ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د قران سوځولو په اړه بیړنی بحث وکړ 

ملګري ملتونه وايي چې نفرت پاروونکي بیانونه په هر ځای کې مخ په زیاتېدو دي او په همدې حال کې د بشري حقونو شورا د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۱۱ (سرطان۲۰) د قران سوځولو د وروستیو پېښو په اړه بېړنۍ مناظره کړې ده. 

11.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

11.07.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

11.07.2023 امریکا غږ

د ناروې د کډوالو شورا:‌ طالبانو کابل کې د بې ځایه شویو کمپ نړولی، دوه ماشومان مړه دي

د ناروې د کډوالو شورا وايي، طالبانو په کابل کې د داخلي بې ځایه شویو یو کمپ ویجاړ کړی او په ترڅ کې یې دوه ماشومان مړه شوي دي.

11.07.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

11.07.2023 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د ناټو امنیتي سازمان د غونډې او اجنډا په اړه وروستي معلومات خپرو. د طالبانو د حکومتي اقداماتو په اړه د ناروې د کډوالو شورا د اندېښنو او سویډن د حکومتي موسسو د فعالیت ځڼډولو په اړه راپور لرو. او د واشنګټن ډي.سي او څیرمه ښارونو کې د ښځو په مدیریت او ظرفیت د موټرو تر ټولو لوی ترمیم ورکشاپ په اړه هم راپور ګورئ.

11.07.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

11.07.2023 امریکا غږ

د زهرو کاروان، شپږم قسمت – ۲۲ چنګاښ

د زهرو کاروان مستندو فلمونو د لړۍ په شپږمه او وروستۍ برخه کې مو په افغانستان کې په مخدره موادو روږدو د درملنې لپاره د روغتونونو پر وضعیت خبرې کړې دي. دا مستند فلم د پنجشنبې په ورځ د سرطان میاشتې په ۲۲ مه نېټه د ازادي راډیو پر ویبپاڼه، یوټیوب او فیسبوک پاڼو کې کتلای شئ.

11.07.2023 ازادي راډیو

د نېټو سرمشریزه: سویډن ته د غړیتوب لاره هواره شوه، صدر زلنسکي وایي ښکاري د اوکراین منلو ته تیار نه دي

واشنګټنن - د نېټو سيکرټري جنرل جېنز سټولټنبرګ د نهې- سې شنبې په ورځ ويلي په پوره باور سره ويلی شي ترکي به په نيټو اتحاد کې د سويډن د شاملېدو ملاتړ کوي او په لیتوانيا کې د نېټو دوه ورځنۍ غونډه به تاريخي وي. سټولټنبرګ ویلي دا غونډه به په نېټو کې د اوکراين د شاملېدو په اړه هم يو قوي او مثبت پيغام ورکړي. اتحادیانو سویډن ته د غړیتوب ورکولو پر ګډ متن بحث کړی، خو وایي پر دې خبره متفق دي چې تر څو پر اوکراین د روس بریدونه روان وي په نېټو کې د اوکراین پر شاملېدو فکر نه کوي. په نېټو کې د شاملېدو لپاره دې اتحاد ته اړتیا ده چې د خپلې تګلارې په پینځمه ماده کې هغه اصل پر ځای کړي چې وایي د نېټو "پر یوه غړي د کوم هېواد برید به پر ټولو برید" ګڼل کېږي. د نېټو تر غونډې مخکې د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي ویلي دي، دا حالت ورته د منلو وړ دی، خو په ټویټ کې یې شکایت کړی چې د متن پر محدودو خبرو بحث شوی او داسې ښکاري چې د نېټو مشران په اتحاد کې د اوکراین شاملېدو ته تیار نه دي: "د دې مانا دا ده چې له روس سره په خبرو کې په نېټو کې د اوکراین پر غړیتوب د سودا لپاره د فرصت یوه کړکۍ پرانیستې پرېښوول کېږي او دا د روس لپاره په دې مانا ده چې خپلې ترهګرۍ ته دوام ورکړي". ټاکل شوې چې ولسمشر زلنسکي هم د شورو- چارشنبې په ورځ د نېټو سرمشریزې غونډې په دویمه ورځ لیتوانیا ته ورشي او په دې غونډه کې ګډون وکړي. په نېټو کې د اوکراين د شاملېدو مسله د ځنډ ښکار ځکه ده چې غړي هېوادونه لا ټول په يوه خوله نه دي. امريکا ويره څرګندوي چې که دا وخت اوکراين په نېټو کې شامل شي دا به د ايټمي طاقت روس سره د نېغ په نېغه جګړې سؤب وګرځي او بل دا چې د اوکرين نه غوښتنې کيږي کيف به اول ضروري اصلاحات کوي نو هله به ورته په دغه پوځي اتحاد کې د ګډېدو اجازت ورکول کيږي. د نېټو مشر سټولټنبرګ ويلي په وېلنيس کې د نېټو غونډه د پيل کېدو نه وړاندې تاريخي ګرځېدلې ځکه چې د ترکي د صدر طيب اردوان سره د مياشتو راهسې روان ملاقاتونو نتيجه ورکړې او ترکي رضا شوی په نېټو کې د سويډن د شاملېدو مخالفت پريږدي. ترکي سټاکهوم په دې تورنوي چې د ترکي د يو سياسي ګوند په اړه کوټلي ګامونه نه پورته کوي چې د انقره په نظر کې توندلارې ډله ده. اردوان ژمنه کړې د ترکي د پارلمان نه به د سويډن په اړه منظوري اخلي او د دې تر څنګ د نېټو يو بل غړی هېواد هنګري هم لا پاتې دی چې نېټو ته د سويډن د ورتلو منظوري ورکړي. ترکي تر اخره کوښښ کاوه چې نېټو ته د سويډن د ورتللو مسله په يورپين يونين کې د ترکي شاملېدو سره وتړي ځکه انقره غواړي په يورپي اتحاد کې شامل شي. ولسمشر جو بايډن د نهې په ورځ چې د غونډې د وړومبۍ ورځې په ختمېدو د اردوان سره ويني د خبر هرکلی کړی. بايډن په يو بيان کې ويلي “زه تيار يم چې په يورو ايټاانټېک سيمه کې د دفاع مضبوطولو په لړ کې د اردوان سره شريک کار وکړم. زه وزير اعظم کرېسټرسن او سويډن ته د نيټو د 32 غړي جوړېدو ته سترګې په لار يم او د دې هرکلی کوم”. د امريکا د ملي امنيت کونسل يو وياند د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ته ويلي “امريکا تل په يورپين يونين کې د ترکي د شاملېدو ملاتړ کړی او بيا به يې هم کوي. د ترکي د درخواست مسله د ترکي او يورپين يونين تر منځ ده”. هغه وويل د امريکا توجه دا وخت په نېټو کې د سويډن د شاملېدو په حقله ده.

11.07.2023 ډیوه

افغانستان له بنګله دېش نه د لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله؛ نبي ۱۵۰ ویکټې پوره کړې 

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دریو لوبو لړۍ د افغانستان په بري پای ته ورسېدله،‌ خو درېیمه لوبه بنګله دېش وګټله. د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۱۱ (چنګاښ ۲۰) افغانستان بنګله دېش ته د ډېرو کمو ۱۲۷ منډو هدف وټاکه او بنګله دېش د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف پوره کړ. په درېیمې لوبې کې راشد خان او محمد سلیم ونه لوبېدل او د هغوی په ځای نویو لوبغاړو عبدالرحمن او ضیاء اکبر ته چانس ورکړل شوی و. د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دریو لوبو دا لړۍ د همدې میاشتې په پنځمه نېټه پیل شوې وه. افغانستان لومړی هېواد شو چې له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا له بنګله دېش څخه په بنګله دېش کې د لوبو لړۍ ګټي. افغانستان لومړۍ دوې لوبې وګټلې. د دغو سیالیو غوره لوبغاړی افغان لوبغاړی فضل حق فاروقي شو چې په دریو لوبو کې یې اته لوبغاړي‌ سوځولي وو. د افغانستان د ملي‌ لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي امریکا غږ ته په مرکې کې ویلي وو چې د بنګله دېش سره د لوبو د لړۍ په ګټلو سره د راروان اسیا کپ او نړیوال کپ سیالیو ته د هغوی مورال لوړ شوی او په عالي‌ روحیې سره به دغو سیالیو ته ځي. بل لوبغاړي رحمان الله ګربز،‌ چې په دویمې لوبې کې یې سلیزه کړې وه، هم امریکا غږ ته په ځانګړې مرکې کې ویلي وو چې د بنګله دېش سره لوبې دوی اسیا کپ او نړیوال جام سیالیو ته ښه اماده کوي. اسیا کپ د اګست په وروستیو او نړیوال جام د اکتوبر په میاشت کې په هند کې پیلېږي. د محمد نبي ۱۵۰ ویکټې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مجرب لوبغاړي محمد نبي په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۱۵۰ ویکټې پوره کړې. ده د بنګله دېش د لوبغاړي شکیب الحسن په سوځولو سره دا کار وکړ. محمد نبي د افغانستان د هغو لوبغاړو له ډلې څخه دی چې د کرکټ د ملي لوبډلې له اولو ورځو څخه لوبېږي او د لوبډلې تر ټولو مجرب لوبغاړی ګڼل کېږي. دی د افغانستان د ۲۰ اوریزو لوبو کپتان هم و، خو د تېر نړیوال جام له سیالیو وروسته یې له کپتانۍ څخه استعفی ورکړه. افغانستان له بنګله دېش سره دوې شل اوریزې لوبې هم لري چې د جولاۍ په ۱۴ نېټه پیلېږي.

11.07.2023 امریکا غږ

حقاني: ټویټر تر میتا غوره دی، د بیان د ازادۍ تحمل لري

 د طالبانو یو مقام انس حقاني، چې د طالبانو په حکومت کې رسمي‌ دنده نلري، د ټویټر ټولنیزه شبکه ستایلې ده چې د بیان د ازادۍ لپاره یې د هغه په خبره ښه چوکاټ برابر کړی دی. 

11.07.2023 امریکا غږ

روس د نېټو تر غونډې مخکې د اوکراین پر اوډیسه او کیف ښارونو ډرون بریدونه کړي

واشنګټن ــــ د اوکراین پوځ په لیتوانیا کې د نېټو سرمشریزې تر پیلېدو څو ګنټې مخکې وویل، چې روسي ځواکونو نن سهار د اوډیسه پر جنوبي بندر او مرکزي ښار کیف باندې 28 کامیکاز ډرون بریدونه کړي دي. نن د لیتوانیا په ویلنیس ښار کې د نېټو دوه ورځنۍ سرمشریزه غونډه پیلېږي چې د امریکا د صدر په ګډون د دې اتحاد ټول مشران ور رسېدلي او ټاکل شوې چې له نورو مسایلو سره سره به پکې پر دې موضوع بحث کېږي چې څنګه پر اوکراین د روس د بریدونه مخه ونیول شي. د اوکراین هوایي ځواک وایي هوایي دفاعي سیسټم یې د شاهد په نوم د ایران جوړې هغه 26 ډرون ویشتلي او را غورځولي دي چې روس ور ویشتلي وو. چارواکي وایي پر اوډیسه بندر باندې 22 ډرون ور ویشتل شوي وو او دوو پکې د بندر انتظامي ودانۍ ویشتلې ده. د اوډیسه ایالت ګورنر اولیه کایپر د ټیلیګرام له لارې په خپل پیغام کې ویلي، چې د برید له کبله اوډیسه بندر ته نیژدې د غلو دانو یو ځای او یو بل ټرمینل اور اخیستی خو وایي ژر بیرته وژل شوی او کوم زیان او مرګ ژوبله یې نه ده اړولې. د اوکراین پوځي چارواکي وایي د پایتخت کیف خواته چې کوم ډرون ور ویشتل شوي وو ټول یې را غورځولي خو وایي د تباه شویو ډرون الوتکو ټوټو یو شمېر کورونه زیانمن کړي دي. د کیف د پوځي انتظامیې مشر سرهي پوپکو پر ټیلیګرام باندې پخپل یو پوسټ کې ویلي، "دښمن په دې میاشت کې په دویم ځل پر کیف هوایي برید وکړ". رویټرز خبري ایجنسۍ ته د اوکراین د پایتخت کیف اوسېدونکو عیني شاهدانو ویلي چې د هوايي بریدونو په مهال یې د هوايي دفاعي سیسټم په څېر داسې ږغونه واورېدل چې د ډرون د بریدونه مخه نیسي. مرکزي ښار کیف ته د نیژدې سیمې یو پوځي مشر روسلان کراشینکو پر خپل فیسبوک لیکلي، چې د کیف په شاوخوا سیمو کې د 12 د خلکو د استوګنې کورونه او یوه څو منزله ودانۍ د ویشتل شویو ډرون الوتکو د ټوټو له کبله لږ زیانمن شوي دي، خو وايي چاته پکې څه زیان نه دی رسېدلی. پر اوکراین د روس د یرغل اوس  تر 500 زیاتې ورځې کېږي خو لا داسې نه ښکاري چې ژر دا جګړه تم شي. په دې جګړه کې د اوکراین په زرګونو خلک وژل شوي، په میلینونو بې ځایه شوي او ګڼ ښارونه یې زیانمن شوي دي. یادونه:- د دې رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي.

11.07.2023 ډیوه

له امریکا شړل شويو یو شمېر پخوانيو پوځیانو اجازه ترلاسه کړې چې بیرته امریکا ته راشي

سږ کال د امریکا د خپلواکۍ ملي ورځ د هغو یو شمیر پخوانيو عسکرو دپاره ډېره ځانګړې وه چې د امریکا له شړل کېدو او بیرته راستنېدو وروسته یې په لومړي ځل د امریکا پر خاوره دغه ورځ ونمانځله.

11.07.2023 امریکا غږ

این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

11.07.2023 ازادي راډیو

شمالي وزیرستان: په امنیتي عسکرو د وسلوالو برید کې یو پولیس وژل شوی، دوه ژوبل

امنیتي چارواکي وایي د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د وسله والو په یو برید کې یو عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي. د شمالي وزیرستان دپولیسو مشر یا ډي پي او بېلابېلو پاکستاني رسنیو ته ویلي، دا پېښه د دوشنبې یا ګل په ورځ میرعلي سیمه کې شوې ده. هغه ویلي وسله والو میرعلي کې د پولیسو اؤ سیکورټي فورسز لپاره د جوړیدونکي چیک پوست لپاره په جوړ کړل شوې عارضي قیام ګاه یا د پاتې کېدو پر ودانۍ برید کړی چې یو عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي. په پېښه کې د وژل شوي عسکر پیژندګلو د نورګل اؤ د ژوبلو عسکرو پېژندګلو د محسن اعظم اؤ ثمین الله په نومونو سره شوې ده . پېښور کې میشت د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکي خبریال ښاغلي رسول داوړ وي او ای ډیوه ته ویلي، په دې برید کې په امنیتي ځواکونو دوه راکټ لانچر هم داغل شوي دي. رسول داوړ وایي، ژوبل عسکر د علاج لپاره د هیليکاپټر په ذریعه د بنو اؤ پېښور روغتونونو ته رسول شوي دي. په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ‌ څېړونکي وایي چې پاکستان کې اوس د تېر وخت په پرتله ترهګرې ډلې نورې مهم منظم شوې اؤ فعاله شوې دي. خو ددې ترڅنګ امنیتي ادارې هم وخت په وخت دعوې کوي چې دترهګرو پرضد یې د استخباراتي عملیاتو لړۍ چټک کړې ده اؤ په دې عملیاتو کې دمهمو ترهګرو د وژل کیدو ترڅنګ یو شمیر وسله وال ترهګر نیول شوي هم دي. په شمالي وزیرستان کې ددې تازه پېښې نه وړاندې هم په 5م جولایي په یوه پوځي قافله ځانمرګی برید شوی ؤ چې پکې درې پوځيان وژل شوي او درې ملکي کسان سخت ژوبل شوي وو. همدغسې ورپسې په بله ورځ په خېبر ضلع کې په يوه وسله واله نښته کې يو پاکستانی پوځي افسر اؤ یو پولیس عسکر په دوؤ بېلابېلو نښتو کې وژل شوي وؤ. خبریال رسول داوړ وایي ،داسې بریښي چې امنیتي ځواکونه سیمه کې اوس د یوې نوې سټریټيجي لاندې د ټي ټي پي‌ اؤ حافظ ګل بهادر ډلې د وسله والو پرضد کارروایۍ کوي . نوموړي وویل ، دا مهال که یو خوا قبایلي ضلعو کې امنیتي ځواکونو د وسله والو ډلو پرضد علمیات چټک کړي نو بلخوا وسله والو هم په امنیتي ځواکونو خپلو بریدونو کې چټکتیا راوستې ده اؤ د دواړو خواو ترمنځ جګړه کې یو وارې بیا شدت پیدا شوی دی. ښاغلی داوړ زیاته کړه په میرعلي چوک کې چې کومه پوسته جوړیږي نو هغه په ډير قوي یا مضبوط انداز کې جوړه کړل شوې ده اؤ امنیتي ځواکونو هڅې کوي چې سیمه کې دهدفي وژنو دپېښو ترڅنګ په امنیتي ځواکونو د کیدونکو بریدونو مخه هم ونیسي . خبریال رسول داوړ وایي که یو لوري ته امنیتي ځواکونو سیمه کې د وسله والو ډلو پرضد خپل عملیات چټک کړي نو بلخوا لیدل کیږي چې وسله والو ډلو هم اوس د خپلو فعالیتونو بڼه بدله کړې اؤ زیاتره یوازې امنیتي ځواکونه په نخښه کوي. هغه وایي وسله وال که یو خوا په امنیتي ځواکونو ځانمرګي بریدونه کوي نو بلخوا دشپې تیاره کې د دوي پوستې په نخښه کوي اؤ مرګ ژوبله ورته ور اړوي تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي وؤ، پاکستان کې د روان کال په لومړیو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي. په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو. د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي. په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي. ویل شوي، په دغو بریدونو کې 266 کسان وژل شوي او 463 ژوبل شوي دي، او په دغو بریدونو کې د صوبې په بېلابيلو برخو کې په 100 بريدونو کې 188 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او په قبايلي ضلعو کې په 74 پېښو کې 78 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او د تېر کال په مقابله کې په قبايلي ضلعو کې ترهګر بريدونه 51 فيصده لوړ شوي دي. د رپورټ ترمخه په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تېر کال د لومړو شپږو مياشتو په مقابله کې روان کال په یاده موده کې ترهګر بريدونه 108 فيصده زیات شوي دي.

11.07.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more