ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

09.07.2023 ازادي راډیو

د پاکستان کرکټ لوبډلې د هند په نړيوال جام کې ګډون دپاره کميټي جوړه شوې

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې په هند کې د راتلونکي يو ورځني نړيوال جام 2023 په سياليو کې د ګډون په معامله د پاکستان وزيراعظم د لوړې کچې کميټي جوړه کړې ده. کميټي به وزيراعظم ته سپارښتنې کوي او د هغې وروسته د لوبډلې هند ته لېږلو پرېکړه کولی شي.

09.07.2023 ډیوه

کاناډا کې میشتو سیکانو د خپل یو مشر وژل کیدو له کبله د هند قونسلګرۍ مخې ته مظاهرې کړې

سلګونه کاناډایي میشته سیکان شنبه جولای ۸ (چنګاښ۱۷) د دې هیواد د ټورنټو په ښار کې د هند قونسلګرۍ مخې ته راټول شوي و او د خپل یو مشر د وژل کیدو له وجې یې مظاهرې کولې.

09.07.2023 امریکا غږ

مردان: وسله وال بريد کې پولیس افسر سخت ژوبل شوی

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د شپې ناوخته د پولیسو افسر [ډي اېس پي] په ګاډي نامعلومو وسله والو ډزې کړي پوليس افسر سخت ژوبل شوی دی.

09.07.2023 ډیوه

اسلام اباد: عدالت د عمران خان ضد د توشه خانې قضيه د اورېدنې وړ ګرځولې

د اسلام اباد د سېشن عدالت قاضي/جج همايون دلاور د خالي/ شنبې په ورځ د عمران خان ضد د توشه خانې قضيه کې د فريقېنو دليلونه اورېدلي، قضيه یې د اورېدنې وړ ګرځولې او د جولايۍ په 12مه یې اورېدنه ټاکلې ده.

09.07.2023 ډیوه

پاکستان په ګډې پولې کې د افغان طالبانو د ترهګرۍ ضد په مبارزې خوشبینې وښوده

د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني د افغان طالبانو هغه هڅې وستایلي چې د سرحد په دواړو خواوو کې د وسله والو د فعالیتونو په هکله د دې هیواد اندیښنو ته د ځواب ویلو لپاره یې کړیدي.

09.07.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

09.07.2023 امریکا غږ

د خیټې غوړ څنگه له منځه یوسو؟

پوهانو په یوې نوې څیړنې کې د بدن د مختلفو برخو د غوړو (وازگو) د ویلې کولو او له منځه وړلو نوې لارې چارې څیړلي دي.

09.07.2023 امریکا غږ

ایران کې پر پولیس تاڼه برید: څلور بریدګر او دوه پولیس افسران وژل شوي، جیش العدل د برید ذمه واري منلې

واشنګټن ــــ د پاکستان پولې ته نیژدې د ایران په ناکراره سیستان او بلوچستان ایالت کې وسلوالو د پولیسو پر یوه تاڼه برید کړی دی چې د چارواکو په وینا له څلورو بریدګرو سره سره دوه امنیتي افسران هم پکې وژل شوي دي. د ایران سرکاري ټیلیویژن د رپوټ له مخې د شنبې- خالي په ورځ په زاهدان ښار کې وسلوالو او ځانمرګو بریدګرو د پولیسو پر یو مرکز برید وکړ، خو وایي پولیسو ورسره نښته پیل کړه. په رپوټ کې د سیستان بلوچستان د مرستیال ګورنر علي رضا مرهمتي په حواله ویل شوي چې برید کوونکو لاسي بمونه کارولي دي، خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی. د ایران د سیستان بلوچستان صوبې مرکز زاهدان تېر کال هغه وخت د یو شمېر خونړیو احتجاجونو په ډګر بدل شو، چې د مهسا امیني په نوم یوه کردۍ نجلۍ د اخلاقي پولیسو په بند کې مړه شوه او په ضد یې په ټول ایرن کې مظاهرې پیل شوې. د جیش العدل په نوم وسلوالې ډلې د شنبې- خالي د ورځې د برید ذمه واري پر غاړه اخیستې ده، خو نور معلومات یې نه دي ورکړي چې څو بریدګر وو او نه یې د خپلو بریدګرو د وژل کېدو په اړه د ایراني چارواکو دعوې ته څه جواب ویلی دی. دې ډلې پر سوشل مېډیا په یو پوسټ کې ویلي ، دا د هغو احتجاج کوونکو غچ وو، چې وایي د 2022 کال د ستمبر پر 30مه د ایران امنیتي ځواکونو وژلي وو. د رویټرز د خبر له مخې جیش العدل ویلي چې د پولیسو دغه په نخښه شوې تاڼه "په زاهدان کې د جمعې د خونړي ناورین له اصلي ذمه وارو څخه وه." وسلوالې ډلې لومړی دعوه کړې وه چې د پولیسو مرکز یې قبضه کړی، خو د ایران خبري ایجنسیو ویلي چې بریدګر لومړی په تاڼه کې دننه محاصره شوي او وروسته "ټول څلور ترهګر" وژل شوي دي. د بشري حقونو لپاره کارکوونکي نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونو د تېر کال د ستمبر پر 30مه د احتجاج کوونکو د ځپلو په وخت لږ تر لږه 66 کسان وژلي وو. ایراني چارواکو د ستمبر د 30مې د ډزو د پیلولو پړه پر جیش العدل ور واچوله چې یوه بلوڅ وسلواله ډله ده او تور پورې کوي چې دا ډله په پاکستان کې له خوندي پناه ځایونو په ایران کې د بریدونو لپاره فعالیت کوي. ایراني چارواکو وروسته د زاهدان د پولیسو کمانډر او د پولیسو تاڼې مشر له دندې ګوښه کړ او د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنايي زاهدان ته یو پلاوی واستاوه چې د سني بلوڅانو له عالمانو سره خبرې وکړي. د ایران مشهور سني دیني عالم او پر شیعه مشرانو له اوږدې مودې تنقید کوونکي مولوي عبدالحمید د پولیسو پر مرکز برید غندلی او د سیستان بلوچستان له اوسېدونکو یې غوښتي له داسې کارونو دې ډډه وکړي چې د امنیت د خرابېدو سبب کېږي. د ایران سیستان بلوچستان یوه غریبه صوبه ده چې له پاکستان او افغانستان سره ګډه پوله لري او اکثر اوسېدونکي یې سني بلوڅان دي. د بشري حقونو ډلې وايي، بلوڅ اقليت چې شمېر يې دوه ميلينه ته رسېږي، له لسيزو راهيسې له توپیري چلند او جبر سره مخ دي. یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

09.07.2023 ډیوه

امریکا کې د الوتکې لویدو په پیښې کې ۶ تنه وژل شوي

د متحده ایالاتو د کلیفورنیا په ایالت کې چارواکي وایي شپږ تنه شنبه جولای ۸ (چنګاښ۱۷) هغه وخت مړه شول چې یوه وړه الوتکه په زراعتي ځمکې کې ولویده او اور یې واخیست.

09.07.2023 امریکا غږ

درانی: طالبانو د پاکستان او ګاونډیو هېوادونو د ترهګرۍ د اندېښنو ختمولو لپاره اقدامات پیل کړي

واشنګټن ــــ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی وایي اسلام اباد تمه لري چې طالبان به تر پولې هاخوا ته د ترهګرۍ خلاف اغېزمنه مبارزه وکړي او د داسې همکارۍ تقلید به وکړي چې د امریکې صدر جوبایډن په وروستیو کې د کابل د واکمنو او واشنګټن تر منځ یاده کړې وه. آصف دراني له وي او اې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د طالبانو حکومت په وروستیو کې ځینې اقدامات پیل کړي دي چې د پاکستان او چین په ګډون د نورو ګاونډیو هېوادونو هغه اندېښنې ختمې کړي چې له خپلو پولو بهر د ترهګرۍ په اړه یې لري، خو وایي دا به تر وخت مخکې وي چې د نتیجو په اړه اټکل وکړي: "څنګه چې صدر بایډن په ترهګرۍ ضد اقداماتو کې د افغان طالبانو او امریکايي چارواکو همکارۍ ته اشاره کړې، موږ هم هغسې تمه لرو او دا عمل پیل شوی دی، هیله ده په نیژدې وخت کې به مثبتې نتیجې ولري". نیژدې دوه کاله وړاندې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي له هغه وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ بریدونه په ډراماټیک ډول زیات شوي دي او د تشدد پېښې ورځنی معمول ګرځېدلی چې د زیاتو امنیتي عسکرو په ګډون سلګونو عام خلک پکې وژل کیږي. اسلام اباد دعوه کوي چې دا بریدونه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پټ او تښتېدلي جنګیالي پلانوي چې وايي د پاکستاني ریاست خلاف وژونکی بغاوت کوي. د طالبانو د وروستي اعلان په جواب کې چې ګواکې د ټي ټي پي غړي له هغو سیمو- چې له پاکستان سره پوله لري- نورو سیمو ته لېږدول شوي دي، آصف دراني داسې وویل: "دا یوه سنجیده مسئله ده، خو د ټي ټي پي د نیوټرل [بې طرفه] کولو لپاره اقدامات روان دي، موږ باید په دې هم پوه شو چې دا به یو څه وخت واخلي، خو دا عمل پیل شوی دی". آصف درانی وایي، دا یو مهم ګام دی چې د طالبانو حکومت یې اخلي، نو باید ورته انتظار وشي او نتیجې یې وکتل شي، وایي دا کار اوس په لومړیو مرحلو کې دی او په اړه یې تبصره تر وخت مخکې کار دی: "که د ټي ټي پي کسان په حقیقت کې [پولې ته له نیژدې سیمو] بل ځای ته ولېږدول شي او دا کار زموږ له پولې سره د امن سبب شي، دا به یو مهم پرمختګ وي او موږ به یې هرکلی وکړو." د طالبانو حکومت لا د آصف دراني دغو خبرو ته جواب نه دی ویلی، خو د حکومت ویاند یې ذبیح الله مجاهد د تېرې جون میاشتې پر درېیمه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د دې دعوې په اړه بې خبري ښوولې وه چې ګواکې حکومت یې د ټي ټي پي وسلوال لرې پرتو سیمو ته لېږدوي. د پاکستان دغه اعلی سفارتکار وایي اسلام اباد د افغان طالبانو په غوښتنه د ټي ټي پي له "تښتېدلو مشرانو" سره خبرې اترې پيل کړې وې چې هغوی د تشدد درېدو ته وهڅوي خو وایي دا عمل تېر کال ځکه ودرېد چې هغوی "د خندا او نه منلو وړ" غوښتنې کولې: "پاکستان د خبرو اترو لاره بنده کړې ده، د دوی [ټي ټي پي] لپاره یواځینۍ لار دا ده چې تسلیم شي او قانون ته غاړه کښېږدي". آصف دراني زیاته کړه چې د پاکستان د پوځي عملیاتو له کبله ټي ټي پي اوس د پښتونخوا په هیڅ ځای کې هم د مځکې کنټرول نه لري او وایي پولې ته له نیژدې سیمو د هغوی لرې کول دا ښکاره کوي چې دوی اوس د افغان طالبانو لپاره هم په "ذمه وارۍ" بدل شوي دي. ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو ډله له افغان طالبانو سره نیژدې اړیکې لري او امریکې د نړیوالې ترهګرې ډلې په فهرست کې شامله کړې ده. دې ډلې په تېرو شلو کلونو کې افغان طالبانو ته پناه ورکړې وه چې په افغانستان کې یې د امریکایي او افغان ځواکونو خلاف جګړه کوله. آصف درانی وایي په افغانستان کې اوس نسبتاً ډېر امن دی، خو وایي د ټي ټي پي، اي ټي ای ایم او نورې ډلې لا هلته شته چې د اندېښنې وړ دي: "پاکستان او چین دواړه هیله لري چې افغان حکومت به په دې اړه عملي اقدامات ګامونه واخلي". چین د اي ټي ای ایم یا د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له دې کبله غیرقانوني اعلان کړی دی چې وایي‌ د افغانستان له پناه ځایونو یې د دوی پر خاوره د ترهګرۍ بریدونه کړي دي. چین تېره میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، ترهګري لا هم د افغانستان لپاره یو لوی چېلنج دی او له طالبانو یې وغوښتل چې په دغه هیواد کې د ترهګرو ډلو خلاف "غوڅ او کلک ګامونه" واخلي. آصف درانی وایي د طالبانو له حکومت سره د نړیوالو پرله پسې اړیکې او خبرې د مثبتو رجحاناتو د پیاوړي کېدو او په افغانستان کې د مسلسل چېلنجونو د حل کولو یواځینۍ لاره ده. درانی وایي له طالبانو لرې اوسېدل یا ورسره اړیکې نه جوړول به مرسته ونه کړي، وایي دا یو حقیقت دی، چې د امریکې ولسمشر او نورو د کوکنارو د ختمولو په ګډون د طالبانو ځینې ګامونه ستایلي دي. "هیله ده نورې پاته مسلې لکه [د دوی په حکومت کې] د ټولو افغانانو ګډون، د نجونو تعلیم یا د ښځو د کار مسله به هم په ښه توګه حل شي". آصف درانی وایي د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په تېرو څه کم دوو کلونو کې تر اووه لکه زیات افغانان پاسکتان ته کډه شوي دي، چې وایي په هغوی کې تر یو لک 20 زره زیات امریکې او نورو هېوادونو ته تللي او د نورو راتلونکی لا معلوم نه دی.

09.07.2023 ډیوه

ملګرو ملتونو کارپوهان: عربستان باید دوه ښځې چې د ټویټر د کارولو په خاطر بندیانې کړي خوشې کړي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي هغه دوه سعودي ښځې چې د ټولنیزو شبکو د کارولو په تور نیول شوي او په لسګونو کاله بند محکومې شوي، باید خوشې شي. 

08.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.07.2023 امریکا غږ

په هند کې د واحد مدني قانون لپاره د مودي وروستي فشار اندیښنې راپورته کړي دي 

د هند د حکومت لخوا د ټول هند لپاره د 'واحد مدني قانون' د پلي کولو څرګندې هڅې، چې د هند د ټولو اتباعو لپاره د شخصي قوانینو یوه ګډه مجموعه ده، دا اندیښنې راپورته کړې چې د هند واکمن ګوند هڅه کوي، ټولنه په فرقه ایزو لیکو سره وویشي. 

08.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.07.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more