ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


جرمني اووه تنه د داعش د ملاتړ په تور نیولي

د جرمني امنیتي مقاماتو د چهارشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي ۱۰) وویل چې په سوریه کې داعش ته د پیسو د راټولولو په تور یې اووه تنه نیولي دي.

31.05.2023 امریکا غږ

یونیسف: دریو میاشتو کې ۱۴۰ زره په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه شوې

د ملګروملتونود ماشومانو د ملاتړ اداره " یونیسف" وايي، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې په خوارځواکۍ اخته د ۱۴۰ زره افغان ماشومانو درملنه کړې ده.

31.05.2023 امریکا غږ

چین افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام چارواکي وايي، چې چین ورسره د شاوخوا ۷۰زرو کسانو لپاره د مرستې برابرولو ژمنه په داسې حال کې کړې، چې دا اداره افغانانو ته د مرستو د برابرولو په برخه کې د بودیجې د جدي کمښت سره مخ ده

31.05.2023 امریکا غږ

پر مسکو د ډرون په بریدونه کې څو ودانیو ته زیان رسیدلی

د بې پیلوټه ډرون الوتکو یوبرید د سه شنبې په ورځ ۳۰ مۍ (جوزا نهم) مسکو ولړزوه او ځینو ودانیو ته یې یو څه زیان هم ورسوه.

31.05.2023 امریکا غږ

ازادي راډيويي مجله؛ جرمني کې د کلتوري ودې ټولنې ۲۵مه کالیزه ونمانځل شوه

د ازادي راډيويي مجلې په دې خپرونه کې به واورئ چې په جرمني کې د کلتوري ودې ټولنې پنځه ویشتمه کالیزه ونمانځل شوه. د جرمني پښتو ګرامر چاپ شو. دغه راز دا به واورئ چې د ځوان کاکړ په کتاب کې کوم موضوعات راغونډ شوي؟ په کندهار کې پر موسیقي نوي بندیزونو په اړه راپور او د راک موسیقۍ ملکې له نړۍ سترګې پټې کړې، په دې اړه هم معلومات اورېدلی شئ. ازادي راډيویي مجله چې هره اوونۍ یې احمد شیبر چمتو کوي، د لاندې غږیز فايل په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

31.05.2023 ازادي راډیو

طالبانو له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې له افغانستانه د لوستو او پوهو کسانو ویستل ودروي

واشنګټن – طالبانو په لویدیځو هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان څخه دې بهر ته د لوستو او پوهو کسانو وېستل ودروي او وايي، دا بهیر افغانستان ژوبلوي. طالب مشران وایي، ټول افغانان د هغو په ګډون چې له تېر افغان حکومت سره یې کار کړی په هېواد کې خوندي‌ دي‌ او په ازاده توګه کار او ژوند کولای شي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، "نړۍ باید دې پیغام ته هم غوږ ونیسي چې افغانانو ته دې د کډوالۍ هغه دوسیې نه پرانیزي چې کواکې دلته یې ژوند په خطر کې دی." متقي زیاتوي، "دوی باید د افغانستان کدرونه، د افغانستان ساینسي کدرونه او د افغانستان ویاړونه ژوبل نه کړي او دې هیواد څخه یې ونه باسي." په لسګونو زره افغانان چې اکثره یې لوستي او تعلیم یافته وو او له تېر افغان حکومت سره یې کار کړی وو، د طالبانو له وېرې په تېرو دوو کلونو کې له هېواده تښتېدلي دي.‌ ملګروملتونو او د بشري حقونو نورو ډلو طالبان د تېر حکومت د ځینو امنیتي کارکونکو په وژنو، بندي کولو او شکنجه کولو باندې تورن کړي دي خو طالبان دا ردوي. امریکا، کاناډا او ګڼو نورو اروپايي‌ هېوادونو د ۲۰۲۱ د اګسټ راهیسې کله چې طالبانو واک ترلاسه کړی تر ۱۵۰۰۰۰ زیاتو افغان کډوال او پناه غوښتونکي په خپلو هېوادونو کې منلي دي. کاناډا ته په ګڼ شمېر افغانان ورغلي: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیر الله خیرخواه تېره اونۍ ادعا وکړه چې د کابل پوهنتون استاذانو ته له بهر څخه بلنې راځي چې کډوالۍ ته درخواست واستوي. دغه تبصره د رسنیو د هغو راپورونو په غبرګون کې شوې چې د کابل پوهنتون تر نیمايي زیات استاذان چې کابو ۴۰۰ تنه کېږي د امنیتي اندېښنو، د طالبانو د بندیزونو او نورو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له امله له افغانستان څخه وتلي دي. دغه ډول د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې، د رسنیو په سلګونو کارکونکي له افغانستان څخه وتلي دي چې له دې سره په افغانستان کې رسنۍ سختې په شا شوي. خطرناک مهاجرت: تېره اونۍ د ۱۸ هغو افغان کډوالو مړي چې اروپا ته په قاچاقي لارو باندې د تګ پر وخت په فیبروۍ کې مړه شوي وو کابل ته استول شوي. له بلغاریا څخه افغانستان ته د دغه مړو په انتقال باندې څو میاشتې وخت ولګېده چې طالب چارواکي یې تور د لویدیځ لخوا په غیر عادلانه بندیزونو لګوي. د طالبانو رژیم د یوه هېواد لخوا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی او امریکا له ترهګرۍ سره د تړاو له امله په طالب مشراو او د هغوی په ادارې باندې اقتصادي او سفري بندیزونه لګولي. په ورته وخت کې د ایټالیا په جنوبي ساحلي غاړو کې په فیبرورۍ کې هم د لسګونو افغانانو د ډوبېدو راپورونه خپاره شوي وو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو. طالبان وايي، ایتالیا ته څېرمه د کشتۍ په ډوبېدو کې ۸۰ افغانان مړه شوي: د کډوالۍ د نړیوالې ادارې یا آی او اېم د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۲ کاله پورې لږ تر لږه ۱۶۴۵ افغان کډوال ورک یا مړه شوي. د ملګروملتونو د کډوالو چارو ادارې ویلي، چې په میلیونونو افغانان په نړۍ کې د کډوالو، او پناه غوښتونکو په توګه تیت پراته دي چې په دې توګه افغانستان له سوریې، وینزویلا او اوکراین وروسته په نړۍ کې د کډوالو څلورم لوی صادرونکی هېواد دی. نا امني، غریبي، بې کاري او ژوند غوره شرایط نورې نړۍ ته د افغانانو د کډوال کېدو اصلي لاملونه دي.‌          

31.05.2023 ډیوه

متقي لویدیځ ته: د افغانستان علمي کدرونه مه باسئ

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په غربي هیوادونو غږ کړی چې د هیواد څخه د مهارت لرونکو او تعلیم یافته افغانانو ایستل او بیا میشت کیدل دې بند کړي ځکه چې د هغه په وینا دا کار د افغانستان په زیان دی.

31.05.2023 امریکا غږ

د پي ټي ایي مشران علي محمد خان او شهریار اپریدی د جېل نه له خلاصېدو وروسته بیا نیول شوي

دپاکستان تحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې دوه پخواني مرکزي وزیران سنیټر علي محمد خان اؤ شهریار اپریدی د دپیندۍ د اډیاله زندان څخه له خوشې کیدو وروسته یو ځل بیا پولیسو نیولو دي. دعلي محمد خان دا دریم اؤ شهریار اپریدي دویم ځل دی چې له زندانه خوشې کیږي اؤ پولیس یې د زندانونو دمخې نه ګرفتاروي. دعمران خان په تېر حکومت کې دکورنیو چارو پخوانی مرکزي وزیر شهریار اپریدی د3 ایم پي او لاندې له نیول کیدو وروسته د اسلام اباد د ډپټي کمشنر په حکم دتېرو 15 ورځو راهسې اډیاله جیل کې بندي ؤ اؤ د15ؤ ورځو دبند تېرولو نه وروسته چې پرون د نهې په ورځ راخوشې شو نو دجیل دمخې نه بیا دپینډۍ پولیسو د 3 ایم پي او په اساس ونیولو. پاکستاني رسنۍ وایي  د راولپنډۍ ډپټي کمشنر د 3 ایم پي او لاندې دنورو 15 ورځو لپاره د شهریار اپریدي دنظربندۍ امر کړی ؤ چې ددغه امر په اساس شهریار اپریدی په دویم ځل پولیسو نیولی دی اؤ بیا یې د اډیالې جیل ته لیږلی دی. همدا شان دعمران خان په تېر حکومت کې دپارلیماني چارو پخوانی وزیر اؤ دپاکستان دسینیټ غړی علي محمد خان هم پرون په دویم ځل د زندانه له راخوشې شوی اؤ سم د واره په دریم ځل داډیاله جیل دمخې نه دخېبر پښتونخوا پولیسو نیولی دی. په دریم ځل دعلي محمد خان دنیول کیدو ویډیو په ټولینزو رسنیو هم خپره شوې ده چې  پکې هغه په دې ویلو لیدل کیږي چې د ژوند تر وروستۍ ساه به دعمران خان ملاتړ نه لاس نه اخلي. دپاکستان تحریک انصاف ګڼ شمیر مشران اؤ په زرګونو پلویان وروسته له هغې پولیسو نیولي اؤ زندانونو ته یې اچولي دي چې په نهم مئ دتحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان دنیول کیدو پرضد دهغه دګوند پلویانو له قهره ډک احتجاجونه وکړل اؤ دولتي ودانیو اؤ پوځي تاسیساتو ته یې اورونه ولګول. عمران خان دعوه کوي چې دهغه د ګوند تر10زرو زیات پلویان نیول شوي اؤ وایي دغو نیول شوؤ سیاسي فعالینو سره زندانونو کې غیرقانوني اؤ غیر انساني سلوک روان دی. دتحریک انصاف ګوند زیاتره مشران چې له زندانونو راخلاصیږي نو پولیس یې یو وارې بیا نیسي خو یوازې هغه کسانو ته څه نه ویل کیږي چې د زندانونو څخه له خلاصیدو وروسته پریس کانفرنسونو کې دتحریک انصاف ګوند د پرېښودلو اعلانونه کوي. تر دې دمه دپي ټي ایي قابو 100مشرانو دخپل ګوند پرېښودلو اعلانونه کړي دي چې هغې کې پخواني وزیران اؤ دپارلیمان غړي هم شامل دي. عمران خان تور لګوي چې د ګوند په مشرانو یې دګوند پرېښودولو فشارونه اچول کیږي خو ددفاع وزیر خواجه اصف بیا ویلي دتحریک انصاف نه اوښتونکي مشران ددغه ګوند دګناهونو بار نور پغاړه نه شي وړلی ځکه دغه ګوند نه خپلې لارې بیلوي. د پاکستان د کورنيو چارو د وزير رانا ثناالله ترمخه، د نهمې مئ د پېښو وروسته په ټول ملک کې(د تحریک انصاف د مشرانو اؤ غړو خلاف) 499 مقدمې [اېف آی اررز] درج کړی شوي، 88 په کې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي دي. د بشري حقونو تنظیمونو پاکستان کې د ولسي وګړو پرضد دپوځي قانون لاندې د مقدمو په چلولو اندېښنې ښکاره کړي اؤ د پاکستان په حکومت یې غږ کړی دی چې باید د ټولو وګړو بشري حقوق خوندي کړي.

31.05.2023 ډیوه

امریکا کې بندي پاکستانۍ عافیه صدیقي 20 کاله وروسته خپلې خور فوزیه صدیقي سره زندان کې لیدلي

امریکا کې دقید پاکستانۍ سائنس پوهه ډاکټرې عافیه صدیقي سره دهغې خور فوزیه صدیقي لږ تر لږه 24 کاله وروسته په وړومبي ځل ملاقات کړی دی. ډاکټره عافیه صدیقي دا مهال دامریکا فورټ ورتهـ زندان کې خپل 86 کلن بند لنډوي اؤ دهغې خور فوزیه صدیقي ته په دې وروستیو کې عافیه صدیقي سره د لیدنې لپاره دامریکا ویزه ورکړ شوې وه. دپاکستان دسینیټ غړي مشتاق احمد خان چې دا مهال د امریکا په سفر دی،دعافیه صدیقي سره دهغې دخور فوزیه صدیقي د لیدنې پخلی کړی دی اؤ وایي سبا د زیارت - پنجشنبې په ورځ به دی پخپله هم دعافیه صدیقي سره په فورټ ورتهـ کې لیدنه وکړي. پخپله ټویټر پاڼه سنیټر مشتاق احمد خان لیکلي چې د عافیه صدیقي سره خپلې خور فوزیه صدیقي دا لیدنه 20 کاله وروسته کړې ده چې دوه نیم ساعته یې دوام درلودو. هغه وایي ددې لیدنې په مهال ډاکټرې فوزیه ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې عافیه صدیقي په غیږ کې ونیسي، یا ورسره لاس میلاؤ کړي. د مشتاق احمد له مخې ، ډاکټرې فوزیه ته دا اجازه هم نه ده ورکړل شوې چې هغه عافیه صدیقي ته دهغې دبچو عکسونه ور وښایي. سنییټر مشتاق لیکلي دجیل دیوې کمرې منځ کې یوه پېړه شیشه لګېدلې وه اؤ دواړو خویندو ددغه شیشې نه دپورې غاړې نه یو بل سره لیدنه کړې ده. هغه وایي عافیه صدیقي سپین سکارف پسر کړی ؤ اؤ دجیل خړ لباس یې په تن ؤ اؤ د دووه نیمو ساعتو لیدنه کې یې وړومبي یو ساعت کې هره ورځ په ځان دتېریدونکو سختیو احوال بیان کړی دی. پاکستاني سائنسدانې ډاکټرې عافيه صديقي ته په 23م ستمبر کال 2010م کې د وژنې دهڅې په ګډون د اوؤ تورونو په اساس د86ؤ کلونو دبند سزا اورول شوې وه اؤ اوس مهال دټيکساس دفورټ ورتهـ په يو زندان کې بندي ده. عافیه صدیقي چې دناdن الیون دپېښو په پلان جوړونکي اؤ دالقاعده دمهم مشرخالد محمد شیخ په یو وراره واده ده دکال 2008م دجولايي په مياشت کې دافغانستان په غزني ولايت کې افغان پوليسو دخپل مشر ځوې احمد سره يو ځايې نيولې وه. په هغې تور دی چې دنیولو په وخت یې په امریکایي پوځیانو ډزې هم کړې وې اؤ ددې ترڅنګ یې د ولکې څخه داسې کاغذونه هم ترلاسه شوي وؤ چې ترې په امريکا دبريدونو پلانونه څرګندیدل. خالد شیخ محمد په پاکستان کې له نیول کیدو ورسته دا منلي وو چې عافیه صدیقي د القاعدې د پاره کار کوي خو د برطانيي ورځپاڼې انډیپنډنټ خبریال رابرټ فسک په خپل یو رپورټ کې پخوا ویلي وو چې کیدای شي خالد شیخ محمد رېښتیا ویلي وي خو د هغه دغه بیان د امریکې لخوا په قید کې د سختو سزاگانو لکه واټر بورډنگ نه وروسته راغلی و نو ځکه زیات باور پرې کیدای نه شي. رابرټ فسک د عافیه صدیقي په افغانستان کې نیولو، بیرته پاکستان کې د هغې خپلې کورنۍ سره لیده کاته او د هغې د دریوM بچو په اړه ټولې قیصې ته د رازونو ډکه قیصه وايي. خو عافیه صدیقي اؤ کورنۍ یې دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې هغه دپاکستان څخه تښتول شوې ده.

31.05.2023 ډیوه

ولې یو شمیر هندي پهلوانان غواړي خپل د اتلولۍ مډالونه سیند وغورځوي؟

د هند یو شمیر مشهورو پهلوانان چې غوښتل یې د سه شنبې په ورځ مې ۳۰ (غبرګولي۹) خپل د اتلولۍ مډالونه د ګنګا سیند ته وغورځوي، د ټولنې د مشرانو لخوا تر مداخلې وروسته لدې کاره لاس په سر شول.

31.05.2023 امریکا غږ

سپریم کورټ کې د اډیو لیکس کمیشن پرضد د خواستونو اوریدنه نن کیږي، حکومت په دریوؤ ججانو اعتراض کړی

دپاکستان سپریم کورټ دچیف جسټس په مشرۍ پینځه کسیز بینچ نن د اډیو لیکس دپلټنو لپاره دجوړ کمیشن پرضد عدالت ته دشوؤ خواستونو اوریدنه په داسې حال کې کوي چې حکومت په دغه بینچ کې په شاملو دریوؤ ججانو اعتراض راپورته کړی اؤ غوښتنه یې کړې ده چې یاد ججان باید دا خواستونه وانه وري. پاکستاني رسنۍ وایي مرکزي حکومت دچیف جسټس عمرعطاء بندیال،جسټس اعجازالاحسن اؤ جسټس منیب اختر په بینچ کې دګډون پرضد داعتراض عریضه یا خواست دنهې په ورځ داډیو لیکس کمیشن په ضد د درخواستونو مقدمه کې جمع کړی دی . په دغه خواست کې حکومت دریځ خپل کړی چې دپلټنو لپاره کوم کمیشن جوړ شوی دهغوي مخې ته یوه اډیو دچیف جسټس دخواښې پرته ده اؤ دعدالتي فیصلو له مخې یو جج کله هم دخپلو خپلوانو مقدمه نه شي اوریدلی. خواست کې ویل شوي چې په تېرو وختونو کې د ارسلان افتخار په قضیه کې هم چې کله دهغه وخت په چیف جسټس افتخار چوهدري اعتراض راپورته شوی ؤ نو هغه دبینچ نه ځان ویستلی ؤ . د حکومتي درخواست له مخې په بینچ کې چې کوم نور دوه ججان جسټس اعجازالحسن اؤ جسټس منیب اختر شامل دي دهغوي اړوند اډیوز هم دکمیشن مخې ته دي ځکه نو پکار ده چې ددې خواستونو اوریدنې لپاره یو نوی بینچ وټاکل شي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده نن د چهارشنبې په ورځ د سپریم کورټ دمشر قاضي عمر عطاء بندیال په مشرۍ پینځه کسیزه بینچ داډیو لیکس په ضد عدالت ته دشوو خواستونو اوریدنه کوي . په دې پینځه کسیز بینچ کې دیادو دریوؤ ججانو ترڅنګ دوه نور ججان جسټس سید حسن اظهر رضوي اؤ جسټس شاهد وحید هم شامل دي. پاکستان کې په دې وروستیو کې داسې ګڼ شمیر لانجمنې اډیوګانې په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلي چې ځینې پکې دعدلیې دججانو اؤ دهغوي دخپلوانو یا د کورنیو دغړو سره منسوب دي. حکومت په 21مئ ددې اډیوګانو دپلټنو لپاره دسپریم کورټ د سینیر جج قاضي فایز عیسي په مشرۍ درې کسیزه قضایي کمیشن جوړ کړی ؤ چې دهغې په ضد دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سپریم کورټ ته خواست کړی ؤ اؤ په تېره اوریدنه کې دسپریم کورټ پینځه کسیز بینچ دغه دپلټنو کمیشن دکاره منعې کړی ؤ.

31.05.2023 ډیوه

رانا ثناء الله:د عمران خان خلاف مقدمه به پوځي عدالت کې چلولی شي

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي دپخواني وزیراعظم عمران خان په ضد مقدمه به پوځي عدالت کې چلولی شي. خو عمران خان بیا وایي هغه چې پوځ دکمانډو ایکشن په کوم شکل نیولی ؤ دهغې غبرګون که دپوځي ودانیو مخې ته نه راڅرګندیدو نو چرته به راڅرګندیدو؟ دپاکستان یو شخصي ټي وي سره خبرو کې دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله تور لګولی چې عمران خان په پوځي تاسیساتو دبریدونو دمنصوبې ترشا لاس لري اؤ دهغه په وینا په دې منصوبه عمل شوی دی. دکورنیو چارو وزیر وویل عسکري تاسیسات په نخښه کول دپوځي عدالت کیس جوړیږي. نوموړي ویلي عمران خان د وړاندې نه هرڅه ټاکلي وؤ اؤ خپلو کارکنانو اؤ ګوندي مشرانو ته یې وینا کړې وه چې که هغه ونیول شي نو پرضد یې باید فلاني،فلاني ځاي کې سوځول اؤ اړی ګړی وشي . هغه دعوه وکړه چې ددې هرڅه ثبوتونه شته اؤ که اوس عمران خان دا دلیل وړاندې کوي چې هغه خو جیل کې ؤ نو دا بیخي غلطه وایي. د کورنیو چارو د وزیر ددې وینا نه وړاندې اوړمه ورځ ددفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي وؤ چې دعمران خان په ضد دپوځي قانون لاندې مقدمه چلول له امکانه بهر نه ده. خو عمران خان بیا په نهم مئ دخپل ګوند دفعالینو لخوا دشوؤ احتجاجونو دفاع کړې ده اؤ وایي پوځ چې هغه دکمانډو ایکشن دلارې په کومه طریفه نیولی ؤ دهغې غبرګون کې دپوځي نخښو لرونکو ودانیو مخې ته نه څرګندېدو نو چرته به څرګندېدو؟ پخپله یوه ویډیوي وینا کې عمران خان ویلي دهغه دګوند تحریک انصاف ماتولو لپاره دملګ ادارې تباه کولی شي اؤ کومې ادارې چې دجرمونو دمخنیوي دنده پغاړه لري هغوي دپي ټي ایي په ختمولو پسې لګول شوې دي. هغه دخپل ګوند په فعالینو د چمتو اوسیدو غږ کړی دی اؤ ویلي یې دي دا یو مشکل وخت دی خو دحقیقي ازادۍ لپاره قربانۍ ورکول غواړي اؤ باید له جیلونو هیڅ ویره ونه کړل شي. د عمران خان پلویان اؤ د هغه دګوند پي ټي ایي مشران وروسته له هغې د سختو حالاتو سره مخ شوي چې په نهم مئ د غبن په یوه قضیه کې عمران خان د نیب لخوا ونیول شو اؤ د ګوند پلویانو یې ګرد هیواد کې له قهره ډک احتجاجونه پیل کړل. ددغو احتجاجونو په مهال مظاهرین په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وؤ اؤ اورونه یې ورته اچولي وؤ. د دې ترڅنګ پاریدلو مظاهره چیانو ګاډي مات کړي وؤ او نورو سرکاري ودانيو ته پرې د تاوانونو اړولو تورونه لګول شوي وو. مطبوعات وایي دنهم مئ دقهرجنو احتجاجونو نه راپدیخوا پاکستان کې امنیتي ادارو دتحریک انصاف ګوند په زرګونو فعالین اؤ مهم مشران نیولي اؤ حکومت اعلان کړی چې په پوځي تاسیساتو کې د ککړو کسانو پرضد به دپوځي قوانینو لاندې پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کیږي. د پاکستان د کورنيو چارو د وزير رانا ثناالله ترمخه، د نهمې مئ د پېښو وروسته په ټول ملک کې(د تحریک انصاف د مشرانو اؤ غړو خلاف) 499 مقدمې [اېف آی اررز] درج کړی شوي، 88 په کې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي دي. د بشري حقونو تنظیمونو پاکستان کې د ولسي وګړو پرضد دپوځي قانون لاندې د مقدمو په چلولو اندېښنې ښکاره کړي اؤ د پاکستان په حکومت یې غږ کړی دی چې باید د ټولو وګړو بشري حقوق خوندي کړي.

31.05.2023 ډیوه

بلینکن له ترکیې او هنګري وغوښتل هر څومره ژر چې کیږي ناټو کې د سویډن غړیتوب ومني

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یو ځل بیا په ترکیې او هنګري غږ وکړ چې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو کې د سویډن غړیتوب هر څومره ژر چې کیږي ومني.

31.05.2023 امریکا غږ

د افغانستان په هرات کې مېرمنې وېرېږي چې د دوی روزګارونه ختمېدای شي

واشنګټن – په هرات ولایت کې یو شمېر مېرمنې وېره څرګندوي چې له دوی سره د خپلو رورګارونو د لاسه ورکولو وېره ده، ځکه چې طالبانو په افغانستان کې په ښځو باندې د کار کولو په برخه کې خپلو بندیزونو ته دوام ورکړی. د حسیني قنبري د تارونو ریشلو/غښتلو په کارخانه کې د نورو کارکونکو سره  د 29 کالو فاطمه نبي هم کار کوي. هغه پخوا یوه سرکاري نوکره وه او غواړي طالبان دې په  ښځو د پابندو لګولو په ځای له دوی سره مرستې وکړي. فاطمه نبي  وايي، "پکار ده د ښځو او سړیو دواړو دپاره د روزګارونو موقع پیدا کړای شي. د طالبانو حکومت ته پته ده چې دلته زیات روزګارونه نشته. دوی دې زمونږ ملاتړ وکړي. په مونږ دی بندېزونه نه لګوي." نبي او پدې کارخانه کې کارکونکې نورې ښځې وایي، هغه وخت ورسره وېره پیدا شوه کله چې د طالبانو یوه نماینده د کارخانې مالک ته وویل، چې د دوی نه دی خوښ چې پدی کارخانه کې دومره ډېرې ښځي راغونډېږي. ځکه دا بنده کړه. معصومه قاسمي ددی کارخانې نګرانه ده. هغه وايي، دلته کارکونکو ډیرو ښځو به پخوا په سرکاري ادارو کې کار کاوه او تنخواګانې به یې اخېستې. "اوس نه تنخواګانې شته او نه دوی بهر کار کولی شي. په همدې سبب مونږ دا کارخانه پرانېستله چې له ښځو سره د خپلو بچیو دپاره د ګټې وټې وسیله جوړه کړو. دلته 120  ښځې کار کوي. که طالبانو دغه ځای بند کړ نو دا ښځي به څه کوي." طالبان چې په سر کې یې د ښځو او انساني حقونو ته د درناوي کولو لوظونه ورکړي وو، افغان ښځې له ګڼ شمېر بندیزونو سره مخ کړې.‌ له شپږم ټولګي پورته ماشومانې جونې ښونځیو ته پرېښودل کېږي. د ښځو په روزګارونو یا نوکرو باندې بندیزونه، او حتی چې په اېن جي اوز کې هم له کار کولو څخه منع کړای شوي دي. پدغو حالاتو که د نړیوالې تولنې لخوا په طالبانو ډېرې نیوکي کیږي نو دې غوښتنو هم زور اخیستی چې پدې طریقه ښځي د خپلو حقونو نه محرومه کول یا صنفی امتیاز دې یو جرم وګرځول شي. خو طالبان وايي، د هغوی په واک کې د ښځو حقونه خوندي او دغه بندیزونه لنډ مهاله دي ترڅو چې د ښځو دپاره د اسلامي ستر د غوښتنو په حساب چاپیریال او حالات برابر کړی شي. خو د طالبانو دغه پابندو د لاسه په میلینونو افغانان له سختو اقتصادي حالاتو سره مخ دي. او ددغې کارخانې انجینیر غلام رسول جعفري سره هم دغه غم دی. چې دلته کارکونکي به چرته ځي؟ "مونږ امارت ته خواست کړی چې دا دې نه تړي. که دا بنده شوه نو مونږ به څه کوؤ؟ ځان به وژنو، خیرات به غواړو یا خپلو کورونو به خرڅ کړو او کډوال به شو؟ دلته حالات داسې دي چې د ولږې، د مرګ نه ځان بچ کولو دپاره به خپل ملک پرېږدو. دوی دې زمونږ ملاتړ وکړي." تېره هفته د م م د ماشومانې څانګې یونیسف د افغانستان دپاره نماینده فران ایکویزه په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي وو، "په 2023 کال کې 2.3 ملینه افغان ماشومان د خوراکي توکو له سخت کموالي سره مخ کېدی شي او دا چې 875,000 ماشومان د غذایت د انتهايي کموالي دلاسه د ژوند بچ کونکي علاج ته ضرورت لري." هغه دا هم زیاته کړې وه چې په افغانستان کې د زیاتېدونکي بی وسۍ دلاسه زیات ماشومان په ډېر وړوکي عمر کې په مزدورو کولو مجبوره دي. د مئ په سر کې په دوحه کې د افغانستان په سر د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د یو اېن سېکرټري جنرل انټونیو ګوټېرس هم ویلي وو، په افغانستان کې د بشري حالاتو د سنګینۍ اندازه لګول ګرانه ده. "دا وخت په افغانستان کې د دونیا ترټولو لوی انساني بحران دی. 97% افغانان په غریبۍ کې ژوند کوي، او روان کال به 28  میلینه خلکو ته د ژوندي پاتي کېدو دپاره د مرستې ضرورت وي او دا چې 6  میلینه ماشومان، ښځي او نارینه د ولږې په شان حالاتو ته ورنېږدې شوي." په اپرېل کې د م.م د اوچا دفتر هم ویلي و چې لږ تر لږه 24 میلینه ضرورت منده افغانانو دپاره د مرستو په لړ کې د 4.62 بیلینه ډالرو د مرستې ضرورت دی.    

30.05.2023 ډیوه

امریکا له اوکراین سره د ۳۰۰ میلیونو ډالرو نوره پوځي مرسته کوي

واشنګټن – یو دفاعي چارواکي امریکا غږ ته ویلي، امریکا به له اوکراین سره د ۳۰۰ میلینو ډالرو په ارزښت نوره پوځي مرسته وکړي په کومه کې چې د پټریاټ توغندیو دفاعي سیستم هم شامل دی. دغه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل، دغه مرسته به په رسمي توګه د شورو یا چهارشنبې په ورځ ورکړل شي. هغه وویل، په دغې مرسته کې د حمارس توغندي، د ټانکونو ګولۍ او د زرې موټرو ضد وړتیاوې هم شاملې دي. چارواکی زیاتوي، چې په یادې مرسته کې د اوینجر او سټینګر په ګډون له ځمکې نه هوا ته ویشتونکي توغندي هم شته. له دغې مرستې سره په اوکراین باندې د روس د یرغل راهیسې دا ۳۹ ځل شو چې د ولسمشر په حکم سره د امریکا د دفاع وزارت له اوکراین سره د پوځي وسلو او وسایلو مرسته کوي. دا مرسته په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د اوکراین کابو ۲۰۰ سرتېرو ته په جرمني کې د ابرام ټانکونو روزنه ورکول کېږي. همدارنګه د امریکا د دفاع وزارت په بیان کې راغلي، چې ۲۰۰ نور اوکرایني سرتیري د ټانکونو د سون توکو په عملیاتو او حفظ مراقبت برخه کې تر روزنې لاندې دي. دغه اوکراینیان د هغو ۳۱ ټانکونو لپاره روزل کېږي چې د دې میاشتې په سر کې له جرمني څخه اوکراین ته رسېدلي دي.‌ امریکايي چارواکو ویلي، چې ۳۱ نور ابرام ټانکونه په امریکا کې بېرته رغول شوي او اوکراین ته به په مني کې واستول شي. امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې په جرمني کې د ابرام ټانکونو لپاره د سرتېرو روزنه د مې میاشتې په ۲۶ پیل شوي او کابو لس اونۍ به وخت ونیسي.‌ د ابرام ټانکونو لپاره د اوږده وخت راهیسې انتظار کېده چې د جګړې په ډکر کې د اوګراین په ګټه ورزیات شي. د دغو ټانکونو زرې ډبله ده او انجن یې ۱۵۰۰ هورس پاوره دی چې د روسانو د وخت له ټانکونو څخه چې اوکراین یې لري او د روسانو پرجګړه کې یې کاروي ډېر پرمختللي دي. په اوکراین باندې د روس د یرغل راهیسې امریکا له اوکراین سره تر ۳۷ بیلینو ډالرو د زیاتې امنیتي مرستې ژمنه کړې. هلته د جګړې په ډګر باندې ماسکو د دې کال په سر کې هغه عملیات بېرته پیل کړي چې درېدلي وو او کیېف هم سترو ځوابي عملیاتو لپاره تیاری نیسي کوم چې تمه ده په راتلونکو ورځو او میاشتو کې به پیل شي. یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د اوکراین ځوابي عملیات به دومره ډرامټیک نه وي څومره چې یې ځینې خلک تمه لري خو بیا به هم په سمه توګه ترسره شي.

30.05.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more