ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


مرتضی بهبودي د طالبانو له زندان څخه خوشې شو

د بې پولې خبریالانو سازمان  نن چهارشنبه اکتوبر ۱۸ (تلې۲۶) وویل چې طالبانو افغان-فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي پرېښی دی.

18.10.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

18.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

18.10.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

18.10.2023 امریکا غږ

برکات: عربستان باید د اسلامي نړۍ د 'اخلاقي رهبر' په توګه د اسرائیل او حماس شخړه حل کړي

په قطر کې د منځني ختیځ د چارو شنونکی سلطان برکات وایي، سعودي عربستان ته په کار ده چې د اسلامي نړۍ د "اخلاقي رهبر" په توګه خپل رول ولوبوي او د حماس او اسرائیل د جګړې د پراخېدو مخنیوی وکړي.

18.10.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

18.10.2023 امریکا غږ

سروی: د ريپبلېکن او د ډېموکرېټېک پارټۍ زیاتره امریکان متفق دي چې په افغانستان کې جنګ بې ګټې و

  که د دواړو امريکايي ګوندونو ترمنځ په ډېرو مسلو ژور اختلاف شته خو تازه سروی ښيي دواړه خواوې په يوه خبره تر ډېره متفق دي او هغه دا چې په افغانستان کې شل کليز جنګ بې ګټې کار و    د پيرسن انسټيټيوټ فار دې سټډي اينډ ريزلوشن اف ګلوبل کانفلېکټس او خبرې ادارې ای پي پرېس اين او ار سي سنټر فار پبلېک افيرز ريسرچ ګډه سروی د امريکايي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو دوه کاله وروسته او په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس شوې ده.    د افغانستان جنګ په امريکا کې په سېپټمبر کال 2001 کې د القاعده د ترهګرو بريدونو وروسته پيل شوی و. طالبان هغه وخت هم په افغانستان کې واکمن وو او ترهګرو ته د پناه ورکولو الزام پې لګول شوی و.   دا جنګ د افغانانو او امريکايانو د افغانستان نه د اخري پروازونو په اخستلو ختم شوی و چې بې ترتيبه او په غير منظم ډول د کابل نه وتلي وو      د امريکايانو رای ښيي د افغانستان نه وتل بې نظمه او بغير د تيارۍ شوي وو او ډېر دا مني چې دا پرېکړه د ولسمشر جوبايډن د مقبوليت د کمېدو لامل شوه او د هغه وخت نه تر اوسه پورې بايډن بيا قبوليت موندلی نه دی.    په درېو کې دوه امريکايان وايي په افغانستان کې جنګ نه و پکار چې د رای ورکونکو څخه 65 فیصد د بايډن د ګوند ډيموکريټس دي او 63 فیصد پکې د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ګوند ريپبلېکنز دي    ډېر امريکايان باور نه لري چې د افغانستان جنګ کامياب و چې د تندلارو نه پېښه خطره يې ختمه کړې وي او د ښځو په ژوند کې يې څه ښه بدلون راوستلی وي.    ډېر امريکايان وايي امريکا په افغانستان کې مهم اهداف ترلاسه نه کړی شول او د سروی ترمخه يوازې 16 فیصد امريکايان په دې باور دي هېواد يې په افغانستان کې د حکومت په چلولو کې مرسته کړې ده  

18.10.2023 ډیوه

رپوټ: په بلوچستان کې سږ کال د ترهګرۍ پېښې اته فیصده او مرګ ژوبله 52 فیصده زیاته شوې

د بلوچستان د کورنیو چارو محکمې په یو رپورټ کې ویلي د تېر کال په مقابل کې سږ کال په  صوبه کې د ترهګرۍ په پېښو کې اته فیصد او په مرګ ژوبله کې  52 فیصده زیاتوالی راغلی دی.  د رپورټ ترمخه د 2023م د ستمبر تر مياشتې پورې په ټوله صوبه کې د ناامنۍ په 313 پېښو کې 182 تنه وژل شوي او 321 ټپيان شوي دي.  د رپورټ شمېرې ښيي 34 پوليس عسکر وژل شوي، شپيته ټپیان شوي، 42 ايف سي عسکر وژل شوي، 109 ټپيان شوي، غېر مقامي کسان څلور وژل شوي، شپږ ټپي شوي، 10 لېويز عسکر وژل شوي او 17 ټپيان شوي دي. د بلوچستان د کورنیو چارو محکمه وايي د مذهب پر نامه تشدد يا توندروۍ کې 60 تنه وژل شوي او 65 ټپي شوي دي اوپه عامو وګړو کې 32 وژل شوي او 64 ټپي ښوول شوي دي. رپوټ وایي په 2022م کال کې د ناامنۍ په 290 پېښو کې  125 تنه وژل شوي او 417 تنه ټپیان شوي وو۔ په دې کې لوی شمېر د امنيتي ادارو د عسکرو دی. د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزی وایي "ټول رياست دوښمن عناصر ته خبرداری ورکوو چې له خپلو کړو دې لاس واخلي، ګنې د دوی انجام به هم ښه نه وي". د صوبې په بلوچ مېشتو سيمو کې د ناامنۍ  زياترو پېښو ذمه وارۍ بېلابېلو نا قانونه ګرځول شویو بلوڅ بېلتون غوښتونکیو ډلو منلې دي.   خو په مستونګ، کوټه او د صوبې په ځينې نورو پښتني سيمو کې پر امنيتي عسکرو د بريدونو ذمه وارۍ داعش، تحريک طالبان پاکستان، تحريک جهاد پاکستان نومي تنظيمونو منلې دي. د بلوچستان د سیاسي چارو څېړونکی او خبريال شهزاده ذولفقار وایي، "که په 2019 کې وګورې او بيا 2020 کې وګورې فرق دی پکې، کله کله زيات عمليات کېږي، په دې کې  کمي او زياتوالی راځي، هغه څوک چې دا عمليات کوي د هغوی ټېکټيکس يا طريقه يا حکمت عملي وي". حکومت وايي په صوبه کې د امنيت د خوندي ساتلو لپاره به امنيتي ادارې پراخ عمليات کوي او يو څوک نه پرېږدي چې امن امان  ته زيان ورسوي. د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزی وایي، د ايپکيس کمېټۍ په ناسته کې د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وويل، له غېر رياستي کردارونو سره به يو ډول رعايت نه کېږي: "هغه وويل د هندوستان نوم ولې وانه خلو، په ټولو پېښو کې هندوستان لاس لري، د بهرنۍ مرستو پرته نان سټېک ايکټرز يو څه هم نه شي کولای، وزير اعظم وويل، د نان سټېک ايکټرز پر ضد به په مستقل مزاجۍ سره مقابله کوو او که ضرورت يې شو تر قيامته پورې به ورسره جنګ کوو". له افغانستان او ايران  سره پر پوله پرته صوبه بلوچستان له تېرو څو لسيزو راهيسې له ناامنۍ سره مخ ده، دلته بلوڅ بېلتون غوښتونکي  تنطيمونه د پاکستان د پوځ او ادارو پر ضد وسلوال فعاليتونه کوي، د چين او پاکستان تر ميان د اربونو روپو پروژې سيپېک کارمندان هم وخت نا وخته په نخښه شوي دي. پاکستان په بيا بيا د وسلوالو  تر شا د هندوستان  او د افغانستان لاس ياد کړی خو هند او افغانستان دا تورونه رد کړي او دې ورته تورونه يې پر پاکستان لګولي دي.   څېړونکي په دې نظر دې چې په د بلوچستان مسئله سياسي ده او دا دې د سياست له لارې حل کړل شي. شهزاده ذولفقار وايي دا لړۍ له تېرو 23 کالو روانه ده، "په 2009م، 10و او 11م کې [ناامني] ډېره  زياته شوې وه، د هغه په مقابله کې ايکشن [عمليات] هم زيات وشول". بلوڅ قامپاله ګوندونو هم په خپلو بيانونو کې د حکومت له لوري د پراخو عملياتو کولو پر دريځ سختې نيوکې کړې او له حکومته يې غوښتي د بلوچستان مسئله دې د ناستې او خبرو اترو له لارې حل کړي، خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو ويلي،  څوک چې د پاکستان قانون او ايین مني يواځې له هغو سره خبرو اترو ته تيار دي.

18.10.2023 ډیوه

د اسرائیل او حماس جګړه او سیمې ته د بایډن سفر - اشنا خپرونه

د امریکا ولسمشر جو بایډن منځني ختیځ ته تللی، د حماس او اسرائیل د جګړې په لړ کې د غزې پر یو روغتون د برید وروسته نړیوالو غبرګونونه ښودلي، ملګرو ملتونو له پاکستان څخه غوښتي چې هرڅه ژر د افغان کډوالو ایستل وځنډوي، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په دې خبري خپرونه کې اورئ.

18.10.2023 امریکا غږ

د چین 'یو کمربند یوې لارې' کنفرانس کې د طالبانو ګډون - اتصال

د چین د "یو کمربند یوې لارې" په غونډه کې چې د ۱۳۰ هېوادونو استازي پکې ګډون لري، د طالبانو استازې هم شته. دا چې پر نوره نړۍ، په ځانګړي ډول افغانستان به ددغه نوښت اغېزې څه وي، د اتصال خپرونې په بحث کې یې څېړو. په دغه پرواګرام کې په افغانستان کې د پخوانیو څانوالانو پر امنیتي اندېښنو هم خبرې کوو.

18.10.2023 امریکا غږ

متقي: زلزله ځپلو ته 'اساسي' کورونه جوړوو - ځانګړې مرکه

په هرات کې د زلزله ځپلو سره د مرستو دپاره د طالبانو د کمیسیون غړی احمدالله متقي وايي، په زلزله کې شاوخوا ۱۳۵۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. متقي وايي، بې کوره شویو کورنیو ته د اوس دپاره موقتي سرپناوې جوړې شوي او حکومت په پام کې لري چې په خپلو محدودو امکاناتو باندې ورته اساسي کورونه جوړ کړي.

18.10.2023 امریکا غږ

اسرائیل ته د بایډن سفر؛ په غزې کې په روغتون باندې له برید وروسته د اردن غونډه لغوه شوه

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په داسې حال کې اسرائیل ته رسېدلی دی چې په غزې کې په یو روغتون باندې برید کې شاوخوا ۵۰۰ تنه وژل شوي دي.

18.10.2023 امریکا غږ

د شمالي وزيرستان کډوالو د مالي مرستو دپاره احتجاج کړی

د شمالي وزیرستان نه نهه کاله وړاندې د ضرب عضب عملیاتو له امله بې کوره شوو کډوالو په بنو کې د مالي مرستو د نشتوالي پرضد احتجاجي پرلت  پیل کړی او وايي د تیرو درو میاشتو راهسې ورته د امدادي مرستو قسطونه  نه دي ورکړل شوي او د خوراکي او یو شمېر نورو ستونزو سره مخ شوي دي.

18.10.2023 ډیوه

ټانک کې د پوليو تښتول شوو کار کوونکو کې دوه راخوشي کړی شوي

د خېبرپښتونخوا ټانک ضلعې پوليسو ویلي، د پوليو تښتول شوو کار کوونکو کې یې ښځينه غړې او ډرايور راخوشي کړي او د نورو دوو د راخوشي کولو دپاره د لټون عمليات روان دي.

18.10.2023 ډیوه

د چين اقتصاد د روان کال په دريمه درېمياشتنيزه کې ورو شوی دی

  واشنګټن (وي او ای)- د چين اقتصادي پيداوار د سږ کال په دريم کوارټرز يا درېمياشتنيزه کې ورو شوی چې لامل يې تر يو حده د هېواد د جايداد یا د پراپرټۍ څانګه ده چې قرضونو ځپلو    د سرکاري سټيټېسټېک بيورو شمېرې چې د شورو، چهارشنبې په ورځ شایع کړی شوي ديي ښيي چې د نړۍ دويم غټ اقتصاد د تېر کال په نسبت د سږ کال د جولايي او سېپټمبر ترمنځ  4.9 فیصد اقتصادي ترقي کړې.    د اقتصادي پرمختګ دغه شرح د اقتصاد پوهانو د اټکل 4.5 فیصد ودې نه ښه وه خو د تېرو درېو مياشتو د اقتصادي ترقۍ د 6.3 فیصد کچې نه کمه وه      شمېرې ښيي د چين جي ډي پي يا ټول په ټوله کورنی پيداوار سږ کال 1.3 فیصد ته رسېدلی دغه شمېرې د اپريل او جون ترمنځ 0.8 فیصد وې    د هېواد صنعتي پيداوار چې د توليداتو، معدنياتو او د استعمال د څيزونو جاج ورکوي د تېر کال په نسبت سږ کال تر سېپټمبر پورې د پيداوار کچه 4.5 فیصد ښودلې او په يوځای د خرڅ يا ريټيل خرڅ کچه 5.5 فیصد ته ختلې ده    که هر څو هم چارواکو تېر کال زيرو کوېډ پاليسي اعلان کړې خو چين لا د کرونا وايرس د اغېزو نه نه دی راوتلی. د پيداوار د ورو په ځای کېدلو لامل د جايدادونو کاروبار کوونکو کمپنو کنټري ګارډن ممکن ديواليه کېده ګڼل کيږي چې د پينځلس مېلین ډالره قرض او ورسره د تړلي سود په وجه دی   

18.10.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more