دا زما حق دی
دا زما حق دی
د اردوغان شرط: تاسو ترکیه اروپايي ټولنې کې ومنئ، موږ به سویډن په ناټو کې ومنو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دوشنبه جولاۍ لسمه (چنګاښ ۱۹) وویل چې په ناټو کې به د سویډن د غړیتوب غوښتنه هغه وخت ومني، چې په اروپايي ټولنې کې د ترکیې د غړیتوب اخیستلو لپاره لاره پرانیستل شي.
پوتین د واګنر ډلې له مشر سره لیدلي- کرملین
د روسیې د جمهوري ریاست ویاند دیمیتري پسکوف نن دوشنبه جولاۍ لسمه (چنګاښ ۱۹) وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د واګنر جګړه مارې ډلې له مشر یوګیني پرېګوژین سره لیدلي دي.
باجوړ کې ځايي مشر وژل شوی، شمالي وزیرستان کې د اېن ډي اېم د غړي د وژنې ضد احتجاجي مظاهرې شوي
د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې يو ځايي ملک نامالومه وسله والو په ډزو وژلی دی، او شمالي وزيرستان کې د ملي جمهوري غورځنګ د غړي د وژنې ضد احتجاجي مظاهرې شوي دي. د کورمې پوليس وايي په سيمه کې د دوه قبيلو ترمنځ جګړه ختمه شوې ده.
بنګله دېش: د افغانستان د کرکټ خطرناکو ورو توپ اچوونکو سره لوبه راته ګټه کوي
د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکی نیک پوتاس وايي د درې یو ورځنیو سیالیو په لړ کې د افغانستان د خطرناکو ورو توپ اچوونکو سره له مخامخ کېدو څخه په اوږد مهال کې ګټه پورته کوي.
په کراچۍ کې بې درکه شوی خبريال بيرته ستون شوی
د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د خالي يا شنبې په شپه بې درکه شوی خبريال تېره شپه ناوخته کور ته ستون شوی دی. بې درکه محمد عسکري د ځايي جنګ ورځپاڼې خبريال دی.
د امریکې د خزانې وزيرې ویلي، د امریکې او چين نزدې اړيکې مهمې دي
د امریکې د خزانې وزیرې جينټ ييلن د چين د سفر په مهال ویلي، د نړۍ د دوه غټو اقتصادي هېوادونو نه يواځې د خپل ځان، بلکې د نورو هيوادونو د ګټو دپاره دا زمه واري جوړيږي چې د اقتصادي پرېکړو او موسمي بدلونونو په حواله د يو بل سره د نزدې نه خبرې اترې وکړي.
هلمند کې د تښتول شویو دوو ماشومانو جسدونه یو څاه کې موندل شوي
هلمند ولایت کې د طالبانو سمیه ییز چارواکي وايي، چې د هغو دوو ماشومانو جسدونه یې په یو څاه کې موندلي، چې درې ورځې دمخه سړي تښتوونکو ددغه ولایت د ګرشک په ولسوالۍ له خوا تښتول شوي و.
په پیرو کې ۲۳ افغانان د قاچاقبرانو څخه ژغورل شویدي
په پیرو کې چارواکي وایي یکشنبه جولای ۹ (چنګاښ۱۸) یې د برازیل سره په ګډې پولې کې ۲۳ افغانان د قاچاقبرانو څخه ژغورلي دي.
امريکايي پوځ ويلي، په شام کې یې د داعش مشر وژلی
د امریکې مرکزي کمانډ [سينټکام] د اتوار په ورځ ویلي، د شام په ختيځ کې یې په هوايي بريد کې د داعش يو مشر وژلی دی.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
جمهور رئیس بایډن په پنځه ورځني سفر اروپا ته روان شو
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه جولای ۹ (چنګاښ۱۸) په پنځه ورځني سفر اروپا ته روان شو او ټاکل شوې چې د سفر لومړی تمځای به یې په برتانیې کې د پاچا چارلز دریم او صدراعظم ریشي سوناک سره لیدنه وي.
سوریه کې د موټر بم په چاودنو کې ۸ تنه وژل شوي
د سوریې د بشري حقونو څار اداره وایي د دې هیواد په شمال کې د موټر بم په دوو جلا چاودنو کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي چې درې یې ماشومان و.
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)