د عکسونو البوم: کابل کې د عاشورا ورځې ویر

د عاشورا په شپه د کابل په کارته سخي سیمه کې پر ویرجنو د بریدونو له امله چې ۱۶ کسان پکې ووژل شول او ۵۴ نور ټپیان شول، نن دغه ورځ د تېرو کلونو په پرتله کمرنګه وه. په ډېرو سیمو کې د ماتم کوونکو پخپله د خپل امنیت نیولو لپاره مټې بډوهلې وې. د بي بي سي خبریال فرهاد محمدي د کابل ښار وضعیت ته په دغو انځورونو کې کتنه کړې.

ناتو: په کندز کې وضعیت عادي شوی

ناټو وایي په کندز کې د پیښ شوي حالت نه هیڅوک راضي ندي خو په تیرو دوو ورځو کې حالات بیرته عادي شوي دي.

پاکستان درې طالب مشران نیولي

له پاکستان نه ناتایید شوي راپورونه وايي چې چارواکو په بلوچستان ایالت کې درې طالبان مشران نیولي او نامعلوم ځای ته یې بیولي دي.

پاکستاني امنیتي ادارو کوټه کې د افغان طالبانو ځینې مشران "نیولي"

د افغان طالبانو د ځينو سرچینو په خبره پاکستاني امنيتي ارګانونو د بلوچستان په کوټه او شاوخوا سیمو کې له تېرو شپږو اونیو راهیسې د ملا احمد الله ناني په ګډون ددوی یو شمېر نور هم مشران نیولي دي. ملا نانی د افغان طالبانو د رهبري شورا غړی او د ددغې ډلې د جلب او جذب کمیسيون مشر دی.

د کارته سخي برید کې د ډایکنډي ولایتي شورا یوه غړې هم وژل شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي بي بي سي ته ویلي؛ د وروستیو شمېرو له مخې د کابل په کارته سخي زیارت کې د عاشورا پر ویرجنو د تېرې ورځې په برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي. دغه برید تېره ورځ ماښام مهال شوی. تر برید وروسته کابل کې امنیتي تدابیر لا کلک شوي.

بلخ کې د عاشورا مراسم امنه فضا کې ترسره شول

د عاشورا یا د محرم‎الحرام د میاشتې له لسمې ڼېټې څخه مزارشریف کې د حضرت علی رض په منسوب زیارت کې...

طالبان د کندز له ښارڅخه په شا شوي

تیره شپه د کندز د ښار په ختیځه خوا کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د یوې درنې نښتې وروسته طالب وسله وال د کندز له ښار څخه وتلي دي.

'د حلب ختیځ کې د روسیې بمبارۍ ۲۵ ولسي وګړي وژلي'

د روسیې جنګي الوتکو یو ځل بیا د حلب ښار په ختیځ د سوریې ولسمشر بشار اسد د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو باندې هوایي بریدونه کړي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې بریتانیا کې مېشته ده راپور ورکړی؛ د سه شنبې ورځې په هوایي بریدونو کې لږ ترلږه ۲۵ ولسي وګړي وژل شوي.

هندوستان ټایمز: هند سوله غواړي، خو دا په دې معنا نه ده چې د ترهګرو ملګري به بخښي

هندوستان ټایمز ورځپاڼه د لومړي وزیر نرېندرا مودي څرګندونې راخیستي چې تېره ورځ یې په سیمه کې د روان تاوتریخجن حالت په اړه کړي دي.

د روسیې جنگي الوتکو په حلب بیا درنه بمباري کړي

د سوریې د بشري وضع د څار ډله وایي چې د بوستان القصر په سیمې کې د وژل شوو شمیر لږترلږه ٢٥ تنو ته رسیدلی دی

ټرمپ: د گوند د غړیو د ملاتړ پرته بری مشکل دی

د استاځو د مجلس رئیس پال راین د ټرمپ د میرمنو په هکله د سپکې تبصری د ویډیو د خپریدو نه ورسته وئیلي وو چې هغه به نور د ټرمپ لپاره کمپاین ونکړي.

د عاشورا ورځ او د بي بي حوا اوښکې

بي بي حوا د خپلو دریو ځوانو وژل شویو زامنو له کونډې او یتیمانو سره د خپل خټین کور پر غولي ناسته وه ، پر مخ یې د اوښکو باران و، د خپل زاړه ټیکري پر پیڅکه یې د زامنو عکسونه پاکول... د اریا احمدزۍ لیکنه.

د کینیا نجونې او د راتلونکي په اړه یې نظر

جیریمي تان او ایلا ډیکینسن د کینیايي نجونو عکسونه اخیستي چې په بیوزلۍ کې لویږي

کندهار کې صنعت

د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې سوداګر وايي د برېښنا د کمښت له امله ځینې فابریکې په ټپه ولاړې دي او د دغه ولایت صنعت ورسره اغېزمن شوی دی.

د سمسونګ ځيرکو موبايلونو ستونزه

سمسونګ وروسته له هغه د خپل تازه ځيرک ټليفون ټول توليد په ټپه درولی، چې د ګلکسي نوټ اووه ټليفون چاودېدو او سوځېدو راپورونه خپاره شول.