ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا کې د کارګرو د ورځې په درناوي مراسم

د اګست څلورمه په متحدو ایالتونو کې د کارګر ورځ بلل کېږي او عمومي رخصتي وي.

04.09.2023 امریکا غږ

د ۱۴۰۲کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو نه شتون - ستاسو غږ

طالبان وايي ټول ګډونوال چې شمېر یې ۴۴ زره ،۳۳۶دی بریالي شوي، خو یوه نجلۍ هم پکې نشته. د نجونو د زده کړو د مخنیوي پایلې به څه وي؟

04.09.2023 امریکا غږ

خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)

خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)

04.09.2023 ازادي راډیو

خبرها و گزارش‌های

خبرها و گزارش‌های

04.09.2023 ازادي راډیو

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

04.09.2023 امریکا غږ

په بدن کې وینه ولې کمیږي او علاج یې څه دی؟

په ٢٠٢٣ کې ترسره شوې یوې څیړنې موندلې چې په ٢٠٢١ کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا دوه میلیارده خلک له انیمیا یا د وینې د کمښت له کبله اغیزمن شوي. انیمیا دې ته وایي چې د انسان په بدن کې وینه د اړتیا له کچې کمه وي.

04.09.2023 امریکا غږ

په ایران کې د افغانو زندانیانو برخلیک - سپینې خبرې

طالبان وايي، د ایران قضايي پلاوی کابل ته سفر کوي تر څو د هغو ۲۰۰ افغانو زندانیانو پر برخلیک خبرې وکړي چې په اعدام محکوم دي.

04.09.2023 امریکا غږ

د فیلیپین او امریکا د بحري ځواکونو بیړیو د چین په جنوبي سمندر کې ګډ مزل وکړ 

د فیلیپین پوځ د دوشنبې په ورځ اګست څلورمه (وږي۱۳) وویل چې د فیلیپین  او متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو بېړۍ د فیلیپین په ساحل کې د چین د جنوبي سمندر له ځینو برخو څخه یو ځای تېرې شوې. 

04.09.2023 امریکا غږ

این حق من است

این حق من است

04.09.2023 ازادي راډیو

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

04.09.2023 امریکا غږ

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

04.09.2023 امریکا غږ

نرندرا مودي: متحده قامونه باید د یويشتمې پېړۍ لومړيتوبونو ته بیا کتنه وکړي

د هند وزیر اعظم نرینددرا مودي په متحده قامونو غږ کړی چې د یوشتمې پېړۍ د حقیقتونو او د اهمو اوازونو د نمایندګی باوري کولو په خاطر دې اصلاحات وکړي. د هند خبري ایجنسی پرېس ټرسټ اف انډیا سره د اتوار په ورځ د مرکې په وخت د هند وزیراعظم څوک چې به راتلونکې اوونۍ د نړۍ د شلو مالدارو هېوادونو د غونډې کوربه وي، وویل  “په یوشتمې پېړی کې د شلمې پېړی د مینځنی مودې سوچ سره د نړۍ خدمت نشي کېدی” نریندرا مودي چې دا وخت د نړۍ د یو غوره هېواد مشر دی او په سلامتي کونسل کې د مستقل غړیتوب خواهشمند دی، غواړي د هند حیثیت او مقصد په وړاندې بوځي او د غیر پائیداره قرضونو رعایت لپاره د ستمبر په نهمه نېټه د پېلیدونکي G20 غونډې سټیج وکاروي. نوموړي د مرکې په وخت په G20 تنظیم کې د افریقايي یونین د مستقل غړي جوړېدلو کلکه مرسته کړی. په دوه ورځنی غونډه کې به د امریکا د صدر جوبایډن نه واخله تر فرانسوي صدر ایمنیول مېکرون، د جرمن چانسلر اولاف شولز او د سعودي عرب شهزاده محمد بن سلمان غوندې د لوړې کچې مېلمانه ولیدی شي. مودي وايي نړیوالو ادارو له بدلیدونکو حقیقتونو او لمړیتوبونو ته د بیا کتنې ضرورت دی، هغه زیاته کړه دا په سخته باوري کول دي چې اوازونو دې ځای ورکړی شي. په هند کې د G 20 کېدونکې غونډه د دریمې نړی د هېوادونو د اعتماد د پاره د بزغلي حیثیت لري. دوه اویا کلن مودي د مرکې په وخت وویل چې هند ته د شلو مالداره هېوادونو کوربه توب ورکول د تسلیمول دي چې د یو هېواد د ګرانی ضد پالېسی بل هېواد نشي ځپلی. ګرانی په هند کې یوشمېر غریب خلک ځپلي دي . د رایټرز په یوې سروی کې اقتصاد پوهانو په راتلونکو دریو میاشتو کې د نورې زیاتې ګرانی اټکل کړی او لږ تر لږه تر اکتوبر اخیره پورې د هېواد د مرکزي بنک د شپږ فیصده اندازې نه یې هم د زیاتو بیعو لوړېدو اټکل کړی دی. مودي د انټرنېټي جرمونو خلاف په عالمي جنګ کې په مرسته کولو زور راوړی او ویلي یې دي ترهګر د ناوړه مقصدونو لپاره د ډارک نیټ، مېټاورس او کرېپټو کرنسي کارولی شي چې د قامونو په سماجي ژوند به بد اثرات  وکړي. یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

04.09.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

04.09.2023 امریکا غږ

دا زما حق دی

دا زما حق دی

04.09.2023 ازادي راډیو

د پاکستان د پوځ یوه الوتکه غورځېدلې او درې سرتېري په کې وژل شوي

​د پاکستان پوځ وايي ‌چې نن دوشنبه سپتمبر څلورمه (وږي۱۳) د دغه هېواد د سمندري ځواکونو یوه الوتکه د بلوچستان په ایالت کې غورځېدلې ده او د سمندري ځواکونو دوه افسران او یو سرتېری په کې وژل شوي‌ دي.

04.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more