ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


واشنګټن د شمالي کوریا د جاسوسي سپوږمکۍ د استولو هڅه غندلې او د امنیت شورا غونډه یې غوښتې

د  امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې غوښتنه کړې ده چې د شمالي کوریا له لوري فضا ته د جاسوسي سپوږمګۍ د استولو د ناکامې هڅې په اړه بحث وکړي.

02.06.2023 امریکا غږ

شهیدي: سري لانکا سره لوبې مو د نړیوال کپ سیالیو ته ښه چمتوالی دی

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د کرکټ د دریو لوبو لړۍ نن جمعه جون لومړۍ (جوزا ۱۱) د سري لانکا د «هامبانتوتا» په لوبغالي کې پیلېږي.

01.06.2023 امریکا غږ

د عمران خان یو بل نږدې کس او د پي ټي آی رهنما پروېز خټک هم د پارټۍ د عهدې نه مستعفي شو

واشنګټن  - د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبرپښتونخوا څانګې صدر پروېز خټک چې عمران خان ته یو له نږدې کسانو پېژندل کېده، په پي ټي آی کې د خپلې عهدې نه استعفا اعلان کړله. پروېز خټک د عمران خان په حکومت کې د دفاع وزیر پاته شوی و. هغه په اسلام آباد کې یو پرېس کنفرانس ته وویل چې دا فیصله یې د "دوستانو او د پارټۍ د کارکنانو سره د سلا مشورې وروسته" کړې ده. ښاغلي خټک دا هم وویل چې "هغه پروپګېنډې چې په ټي وي باندې روانې دي، هغه سمې نه دي، دا فیصله مې د ډېر فکر او سوچ کولو وروستو کړې ده."  هغه زیاته کړه چې خپل آینده راه عمل به هم د مشورو وروستو، وټاکي. په دې پرېس کنفرنس کې د پروېز خټک سره خوا کې، د پي ټي آی بل مشر اسد قیصر هم لیدل کېده، مګر هغه څه بیان ورنکړ. پروېز خټک په داسې وخت کې دا اعلان وکړ چې تر هغه لږ څه وړاندې، د پي ټي آی چېئرمن او پخواني وزیراعظم عمران خان پخپل ټوېټر باندې دعوه کړې وه چې ګني پروېز خټک او اسد قیصر د استخباراتي ادارو په قبضه کې دي او ورباندې فشار راوستل شوی چې د تحریک انصاف نه جدا شي. عمران خان پخپل ټویټ کې لیکلي و: "زمونږ د مذاکراتي کميټې – کومه چې ما جوړه کړې وه – دوه سېنیئر غړي، پروېز خټک او اسد قیصر د استخباراتي ادارو له خوا یو مجلس ته بلل شوي وو. هغوی اوس په غیرقانوني توګه په یو سېف هاوس کې د حراست لاندې دي او ورباندې فشار راوستلی کیږي چې د خپلې آزادۍ په بدل کې دې پي ټي آی خوشې کړي. د ځنګله په قانون کې، قوت حق دی او کمزوري ته تحفظ نشته." په دې وروستیو ورځو او هفتو کې د تحریک انصاف ګوند ګڼ شمېر مشرانو او ممبرانو خپله لاره د دې ګوند نه جدا کړې او یا یې هم په ګوند کې د خپلو عهدو نه استعفا کړې ده. په دې کسانو کې شیرین مزاري، فواد چوهدري، اسد عمر، عمران اسماعیل، عامر محمود کیاني، ملیکه بخاري، جمشید چیمه، مسرت چیمه، راجا خرم نواز، او علي زیدي غوندې کسان هم شامل دي. بل اړخ ته د پي ټي آی یو شمېر جګپوړي غړي په مختلفو تورونو ګرفتاره شوي هم دي چې تر اوسه په حراست کې پاته دي. تر ټولو آخري یې د پي ټي آی صدر او د پنجاب پخوانی وزیراعلی چوهدري پروېز الهي دی چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ لاهور کې د خپل کور سره نږدې ونیول شو. د پنجاب صوبې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر د دې تصدیق وکړ چې پروېز الهي د غبن په قضيه کې مطلوب وو. د اطلاعاتو وزير عامر مير جيو ټي وي سره په خبرو کې وويل، پروېز الهي د د بډو یا غبن ضد ادارې [اېنټي کرپشن] ته مطلوب وو او ادارې د پوليسو په مرسته د کور سره نزدې نيول دی. هغه وویل پروېز الهي د تېښتې په مهال نيول شوی دی.

01.06.2023 ډیوه

استرالیا کې محکمې یو پخوانی سرتیری افغانستان کې د بندیانو په وژلو پړ وګڼه

د استرالیا یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ جون اوله (غبرګولي ۱۱) حکم وکړ چې ددغه هېواد د ځانګړو ځواکونو پخواني سرتیري بن رابرټس سمیت په افغانستان کې د پوځي ماموریت پر وخت په غیرقانوني توګه افغان بندیان وژلي او نور جنګي جنایتونه یې کړي دي. 

01.06.2023 امریکا غږ

میسي د پاریس سینټ ژرمن لوبډلې سره مخه ښه کوي

 د پاریس سینټ ژرمن (پي اس جي) فوټبال کلب، مشر روزونکي کریسټوف ګالټیه نن پنجشنبې د جون لومړی (غبرګولي ۱۱مه) د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې لیونل میسي به د سږکال دوبي کې له دغه فرانسوي‌ لوبډلې سره مخه وکړي او په دې توګه به ددې اونۍ په پای کې د دې کلب لپاره خپله وروستۍ لوبه تر سره کړي. 

01.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

01.06.2023 امریکا غږ

د اسټرېلیا اعلا ترین پوځي اعزاز اخیستونکی عسکر په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې ککړ موندل شوی

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سمېت په مقدمه خپله فېصله کې د اسټرېلیا د وفاقي عدالت جج جسټس اېنتني بسنېکو وویل په کال ۲۰۱۸ کې په مطبوعاتو کې د سمېت په باره کې چاپ شوي مضمونونه صحیح وو چې د هوايي پوځ د خصوصي رجمنټ پخواني عسکر یو شمېر جنګونو کړي دي

01.06.2023 ډیوه

بواسیر څه دي او څنګه یې باید درملنه وشي 

بواسیر یوه عامه ناروغي ده چې د مقعد په شاوخوا کې د رګونو د پړسوب له امله رامینځته کیږي او ښایي د درد، ځایي خارښ او د مقعد د وینې کیدو لامل شي.

01.06.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

01.06.2023 امریکا غږ

زیلینسکي: په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په اړه شکونه اروپا ته خطر پېښوي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ، د جون لومړی (غبرګولي ۱۱مه) اروپايي مشرانو ته خبرداری ورکړ چې د شمالي اټلانټیک تړون (ناټو) کې د کیف د غړیتوب په اړه هر ډول شکونه به روسیه دې ته وهڅوي چې پر نورو هیوادونو بریدونه وکړي.

01.06.2023 امریکا غږ

یاغیانو د ایران سره په پوله دوه پاکستاني سرتیري وژلي  

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د ایران پولې ته څیرمه سیمه کې د دوی پر په یوې پوستې باندې د «ترهګرو د یوې ډلې» په برید کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. 

01.06.2023 امریکا غږ

امریکې په سوډان کې په جنګ کې ښکېلو فريقېنو غږ کړی چې د جنګ بندۍ احترام دې وکړي

د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمان (نې) په یو بیان کې وویل کله چې په جنګ کې ښکیل ځواکونه په عملي ډول وښښي چې په جنګ بندۍ کې سنجیده دي نو امریکا او سعودي عرب تیار دي چې خبرو دلارې د مسلې حل راوېستلو دپاره د ځنډ ښکار مذاکرات بیا شروع کولو کې مرسته وکړي

01.06.2023 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ اشنا تلویزیون په نننۍ خپرونه کې د طالبانو د مشر او د قطر د لومړي وزیر د ملاقات په اړه بیلابیل غبرګونونه راسپړو. د خپرونې د میلمه سره به لویدیځ ته د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر پردې وینا بحث وکړو چې وایي د افغانستان علمي‌کادرونه مه باسئ. پدې برسیره به له اوکراین سره د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د متحده ایالتونو د نوې مرسته جزییات درسره شریک کړو اوپه آخر کې به مو د کاناډا د ټورنټو ښار ته د غاټولو ګلانو نندارې ته بوځو.

01.06.2023 امریکا غږ

لاهور: د تحریک انصاف ګوند صدر او د پنجاب مخکینی وزیراعلی پروېز الهي ونیول شو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند صدر او د پنجاب صوبې پخوانی وزیراعلا پروېز الهي په لاهور کې د کور سره نزدې نیول شوی دی. پنجاب صوبه کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير تاييد کړه چې پروېز الهي د غبن په قضيه کې مطلوب وو.

01.06.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

01.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more