیالي ترسره شوې ده. دا به هم واورئ چې په افغانستان کې لومړني درې پښتو چاپ شوي ناولونه کوم دي. د یو شمېر نورو مطالبو تر څنګ په دې خپرونه کې له دې خبرېږئ چې د امریکا د یوه مهم پوهنتون په نصاب کې ملي اټن شامل شو. ازادي راډیويي مجله چې هره اوونۍ یې احمد شیبر چمتو کوي د لاندې غږیز فایل په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

03.05.2023 ازادي راډیو

دمطبوعاتو دازادۍ نړیواله ورځ :څېړنې وایي پاکستان کې ازاد صحافت ته ګواښونه نور هم زیات شوي دي

دپاکستان په ګډون نړۍ کې نن په څلورم مئ دمطبوعاتو دازادۍ ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې دمطبوعاتو دڅار تنظیمونه وایي د پاکستان دننه د روان کال په اوږدو کې دمطبوعاتو اؤ خبریالانو پر وړاندې ګواښونو نور هم سیوا شوي دي. دپاکستان وتلی خبریال مظهرعباس وایي په تېرو 20، 22 کالو کې یو کال هم داسې نه دی تېر شوی چې دپاکستان دننه پکې خبریالان نه وي وژل شوي خو دهغه په خبره دخبریالانو وژونکي له سزاګانو بچ اوځي. پاکستان کې د صحافیانو د حقونو تنظيم فریډم نېټ ورک په خپل کلني رپورټ کې ويلي، د کال 2022م د مې د میاشتې نه تر مارچ 2023م پورې په پاکستان کې صحافیانو او په مطبوعاتي ادارو کې کار کوونکو ته د ګواښونو او په هغو د بریدونو لږ تر لږه 140 پېښې رپورټ شوي دي. فريډم نېټ ورک د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په اړوند خپور کړي کلني [د 11 مياشتو] رپورټ کې ویلي، په دې وروستيو مياشتو کې پاکستان کې د مطبوعاتو دپاره ماحول نور خطرناک او د تاوتريخوالي ډک شوی او د شمېرو ترمخه په ملک کې د مطبوعاتو د ازادۍ سرغړونې د کال 2021-22 د 86 پېښو په مقابله کې په کال 2022-23 کې 140 ته رسېدلي او د کال په سر پکې 63 فيصده زياتوالی شوی دی. دپاکستان وتلي خبریال مظهر عباس دمطبوعاتو دازادۍ دنړیوالې ورځې په اړوند پخپله یوه لیکنه یا کالم کې ویلي چې "مونږ هر کال دصحافت دازادۍ نړیواله ورځ په دې ولولې سره نمانځو چې کیدای شي یو کال داسې هم راشي چې په صحافت اؤ صحافیانو پکې بریدونو کې کمی شوی خو تېرو 20، 22 کالو کې یو کال هم داسې نه دی تېر شوی چې دپاکستان دننه پکې خبریالان نه وي وژل شوي" دمظهرعباس په وینا پاکستان کې د صحافیانو وژنې زیاتېږي خو قاتلانو ته یې سزاګانې نه ورکړل کیږي "مجال شته که چا قاتل ته سزا ورکړل شوي وي، دوه،څلورو پېښو کې ورته سزا اورول شوې وه هغه هم بیا بري شول" ښاغلي عباس پخپله دې لیکنه کې دپاکستان دننه د وژل شوؤ خبریالانو د کورنیو دغړو په عدالتونو کې په لوغړیدو هم افسوس ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي دیو خبریال له وژنې وروسته بیا دهغه دکورنۍ غړي په کلونو،کلونو دعدالتونو چکرې وهي خو انصاف ورته نه ورکړل کیږي. دصحافیانو دحقونو نیټ سازمان فريډم نېټ ورک پخپل رپورټ کې ویلي، د روان کال د 11 مياشتو په اوږدو کې 140 پېښو کې 51 پېښې په جرنلسټانو د بريدونو شوي، په 21 پېښو کې د جرنلسټانو او مطبوعاتي ادارو سامانونو ته تاوان اړول شوی او 14 داسې پېښې دي چې خبریالانو ته پکې ګواښونه شوي او اووه داسې پېښې رپورټ شوي چې جرنلسټانو ته پکې د وژلو ګواښونه شوي دي. ددغه غیر دولتي سازمان ترمخه اسلام اباد د جرنلسټانو دپاره تر ټولو خطرناک ګرځېدلی او په 140 پېښو کې په اسلام اباد کې 56 پېښې رپورټ شوي دي، په دويم نمبر پنجاب کې 35 او په سيند صوبه کې 32 پېښې مخې ته راغلي، په خېبرپښتونخوا کې 13 او بلوچستان کې درې پېښې رپورټ شوي دي. سږکال دجنورۍ په میاشت کې دپاکستان سینیټ ته په وړاندې کړل شوؤ شمیرو کې ویل شوي وؤ چې دتېرو څلور کلونو په مهال دپاکستان بیلابیلو برخو کې 42 خبریالان وژل شوي دي. داطلاعاتو د وزارت لخوا سینیټ کې دجمع کړل شوؤ شمیرو له مخې دې وژل شوؤ خبریالانو کې 15 په پنجاب،13 په خیبر پښتونخوا،11 په سیند اؤ درې په بلوچستان ایالت کې وژل شوي دي. په هغه مهال دجماعت اسلامي سره تړاؤ لرونکي خبریال مشتاق احمد دسینیټ غونډې ته ویلي وؤ په پاکستان کې صحافیان د وژنو ترڅنګ دځورونو سره هم مخ دي خو دتاسف ځای دی چې دصحافیانو ځورونکي اؤ وژونکي نه نیول کیږي. دا په داسې حال کې ده چې دبشري حقونو دڅار نړیوال سازمان هیومن رايټس واچ د2023م کال پخپل راپور کې ویلي چې د تېر کال په اوږدو کې دپاکستان دننه حکومت د رسنیو کنټرول ته دوام ورکړی، خبریالان ځورول شوي او ځینې وخت خبریالان او د مدني ټولني غړي بندي شوي او یا پرې بریدونه شوي دي. ‎د خبريالانو تنظیم ار اېس اېف دتیرکال په پائ کې پخپل جاري کړي رپورټ کې په تیرو 20 کلونو کې د جرنلسټانو دپاره خطرناکو 15 هيوادونو کې پاکستان په پينځم او افغانستان په شپږم نمبر ياد کړی چرته چې زيات خبریالان وژل شوي دي.

03.05.2023 ډیوه

دپاکستان حکومتي ایتلاف اؤ تحریک انصاف ګوند انتخاباتو لپاره په نېټه نه دي سلا شوي

پاکستان کې حکومتي ایتلاف پي ډي ایم اؤ حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف ګرد هیواد کې په یوه ورځ دانتخاباتو په کولو رضا شوي دي خو انتخاباتو لپاره په نیټه اؤ داسمبلیو په ماتولو یې سلا نه ده راغلې. دپي ډي ایم اؤ تحریک انصاف ګوند د ډلو ترمنځ دانتخاباتو په نېټه متفق کیدو لپاره دمذاکراتو دریم پړاؤ پرون دنهې په ماسخوتن اسلام اباد کې سرته رسېدلې خو پاکستاني رسنۍ وایي په دې مذاکراتو کې کوم مهم پرمختګ مخې ته نه دی راغلی. دا په داسې حال کې ده چې دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د وړاندې نه ویلي که حکومت د14مئ نه وړاندې اسمبلۍ ماتې نه کړي نو هغه به دخپل ګوند پلویان د احتجاج لپاره سړکونو ته راوباسي. دپارلیمان په ودانۍ کې دترسره شوؤ مذاکراتو نه وروسته دحکومتي پلاوي غړي اؤ دخزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار رسنیو ته ویلي چې دواړو خوا په دې خبره اتفاق کړی چې ملک انتخابات په یوه ورځ ترسره کیدل پکار دي. هغه وویل په یوه ورځ په انتخاباتو سلاکیدل  ستره بریا ده اؤ که چرې دواړه خواوې په خلوص سره پر وړاندې لاړې شي نو هیله ده چې دانتخاباتو په نیټه هم اتفاق ته ورسیږي. هغه وویل د انتخاباتو په نېټه دواړه خواوې خپل،خپل دریځونه لري اؤ تر اوسه یې په نېته اتفاق نه دی راغلی "خو مو وویل چې ټاکنې که هر لوری وګټي نتیجې به یې منلی شي" دتحریک انصاف ګوند دمذاکراتي کمیټې غړي شاه محمود قریشي هم رسنیو ته ویلي چې دواړه خواوې په یوه ورځ په انتخاباتو کولو سلا شوې دي اؤ وایي دا انتخابات به دنګران حکومتونو دڅار لاندې کیږي خو هغه وویل چې لا هم په دې خبرو کې دانتخاباتو په نېټه سلا نه ده راغلې. هغه وویل مذاکراتو کې اتفاق شوی چې دواړه خواوې باید په داسې یوه نکته سلا شي چې هغه دایین سره سمون ولري اؤ بیا پرې عمل هم وشي. هغه وویل پي ډي غواړي ګرد هیواد کې باید په یوه ورځ ټاکنې وشي خو وایي دوي دریځ خپل کړو چې دټاکنو نه وړاند باید مرکزي اؤ صوبایي اسمبلۍ ماتې کړل شي اؤ له اسمبلیو ماتېدو وروسته په 60 ورځو کې ټاکنې وشي اؤ دغو ټاکنو ته دې اییني تحفظ ترلاسه وي. دا په داسې حال کې ده چې حکومتي ایتلاف پي ډي ایم له وړاندې واضحه کړې ده چې هغوئ غواړي راتلونکي بجټ وړاندې کړي اؤ ترهغې وروسته ګرد هیواد کې انتخابات په یوه ورځ وشي . خو دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي هغه یوازې په دې شرط په یوه ورځ انتخاباتو ته تیار دی چې حکومت د 14مئ نه وړاندې اسمبلۍ ماتې کړي. عمران خان دا ګواښ هم کړی دی چې که دانتخاباتو په اړوند دسپریم کورټ‌ فیصله ونه منل شي نو هغه به دخپل ګوند فعالین داحتجاج لپاره سړکونو ته راوباسي. دپاکستان سپریم کورټ درې کسیزه بینچ په 14مئ پنجاب صوبه کې دانتخاباتو کولو حکم کړی خو ددې ترڅنګ یې ویلي چې که چرې سیاستدانان په یوه ورځ په انتخاباتو کولو متفق شي نو بیا سپریم کورټ دانتخاباتو نیټه کې څه کنجایش پیدا کولی شي. ددفاع وزیر خواجه اصف تېره ورځ پاکستاني رسنۍ جیو نیوز ته ویلي وؤ کومو ججانو چې سیاستمدارانو ته دمذاکراتو وینا کړې ده هغوي پخپله داختلاف اؤ تقسیم ښکار دي . خواجه اصف ویلي وؤ ججان دې وړومبی خپلو کې داتحاد لپاره خبرې وکړي. له خواجه اصف وړاندې دحکومتي اتحاد نورو مهمو مشرانو مولانا فضل الرحمان اؤ بلاول بوټو هم دچیف جسټس لخوا سیاستمدارانو ته خپلو کې دمذاکراتو په حکم سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ هیڅوک پرې دټوپک په زور مذاکرات نه شي کولی. پنجاب کې دانتخاباتو دقضیې په تېره اوریدنه دسپریم کورټ‌ مشر قاضي عمر عطاء بندیال واضحه کړې وه چې عدالت دمذاکراتو هیڅ امر نه دی کړی بلکې فقط یوه مشوره یې ورکړې وه.

03.05.2023 ډیوه

امریکا او ترکیه 'ګډ کار کوي چې په ځینو افرادو د ترهګرۍ اړوند بندیزونه' ولګوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت وايي چې له ترکیه سره ګډ کار او همکاري کوي چې په دوو افرادو باندې د ترهګرۍ اړوند بندیزونه ولګوي. د امریکا د خزانې وزارت ویلي دي چې دا دوه افراد په سوریې کې له دوو ډلو سره، چې له مخکې پرې بندیزونه لګول شوي دي، تړاو دي. وزارت د سه شنبې په ورځ مۍ دویمه (غوايي۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا بندیزونه به په عمر الشیک باندې،‌ چې د «حیات التحریر الشام» ډلې مشر دی او په کوبلای ساري باندې،‌ چې د «کتیبات التوحید والجهاد» ډلې لپاره یې په ترکیه کې له بسپنه ورکوونکو څخه پېسې ترلاسه کړي، ولګول شي. د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په چارو کې د متحدو ایالتو د خزانې وزارت مرستیال براین اي نیلسن په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «ترهګرې ډلې نړیوال مالي سیستم ته د لاسرسي په لټه کې دي، له شریکانو سره زموږ همکاري زموږ وړتیا زیاتوي چې په اغیزناک ډول د دغو شبکو اسانتیاوې ګډوډې کړو.» د خزانې وزارت ویلي دي چې د جنورۍ په میاشت کې یې هم له ترکیې سره په ګډه د اسلامي‌ دولت [داعش] یوه کلیدي مالي شبکه په نښه کړې وه.

03.05.2023 امریکا غږ

د طالبانو پخواني چارواکي په بهر کې د خپلو 'منتقدو افغانانو وژل' غواړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکني ویاند «قاري سعید خوستي» له افغانستان څخه د باندې په خپلو خواخوږیو او پلویانو غږ کړی دی چې هغه افغانان «په چاقوګانو ووژني» چې د طالبانو خلاف «تبلیغات» کوي. قاري خوستي دا خبره په خپل ټویټر کې لیکلې ده چې وروسته یې بیا دا ټویټ حذف شوی دی. هغه په مشخص ډول د کوم کس نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې دوی «په اروپا او امریکا کې غازیان» لري چې دا کار کولای شي. نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي: «تښتیدلي ټامیان یو دوه په چاکوګانو ووژنئ، که بیا چا د هېواد خلاف تبلیغات وکړل لاړې را توف کړئ.» خوستي له افغاستان څخه وتلي افغانان «بې غیرته، دووس او ډارن حیوانات» بللي دي. هغه لیکلي دي‌: « سلګونه داوطلب غازیان موږ په اروپا، امریکا کې لرو، صرف انسجام، رهبري غواړي» چې په خبره یې «خپل دښمنان» په نښه کړي. د قاري سعیدي خوستي دا ټویټ اوس د هغه په ټویټر کې نشته. ده په یو بل ټویټ کې بیا هم په خپل دریځ ټېنګار کړی دی او ویلي دي چې «زه بیا هم په خپله خبره ولاړ یم، د تښتیدلي ټامیانو همدا یواځينی علاج» دی. د ټامیانو اصطلاح تر ډېره هغو افغانانو ته کارول کېږي‌، چې په لویدیځ کې یې تعلیم او ژوند کړی او په افغانستان کې د جمهوریت په مهال په حکومت کې دندې ترسره کړې دي. قاري خوستي په خپل دویم ټویټ کې دا خبره هم کړې ده چې دا «یې شخصي نظر دی او د هېچا نمایندګي» نکوي. د هغه خبره په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو نورو فعالانو هم بدرکه کړې ده. د «ستر جنرال مبین خان» په نوم د طالبانو د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال په خپل ټویټر کې د یو چاقو تصویر خپور کړی او لیکلي‌ دي: « موږ وپوهېدو چې باغیان او تښتیدلي‌ ټامیان له ام فور او کلاشینکوف پرته له دې وروسته باید په چاقوګانو ووژل شي.» د ده دا ټویټ هم حذف شوی دی. په افغانستان کې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د طالبانو له راتګ وروسته څه باندې ۱۰۰زره افغانان،‌ چې اکثریت یې د مخکني حکومت مقامات، کارکوونکي، امنیتي ځواکونه، د بشري حقونو فعالان او د بهرنیو ځواکونو همکاران وو، واېستل شول. دوی وايي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی. په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو د قاري خوستي، جنرال مبین او د هغوی د نورو پلویانو دا وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلي ‌دي. محبوب شاه محبوب، چې د طالبانو تر راتګ مخکې د کابل پوهنتون استاد و، په خپل ټویټر کې لیکلي دي: « که د دوی [طالبانو] وس ورسي خپلو سیاسي مخالفینو ته به بوشکه يي ماینونه کېږدي، څوک چې پر وطن زړه نه خوږوي پر وطنوال خو له سره رحم نه کوي.» هغه په یو بل ټویټ کې لیکلي دي‌ چې «زه د طالبانو دغې خبرې چې که څوک ېې سیاسي مخالفت کوي باید ووژل شي حیران کړی نه یم. تېر لنډ تاریخ چې زموږ د سترګو پر وړاندې تېر شوی دوی څه وکړل؟ د مور په مخکې یې محصل زوی دوی وواژه، حامله مېرمن یې سنګسار کړه، د کابل په زړه کې یې سلګونه موټر بم بریدونه او ځانمرګي وکړل..». په بهر کې یو شمېر مېشت افغانان د طالبانو په تګلارو باندې کلکې نیوکې کوي او د هغوی حکومت همه شمول او «مستقل» نه بولي. طالبانو په افغانستان کې د ننه خپل یو شمېر سیاسي مخالفان نیولي، بندیان کړي او د راپورونو په اساس وهلي او ټکولي هم دي. په نیول شویو کسانو کې د پوهنتون استادان، د بشري حقونو فعالان او د رسنیو کاروونکي شامل دي. د بشري حقونو ادارې وايي چې طالبان د بیان او رسنیو ازادۍ ته درناوی نلري، خو طالبان دا اداعا ردوي. یو شمېر نورو افغانانو بیا د قاري سعید او جنرال مبین د ټویټونو سکرین شاټونه خپاره کړي ‌او د ټویټر شبکه او د دغې شبکې مالک ایلن ماسک یې هم په کې ټګ کړي او له هغو یې غوښتي دي چې د دا ډول اشخاصو حسابونه وتړي. په ټویټر کې د مرګ ګواښونه او د ترهګري خپرول د دغې شبکې د اصولو خلاف بلل کېږي او په تېر وخت کې د دا ډول سرغړونو له کبله یې یو لړ حسابونه هم تړلي دي. طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واکمن شول، که څه هم دوی ادعا کوي چې «عمومي بخښنه» یې کړې ده، خو د بشري‌ حقونو سازمانونه وايي چې طالبانو په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې خپل سلګونه مخالفان وژلي،‌ ژوبل کړي، نیولي او یا تري ‌تم کړي دي. تېرکال د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب په یوې غونډې کې دا خبره ومنله چې د دوی جنګیالیو ځينې کسان د «محکمې له حکم پرته» وژلي، نیولي‌او یا ژوبل کړي دي. طالبانو په رسمي ډول د خپل دغه پخواني ویاند د ټویټونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

03.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more