ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملا یعقوب: ډیورنډ فرضي کرښه ده چې کله ولس وغواړي پوښتنه به یې وکړو

په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ددفاع وزیر ملا یعقوب ویلي ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده اؤ چې کله ولس وغواړي نو دوي به د ډیورنډ پوښتنه وکړي. د افغانستان طلوع نیوز ټي وي سره خپله یوه تازه مرکه کې ښاغلي ملا یعقوب د پاکستان دا تورونه رد کړي چې ګنې د ټي ټي پي مشران اؤ وسله وال دپاکستان پرضد بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې نه استفاده کوي. د افغان چارو څېړونکی اؤ خبریال ښاغلی طاهر خان د ملا یعقوب په دې څرګندونو خپله تبصره کې وي او ای ډیوه ته وایي طالبان که هر څو د افغانستان په خاوره کې د وسله والو ډلو د شتون نه انکار کوي خو نړۍ یا پاکستان د طالبانو دې دریځ منلو ته تیاره نه ده اؤ هغوي په افغانستان کې زیاتره وسله والې ډلې د طالبانو ایتلافیان ګڼي. ملا یعقوب پخپله دې تازه مرکه کې ویلي اوس هم د افغانستان هوایي فضا د امریکې لخوا اشغال ده خو وایي د کوم هیواد نه چې د افغانستان په خاوره دب مبار لپاره جهازونه پورته کیږي، د هغې نوم ځکه نه اخلي چې بیا یې ددغه هیواد سره ناندرۍ راپورته اؤ تعلقات خراب شي. هر څو که ملا یعقوب پخپلو خبرو کې واضحه نه کړه چې دهغه اشاره کوم هیواد ته ده خو څه موده وړاندې پخپله یوه وینا کې هغه په پاکستان تور لګولی ؤ چې د افغانستان په خاوره د کېدونکو ډرون بریدونو لپاره ډرون الوتکې د پاکستان د خاورې نه راپورته کیږي چې وروستو پاکستان دملا یعقوب دغه څرګندونې ناسمې اؤ بې بنیاده بللې وې. د ټي ټي‌‌ پي له لوري د پاکستان پرضد بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې کارول کېدو په اړوند د پاکستان لخوا لګول کېدونکو تورونو ته ځواب کې ملا یعقوب وویل: "پاکستان که دا دلیل وړاندې کوي چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد کارروایو لپاره د افغانستان خاوره کاروي نو بیا خو پکار ده چې ټي ټي پي د افغانستان د خاورې نه د پاکستان په سرحدي پوستو یا سرحدي ځواکونو ډزې کولای". د طالبانو ددفاع د وزیر وویل "که (ټي ټي‌ پي) په افغانستان کې اوسیږي نو بیا څنګه دافغانستان له منځه پاکستان ته اوړي اؤ بیا ځي تر اسلام اباد اؤ لویو لویو ښارونو پورې ځان رسوي، دوي یې هلته په دې خپل 63 کلن جوړ حکومت کې بیا هم نه شي کنټرولولی اؤ هلته پر دوي باندې بریدونه کیږي، بیا څنګه دوي دا الزام پر مونږه لګوی؟". نوموړي وویل، د ټي ټي پي اړه یوه د پاکستان غوښتنه ده اؤ بل د دوي (دطالبانو دحکومت) دریځ دی" زمونږ دا دریځ ریښتونی هم دی اؤ ژمن ورته هم یو چې مونږ هیڅکله نه غواړو دچا مخالفین دلته (افغانستان کې) وروزو اؤ تمویل یې کړو". خو د افغان چارو څېړونکی اؤ وتلی خبریال ښاغلی طاهر خان بیا وایي دافغان طالبانو حکومت که ډیر هم په افغانستان کې دترهګرو ډلو د شتون نه انکار وکړي خو د ملګرو ملتونو، امریکې اؤ نورو ادارو رپورټونو کې اوس هم وخت په وخت افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو شتون ته ګوته نیول کیږي اؤ حتی د هغوي د وسله والو شمېرې هم مخې ته راوړل کیږي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان وویل دې کې شک نه شته چې اوس په پوله د ټي ټي پي لخوا بریدونه یو څه کم شوي دي خو هغه وایي‌ په تېرو وختونو کې د پولې نه دپاکستان په خاوره اؤ پوځیانو بریدونه شوي دي اؤ د پاکستان پوځ اؤ حکومت دغو بریدونو ته ګوته هم نیولې ده: "داسې ښکاري چې د طالبانو حکومت یو طرفته اؤ ټوله نړۍ بل طرف ده اؤ دا یوازې دټي ټي پي مسله نه ده، بلکې د القاعده، داعش، د چینایانو د ايسټ ترکستان موومنټ، د ازبکانو وسله واله ډله، د تاجکانو انصار الاسلام اؤ نورو ډیرو وسله والو ډلو افغانستان کې شتون ته د نړۍ له لوري ګوتې نیول کیږي اؤ داعش سره خو طالبان په جګړه دي خو دا نورې وسله والې ډلې دنیا دطالبانو ایتلافیان ګڼي". هغه وایي طالبان کله هم رسماً دا نه شي تاییدولی چې ټي‌ ټي پي یا نورې ډلې هلته دي ځکه چې دا ټولې ډلې د ملګرو ملتونو په تور لسټ کې شاملې دي. طلوع نیوز سره پخپله دې تازه مرکه کې چې د طالبانو  د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب نه پوښتنه وشوه له کوم ځايه (جهازونه) راځي نو هغه د کوم هیواد نوم وانه خستو خو وي ویل "تېرځل ما په دې حواله وضاحت کړی ؤ نه غواړم چې بیا په دې اړه ناندرۍ راپیدا شي دهغو هیوادونو سره اؤ تعلقات خراب شي" د مرکې په مهال چې کله دطالبانو ددفاع وزیر نه پوښتنه وشوه چې دطالبانو حکومت د ډیورنډ کرښې ته په کوم نظر ګوري نو هغه وویل دوي ډیورنډ یوه فرضي کرښه ګڼي اؤ کله چې ولس وغوښتل نو دوي به یې پوښتنه وکړي. نوموړي وویل په اوس حالت کې افغانستان لا په هغه حالت کې نه دی چې په یوه داسې ستونزه خبرې وکړي چې هغه نورې ستونزې راپیدا کولی شي. پاکستان له افغانستان سره شاوخوا 26 سوه کیلومیټره اوږده "پوله" لري چې پاکستان ورته خپل مستقل سرحد وایي خو دافغانستان دننه چې هر حکومت راځي هغه دا کرښه فرضي بولي . د ډيورنډ کرښې لوظنامه په نولسمه پېړۍ کې د هغه وخت د افغان باچا امير عبدالرحمان خان او برتانوي هند ترمنځ لاسلیک شوې وه او امير عبدالرحمان خان په خپل ژوند لیک یا اټو بيوګرافي کې ليکلي چې هغه دا لوظنامه د برطانوي هند د حکومت د فشار لاندې کړې وه. د افغانستان یو حکومت هم لا تر دې دمه دې کرښې ته دنړیوالې پولې په توګه منلو ته غاړه نه ده اېښې.

16.06.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: افغانستان کې نجونې او ښځې د پراخه اوسیستماتیک تبعیض سره مخ دي

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې په نږدې تیرو دوو کلنو کې د نجونو او ښځو د ژوند په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په دغه هیواد کې نجونې او ښځې د یو پراخه اوسیستماتیک تبعیض سره مخ دي.

16.06.2023 امریکا غږ

نیکلاسن: افغانستان کې د ښځو حقونو خوندیتوب لپاره یو ملي ډیالوګ ته اړتیا ده

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن د افغان میرمنو د یوې ډلې سره د کتنې وروسته ویلي، چې د ښځو د حقونو د ساتنې او په دغه هیواد کې په ټولنیز ژوند کې د ښځو د ګډون لپاره یو ملي ډیالوګ ته اړتیا ده.

16.06.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه:افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ناروغانو درملنه ۴۴ ٪ زیاته شوې

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همعږۍ دفتر"اوچا" وايي، چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ناروغانو د درملنې په شمیر کې د پخوا پرتله زیاتوالی راغلی دی.

16.06.2023 امریکا غږ

ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه

ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه

16.06.2023 ازادي راډیو

د پاکستان سمندري غاړو سره د بایپرجوای سمندري طوفان د ټکر کیدو عمل پیل شوی دی

د بایپرجوای په نوم د زورور سمندري طوفان یا سایکلون، د پاکستان د سیند صوبې سمندري غاړو سره د ټکر کیدو عمل پیل شوی اؤ‌ ویل کیږي دا طوفان به په راتلونکو څو ساعتو کې په بشپړ ډول دسیند صوبې سمندري غاړې ته ورسیږي. د بایپر جوای طوفان د مرکز سایز نزدې 50 کلو میټره ښودل شوی اؤ د دې ابتدایي برخه د زیارت/پنجشنبې په ماښام دهند د ګجرات صوبې د سوراشترا اؤ یو څه برخه یې دجکهاؤ پورټ سره ټکر شوې ده . د پاکستان د موسمیاتو محکمې وړاندوینه کړې ده چې دا سمندري طوفان به نیع په نیغه د کراچۍ سمندري غاړې سره نه ټکر کیږي خو وایي په کراچۍ کې به یې هم اثرات ولیدل شي. د پاکستان د سمندري ځواکونو د اطلاعاتو مرکز د دې سمندري طوفان د تازه صورتحال په اړه ویلي چې د سیند صوبې سمندري غاړو سره هم د بایپر جوی د ټکر کیدو عمل پیل شوی دی. د میډیا رپورټونه دماهرانو اؤ اړونده ادارو له خولې وایي چې په راتلونکو څو ساعتو کې به د بایپر جوای په نوم دا طوفان په بشپړ ډول د هند اؤ بیا د پاکستان د سمندري غاړو سره ټکر شي. په پاکستان کې د دې سمندري طوفان دلاسه د کیټي بندر،کهارو چان،شاه بندر،جاتي،بدین اؤ نورو اړوند سیمو د اغېزمن کیدو اندېښنې ښودل شوې دي. د سمندري طوفان د رانزدې کیدو سره سم د پاکستان په ټهټه، بدین اؤ یو شمیر نورو سیمو کې تېز بارانونه راښکې شوي اؤ د تېز رفتاره هواګانو لړۍ هم پیل شوې ده . پاکستاني رسنۍ وایي د پوځ اؤ رینجرز ځواکونه دطوفان د لاسه په امکاني توګه متاثره کیدونکو سیمو کې چمتو ودرول شوي ترڅو د کوم بد وضعیت په مهال په وخت د خلکو سره مرستې وکړی شي. دغه زورور سمندري طوفان د یوې هفتې راهیسي د عرب بحیرې له منځه د ګاونډیو ملکونو په خوا روان و اؤ سیمې ته ددې د رارسېدو نه وړاندې، څه باندې یو لک و اویا زره (۱۷۰۰۰۰) کسان په هند او پاکستان کې خوندي ځایونو ته منتقل کړی شوي دي. د موسمیاتو ماهرین اندازه لګوي چې بایپرجوای به په خطه کې د تېرو پنځه ویشتو کلونو تر ټولو ناوړه طوفان ثابت شي. باېپرجوای یو بنګالي لفظ دی چې معنا یې "مصیبت" ده. ماهرین وایي چې د موسمي بدلون د خرابېدو د وجې، دغسې سخت طوفانونه به لا زیات معمول وګرځي.

16.06.2023 ډیوه

امریکا او ایران یو 'تفاهم' ته د رسېدو لپاره مذاکره کوي

د لویدیځ او ایران مقامات وايي چې متحده ایالتونه د یو لړ داسې ګامونو د اخیستو لپاره مذاکره کوي چې د ایران اتومي پروګرام محدود کړي، په ایران کې یو شمېر بندي امریکایان ازاد او د ایران ځینې ګنګل شوې شتمنۍ پرېښودل شي.

16.06.2023 امریکا غږ

د ضرب عضب عملیاتو نهه کاله پوره شول، نتایج یې څه دي؟

واشنګټن  - د ضرب عضب پوځي اپرېشن د نهه کاله په پورې کېدو، لا هم د پاکستان پوځ او حکومت یې خپله کامیابي بولي خو د دغه پوځي عملیاتو له کبله بې کوره شوي  په لکونو پښتانه اوس هم خپلو سیمو ته د ستنیدو په انتظار دي او ګیله کوي چې کورونه یې وران، کاروبارونه یې تباه شوي او ترهګر او ترهګري لا په سیمه کې شتون لري او هدفي وژنې روانې دي. د شمالي وزیرستان نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی میر کلام وزیر وایي’’په وزیرستان کې 35 زره د پاکستان پوځ 15 زره ایف سي او پنځه زرو پورې پولیس دي، دا ټول 55 زره امنیتي عسکر په ډیوټۍ دي. او په دې وړه علاقه کې د زرو پورې کسان په ګولو وژل کيږي خو دا معلومه نه شوله چې څوک یې کوي او نه څوک ونیول شو." څرګنده دې وي، په کراچۍ هوايي اډې د برید نه وروسته د پاکستان پوځ په 15 جون 2014 کال کې د ترهګرۍ خلاف په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل کړل. او دعوه کوي چې پوځ د ترهګرو ملا ماته کړي. خو ښاغلي میر کلام وزیر په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې د خبرو په وخت وویل چې یاد پوځي اپریشن په ریښتیا یا صادقانه توګه نه دی شوی. هغه وایي چې زر کسان په هدفي وژنه کې دا پوښتنې راپورته کوي چې دا کسان څوک وژني ؟ ولې یې وژني؟ او دا خلک د کوم ځایي راځي او بیا چرته ځي. هغه وايي چې د خلکو کورونه، کاربارونه، سکولونه تباه شول او نهه کاله ورسته هم بد امني ده. خو د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډیر سید نذیر وایي چې ضرب عضب یو کامیابه پوځ اپریشن په دې وو چې د ترهګرو ټېکانې یا ځالی یې ختمې کړي. هغه وویل چې بهرني ترهګر هلته شتون نه لري او غریزه سیمه ده نو ځکه له تر اوسه پورې مکمله بد امني نه ده ختمه شوې. ترهګري اوس هم روانه ده، هدفي وژنې روانې دي نو بیا څنګه ورته کامیابه ویلی شئ؟ ښاغلي سید نذیر وایي د عملیاتو نه ډیر امن هم راغلی وو خو بیا سهولت کار پیدا شول او په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وروسته ترهګري بیا سیوا شوه. ښاغلي سید نذیر په لویه خېبرپښتونخوا خپرونه کې وویل: د جنرل راحیل شریف په وخت کې دا اپریشن پیل شو خو د ختمولو وخت یې نه وو ټاکل شوې،. ښاغلي وویل چې کډوالو مسلې وس هم موجودې دي او د دوی مسلو ته پام نه دې شوی.  یاده دې وي پي ټي ایم هم د پوځي اپریشن نه وروسته په پوځي چیک پوسټونو د تنګولو، د هدفي وژنو، د ماین پاکولو غوښتنه وخت په وخت تکراره وي. او په پاڅونونو کې هم د بدامني د ختمولو غوښتنه کوي. دوي وايي چې د امن د پاره کار کونکي او غږ پورته کونکي له درکه کیږي. او د بدامنئ لړئ له دوام لري. څرګنده دې وي د ناامنۍ ضد مختلفو سیمو کې پوځي عملیات شوي. 2004 کې د پاکستان پوځ د جنوبي وزیرستان د واڼې سيمې په کلوشه علاقه کې وړومبی عملیات کړي او بيا په کال 2009 کې دغلته د راه نجات په نوم پراخه عملیات شوي وو. له دغې وروسته په سوات کې په کال 2009 کې د راه راست په نوم هم پوځي عمليات شوي او په کال 2014 کې بيا پوځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیات کړي او دغه عمليات بيا خېبر ته د خېبر ون په نوم غځول شوي وو له دې نه علاوه د پاکستان پوځ د وسله والو تندلارو پرضد په باجوړ، مومندو، کرمه، اورکزۍ او نورو علاقو کې هم په نورو نومونو عملیات ترسره کړي دي. پاکستان پوځ دعوه کوي چې د عملیاتو پرمهال یې د وسله والو او ترهګرۍ ملا ماته کړې ده، خوپه عملیاتو کې د ښکېل پاتې شوو سیمو مشران وایي دا جګړه په دوی ور تپل شوې، اوس په دغه جنګ پوره خبر دي چې د دې په شا څوک دي او چا دغه سیمې ته بد امني راوړې.

16.06.2023 ډیوه

اسحاق ډار: آی اېم اېف غواړي چې پاکستان د سریلنکا په څېر شي اؤ بیا ورسره مذاکرات وکړي

د پاکستان د خزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار ویلي آی اېم اېف د دوی وخت ضایع کوي اؤ په ظاهره پاکستان بلیک میل کوي. د زیارت/پنجشنبې په ورځ د پاکستان د سینیټ د خزانې قایمه کمیټۍ ته د احوال ورکولو په وخت ښاغلي اسحاق ډار ویلي آی اېم اېف غواړي چې پاکستان د سریلنکا په څېر شي اؤ بیا ورسره خبرې وکړي. اسحاق ډار وویل د آی اېم اېف خواهش دی چې "مونږ دې بیخي یوې څانګې ته هم په ټیکس کې رعایت ورنه کړو." نوموړي وویل: د یو خپلواکه هیواد په توګه مونږ ته دومره حق خو وي چې یو څه ټیکس پریږدو. د خزانې وزیر وویل که ټیکس کې استثنا نه ورکول کیږي نو د نمو شرحه به څنګه سیوا کیږي اؤ چې هیواد ته ګټه وټه نه راځي نو هیواد به څنګه پرمخ ځي؟ د هغه وینا وه چې د آی اېم اېف په وینا ځوان کول ته د آی ټي په څانګه کې په رعایت ورکولو بندیز نه شو لګولی. خو د دې ترڅنګ د خزانې وزیر د سینیټ قایمه کمیټې ته دا ډاډ هم ورکړی دی چې آی اېم ایف سره د پاکستان خبرې اترې روانې دي اؤ هم په روانه میاشت کې به نهمه ارزونه سرته ورسیږي. تر دې وړاندې د تېرې میاشتې په پائ کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم ویلي وؤ چې هیواد یې د آی اېم ایف ټول شرطونه ټکي په ټکي پوره کړي دي اؤ اوس داسې هیڅ نه دي پاتې چې ایي ایم ایف سره د تړون مخې ته خنډ شي. د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان حکومت کال2019م کې ایي ایم ایف سره د6 اربو اؤ 50 کروړو ډالرو د پور تړون لاسلیک کړی ؤ خو د دغه پیسو نه اوس هم پاکستان ته نزدې 2 اربه اؤ 70 کروړه ډالر نه دي ورکړل شوي چې د دې پیسو معیاد روانه میاشت ختمېدونکی دی. د آی اېم اېف لخوا پاکستان ته د قسط جاري کولو لپاره د مامورینو په کچه تړون د تېر نومبر د میاشتې راهسې د ځنډ ښکار دی اؤ پاکستان د تېرې فرورۍ د پیل راهسې آی اېم اېف سره د یو ارب اؤ 10کروړه ډلرو لپاره خبرې اترې کوي خو په دې خبرو کې هیڅ کامیابي نه ده موندل شوې. څېړونکي وايي په پاکستان کې راغلې سياسي بحران او ګډوډۍ د خراب اقتصادي صورتحال سره مخ د دې هېواد د نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف سره د قرض د لوظنامې پرځای کېدو هيلې ختمې کړي دي. د اقتصادي چارو کارپوهه عابد قيوم سلهري د وي او ای ډیوه خبریال ارشد حسین ته ویلي،پاکستان دا وخت د کمزوري اقتصادي صورتحال سره مخ دی او د سقوط په څنډه ولاړ دی. هغه ویلي دې هېواد ته به بهرنۍ قرضې ستنول وي او که د آی اېم اېف سره د سټاف په کچه لوظنامه نه کېږي نو بیا به اقتصادي کړکیچ لا پسې سیوا کیږي ځکه چې د نړيوال بینک او اېشايي سټرکچر 700 میلیونه ډالرې هم نه دي راغلي او هغوی د دې ورکول هم د نړیوال مالياتي ادارې د معاهدې سره تړلي دي.

16.06.2023 ډیوه

امریکا هغه کس اعدام کړ چې په ۱۹۸۴ کې په جنسي تېري او قتلونو تورن و

د امریکا د فلوریډا ایالت د پنجشنبې په ورځ جون ۱۵ (جوزا۲۵) د دوان اوون په نوم هغه ۶۲ کلن سړی اعدام کړ چې په ۱۹۸۴ کال کې په دوو ښځو باندې په جنسي تېري او د هغوی په وژلو تورن و. محکمې د وروستي ځل لپاره د هغه د لیونتوب ادعا رد کړه.

16.06.2023 امریکا غږ

امریکا وایي د پاکستان سیاست د دغه هیواد د ولس خپله معامله ده اؤ فیصله به یې هم هغوی ته کول وي

د امریکې د خارجه محکمې ویاند میتھیو ملر ویلي چې د پاکستان سیاست د پاکستاني ولس خپله معامله ده اؤ هغوي ته د خپل ایین اؤ قوانینو په اساس فیصله کول دي. هغه یو وارې بیا واضحه کړې ده چې د عمران خان د حکومت په نسکوریدو کې د امریکې هیڅ لاس نه شته اؤ ویلي یې دي "دا د امریکې د حکومت معامله نه ده". تېره ورځ د امریکې د بهرنیو چارو محکمه کې رسنیو ته د احوال ورکولو په موقعه چې کله هغه نه پاکستاني رسنیو کې د عمران د نوم په اخستو د بندیز په اړه پوښتنه وشوه نو ښاغلي ملر وویل امریکه په عامه توګه په ټولو حکومتونو ټینګار کوي چې هغوي باید د صحافیانو اؤ رسنیو د کردار درناوی وکړي. نوموړي وویل "فعالې اؤ بې ازادې رسنۍ جمهوریت پیاوړی کوي اؤ حکومتي چارواکي جواب ورکوونکي جوړوي". د دې پوښتنې ځواب کې چې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان په اړه د امریکې تازه دریځ څه دی؟ خارجه ویاند وویل "عمران خان یو عام وګړی دی اؤ امریکه د کوم وګړي د انفرادي حیثیت په لړ کې هیڅ دریځ نه لري". د هغه په وینا "هیله لرو چې خبریالان چې پاکستان کې د واقعاتو کوریج کوي، هغوي ته به د خپل کار د کولو اجازه وي ځکه چې ازاده پریس اؤ میډیا هغه ادارې دي چې صحتمند جمهوریت پیاوړی کوي اؤ دا خبره باوري کوي چې رایې ورکوونکي باید فیصلې اؤ دحکومتي چارواکو احتساب وکړی شي". د عمران خان د دې اوسنۍ دعوې په اړه چې ګنې د امریکایي تګلارو چیلنج کول د هغه د حکومت د نسکوریدو علت جوړ شوی ، د امریکې د خارجه محکمې ویاند وویل "مونږ ماضي کې هم ویلي دي چې د هغه تورونه بیخي ناسم دي". هغه وویل د پاکستان سیاست د پاکستاني ولس خپله معامله ده اؤ هغوي ته د خپل ایین اؤ قوانینو په اساس فیصله کول دي ،دا د امریکې دحکومت معامله نه ده. په دې وروستیو کې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان دعوه کړې ده چې د هیواد میډیا د هغه د نوم اخستو نه منعې کړل شوې ده اؤ د هغو صحافیانو پرضد مقدمې درج کیږي اؤ‌ ځورولی شي چې د هیواد حقیقي انځور خلکو ته ښایي. خو د پاکستان حکومت بیا په صحافت اؤ صحافیانو د بندیزونو دعوې ردوي اؤ وایي یوازې د هغه چا پرضد د ایین اؤ قانون له مخې ګامونه اخستل کیږي چې په اړي ګړي جوړولو اؤ د هیواد ګټو ته په زیان رسولو کې کردار لري.

16.06.2023 ډیوه

د پېسو نړیوال صندوق د پاکستان د بودیجې په اعلان شوې طرحې انتقاد کړی

د پېسو نړیوال صندوق د پنجشنبې په ورځ جون ۱۵ (جوزا۲۵) دپاکستان د حکومت له لوري د راتلونکي کال د مالي بودیجې په اعلان شوې طرحې انتقاد کړی دی. دغه صندوق ویلي دي اسلام اباد نه دی توانېدلی چې په دغې طرحې کې مناسب مالیاتي سیستم شامل کړي. د پاکستان لپاره د پېسو د نړیوال صندوق استازي استر پیریز رویز پاکستان ته د مالي ضمانت د تصویب کېدو لپاره د مذاکراتو د کامیابیدو په اړه اندېښنه وښوده. خو هغه ویلي دي چې دوی د پاکستان سره د بودیجې د طرحې په اصلاح کولو کې مرسته کولای شي. د پاکستان حکومت، چې د نقدو پېسو له کموالي سره مخامخ دی، څو ورځې مخکې د ۱۵.۵ تریلیون پاکستاني روپیو، چې ۵۰.۵ میلیارد ډالر کېږي، د بودیجې طرحه اعلان کړه. په دغې اعلان شوې طرحې کې ۷.۳ تریلیون روپۍ یې د پورونو ورکولو ته ځانګړې شوي دي. همدغه راز۹۵۰ میلیارد روپۍ د هغو [د خلکو د خوښې] پراختیایي پروژو لپاره ځانګړې شوې،‌ چې د رایو له لارې منظورېږي. په پاکستان کې د همدغه کال په پای کې عمومي ټاکنې کېږي. د بودیجې په دغې طرحې کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو په معاشونو کې ۳۵ سلنه او په دولتي تقاعد کې ۱۷.۵ سلنه زیاتوالی هم شامل دی. دا ټولې پروژې د عمومي افکارو د خپلولو اقدمات بلل کېږي. د پاکستان د مالیې وزیر اسحق دار د دغه هېواد ملي اسمبلۍ ته د بودیجې د طرحې د وړاندې کولو په مهال ټېنګار وکړ چې اهداف عاقلانه ټاکل شوي دي. هغه وویل: «په هېواد کې به ژر عمومي انتخابات وشي، خو د راتلونکي مالي کال بودیجه د انتخاباتي بودیجې په ځای، د یوې مسئولې بودیجې په توګه برابره شوې ده.» د پاکستان صدراعظم شهباز شریف مخکنی صدراعظم عمران خان، چې پارلمان د اپریل په میاشت کې له واک څخه لېرې کړ، تورن کړ چې «د هېواد اقتصاد ته یې ضربه» ورکړې ده. شریف همدغه راز ویلي دي چې د نړیوال وجهي صندوق له لوري د پورونو د ورکولو د مودې غځولو ته هیله مند دی او د دغه صندوق «مشر ژمنه کړې ده.. او کوم خنډ» نه لیدل کېږي. د پېسو نړیوال صندوق پاکستان ته ویلي دي چې د ۶.۵ میلیارد نور ډالرو تر ترلاسه کولو مخکې باید بهرنی اضافي مالي تمویل خوندي کړي، پاپولیستي سبسایډي ختمه او اجازه دې ورکړي چې روپۍ په ازاد ډول د ډالرو په مقابل کې تبادله شي. خو بیا هم د نوې بودیجې په طرحه کې ۱۰.۷ تریلیون روپۍ د سبسایډۍ لپاره ځانګړې شوي دي. په اسلام اباد کې د میوو او سبزیجاتو د مارکیټ یو کارکوونکی اختر نواز وايي چې د بودیجې منظوري د بې وزلو درد نه دوا کوي. هغه وايي چې بې وزلي به هغه وخت د ارامې ساه واخلي چې انفلاسیون کم شي. پاکستان کې اقتصادي بحران؛ بې وزلو خلکو د خوړو دپاره خیریه موسسو ته مخه کړې ځینې کارپوهان په دې باور دي چې را روانو انتخاباتو ته په کتو حکومت د عامه افکارو د خپلولو لپاره دا ډول پرېکړې کوي. د پاکستان د اقتصادي پرمختګ د انستیتوت اقتصادپوه نصیر اقبال وویل: «د انتخاباتو کال دی او حکومت باید د خلکو د خوښې پرېکړې وکړې.» د حکومت د یو راپور په اساس، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، دا هېواد د ۲۰۲۳-۲۰۲۲ مالي کال د اقتصادي ودې هېڅ هدف نه دی ترلاسه کړی او د داخلي ناخالص تولید د ودې کچه هم ۰.۳ سلنه وه. خو د پاکستان مالي وزیر ویلي دي چې د راتلونکي کال د بودیجې طرحه یې د داخلي ناخالص تولید د ۳.۵ سلنې د ودې په اساس برابره کړې، خو نړیوال بانک دا وده تر دوو سلنې کمه اټکل کړې. د نړیوال بانک د دغې اوونۍ په راپور کې همدغه راز د ۲۱ سلنې انفلاسیون وړاندوینه هم شوې ده. د پاکستان د بودیجې په طرحه کې همدغه راز د دغه هېواد د دفاعي برخې بودیجه هم له ۱.۵ تریلیون روپیو څخه ۱.۸ تریلیون ته لوړه شوې ده. د بودیجې دا طرحه داسې مهال اعلان شوې، چې دا پاکستان په اقتصادي لحاظ سخت ځپل شوی، تر پورونو لاندې دی، د توکو قیمتونه په کې لوړ شوي او سیاسي وضعیت یې هم خراب دی.

16.06.2023 امریکا غږ

امریکا د چین سره د زیاتېدونکو کشیدګیو په مهال، د غلط حساب یره څرګندوي

واشنګټن  - امریکایي چارواکي وایي چې امریکا د خپل ستر حریف، چین سره د غلط حساب د مخې ته راتلو امکان ګوري، نو ځکه واشنګټن لګیا دی د بجېنګ سره خپل تعاملاتو ته وسعت ورکوي. د امریکا خارجه وزارت د شورو/چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ملک خارجه وزیر انټني بلېنکن به دا هفته د چین پایتخت بجېنګ ته سفر وکړي. خارجه وزارت پخپل بیان کې زیاته کړه چې چين ته په دوره کې به ښاغلی بلېنکن د چین د خارجه وزیر چن ګانګ په شمول، د جګپوړو چینایي مشرانو سره وګوري. د بلېنکن دغه سفر، د صدر بایډن انتظامیې د کوښښونو یوه برخه ده چې غواړي د دوو ملکونو ترمنځ د سفارتکاري لانجو وروستو، د بجېنګ سره تعلقات بېرته سم کړي. د امریکا په خارجه وزارت کې د مشرقي ایشیا او پسفیک چارو مرستیال سېکرېټري ډانیل کرېتنبرېنک په یو ټلیفوني برېفنګ کې د شورو/چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "مونږ بجېنګ ته د یو حقیقت پسنده، پراعتماده نقطه نظر او د یو مخلصانه نیت سره ځو چې د امکان ترحده ترټولو ذمه وارانه طریقې سره خپلې سیالي/مقابلې ته انتظام ورکړو." په همدې حال کې د صدر جو بایډن نایب اسېسټنټ او په قامي سلامتیا کونسل کې د انډوپسفیک چارو کوارډنېټر، کورټ کمپبل په ټلیفوني بریفېنګ کې وویل: "همدا اوس بالکل د شدیدي سفارتکارۍ وخت رارسېدلی دی." کمپبل تېره هفته د چین سره د "مناسبې سفارتکارۍ" د ساتلو غږ اوچت کړ، او ویې ویل چې د چین او امریکا ترمنځ د غلط حساب مخې ته راتلو امکان په زیاتېدو دی. هغه دا خبرې په واشنګټن کې د هوډسن انسټیټوټ په یوه دستوره کې وکړې. بلېنکن د نهې/سه شنبې په ورځ د خپل چینایي هم منصب، چن ګانګ سره ټلیفوني خبرې هم وکړې چې په اړه یې خارجه وزارت یو بیان هم جاري کړ او د هغه ترمخه، ښاغلي بلېنکن د چین سره "د رابطو د پرانېستو لاینونو د ساتنې" غوښتنه وکړه چې په دې سره "د غلط حساب او شخړې" مخه ونیولی شي. بل اړخ ته د چین د خارجه وزارت ترجمان، وانګ وېنبن هم د دې ټلیفوني خبرو په اړه یو بیان ورکړ چې د هغه ترمخه، د چین خارجه وزیر چن ګانګ د امریکا نه وغوښتل چې "د چین بنیادي فکرمندیو" ته توجو وکړي او بل دا چې "د چین په داخلي چارو کې دې مداخلت بند کړي، او د ځغل/سیالي په نوم دې د چین خودارادیت، امن او د پرمختګ مفاداتو ته دې نقصان اړول بند کړي." څېړونکي وایي د دې سفر په لړ کې په اهمو دوه اړخیزو مسئلو باندې د کوم لوی پرمختګ د راتلو امکان کم دی. د امریکا په قامي سلامتیا کونسل کې د چین د څانګې پخوانی مشر ډنېس وایلډر وایي: "تر ټولو غوره شی چې په دې سفر کې حاصل کېدلی شي، هغه دا دي چې د دوه اړخیزو تعلقاتو د لاندې یو منزل قایم کړی شي او د کابینې په کچه د تعاملاتو دپاره لاره هواره کړی شي." د وایلډر وینا ده چې د امریکا او چین ترمنځ لا هم بې اعتمادي زیاته ده او په داسې حال کې د تعلقاتو حقیقي استحکام له نظره لېرې ښکاري.

16.06.2023 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

16.06.2023 امریکا غږ

د انساني قاچاقو په اړه د امریکا کلنی راپور؛ افغانستان د بدو هېوادونو په کتار کې دی

د امریکا متحدو ایالتونو په نړۍ کې د انسانانو د قاچاقو په اړه د نظر پوښتنې کلنی راپور خپور کړ، چې افغانستان، چین او روسیه په کې د هغو هېوادونو په کتار کې دي چې د انساني قاچاقو له پلوه د نړۍ تر ټولو بد ځایونه پېژندل شوي.

16.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more