ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


روسیې د قطر په منځګړتوب ځیني اوکرایني ماشومان بېرته ستانه کړل 

قطر د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تلې۲۳) اعلان وکړ چې روسیې یو شمېر اوکرایني ماشومان یې بیرته خپلو کورنیو ته ستانه کړل او هغوی له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

16.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

16.10.2023 امریکا غږ

خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)

خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)

16.10.2023 ازادي راډیو

خبرها و گزارش‌های

خبرها و گزارش‌های

16.10.2023 ازادي راډیو

رپورټ: په امریکا کې تېرکال د تشدد نه ډک جرمونه کم خو غلاګانې زیاتې شوې وې

د تشدد نه ډک جرمونو کې د کمي برعکس مالي جرمونو کې اووه اشاریه یو فیصد اضافه شوي وه چې په کې د موټرو غلاګانې ۱۰ اشاریه نهه فیصد زیاتې شوې وې. د ۲۰۲۱ په مقابل کې په ۲۰۲۲ د وسلې په زور خلکو نه د موټرو د اخیستل کېدو په واقعاتو کې اته اشاریه یو فیصد اضافه شوې وه

16.10.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

16.10.2023 امریکا غږ

بابکرخیل: افغانستان کې د منظمې حکومتولۍ نشتوالی د لوږې لامل شوی - سپینې خبرې

پخوانۍ افغانه قاضي او مدني فعاله مرضیه بابکرخېل وايي، په افغانستان کې د منظمې حکومتولۍ نشتوالي په افغانستان کې لوږه او بې وزلي رامنځته کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام وايي په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک کافي خواړه نلري.

16.10.2023 امریکا غږ

د حماس-اسرائیل جګړه؛ پوتین د اسرائیل، فلسطین، ایران، سوریې او مصر د مشرانو سره تماس نیولی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې ختمولو په هڅه کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تله ۲۴) د ایران په ګډون د سیمې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره خبرې کړې دي.

16.10.2023 امریکا غږ

پاکستان د مالي‌ ستونزو له امله شخصي کمپنۍ ته د پي آی اې د ورکولو منظوري ورکړې

د پاکستان وفاقي کابينې د پي آی اې د پرايوېټایزېشن یا شخصي کمپنۍ ته د ورکولو منظوري ورکړې. د پي آی ای مجموعي خساره دا وخت 750 اربه روپیو ته رسيدلې ده او حکومت وايي نور يې مالي توان نه لري. پى آی اې له ډير وخت راهیسي له مالى ستونزو سره مخ ده چې وخت په وخت به ورسره حکومتونو مالي مرسته کوله خو اوس موجوده حکومت پرېکړه کړې چې د پي آی ای په ګډون له مالي زیان سره مخ ټولې حکومتي ادارې به شخصى څانګې ته ورکول کېږي. د خزانې نګرانې وزيرې شمشاد اختر تيره مياشت يوې خبري غونډې ته ويلي و چې د تېر ۲۰۲۰ کاله پورې په حکومتي واک کې چليدونکو ادارو زيان 500 ارب روپو ته رسيدلې و. د پاکستان نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ هم په دې اړه يوې غونډې ته ويلي چې هيواد دا وخت د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دې او د قامى ادارو تاوان دا ستونزې نورې هم زیاتوي. وزير اعظم ويلى د ولس په ټيکسونو د دي ادارو د تاوان پوره کول نور امکان نه لري. څېړونکي او د مالي چارو پوهانو د دې پريکړې هرکلې کړې او ويلي دي چې په کار ده چې دا عمل ډير پخوا تر سره  شوی وای. د مالي چارو کارپوه او څېړونکي شهریار بټ ډیوې ته ویلي، "څنګه چې حکومت په زيان کي تلونکى حکومتى ادارې لکه پى آی اې ، پاکستان سټيل ملز او نورې داسې ادارې شخصي څانګې ته ورکړي نو دا به د هيواد اقتصاد لپاره ښه وي او زه ګڼم چې حکومت ته په دې اړه نور چمتو کيدل پکار دي ځکه چې دا عمل ډير په دمه روان دی٠" د مطبوعاتى رپوټونو له مخې، د دې حکومتې ادارو خساره 2.5 ټريلين(8.8 بلين ډالرو) ته رسيدلى ده چى د وسایلو نه محرومه خلکو مالى بوج او حکومتى بجټ ته د زيان اړولو نه پرته د مالياتى څانګې لپاره د انتظامي خطرې ذريعه هم جوړه شوې ده. خو هر يو حکومت د آی ايم ايف د پروګرام لارې په سختو شرطونو تر لاسه شوى د پور پيسې د دې حکومتى ادارو په پالنه مصرف کړي، خو اوس دا هر څه ممکن نه دي او وخت راغلې چې دا ادارې يا خو شخصى څانګې ته ورکړل شي او يا ختمې کړای شي٠ ځيني څيړونکي ګڼي چې د پى آی اې شخصى څانګې ته ورکول به دومره اسان نه وى ځکه چې پخوا هم داسې هڅې شوې دي خو يو حکومت هم پکې بريالې شوې نه دی٠ ايا يو نګران حکومت به دا هر څه په يو ښه او شفاف ډول تر سره کړای شي؟ وى او اې ډيوه سره خبرو کي خبريال او څيړونکى ذيشان حيدر وويل، "دلته دا سوال راپيدا کيږى چې دي حکومت سره دا اختيار شته چې پى آی اې شخصى څانګې ته ورکړي او که دا عمل وځنډيږى نو راتلونکې حکومت به دومره مضبوط وى چې دا عمل به تر سره کړي٠تر کومې پورې چې دي پوښتنو ته ځواب نه وى ويل شوی نو زه ګڼم چې شخصي څانګې ته د پي آی اې د ورکولو دا عمل به د پوښتنې لاندې وي٠" د څيړونکو وينا ده چې د پاکستان اقتصاد دا وخت د تاريخ له تر ټولو خراب بحران سره مخ دې، په هيواد کي د ډالرو سخت کمی دې، بيروني تجارتى خساره په زياتيدو ده او د نړيوالې مالياتى ادارې ای ايم ايف د رپورټ له مخې، د پاکستان بحټ خساره به سږ کال د کل مجموعى پيداوار يا جى ډى پى 6.7 فیصده وي، د کوم چې وړاندي 6.2 فیصدى اټکل شوې ٶ٠ د دي مطلب دا دې چې روان مالى کال کي به پاکستان ته خپله د بجټ خساره پوره کولو لپاره نورې 1300 اربه روپۍ پکار وى. د اقتصاد پوهانو په وينا د پاکستان اقتصاد چې دا وخت له کومو ننګونو سره مخ دی له زيانونو سره مخامخ حکومتي ادارې د هيواد په اقتصادي ستونزو کي نوره اضافه کوي او په ځانګړي توګه صرف د پى آی اې د کال نقصان 95 اربه روپو ته رسيدلې دی٠ پوهان وايي د پخوانی وزیراعظم نواز شريف په حکومت کې په کال 2013- 2018 کي د پرايويټاؽزيشن عمل شورو شوی و خو وروسته یې د سياسى وجوهاتو په بنياد وړاندي بو نه تلو او دا ځکه چې سياسى حکومتونه د غير مقبوله پريکړو څخه ډډه کوي او د يو شمېر حکومتي ادارو کارکوونکي د پرایوېټایزېشن مخالفت کوي٠

16.10.2023 ډیوه

این حق من است

این حق من است

16.10.2023 ازادي راډیو

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

16.10.2023 امریکا غږ

امریکا: د غزې نیول به د اسرائیل تېروتنه وي - اشنا خپرونه

د اسرائیل له خوا د غزې د نیولو د امکان په اړه د امریکا دریځ، د خوړو نړیواله ورځ، د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان بری، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا د دوشنبې په خپرونه کې شامل دي.

16.10.2023 امریکا غږ

د اسرائیلي بریدونو موخه د حماس ځپل دي او که د غزې نیول؟ - اتصال

په دې پروګرام کې په دې اړه د مېلمنو سره خبرې کېږي. او د اکتوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده. په داسې حال کې چې د افغانستان ښاري ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخې بلل کېږي، د کلیوالو مېرمنو د حقونو پر خوندیتوب خبرې کوو.

16.10.2023 امریکا غږ

دا زما حق دی

دا زما حق دی

16.10.2023 ازادي راډیو

په فلیپین کې زرګونو کسانو د فلسطینیانو په پلوۍ مظاهره وکړه

په فلپین کې زر ګونو کسانو د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تله۲۶) مظاهرې وکړې او په غزې باندې یې د اسرائیل بمبارۍ او بریدونه وغندل.

16.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more