ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

04.08.2023 امریکا غږ

داعش د خپل مشر د وژل کېدو تصدیق وکړ او د هغه ځایناستی یې اعلان کړ

واشنګټن  -  د داعش ډلې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د خپل مشر ابو حسین الحسینی القریشي د مرګ خبر تصدیق کړ، او ابو حفص الهاشمي القریشي یې د هغه ځایناستی اعلان کړ. د داعش ډلې ترجمان په یو غږیز پیغام کې چې په ټېلګرام چېنل باندې یې خپور کړی، دا اعلان وکړ. د غږیز پیغام د ریکارډ کېدو نېټه معلومه نده. روان 2023 کال د اپرېل په میاشت کې د ترکیې صدر رجب طیب اردوان ویلي و چې د ترکیې استخباراتي ځواکونو د داعش مشر په شام کې وژلی دی. د هغه نه پس، دا وړومبی ځل دی چې داعش ډله د خپل مشر په اړه عام بیان ورکوي او د هغه مرګ تصدیق کوي. داعش ډله چې ځان ته دولت اسلامیه وایي او یو وخت یې د عراق او شام په پراخو سیمو واک چلولو، د خپل نوي مشر ابوحفص په اړه یې څه جزئیات نه دي ورکړي. داعش ډله په کال 2014 کې د خپل قوت اوج ته ورسېده او هغه وخت کې یې مشر ابوبکر البغدادي و چې خپل د واک اختیار لاندې سیمه يې خلافت ونوموله. په عراق او شام، دواړو کې القاعده ډله وچقول شوه او په دې کې د امریکې په مشرۍ ائتلافي ځواکونو هم برخه درلودله. په کال 2019 کې البغدادي د امریکایي عسکرو په یوه حمله کې په شام کې ووژل شو. د البغدادي نه وروستو د داعش بل مشر هم په شام کې ووژل شو، او ورپسې د 2022 کال په نوامبر میاشت کې ابو حسین الحسیني القریشي د هغې ډلې مشر وټاکلی شو. اوس هم د داعش ډلې تندلاري په شام او عراق کې کله کله حملې کوي. د دې ډلې په زرګونه تندلاري په دې وروستیو کلونو کې د عراق او شام په لېري پرتو علاقو کې پټ شوي، خو لا هم د غلچکي بریدونو وړتیا په کې پاته ده. د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه او تر څنګ یې د کردي ملېشو په مشرۍ ائتلاف چې د شام ډېموکريټک لښکرې نومیږي، اوس هم په شام کې د داعش ډلې په خلاف عملیاتونه ترسره کوي.  

04.08.2023 ډیوه

بلینکن روسیه د خوراکي توکو پر نړیوال سیستم باندې په برید کولو تورنه کړه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ اګسټ دریمه (زمري ۱۲) د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې روسیه تورنه کړه چې د غلو دانو صادراتو له یو مهم تړون څخه د وروستي وتلو له امله په "بلک میل" یا د زور او ګواښ له لارې اړ ایستلو تورنه کړه.

03.08.2023 امریکا غږ

ټرمپ عدالت ته حاضر شو او د بې قصورۍ اظهار یې وکړو

واشنګټن  - د امریکې پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ، چې د 2020 کال انتخاباتو د نتیجو بدلولو د کوښښ تور ورباندې لګېدلی، د زیارت/پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې یو فډرل عدالت ته حاضر شو او د جج په وړاندې یې د بې ګناهۍ اظهار وکړو. کله چې ټرمپ د مېجسټرېټ جج موکسېلا اپاډیایا په وړاندې د بې قصورۍ اظهار کولو، په عدالت کې موجود د عدلیې وزارت خاص کونسل جک سمېت د چوکیو د اول کتار نه ورته نظر ساتلی و. په عدالت کې د ټرمپ د پېش کېدو ټوله موده شاوخوا نیمه ګېنټه وه او دا هغه عدالت و چې د کانګرس اېوان نه صرف یو کلومټر لېرې دی، چېرته چې د 2021 کال د جنورۍ په شپږمه د ټرمپ پلویانو په کانګرس یرغل وروړی و او غوښتل یې په کانګرس کې د صدارتي انتخاباتو د نتایجو تصدیق مخه ونیسي. د عدلیې وزارت جک سمېټ د نهې/سې شنبې په ورځ د ټرمپ په ضد فرد جرم کې چې په 45 پاڼو کې لیکل شوی، په هغه او ملګرو یې تور ولګولو چې د انتخاباتو د لاسوهنې دروغې دعوې یې شایع کولې، په ریاست او ریاستي چارواکو یې فشار راوستلو چې نتیجې بدلې کړي او د بایډن د کامیابۍ د مخنیوي دپاره یې سازشونه کړي و. د دې فردجرم ترمخه، په 77 کلن ټرمپ باندې څلور تورونه لګېدلي دي په شمول د: امریکا ته د دهوکې ورکولو سازش، د شهریانو په دې حق سترګې پټول چې د هغوی رایې یا ووټونه حساب کړی شي، او د یوې سرکاري پروسې مخه نیول. تر ټولو دروند او سنجیده الزام یې، د اثبات په صورت کې شل کاله بند سزا درلودلی شي. د مقدمې بل سماعت د اګسټ میاشتې په 28مه نېټه وټاکل شو، او د عدالت ترمخه، په هغه کې د ټرمپ موجودیت ضروري ندی. د نیوجرزي نه واشنګټن ته د روانېدو نه وړاندې، ټرمپ پخپلې سوش مېډیا، ټروټ سوشل باندې ولیکل چې د نن ورځي ګرفتاره کېدل هغه ته یو لوی افتخار دی. ټرمپ لیکلي: "زه اوس واشنګټن ډي سي ته روان یم، چې د یو کرپټ، جعلي او غلا شوو انتخاباتو د چلېنج کولو په خاطر ګرفتاره شم. دا یو ستر ویاړ دی، ځکه زه ستاسو دپاره ګرفتاره کېږم." د امریکې په 247 کلن تاریخ کې، ټرمپ د دې ملک اولنی صدر دی چې د جرمي الزامونو سره مخ کیږي. تر دې وړاندې د امریکې په هېڅ کوم صدر باندې، نه د خپل صدارت په دوران کې او نه د صدارت نه پس، جرمي تورونه لګول شوي و.  

03.08.2023 ډیوه

ټرمپ د دریم ځل لپاره محکمې ته حاضر شو او وویل چې بیګناه دی

د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اګست دریمه (زمري ۱۲) د امریکا د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو د پایلو د بدلولو د هڅې په تور د واشنګټن ډي سي یوې فدرالي محکمه ته حاضر شو.

03.08.2023 امریکا غږ

ټرمپ د انتخاباتو په تړاو د لګېدلو الزامونو په قضیه کې عدالت ته حاضریږي

واشنګټن  -  د امریکې پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ پس د هغه چې دوه نیم کاله وړاندې امریکایي ووټرانو د انتخاباتو د لارې د هغه یوه صدارتي دوره ورختمه کړله، نن د زیارت/پنجشنبې په ورځ واشنګټن ته ستنیږي او دا ځل یې د سفر مقصد په عدالت کې د هغو الزامونو اورېدل دي چې د 2020 کال د انتخاباتو په تړاو هغه باندې لګولی شوي دي. په ټرمپ باندې ددې تازه فردجرم ترمخه، هغه په غیرقانوني توګه کوشش کړی و چې د انتخاباتو نتیجه پخپلې ګټې واړوي. ټرمپ باندې د دې په شمول، یو لړ نور تورونه هم لګېدلي، مګر هغه وایي چې هېڅ غلط کار یې نه دی کړی. د نهې/سې شنبې په ورځ د عدلیې وزارت خاص کونسل جک سمېت د هغه په خلاف، انتخاباتو کې د سازش څلورو الزامونو په شمول فردجرم درج کړ او عدالت په دې وجه، ډونالډ ټرمپ د اګسټ په ۳مه ورغوښتی چې د مقدمې په ابتدائي کاروائۍ کې ګرفتارۍ ته حاضر شي. توقع ده چې عدالت ته د رسېدو سره به، د اووه اویا کلن ټرمپ فېنګرپرېنټس یا د ګوتې نښې او د هغه تصویر واخېستلی شي. د نن ورځې په دې سماعت کې به، اول په عدالت کې د ټرمپ نه څو معمولي پوښتنې وشي او هغه به د خپل ځان د پېژندګلو په باب ځیني ذاتي معلومات ورکړي. بیا به ټرمپ د مجېسټرېټ جج، موکسېلا اوپاډایایا په وړاندې پېش کړی شي، چې هلته به په غالب ګومان سره ټرمپ د بې قصورۍ اظهار وکړي. په هغه باندې لګېدلي تورونه داسې دي چې که ثابت شي، نو کېدای شي هغه ته د کلونو بند سزا واورول شي، مګر عدالتي کاروایي به ډېره موده نیسي. د ټرمپ د مقدمې اصلي سماعت به ممکن څو میاشتې پس پیل شي، او د ججې تانیا چوتکان د نظر لاندې به مخې ته ځي. د نیوجرزي نه واشنګټن ته د روانېدو نه وړاندې، ټرمپ پخپلې سوش مېډیا، ټروټ سوشل باندې ولیکل چې د نن ورځي ګرفتاره کېدل هغه ته یو لوی افتخار دی. ټرمپ لیکلي: "زه اوس واشنګټن ډي سي ته روان یم، چې د یو کرپټ، جعلي او غلا شوو انتخاباتو د چلېنج کولو په خاطر ګرفتاره شم. دا یو ستر ویاړ دی، ځکه زه ستاسو دپاره ګرفتاره کېږم." د امریکې په 247 کلن تاریخ کې، ټرمپ د دې ملک اولنی صدر دی چې د جرمي الزامونو سره مخ کیږي. تر دې وړاندې د امریکې په هېڅ کوم صدر باندې، نه د خپل صدارت په دوران کې او نه د صدارت نه پس، جرمي تورونه لګول شوي و.  

03.08.2023 ډیوه

داعش د خپل مشر مړینه تائید کړه

د اسلامي دولت ډلې (داعش) د پنجشنبې په ورځ اګست دریمه (زمري ۱۲) د خپل مشر ابوالحسین الحسیني القریشي مړینه تائید کړه او ویې ویل چې القریشي د سوریې په شمال لویدیځ کې په نښتو کې وژل شوی دی.

03.08.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

03.08.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

03.08.2023 امریکا غږ

بایډن په نیجر کې له کودتا وروسته د ولسمشر د خوشې کېدو غوښتنه کړې

واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د افریقايي هېواد نیجر (Niger) د ولسمشر محمد بازوم د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه. نوموړی تېره اونۍ په یوې پوځي کودتا کې له واک څخه لېرې کړای شوی. بایډن په یو بیان کې ویلي، چې نیجر "خپلې ډیموکراسۍ ته له یو لوی چلنج سره مخ دی." بایډن ویلي، "د نیجر خلک حق لري چې خپل رهبران وټاکي. دوی خپله اراده د ازادو ټاکنو له لیارې څرګنده کړې او باید ورته درناوی وشي." په ورته وخت کې په ګاونډي هېواد نایجریا کې بیا د لویدیځې افریقا د هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې دوهمه ورځ هم پای ته رسېدلې. له کودتا څخه څو ورځې وروسته د لویدیځې افریقا د دفاع وزیرانو لخوا د کودتا د مشرانو پرضد بندیزونه لګېدلي او د یکشنبې تر ورځې نېټه یې ورکړې چې په واک باندې بېرته بازوم کښینوي او که داسې ونه شي نو له پوځي ځواک څخه به کار واخېستل شي. جنرال عبدالرحمن تېچیاني چې خپل ځان یې د نیجر نوی مشر اعلان کړی د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یوې تلویزیوني وینا کې وویل، چې دوی "دا ټول بندیزونه ردوي او د هر ډول ګواښ په وړاندې تسلیمیدل یې رد کړي چې هغه که له هر ځایه وي." هغه ویلي، "مونږ د نیجر په کورنیو چارو کې هر ډول مداخله ردوو." د سولې، امنیت او سیاسي چارو کې د لویدیځې افریقا د دې بلاک کمېشنر عبدالفتاح موسی د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته په ابوجا کې وویل، چې د پوځي ځواک کارول به د دغه بلاک لپاره وروستۍ لاره وي. خو موسی وویل،‌ چې ددغه امکان لپاره هم تیاریانې شوې دي. هغه وویل، "د دې اړتیا ده چې وښودل شي مونږ نه یواځې غاپو بلکه خوله هم لګوو." د لویدیځې افریقا بلاک د شورو په ورځ د نیجر پلازمېنې ته یو پلاوی استولی چې له پوځي مشرانو سره خبرې وکړي. برتانیې ویلي، دوی د امنیتي اندېښنو له امله دغلته په موقتي ډول د خپل سفارت کارکونکي کموي. امریکا هم د شورو په ورځ ویلي، چې دوی په لنډ مهاله توګه د امریکا د حکومت د غیر ضروري کسانو او د هغوی د کورنیو غړو د ویستلو حکم کوي. امریکا همدارنګه نیجر ته سفري سپارښتنې څلورمې کچې ته لوړې کړي، په دې معنی چې نیجر ته سفر مه کوئ. د فرانس پوځ او د بهرنیو چارو وزارت هم د شورو په ورځ له نیجر څخه د خلکو د وېستلو بهیر ته دوام ورکړی و. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په څلورو الوتنو کې له نیجر څخه کابو ۱۰۰۰ کسان وېستل شوي دي. په دغو وېستل شویو کسانو کې، د فرانسې اتباع او نور د نیجر، پورتګال، بیلجیم، ایتوپیا، لیبنان، جرمني، کاناډا، هند، اسټریا او امریکا کسان شامل وو. ایټالیا هم د تخلیې لپاره خپلې الوتنې کړې دي. پوځي مشرانو بازوم د جولای په ۲۶ نېټه په خپل کور کې نیولی او د ولسمشرۍ د ګارد قومندان تچیاني یې د ګل په ورځ خپل نوی مشر ټاکلی. د کودتا رهبرانو ویلي، دوی له دې امله کودتا وکړه چې په هېواد کې امنیتي حالات په خرابېدو وو او د جهادیانو پرضد د حکومت کوم اقدام نه ښکارېده. دغه کودتا د لویدیځو هېوادونو لخوا غندل شوې او امریکا ویلي، چې دوی د نیجر له خلکو سره ولاړه ده او له افریقايي اتحاد سره کار کوي چې کودتا بېرته په شاه کړي. ‌د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن د شورو په ورځ له بازوم سره د نیجر د حالاتو په اړه ټیلیفوني خبرې کړي.‌ د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر په یو بیان کې ویلي،‌چې امریکا په نیجر کې "د ډیموکراټیک ټاکل شوي حکومت په بېرته راتګ کې ژمنه ده." مېلر زیاته کړه، "مونږ یو ځل بیا تکرار کړه چې د ولسمشر بازوم او د هغه د کورنۍ امنیت او خوندیتوب مهم دي." د دې راپور ځینې برخې د اسوسېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخېستل شوې دي.

03.08.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

03.08.2023 امریکا غږ

روسیې سږ کال تر ۲۳۱ زرو زیات پوځیان ګمارلي دي – مډویډیف

د روسیې د امنیت شورا مرستیال او د دغه هېواد پخوانی ولسمشر دیمیتري میدویدیف وايي، د روان کال له پیله تر اوسه د روسیې د پوځ په لیکو کې له ۲۳۱ زرو ډېر سرتېري ګمارل شوي دي.

03.08.2023 امریکا غږ

امريکا د چين د جاسوسۍ ضد پاليسۍ په اړه انديښنې څرګندې کړي

واشنګټن- امريکا په دې انديښمنه ده چې ولې چين خپل خلک دې ته هڅوي چې د ملک د ګټو پر ضد د کارکونکو او د يو بل خلاف جاسوسي وکړي. د امريکا وزارت خارجه د شورو/چهارشنبې په ورځ ويلي چې خپل خلک دې ته هڅول چې په يو بل جاسوسي وکړي غټه د انديښنې خبره ده. دې اوونۍ د چين د ملي امنيت وزارت کوم چې د خارجي استخباراتو او جاسوسۍ ضد چارو مسؤله څانګه ده په خپله سوشل ميډيا پاڼه وي چيټ ليکلي د جاسوسۍ ضد قانون عملي کول يواځې د امنيت د وزارت ذمه واري نه بلکې د هر چينايي وګړي دنده ده چې په دې لړ کې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي. د چين د ملي امنيت وزارت د جاسوسۍ ضد قانون غځول د می مياشتې په وړومبۍ نېټه اعلان کړی. د امريکا خارجه وزارت وياند ميتيومېلر ويلي “مونږ د چين د جاسوسۍ ضد پاليسي عملي کول په غور څارو چې څومره پراخه بڼه لري او کومې هلې ځلې دغه هېواد جاسوسي ګڼي”. هغه وويل"مونږ په چين کې په يو اړخيزه توګه د خلکو په نيولو انديښمن يو او دا زمونږ د سفر په اړه په ورکړل شوو مشورو کې څرګنده ده. زه به زياته کړم چې وزير خارجه دا مسله د نورو مسلو سره سره د چين د چارواکو سره په ملاقاتونو کې پورته کړې ده." د چين حکومت د کال په شروع کې د جاسوسۍ قانون نوی کړی چې پکې د ملک د امنيت په اړه هيڅ قسم معلومات څوک نه شي شريکولی. خو دا نه ده څرګنده چې د امنيت او مفاداتو په اړه رازونه څه دي. دا ګامونه په دې ترڅ کې کتل کيږي چې په چين کې د کاروبار کونکو غټو غير ملکي کمپنيانو څار به سېوا شي. د کنسلټېنک کمپنۍ ايزاک سټون فېش مشر په سوشل ميډيا ليکلي “دې په ريښتيا هم زه بوږنولی يم چې د چين د ملي امنيت وزارت خپلو وکړو ته ويلي د جاسوسۍ په ضد بهير کې يو بل هم وڅارئ او د بهرنيانو خلاف هم جاسوسي وکړئ. دا يرونکی عمل دی”. واشنګټن او بيجينګ په يو بل د جاسوسۍ تورونه لګولي او د شورو په ورځ د کانګرس يو پينل ويلي چې د تجارت د وزارت او وزارت خارجه د ايميل په غلا کولو/هيک کولو په لړ کې د چين خلاف پلټنې کوي. هيکرز چې ممکن ده د چين د استخباراتو د څانګو سره تعلق لري په دې تورن دي چې پوره مياشت يې د تجارت او خارجه چارو د وزات او ځينې ادارو د ايميل نظام ته لاس رسی موندلی او څه اکاونټونه يې لټولي. البته بيجينګ د امريکا دا تورونه رد کړي.   د چين د خارجه چارو د وزارت وياند وانګ وېن بېن ويلي "د تېر کال نه راپه دېخوا د چين د سايبر سيکيورټي ادارو رپورټونه خواره کړي چې د امريکا حکومت د چين خلاف څومره سايبر حملې کړي. وخت راغلی چې امريکا دا وضاحت وکړي دوی څومره سايبر حملې کړي او د خلکو د تېرويستلو د دروغو هڅې دې بندې کړي."

03.08.2023 ډیوه

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

03.08.2023 امریکا غږ

د ایران او پاکستان خارجه وزیرانو په افغانستان، امنیت، تجارت او نورو مسلو خبرې کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د خپل لومړي رسمي سفر په مهال د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف او د بهرنیو چارو له وزیر بلاول زرداري سره لیدلي. د بهرنیو چارو د وزارت ترمخه په لیده کاتو کې پر تجارت، د پولو پر امنیتې ستونزو، افغانستان او د تجارت په شمول پر نورو دوه اړخیزو چارو خبرې شوي. له لیدنې وروسته د ګډ خبرې غونډې سره وینا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زردارې وویل: "مونږ پر دې خبره موافقه کړې چې پر پولو پنځو مارکیټونو فعالولو ته لومړیتوب ورکړو. دا  پریکړه شوې چې د یو بل ټول بندیان خپلو هیوادونو ته ولیږل شې او ماهې ګیران خوشې کړاې شې او پر ګډې پولې امنیت ټینګ وساتل شي." په دې مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین عبداللهیان وویل د اقتصاد د ودی، ترهګرۍ او مخدره مواد د قاچاک د مخنیوې د پاره به نور میکانیزمونه جوړېږي. نوموړي زیاته کړه چې د ګیس پایپ لاین د پروژې په اړه یی له پاکستانې مشرانو سره خبرې شوې: "مونږ باور لرو چې د پاکستان او ایران تر منځ ګیس پایپ لاین به دواړو هیوادونو ته قامې ګټه وې. مونږ هیله لرو چې دغه ګیسن پایپ لاین زر تر زه ترسره او فعاله کړې شي." د ایران او پاکستان د مشرانو تر منځ  په افغانستان کې د امنیت په اړه خبرې شوې، ایران هم په افغانستان کې د پاکستان د کردار هیله مند دې او وایي د افغانستان د ستونزو هواري د سیمیزو هیوادونو له ګډو ګامونو سره تړلې. څیړونکې وايي، ايران له پاکستان سره د انرجې معاملې هوارولو  تر څنګ پر پولو امنیت او په افغانستان کې د رول په اړه هم فشار اچوې. د پاکستان پخوانی سفیر خالد محمود وایي : "څه شرخوښې دواړو اړخونو ته عملیات کوې.  د هیوادونو تر منځ میکانیزم شته خو باید د پاکستان او ایران دواړو هیوادونو ټولې اړوندې ادارې په دې اړه د یو بل سره مرسته وکړې." دوې زیاتوي د ایران او پاکستان په شمول سیمیزې رابطې ترهغو نشې ممکنه کیدای تر څو چې افغانستان کې امن نه وي راغلی او دا یوازې د سیمیزو ګډو مرستو څخه ممکنه کیداې شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د پاکستان سفر کوې چې د روان کال د مئې په میاشت کې په بیجینګ کې له امنیتي خبرو اترو وروسته ایران او سعودي عرب موافقه کړې وه چې دیپلوماتیکې اړیکې به بیا پرانیزي او د یو بل په هېوادونو کې به سفارتونه پرانیزي. څیړونکې وایي ایران او سعودي عرب هڅه کوي خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي، نو پاکستان به هم غواړي چې د دغه  سیمیزې سولې او ثبات څخه ګټه ترلاسه کړې او د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا سره د خپلو سوداګریزو او اقتصادي ښکیلتیاو امکانات زیات کړي.

03.08.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more