ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ميرانشا بازار د ورانو دوکانونو مالکانو ته لس کاله وروسته هم تاوان نه دی ورکړل شوی

د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشا کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو په وخت د ویجاړ کړل شوو دوکانونو مالکانو د نهې، سېه شنبې په ورځ د احتجاج د لارې غوښتنه کړې، حکومت چې د دوی سره کوم تاوان منلی هغه دې ورته سمدستي ورکړي.

17.10.2023 ډیوه

د امریکا ولسمشر اسرائیل ته سفر کوي - اشنا خپرونه

د ‌اشنا د سې شنبې په خپرونه کې اسرائیل ته د ولسمشر جو بایډن د سفر، د هرات ولایت د زلزله ځپلو سره د میلیونونو ډالرو د مرستې د اړتیا او د افغانستان د جلغوزو د قاچاق د مخنيوي په اړه راپورونه خپروو.

17.10.2023 امریکا غږ

ټانک: د ښځینه کارکوونکې په ګډون د پولیو څلور کارمندان تښتول شوي

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې ټانک پولیس وايي، د ښځينه کار کوونکې په ګډون د پوليو درې چارواکي او ډرايور یې نامعلومو کسانو تښتولي، د لټون دپاره یې عملیات پېل کړی شوي دي.

17.10.2023 ډیوه

د بې وزلۍ نړیواله ورځ؛ د هرات زلزله ځپلي د مرستو په هیله دي - اتصال

د خپرونې لومړی بحث په افغانستان کې د بې وزلۍ پر موضوع، د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستو د اړتیا په پر کچه، د وېش پر څرنګوالي او د اړینې ستراتیژۍ پر منځپانګه تمرکز کوي. په دوهمه برخه کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پر وروستیو او راتلونکو لوبو مرکه لرو.

17.10.2023 امریکا غږ

چین د اسرایل او حماس د شخړې د حل لپاره راتلونکې اوونۍ سیمې ته خپل استازی لېږي

د امریکې غوندې د نړۍ بل اقتصادي قوت چین هم هڅه کوي چې د سفارتکارۍ له لارې د اسرایل او حماس تر منځ جګړې په ختمولو کې خپل رول تر سره کړي او ټاکل شوې چې د دې کار لپاره راتلونکې اوونۍ خپل استازی سیمې ته ولېږي. د چین د سرکاري سي جي ټي این خبري ادارې د خبر له مخې بېجینګ به د منځني ختیځ د مسایلو لپاره خپل ځانګړی استازی ژای جون د سیمې اړوندو ملکونو ته ولېږي، چې د ډزبندۍ او سولې په خبرو کې مرسته وکړي. د چین له سي سي ټيلويژن سره په مرکه کې ژای جون د خپل سفر د پلانونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو وایي چين پر دې خبره یو وار بيا ټينګار کوي چې "زور هيڅکله د ستونځو د حل لاره نه ده". ښاغلي ژاو ویلي: "تشدد ته په تشدد جواب ویل به يواځې د بدل اخيستلو شیطاني لړۍ وغزوي او د سياسي حل په لاره کې به نور خنډونه پیدا کړي". د چین ځانګړي استازي ویلي، د سیاسي روغې جوړې لپاره د اړتیا وړ حالاتو پیدا کولو یواځینۍ لار دا ده چې ژر تر ژره تشدد ختم شي او د حالاتو د سړولو هڅې زیاتې شي. ژای ویلي په خپل سفر کې به دې خبرې ته ځانګړې پاملرنه کوي چې د جګړې له ښکېلو ټولو اړخونو سره و ږغېږي او د هغوی تر منځ د ډزبندۍ، د عامو خلکو د ژغورنې او د امن د خبرو لپاره همږغي پیدا کړي. د امریکې او چین مشران ځکه هم د اسرایل او حماس د شخړې په حل کولو کې رول تر سره کوي، چې د دواړو هېوادونو وګړي هم د حماس په بریدونو کې وژل شوي دي. د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې د حماس په بریدونو کې تر اوسه 30 امریکایان وژل شوي او د 13 د مرګ او ژوند په اړه لا معلومات نه شته. د چین د سي جي ټي این رسنۍ د خبر له مخې په دې شخړه کې څلور چینایان هم وژل شوي، شپږ ټپیان دي او دوه نور لا ورک دي. په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ جون د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، له بشري مسایلو باید سیاسي اختلاف جوړ نه شي. د سي جي ټي این د خبر له مخې ښاغلي ژانګ ویلي، د اسرایل او حماس جګړه د "زیاتې ملکي مرګ ژوبلې او بشري بحرانونو" سبب شوی دی. د چين ځانګړي استازي د ملکي وګړو خلاف هر ډول تشدد او بريدونه غندلي او د هغو ټولو اقداماتو مخالفت یې کړی چې وایي‌ له نړيوال قانونه پکې سرغړونه کېږي. ژانګ جون د فلسطين او اسرايلو تر منځ د اوسني خراب حالت په اړه د چين دريځ په تفصيل سره بيان کړی او غوښتنه یې کړې چې د لويو بشري ناورينونو د مخنيوي لپاره دې ژر تر ژره ډزبندي وشي. ښاغلي جانګ ویلي په جګړو کې د عامو خلکو ژغورل د نړيوال بشردوستانه قانون سره کرښه ده او د زور بې درېغه کارول د منلو وړ نه دي. وایي نه باید فلسطینیان او نه د اسراییل ملکي وګړي په نخښه شي.

17.10.2023 ډیوه

د منځني ختیځ جګړه؛ امریکا ۲۰۰۰ عسکر د استولو لپاره چمتو کړي 

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وایي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په غبرګون کې یې خپل ۲۰۰۰ سرتېري منځني ختیځ ته د استولو لپاره چمتو کړي. 

17.10.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: د غزې خلک د څلورو یا پنځو نورو ورځو لپاره خواړه لري

د خوړو نړیوال سازمان وايي چې د غزې په هټیو او مارکیټونو کې، چې اسرائیل محاصره کړې، د څلورو یا پنځو نورو ورځو لپاره خواړه شته او بس.

17.10.2023 امریکا غږ

ډبلیو ایف پي: د افغاستان له زلزله ځپلو او نورو اغېزمنو لپاره 418 میلینه بیړنۍ مرستې ته اړتیا لرو

د خوراک نړیواله اداره ډبلیو ایف پي وایي په افغانستان کې د زلزله ځپلیو خلکو د خوراک، د دوی د کورونو د بیارغونې او د ژمي له سړې هوا څخه د اغېزمنو خلکو د ژوندي پاته کېدو لپاره په بیړنۍ توګه څه باندې 418 میلینه ډالرو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو د ارزونې د رپوټونو له مخې د هرات په شپږو زلزله ځپلو ولسوالیو زنده جان، انجیل، کشک رباط سنګي، کوهسان، ګلران او په هرات ښار کې 1,14000 کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. ډبلیو ایف پي په هرات او شاوخوا سیمو کې څو پرله پسې زلزلو او تر زلزلو وروسته ټکانونو ته په اشارې ویلي، که دوی ته د اضافي مالي مرستې سرچینې برابرې نه شي، ځینې زلزله ځپلي به د ژمي د یخنۍ د زغملو توان ونه لري. د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې- ګل په ورځ په خپل تازه رپوټ کې له نړیوالې ټولنې د 18.8 میلینه ډالرو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې زلزله ځپلو کورنیو ته د خوړو د برابرولو لپاره دغو پیسو ته په بیړنۍ اړتیا لري. دغې ادارې ویلي، له دې سره سره د ژمي په سړه هوا کې د هغو کسانو د ژوندي پاته کېدو لپاره نور 400 میلینو ډالرو ته اړتیا لري چې له دې زورورې زلزلې ژوندي پاته شوي او اغېزمن دي. په افغانستان کې ډبلیو ایف پي د مطبوعاتي څانګې مشر فیلیپ کروف ویلي، که بودیجه ورته چمتو کړل شي اداره یې نیت لري، په زلزله ځپلو باندې د څو میاشتو د خوړو وېشلو پروګرام ته دوام ورکړي، چې په سخت ژمي کې ډېرو غریبو کورنیو ته خواړه برابر کړای شي: "کېدای شي د اضافي بودیجې پرته ځینې زلزله ځپلي د ژمي یخني ونه زغمي، دا به د هغوی لپاره ډېره زیاته مشکله وي. هغوی هر څه بایللي دي". فیلیپ کروف ویلي د ډبلیو ایف پي پلان لري، چې له راتلونکو درو تر اوو میاشتو پورې تر 100,000 زیاتو کسانو سره د خوړو او نغدو پیسو مرستې وکړي. ښاغلي کروف ویلي سختو زلزلو د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات 1,400 کسان مړه کړي او ټپي کړي او ټول کلي یې له خاورو سره خاورې کړې دي. وایي دې قدرتي ناورین له مخکینیو ستونځو سره سره د افغانانو کړاوونه نور هم زیات کړي دي. د خوړو نړیوالې ادارې په تېره ستمبر میاشت کې ویلي وو، چې د افغانستان 15 میلین کسان کافي خواړه نه لري او یو وخت چې وخوري بیا نه پوهېږي د بل وخت خواړه به له کوم ځایه کوي. په افغانستان کې بشري مرسته کوونکې ادارې وايي، د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په دغه هېواد کې اقتصادي حالت خراب شوی، بېکاري زیاته شوې او له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د هرات په زلزله کې تر 1000 زیات کسان مړه شوي او 2,400 تنه نور ټپیان شوي دي، خو دغه وزارت ویلي، کېدای شي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم زیات شي. د روغتیا نړیوالې ادارې د دوشنبې- ګل په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» د یو وروستي رپوټ له مخې ویلي، په دغو زلزلو کې 1,480 تنه مړه شوي او 1,950 تنه نور ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په زلزله کې د وژل شویو کسانو زیات شمېر ښځې او ماشومان دي.

17.10.2023 ډیوه

پېښور: سياسي ګوندونو، مدني فعالانو او هنرمندانو د افغان کډوالو د ويستو د فېصلې بيرته اخستو غوښتنه کړې

پاکستان نه د افغان کډوالو د ويستل کېدو په مسله پېښور کې ټول ګونديز کانفرنس شوی، سياسي ګوندونو، مدني فعالانو او هنر مندانو د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې د کډوالو ويستلو فېصله دې بيرته واخلي ځکه افغان کډوال به د يو شمېر خطرو سره مخ شي. پوليسو د غونډې راجوړونکی حيات روغانی د څه وخت د پاره نيولی وو.

17.10.2023 ډیوه

کریسټرسن: له ترهګریز برید وروسته سویډن له بې ساري امنیتي ګواښ سره مخامخ دی

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) د بلجیم په پایتخت بروکسل کې په ډزو کې د دوو سویډنیانو وژنه د سویډن په خلاف "ترهګریز برید" وباله او وې ویل چې هېواد یې له بې ساري امنیتي ګواښ سره مخامخ دی.

17.10.2023 امریکا غږ

خامنه‌يي: که اسرائیل پر غزې بمباري روانه وساتي،'هیڅوک د مقاومت مخه نشي نیولای'

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) خبرداری ورکړ چې که اسرائیل پر غزې هوايي بریدونو ته دوام ورکړي، "هیڅوک نشي کولی د مقاومت د ځواک مخه ونیسي."

17.10.2023 امریکا غږ

این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

17.10.2023 ازادي راډیو

ملګرو ملتونو کې د غزې د اوربند قرارداد رد شوی، یورپي اتحاد د اسرایل حماس جګړې په اړه بیړنۍ غونډه کوي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لينډا تومس ګرينفيلډ ويلي، د روس د قرارداد ملاتړ نه شي کولی ځکه چې په قرارداد کې د حماس ترهګري د پامه غورځول شوې او د اغېزمنو سپکاوی شوی دی.

17.10.2023 ډیوه

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

17.10.2023 ازادي راډیو

ایران ګواښ کړی که اسرایل پر غزه بریدونه ونه دروي "مخکې له مخکې اقدام" به وکړي

ایران په دویم ځل ویلي اسرایلي ځواکونو ته به پر غزې پټۍ د بمبارۍ اجازه ور نه کړي او خبرداری یې ورکړی چې که پر فلسطینیانو دا بریدونه ونه درول شي نو په راتلونکو څو ساعتونو کې به "مخکې له مخکې اقدام" وکړي. د ایران سرکاري ټیلیویژن د ګل- دوشنبې په ورځ د ملک د بهرنیو چارو د وزیر حسېن امیر عبدالنهیان له خولې لیکلي، د مزاحمت مشران به یې اسرایل ته اجازه ور نه کړي چې په غزه کې څه ډول اقدامات وکړي. امیر عبدالنهیان په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی چې د «مزاحمت مشرانو» یې چاته اشاره ده، خو وایي ټولې لارې خلاصې دي او ایران به د غزې د خلکو خلاف پر جنګي جرمونو باندې بې پروا نه پاته نه شي: "د مزاحمت محاذ دا وړتیا لري چې له دښمن [اسرایل] سره تر اوږدې مودې جګړه وکړي. په راتلونکو څو ګنټو کې موږ تمه کولای شو چې د مزاحمت محاذ به مخکې له مخکې اقدام وکړي". ایران تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی وو که اسرایل په غزه باندې بمباري بنده نه کړي، خطر شته چې دا جګړه د منځني ختیځ نورو هیوادنو ته هم وغزېږي خو د دغو هېوادونو نومونه یې نه وو یاد کړي. ښاغلي عبداللهایان ویلي، د مزاحمت مشران به اسرایل پرېنږدي چې په غزې کې هر څه یې زړه غواړي هغه وکړي. هغه وایي "که نن د غزې دفاع ونه کړو، سبا به پخپلو هیوادونو کې د فاسفورس بمونو خلاف د ماشومانو د روغتونونو دفاع کوو". د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله خامنایي تېره اوونۍ ویلي وو، تهران د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس ډلې په بریدونو کې شامل نه وو، خو د اسرایلي پوځ او استخباراتو د "نه را ګرځېدونکې ماتې" ستاینه یې کړې وه. د اکتوبر له اوومې راهیسې په تېرو لسو ورځو کې د حماس او اسرایل په بریدونو کې دواړو غاړو ته د وژل شویو کسانو شمېر 4,208 ته رسېدلی دی او لا دا شمېر پسې زیاتېږي. په غزه پټۍ کې چارواکي وایي د اسرایلي ځواکونو په بمبارۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر 2,808 ته رسېدلی او تر اوسه 11,000 تنه ټپیان شوي دي. اسرایلي چارواکي وایي د حماس په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر یې 1,400 ته رسېدلی چې وایي په هغوی کې 289 یې پوځیان دي او 4,100 تنه ټپیان شوي دي. ایران د 1979م کال د خپل انقلاب له وخته راهیسې د فلسطینيانو د خپل ریاست غوښتنې ملاتړ کوي او غواړي په دې توګه ځان ته په اسلامي‌ نړۍ کې د رهبرۍ رول ورکړي. تهران دا مني چې له حماس وسلوالې ډلې سره اخلاقي مالي مرسته کوي، حماس ډله له ډېرو کلونو راهیسې پر غزې پټۍ باندې کنټرول لري. تر دې مخکې د ایران صدر ابراهیم رئیسي د ګل- دوشنبې په ورځ وویل، تهران د فلسطین د شخړې ملاتړ کوي، خو وایي‌ «د مزاحمت محاذ» د اسرایلو خلاف خپلې ازادې پرېکړې کړې دي غزې ته د پوځیانو استولو له کبله اسرایل ته له هېوادونو سره سره د بشري حقونو د ادارو خبرداري‌ هم زیات شوي‌ دي. د بشري مرستو ادارو ویلي، دا کار به د بشري ناورین سبب شي او دا ویره هم شته چې جګړه به نورو سیمو ته خپره شي. اسرایل چې د غچ اخیستو لپاره په غزه کې هوایي بمبارۍ پیل کړې، د حماس پر ضد یې په رسمي توګه د جګړې اعلان کړی او هم یې د غزې په شمال کې څه باندې یو میلین خلکو ته خبرداری ورکړی چې خپل کورونه پریږدي او جنوب ته کډه شي. امریکا هم د اسرایل د دې ګام مخالفت کړی چې د غزې پټۍ به په بشپړه توګه محاصره او قبضه کړي. صدر جوبایډن تېره ورځ وویل چې د غزې پټۍ د قبضې کولو لپاره د اسرایل هر ډول هڅه به "غټه غلطي" وي.

17.10.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more