ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


جېم جورډن د ایوان د سپیکر رای اچونه کې د ریپبلېکنر ملاتړ ترلاسه کولو کې ناکامه شو

د نهې په ورځ د امریکا په ایوان نمایندګان کې د ایوان د سپیکر دپاره شوي انتخاب په لومړۍ رای اچونه کې جېم جورډن د ایوان ریپبلینکز غړو حمایت ترلاسه کولو کې نا کامه شو.  د ایوان نمایندګان سپیکر د څوکۍ دپاره په بیا رایې اچول کېزي. جېم جورډن د زیاتو غړو ملاتړ ترلاسه کولو دپاره هڅې کوي. د امریکایي مطبوعاتو د رپوټونو ترمخه کیدی شي چې د سپیکر د څوکۍ دپاره یو ځل بیا نن د نهې په ورځ د ایوان نمانیدګان غړي خپل رایې وکاروي.   شعله بیان  جېم جورډن د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ سخت حمایتي او په کانګرس کې د فریډم کاکس نومې ډلې باني دی. شاوخوا 20 زړه نازړه ریپبلېکنز غړي جېم جورډن ته د خپلو رایو ورکولو څخه ډډه کوي، او د اوهایو د کانګرس غړی د ایوان د سپیکر د طاقتور عهدی دپاره ډېر سخت ګڼي.  د امریکا د ایوان نمایندګان سپیکر د صدر د غېر موجودګۍ کی د مرستیال صدر وروسته د صدر جوړیدو په دویم کتار کې دی.   په دغه انتخاب کې جېم جورډن د 200 غړو رایې ترلاسه کړی. د ډيموکرېټک پارټۍ د سپیکر امیدوار حکيم جيفريز  په دغه انتخاب کې د 212 غړو رایې ترلاسه کړی. په ايوان نمایندګان کې د ريپبلېکن 221 او د ډيموکريټس 212 غړي دي. د ایوان نمایندګان 20  ریپبلینکز غړو خپلې رایې د ګوند نورو غړو ته ورکړی چې په دغه انتخاب کې شامل نه وو. د سپیکر څوکۍ د ریپیلېکن ګوند کېوین مکارتي د سپيکر څوکۍ نه د لېرې کیدو وروسته خالي ده. نزدې دوه اونۍ وړاندې د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل دپاره د ایوان نمایندګان پخوانی سپیکر کېوین مکارتي د ریپبلېکنز ګوند د ایوان نمایندګان غړو ترمنځ د اختلافاتو وروسته د سپیکر څوکۍ نه لېرې کړل شوی وو.   ایوان نمایندګان چې ریپبلېکن ګوند پکې اکثریت لري کېوین مکارتي د خپلې څوکۍ نه ۲۱۶ غړو د ۲۱۰ غړو په مقابل کې د سپیکر د څوکۍ نه د لیرې کولو په حق کې رایې ورکړې وی.

17.10.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: پاکستان دې د افغانانو د ډلیز ویستلو بهیر ودروي

واشنګټن – د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، پاکستان باید ژر تر ژره افغانستان ته د ۱.۴ میلیونو افغانانو د بېرته ستنولو بهیر ودروي. د پاکستان حکومت چې په میلیونونو افغانانو ته یې د لسیزو راهیسې ځای ورکړی و په دې وروستیو کې اعلان کړی ټول بې اسناده بهرنیان باید د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له دغه هېواده څخه ووځي او که نه نو خپلو هېوادونو ته به ولېږل شي.   له دغو پلانونو سره به په ځانګړي ډول تر ۱.۴میلیونو زیات هغه افغانان اغېزمن شي چې زیاتره یې په افغانستان کې د بشري ناورین او د بشري حقونو د جدي سرغړونو له امله پاکستان ته تښتېدلي او هلته خوندیتوب او پناه غواړي. د ملګروملتونو لخوا په دې اړه په یو خپور کړي راپور کې راغلي دي، د دوی کارپوهان وېره لري چې افغانستان ته د افغانانو له بېرته ستنېدو سره چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، اکثره به یې د بشري حقونو له تېریو او نورو ځورونو په ګډون له نه رغېدونکي زیان سره مخ شي. د ملګروملتونو کارپوهانو ویلي، "مونږ له پاکستانه غواړو چې د جبري ستنېدو دغه مطلق د سپکاوي وړ پلان دې ودروي او د جبري ستنېدو او ډلیزو ویستلو مخنیوی دې وکړي."  دوی ویلي، "په داخلي توګه دغلته د پناه غوښتنې د قوانینو او تګلارو نه شتون د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو لاندې د دوی مسولیتونه نه لېرې کوي." د نه جبر خبره د ظلم او شکنجې پرضد کنوېنشن کې په څرګنده راغلې، دغه ډول د غیر انساني او د سپکاوي د چلند او شکنجې خبره هم ده چې پاکستان غړی هېواد دی.  په راپور کې دا هم راغلي، چې د ملګروملتونو کارپوهانو دا غوښتنه چې واک ته د طالبانو له راتلو وروسته پاکستان دې د افغانانو بېرته ستنېدنه ودروي په هغه لیک کې هم شوې وه چې د ۲۰۲۱کال د ډیسمبر په ۲۳ نېټه استول شوی و.  د ملګروملتونو کارپوهانو ویلي،  "مونږ همدارنګه د هغو راپورونو په اړه اندېښمن یو چې په پاکستان کې اوسېدونکي افغانان نیول کېږي او په ځانګړې ډول د بيرته لېږلږ د پلان د اعلان وروسته ورسره د پاکستان لخوا ناوړه چلند کېږي." د ملګروملتونو په راپور کې په ځانګړي ډول ویل شوي چې "هغو ته باید لومړیتوب ورکړل شي چې خوندیتوب ته اړتیا لري، لکه افغان مېرمنې، جونې، زاړه خلک، د پخواني افغان حکومت چارواکو، امنیتي کسانو او د بشري حقونو او نورو مدني ټولنې فعالانو او همدارنګه د رسنیو کارکونکو ته څوک چې د طالبانو له شکنجو او ناسم چلند څخه وېرېږي هغه که د جنسیت، مذهب او یا نژادي بنسټونو له پلوه وي. دوی ته باید ځانګړی پام وشي."  د ملګروملتونو په راپور کې زیاته شوې، چې پوهان یې له پاکستان څخه غواړي د ملګروملتونو له اړوندو ادارو سره دې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او د هغو خلکو خوندیتوب دې باوري کړي چې په دغه هېواد کې خپل خوندیتوب غواړي. 

17.10.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

17.10.2023 امریکا غږ

چپس او ایسکریم د کوکاین او هیروین په څېر سړی متعاد کوي- څېړنه 

د روغتیايي چارو کارپوهان وايي چې پروسس شوې خواړه او غذا لکه بسکویټ، ساسچ، ایسکریم، ګاز لرونکي غیر الکولي مشروبات هم د نیکوتین، هیروین او کوکاین په څېر خلک معتاد کوي.

17.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

17.10.2023 امریکا غږ

په نړیواله کچه د افغان کډوالو ستونزې - سپینې خبرې

افغان کډوال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې له ستونزو سره مخ دي. د افغان کډوالو د ستونزو حل څنګه کیدی شي؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.

17.10.2023 امریکا غږ

د افغانستان د فوټبال لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي سیالیو بلې مرحلې ته لاره وکړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام په مقدماتي لوبو کې منګولیا ته ۱-۰ ماتې ورکړه.

17.10.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

17.10.2023 امریکا غږ

د ميرانشا بازار د ورانو دوکانونو مالکانو ته لس کاله وروسته هم تاوان نه دی ورکړل شوی

د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشا کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو په وخت د ویجاړ کړل شوو دوکانونو مالکانو د نهې، سېه شنبې په ورځ د احتجاج د لارې غوښتنه کړې، حکومت چې د دوی سره کوم تاوان منلی هغه دې ورته سمدستي ورکړي.

17.10.2023 ډیوه

د امریکا ولسمشر اسرائیل ته سفر کوي - اشنا خپرونه

د ‌اشنا د سې شنبې په خپرونه کې اسرائیل ته د ولسمشر جو بایډن د سفر، د هرات ولایت د زلزله ځپلو سره د میلیونونو ډالرو د مرستې د اړتیا او د افغانستان د جلغوزو د قاچاق د مخنيوي په اړه راپورونه خپروو.

17.10.2023 امریکا غږ

ټانک: د ښځینه کارکوونکې په ګډون د پولیو څلور کارمندان تښتول شوي

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې ټانک پولیس وايي، د ښځينه کار کوونکې په ګډون د پوليو درې چارواکي او ډرايور یې نامعلومو کسانو تښتولي، د لټون دپاره یې عملیات پېل کړی شوي دي.

17.10.2023 ډیوه

د بې وزلۍ نړیواله ورځ؛ د هرات زلزله ځپلي د مرستو په هیله دي - اتصال

د خپرونې لومړی بحث په افغانستان کې د بې وزلۍ پر موضوع، د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستو د اړتیا په پر کچه، د وېش پر څرنګوالي او د اړینې ستراتیژۍ پر منځپانګه تمرکز کوي. په دوهمه برخه کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پر وروستیو او راتلونکو لوبو مرکه لرو.

17.10.2023 امریکا غږ

چین د اسرایل او حماس د شخړې د حل لپاره راتلونکې اوونۍ سیمې ته خپل استازی لېږي

د امریکې غوندې د نړۍ بل اقتصادي قوت چین هم هڅه کوي چې د سفارتکارۍ له لارې د اسرایل او حماس تر منځ جګړې په ختمولو کې خپل رول تر سره کړي او ټاکل شوې چې د دې کار لپاره راتلونکې اوونۍ خپل استازی سیمې ته ولېږي. د چین د سرکاري سي جي ټي این خبري ادارې د خبر له مخې بېجینګ به د منځني ختیځ د مسایلو لپاره خپل ځانګړی استازی ژای جون د سیمې اړوندو ملکونو ته ولېږي، چې د ډزبندۍ او سولې په خبرو کې مرسته وکړي. د چین له سي سي ټيلويژن سره په مرکه کې ژای جون د خپل سفر د پلانونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو وایي چين پر دې خبره یو وار بيا ټينګار کوي چې "زور هيڅکله د ستونځو د حل لاره نه ده". ښاغلي ژاو ویلي: "تشدد ته په تشدد جواب ویل به يواځې د بدل اخيستلو شیطاني لړۍ وغزوي او د سياسي حل په لاره کې به نور خنډونه پیدا کړي". د چین ځانګړي استازي ویلي، د سیاسي روغې جوړې لپاره د اړتیا وړ حالاتو پیدا کولو یواځینۍ لار دا ده چې ژر تر ژره تشدد ختم شي او د حالاتو د سړولو هڅې زیاتې شي. ژای ویلي په خپل سفر کې به دې خبرې ته ځانګړې پاملرنه کوي چې د جګړې له ښکېلو ټولو اړخونو سره و ږغېږي او د هغوی تر منځ د ډزبندۍ، د عامو خلکو د ژغورنې او د امن د خبرو لپاره همږغي پیدا کړي. د امریکې او چین مشران ځکه هم د اسرایل او حماس د شخړې په حل کولو کې رول تر سره کوي، چې د دواړو هېوادونو وګړي هم د حماس په بریدونو کې وژل شوي دي. د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې د حماس په بریدونو کې تر اوسه 30 امریکایان وژل شوي او د 13 د مرګ او ژوند په اړه لا معلومات نه شته. د چین د سي جي ټي این رسنۍ د خبر له مخې په دې شخړه کې څلور چینایان هم وژل شوي، شپږ ټپیان دي او دوه نور لا ورک دي. په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ جون د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، له بشري مسایلو باید سیاسي اختلاف جوړ نه شي. د سي جي ټي این د خبر له مخې ښاغلي ژانګ ویلي، د اسرایل او حماس جګړه د "زیاتې ملکي مرګ ژوبلې او بشري بحرانونو" سبب شوی دی. د چين ځانګړي استازي د ملکي وګړو خلاف هر ډول تشدد او بريدونه غندلي او د هغو ټولو اقداماتو مخالفت یې کړی چې وایي‌ له نړيوال قانونه پکې سرغړونه کېږي. ژانګ جون د فلسطين او اسرايلو تر منځ د اوسني خراب حالت په اړه د چين دريځ په تفصيل سره بيان کړی او غوښتنه یې کړې چې د لويو بشري ناورينونو د مخنيوي لپاره دې ژر تر ژره ډزبندي وشي. ښاغلي جانګ ویلي په جګړو کې د عامو خلکو ژغورل د نړيوال بشردوستانه قانون سره کرښه ده او د زور بې درېغه کارول د منلو وړ نه دي. وایي نه باید فلسطینیان او نه د اسراییل ملکي وګړي په نخښه شي.

17.10.2023 ډیوه

د منځني ختیځ جګړه؛ امریکا ۲۰۰۰ عسکر د استولو لپاره چمتو کړي 

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وایي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په غبرګون کې یې خپل ۲۰۰۰ سرتېري منځني ختیځ ته د استولو لپاره چمتو کړي. 

17.10.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: د غزې خلک د څلورو یا پنځو نورو ورځو لپاره خواړه لري

د خوړو نړیوال سازمان وايي چې د غزې په هټیو او مارکیټونو کې، چې اسرائیل محاصره کړې، د څلورو یا پنځو نورو ورځو لپاره خواړه شته او بس.

17.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more