ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د لوبو له ميدانه؛ افغانستان له بنګله‌دېش د یو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې افغانستان په لومړي ځل د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه. د روانې میاشتې په نیمايي کې افغانستان او بنګله‌دېش دوه شل اوریزې سیالۍ کوي. دغه راز خپرونه کې دا هم اورئ چې د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ د اېشیز لوبلړۍ بېرته ژوندۍ شوه. دغه راز د اسیا د ایمرجینګ په سیالیو کې د افغانستان الف لوبډلې کله او له چاسره دي او د بدني ښکلا او فزيکي تکړښت شپږ لوبغاړو د مالديپ هېواد په سیالیو کې د سپینو زرو او برونزو مډالونه ګټلي دي. د خپرونې په دویمه برخه کې د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان د بنګله‌دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې په وروستیو لوبو او بریاو، ملي لوبډلې ته د عثمان غني د نه غوره کولو په لاملونو او راتلونکي اسیا او نړیوال جام ته د افغانستان پر چمتووالي غږېدلی دی. د لوبو له ميدانه خپرونه چې هره اوونۍ یې بختیار ساحل چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

12.07.2023 ازادي راډیو

ږوب: په چاوڼۍ وسله وال بريد کې څلور پوځيان وژل شوي، د "درو بریدګرو" د وژل کېدو دعوه

د پاکستان د بلوچستان صوبې په ږوب ښار کې د پوځ په چاوڼۍ وسله وال بريد کې څلور پوځيان وژل شوي او پينځه ږوبل شوي دي. د پاکستان پوځ د درېو بريدګرو وژلو دعوه هم کړې ده.

12.07.2023 ډیوه

افغان مدني فعالان: نړۍ دې د نجونو ښوونځیو پرانیستلو لپاره پر طالبانو دپلوماتیک فشار راولي

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو د تړلو څخه ۶۶۰ ورځې تیریږي د نجونو د زده کړو ملاتړو افغان فعالانو ملګرو ملتونو او ددغې ټولنې غړو هیوادونوڅخه په یو سرخلاصي لیک کې غوښتي،د نجونو ښوونځیو خلاصولو لپاره دې چې پر طالبانوباندې دپلوماتیک فشار زیات کړي.

12.07.2023 امریکا غږ

بلوچستان: ږوب کې په پوځي چاوڼۍ ډله ییز برید شوی، سخته جګړه روانه ده، د درنې مرګ ژوبلې اندېښنې ښودل کیږي

د بلوچستان په ږوب ښاﺭ کې وسله والو په پوځي چاوڼۍ برید کړی چې له دغه برید وروسته دبرید ګرو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ سخته نښته روانه ده. په ږوب کې دا مهال د وړو او لويو وسلو ډزې اورېدل کېږي اؤ ځایي چارواکي وایي په په ناساپه ډزو کې پينځه اولسي وګړي ټپيان شوې دي۔ د ږوب مرستيال يا اسسټنټ کمشنر حافظ طارق وي او ای ډيوه ته وويل دا وسلوال بريد دی، د بريدګرو پر ضد عمليات روان دي اؤ د ځينې بريدګرو د و ژنې اطلاع ترلاسه شوې ده، هغه وویل ،په چاوڼۍ کې دننه د پاکستان پوځ او نورې عسکري ادارې اپرېشن کوي او په ښار کې د مرستې لپاره پوليس او ليويز عسکر چمتو دي او خپل پوزيشن يې سمبال کړی دی. د مرستیال کمشنر په خبره پر اپرېشن کې پوځې هيلي کاپټرو څخه هم کار اخسيتل کېږي۔ يوه بل چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وويل" دا پر پوځي چاوڼۍ لوی وسلوال بريد دی، چې پر ضد يې عمليات روان دي، شپږ پوځي سرتيري ټپي شوي او د څو تنو د مرګ اطلاع هم شته، دوه درې  بريد ګر هم وژل شوي دي-"  د ږوب د سيول روغتون د چارواکو په وينا، د ښار له بېلا بېلو سيمو سره تعلق لرونکي  پېنځه ټيپان روغتون ته ور وړل شوي چې يوه زنانه او دوه ماشومان هم پکښې شامله دي۔ د چارواکو په وينا د ټپي شوې مېرمنې حالت له خطر سره مخ دی او هغه يې د نورې درملنې لپاره کوټه ښار ته لېږلې ده۔ د پېښې په اړه د پاکستان د پوځ له لوري تر اوسه کوم تفصيل ندی خپور شوی او نه هم د رپورټ د جوړولو تر وخته کوم چا د بريد زمه واري منلې ده۔ له پېښې سره سم د ږوب په سېول روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی۔ د ډزو په هکله پر ټولنيزو رسنيو هم  بحث روان دی او خلکو ويره اؤ خفګان ښکاره کړی دی۔ د ږوب د ځايي اوسېدونکو په وينا، شاوخوا د شپې دوه نيمې بجې  ناساپه ډزي پېل  شوې دي چې د سهار تر پينځوؤ بجو پورې شروع وې او له لږ ساعت خاموشۍ وروستو بيا ډزې پېل شوې دي۔  د ږوب د ځايي خبريالانو په وينا د ږوب ښار کمال خان چوک سيمه ته  نزدې  د کوټې ډېره اسماعيل خان پر سړک تېرېدونکي مسافر بس باندې مرمۍ لګېدلې دي چې پکې یوه مسافره ښځه ټپي شوې ده۔ د ټپي ښځې تعلق د کوټې د  کچلاغ سره ښودل شوی دی۔ وايي بس له ډيره اسماعيل خانه د کوټې پر لوري روان وو- د ډزو په نتيجه کې د ږوب اوسېدونکی  د روزي خان په نوم ځوان هم په ياده سيمه کې ټپي شوی۔ د ږوب په رېډيو سټشن محله کې د يوې لوې مرمۍ د لګېدلو له کبله دوه ماشومان ټپي شوي دي۔ چارواکي وايي دا به وروسته معلومېږي چې دا خلک څنګه ټپي شوي دي۔ په ږوب کې د بابو محلې  اوسېدونکي جانان مندوخیل په خبره، "موږ کورته ناست وو چې له کور سره مو نيږدې ناساپه ډزې پيل شوې، موږ د کور کوټو/خونو ته ننوتو، خو په دې مو سر نه خلاصېدی چې څوک ډزي کوي او هدف یې څوک دی" ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "موږ تر دې وړاندې  داسې ډزې نه دي اورېدلې، کور کې مو ماشومان له خوبه راپورته شول او د وېري په حالت کې په ژړا شول، په ټوله کورنۍ کې ویره خوره وه، د پوځي چاوڼۍ له لوري يوه څوکۍ زموږ د کورو خوا ته نېږدې ده، داسي ښکاري چې یا خو پر هغه څوکۍ ډزي کېږي یا له هغه ځایه څخه کېږي" د ياد بريد دعوه  په داسې وخت کېږي چې ږوب ښار ته څېرمه د ضلعه  شېراني په غرنۍ سیمه دهنه سر کې د رواني جولايي میاشتې پر دویمه د پولیسو پر چیک پوسټ وسلوال برید شوی ؤ چې پکې درې د پولیس او یو د ايف سي عسکر وژل شوي وو۔  چارواکو په برید کې د یوه برید ګر د وژلو دعوه هم کړې وه۔  د دې بريد زمه واري ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې وه۔  د پېښي پر ضد د  ږوب او شېراني د ټولو ګوندونو ، پي ټي ایم او مدني فعالانو په شریکه د ږوب ډويژن د کمشنر د دفتر مخ ته له تېرو لسو ورځو پرلت وهلی۔  په ږوب او شېراني کې  روان کال دا دریمه لویه پېښه ده، تر دې وړاندي د مې د میاشتي پر 19مه د جماعت اسلامي پر مشر سراج الحق ځانمرګی برید شوی وو، چې پينځه تنه پکې ټپي شوي وو۔

12.07.2023 ډیوه

شمالي کوریا لیرې واټن ویشتونکی توغندی وار کړی

د جنوبي کوریا پوځ په سیمه ایز وخت چارشنبه جولای ۱۲ (چنګاښ۲۱) ویلي چې شمالي کوریا یو توغندي وار کړی او ګمان کیږي چې لیرې واټن ویشتونکي بالاستیک توغندی به وي.

12.07.2023 امریکا غږ

لاهور: په کور د اور لګیدو له امله د شپږو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ 10کسان مړه شوي دي

د پاکستان د پنجاب ایالت سرښار لاهور کې په یو کور د اور لګیدو له امله د یوې کورنۍ 10 کسان په اور کې د سوځیدو له امله مړه شوي دي. د پاکستاني رسنۍ ایکسپریس د رپورټ له مخې دا پېښه تېره ورځ د لاهور په باټي ګیټ سمیا محله کې رامنڅته شوې ده. رپورټ کې ویل شوي چې دغلته د یوې مرلې په یو وړوکي کور کې اور ولګیدو چې په لږ ساعت کې د کور دریواړو پوړونو ته خپور شو اؤ ددغه کور کسان د اور په منځ کې ګیر شول. سرچینې وایي اور وروسته له هغې ولګیدو چې فریج ته لګیدلي سټیبلایزر اور واخست اؤ دغه اور بیا په د سترګو په رپ کې ټول کور ته خپور شو. رپورټ کې ویل شوي چې په اور کې سوځیدلو کسانو ځانونه د کور د وروستۍ برخې په یوه کوټه کې بند کړي وؤ خو دغلته هم د اور د لمبو نه خوندي پاتې نه شول اؤ ټول په اور کې لولپه شول. د مرستندویه ادارې سرچینو ویلي په دغه کور کې د ظهیر الدین بابر نومې تن کورنۍ میشته وه اؤ په مړو شوؤ کې د ظهیر الیدن یو زوي، یوه لور اؤ نما نمسي شامل دي. مرستندویه سرچینو پخلی کړی چې په دې پېښه کې شپږ ماشومان ،دوه میرمنې اؤ دوه سړي مړه شوي دي.

12.07.2023 ډیوه

امریکایي ویاند: د پاکستان اقتصادي پرمختیا لپاره زمونږ ملاتړ ډاګیز دی

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند میتهیو ملر د پاکستان اؤ آی ایم ایف ترمنځ د مامورینو په کچه شوی تړون ستایلی اؤ  پاکستان سره یې په پرله پسې ډول د اقتصادي رابطو په ساتلو ټینګار کړی دی. د امریکې خارجه محکمه کې د پریس بریفنګ په مهال چې کله د ویاند ملر نه پوښتنه وشوه، چې د میډيا رپورټونه وایي، د آی ایم ایف اؤ پاکستان ترمنځ د مامورینو په کچه شوي تړون کې امریکې مهم رول لوبولی دی؟ ښاغلي ملر یې په جواب کې وویل: "په دې مشکل وخت کې مونږ د پاکستاني ولس سره ولاړ یو، مونږ د پاکستان اؤ آی ایم ایف ترمنځ د مامورینو په کچه د شوي تړون هرکلی کوؤ، د ملک داقتصادي پرمختیا لپاره زمونږ ملاتړ ډاګیز دی" امریکایي ویاند زیاته کړه "مونږ به دتجارت اؤ سرمایه کارۍ مضبوطولو لپاره دپاکستان سره له ټيکنیکي لارو تماسونو ته دوام ورکوؤ چې دا زمونږ د دوه اړخیزه اړیکو ترجیحات دي" ویاند میتهیو ملر راتلونکي کې دپاکستان دمعاشي بحالۍ په اړوند وویل "مونږ ګڼو چې پاکستان ته به راتلونکي کې ډیز زیات محنت کول وي ترڅو د اوږدې مودې داقتصادي بحالۍ اؤ خوشحالۍ دایمي لیکې ته سم شي ،دې عمل کې به مونږ د دوي (پاکستان) ترڅنګ ولاړ یو" کله چې له هغه پوښتنه وشوه چې ایا امریکا دپاکستان اؤ چین په اړیکو کومه اندېښنه لري؟ نو ویاند وویل "بیخي نا، امریکې پاکستان یا کوم بل هیواد ته کله هم امریکې یا چین کې د یو غوره کولو یا دامریکې اؤ کوم بل هیواد ترمنځ دانتخاب وینا نه ده کړې" دهغه وینا وه" دپاکستان سره زمونږ د اړیکو اساس د ولس سره د ولس په جوختو اړیکو دی اؤ مونږ خپله شراکت دارۍ اؤ اقتصادي تماسونو کې دپراختیا لارې مدام لټوؤ"

12.07.2023 ډیوه

ټرمپ د محرمو اسنادو په قضیه کې د محاکمه کیدو ځنډیدل غوښتي

د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه جولای ۱۱ (چنګاښ۲۰) د فدرالي قاضي څخه د ۳۷ رسمي تورونو په قضیې کې د محاکمې ځنډیدل غوښتي.

12.07.2023 امریکا غږ

کراچۍ: د ترهګرۍ ضد محکمې په پولیسو بمي برید کې درې عسکر ژوبل شوي

دپاکستان ستر صنعتي ښار کراچۍ کې ورانکارو د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) موبایل په بم الوځولی چې پکې درې عسکر ژوبل شوي دي. بیلابیلو پاکستاني رسنیو د سي ټي ډي د چارواکو له خولې ویلي چې دا پېښه په ناردرن بای پاس دمقبرې په کچه لاره کې تېره ماښام رامنځته شوې ده. چارواکو ویلي دوي ته سیمه کې د ټي ټي پي د  وسله والو دشتون اطلاع رسېدلې وه اؤ په دغه اطلاع یې په خفیه ډول سیمه کې دهغوي دنیولو لپاره عملیات کول چې لاره کې د سي ټي‌‌ ډي د پولیسو موبایل یو موټر سایکل کې په اېښودل شوي بم والوځول شو. دسي ټي ډي چارواکو منلې دې چاودنه کې دپولیسو موبایل تباه شوی اؤ درې عسکر پکې ژوبل شوي چې د علاج لپاره روغتون ته منتقل کړی شوي دي. په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې دپاکستان بیلابیلو برخو کې په پولیسو اؤ امنیتي ځواکونو د شوؤ زیاتره بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان یا هم وسله والې ډلې داعش خراسان پغاړه اخستې ده. په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ‌ څېړونکي وایي چې پاکستان کې اوس د تېر وخت په پرتله ترهګرې ډلې نورې مهم منظم شوې اؤ فعاله شوې دي. خو ددې ترڅنګ امنیتي ادارې هم وخت په وخت دعوې کوي چې دترهګرو پرضد یې د استخباراتي عملیاتو لړۍ چټک کړې ده اؤ په دې عملیاتو کې دمهمو ترهګرو د وژل کیدو ترڅنګ یو شمیر وسله وال ترهګر نیول شوي هم دي. اوړمه ورځ دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د وسله والو یو برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ. تر دغې پېښې وړاندې په 5م جولایي په یوه پوځي قافله ځانمرګی برید شوی ؤ چې پکې درې پوځيان وژل شوي او درې ملکي کسان سخت ژوبل شوي وو. همدغسې ورپسې په بله ورځ په خېبر ضلع کې په يوه وسله واله نښته کې يو پاکستانی پوځي افسر اؤ یو پولیس عسکر په دوؤ بېلابېلو نښتو کې وژل شوي وؤ. تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي وؤ، پاکستان کې د روان کال په لومړیو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي. په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو. د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي. په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي. ویل شوي، په دغو بریدونو کې 266 کسان وژل شوي او 463 ژوبل شوي دي، او په دغو بریدونو کې د صوبې په بېلابيلو برخو کې په 100 بريدونو کې 188 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او په قبايلي ضلعو کې په 74 پېښو کې 78 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او د تېر کال په مقابله کې په قبايلي ضلعو کې ترهګر بريدونه 51 فيصده لوړ شوي دي. د رپورټ ترمخه په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تېر کال د لومړو شپږو مياشتو په مقابله کې روان کال په یاده موده کې ترهګر بريدونه 108 فيصده زیات شوي دي.

12.07.2023 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

12.07.2023 امریکا غږ

ایورېسټ غر ته څېرمه د هیلې کوپټرې په غورځېدو کې شپږ کسان مړه شوي چې پنځه پکې د مکسیکو سیلانیان دي

واشنګټن – چارواکي وايي، ټول هغه شپږ واړه کسان مړه شوي چې پنځه پکې د مکسیکو سیلانیان او یو نیپالی پيلوت و او هیلي کوپټر یې د نهې یا سې شنبې په ورځ په نیپال کې ایوریسټ غره ((Mount Everest ته څېرمه وغورځېده. دغه هیلې کوپټر په لیماجورا سیمه کې غورځېدلې. د سیمې یوې اداري چارواکې بسنتا بهارتي ویلي، ټول مړي موندل شوي او له سیمې وړل شوي. د نیپال د هوایي چلند ادارې په یو بیان کې ویلي، چې په مکسیکویانو کې دوه سړي او درې ښځې وې. د ژغورنې دوه هیلې کوپټرې د پېښې ځای ته تللي او بیا مړي یې کتمندو ته رسوي. دغه سیلانیان د نړۍ تر ټولو هڅک غره څوکې لیدلو ته ورغلي و. تر اوسه د الوتکې د غورځېدو د پېښې علت په اړه معلومات نشته. خو د هوايي ډګر یو چارواکي ساګر کډېل ویلي چې د هوا د حالاتو له امله د الوتکې پلان شوې لاره بدله شوې وه. دا عادي خبره وي چې د موسمي او درنو بارانونو پر وخت الوتنې وځنډېږي او یا یې لاره بدله شي. د سیلانیانو او یاد غره ته د تللو فصل په مې کې پای ته رسېدلی او په دې ورځو کې غرونو ته د سیلانیانو الوتنې ډېرې کمې وي ځکه هوا صافه نه وي او له اټکله وتلو حالاتو سره خلک مخ کېدلی شي.

12.07.2023 ډیوه

د بندیزونو څخه د بچ کیدو په خاطر عراق ایران ته د ګازو په بدل کې تیل ورکوي

د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني وایي د یو میکانیزم له مخې چې د متحده ایالاتو سره پرې موافقه کړې د ایران څخه د ګازو واردولو په بدل کې به دې هیواد ته د نغدو پیسو پر ځای تیل ورکوي.

12.07.2023 امریکا غږ

د قران شریف له سوځول کېدو وروسته د ملګروملتونو شورا زیاتېدونکې مذهبي کرکه غندلې ده

واشنګټن – په زیاتېدونکې مذهبي کرکې باندې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په یوې غونډه کې چې، په لسګونو هېوادونو پکې ګډون کړی وو، د نورو د عقیدو په وړاندې نه زغم غندل شوی او ویل شوي دي چې، له دې سره توپیري چلند او تاوتریخوالی زیاتېږي. دغه بحث د سویډن د پلازمېنې سټاکهوم د یوه جومات مخې ته د یو عراقي کډوال لخوا د جون په ۲۸ نېټه د قران شریف له سوځول کېدو وروسته راپارېدلی. د قران شریف د سوځولو پېښه چې د لوی اختر په ورځ شوې وه، په نړۍ کې د اسلامي هېوادونو او نورو لخوا په پراخه توګه غندل شوې. د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو لوی کمېشنر والکر ترک وویل، "دا او نورې پېښې د دې لپاره جوړې شوي چې غوصه راوپاروي، د خلکو ترمنځ واټن زیات کړي او د عقیدې توپیر په کرکې او تاوتریخوالي واړوي." ترک د هر ډول عقیدې له خلکو وغوښتل چې "له نورو سره دې په درناوي چلند وکړي." هغه وویل، "یواځې په دې لاره انسانان کولای شي چې د هغو ستونزو په حل کې په ګډه وکړي چې ورسره مخ دي." هغه دا هم وویل، چې پارونکې ویناوې هم د توپیري تاوتریخوالي سبب کېدای شي. "په دې وروستیو کلونو کې، ډول ډول تاوتریخوالی، ترهګریز بریدونه او ډلیز ظلمونه د عقیدو پر بنست پر خلکو شوي چې دا کارونه حتی د هغوی په وړاندې د عبادت ځایونو دننه هم ترسره شوي." هغه وویل، د بیان ازادي یو بنیادي بشري حق دی او د بیان د ازادۍ هر ډول محدودیت باید استثنا ولري په ځانګړي ډول چې د بیان د ازادۍ د محدودیت قوانین چې د واکمنو لخوا په غلطه کارول کېږي. هغه زیاته کړه، هر هېواد باید د داسې کرکې د خپرېدو مخه ونیسي چې د تاوتریخوالي، توپيري چلند او دوښمنۍ سبب ګرځي.

12.07.2023 ډیوه

سټولټنبرګ: پوتین غوښتل ناټو کوچنۍ کړي خو اوس د لویې ناټو سره مخ دی

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دغه تړون روانه سرمشریزه ځکه تاریخي وبلله چې ترکیې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب له مخالفت څخه لاس واخیست.

11.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

11.07.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more