نېکټا: لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان د مذاکراتو په مهال ځان پياوړی کړی
د پاکستان د ترهګرۍ ضد قومي ادارې [نېکټا] د سېنېټ د کورنيو چارو کمېټۍ ته ویلي، چې د امن مذاکراتو په مهال وسله والو [تحریک طالبان پاکستان] خپل فعاليتونه سېوا کړي ځان یې پياوړی کړی او د هغې وروسته ترهګر بريدونه سېوا شوي دي.
ازادي راډيويي مجله؛ د پوهاند رشاد اتلسم تلين
د پوهاند علامه عبدالشکور رشاد اتلسم تلين، د شلګر ادبي بهير په اړه مالومات، له ډاکټرې نګين کرګر سره مرکه، غزني کې د نکلونو پر دود راپور، افغانستان کې د چپنې دود د کمرنګه کېدو په اړه مالومات او يو شمېر نور مطالب. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي پهکې هنري، فرهنګي، ادبي او ټولنيز مطالب راټوليږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
خېبرپښتونخوا کې په يوه اوونۍکې د مذهب په سپکاوي تورنو دوه کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي
د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د ترهګرۍ ضد عدالت د مذهب د سپکاوي په تور يو تن ته د مرګ سزا اورولې ده، دا په صوبه کې په يوه اوونۍ کې د مذهب د سپکاوي په تور دويم تن دی چې د مرګ سزا ورته اورول شوې ده.
ایران کې د محسن شکاري اعدام کیدو ته د نړۍ تند غبرګون
د ایران حکومت اعلان وکړ چې پنجشنبه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) یې د حکومت ضد مظاهرو په تړاو لومړنی تن غر غره کړی.
د خزانې وزیره: امریکا کې د اقتصادي رکود راتګ "حتمي" ندی
د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې جنیت یلن پنجشنبه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) وویل چې باور لري د اقتصاد له پلوه د نړۍ دا تر ټولو ستر هیواد د انفلاسیون د کچې د ټیټولو لپاره په سم لوري روان دی خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د اقتصادي رکود راتګ "حتمي" ندی.
پوتین: د اوکراین د برښنا په زیربناوو بریدونه به دوام ولري
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویلي چې د اوکراین د برښنا په شبکې بریدونه به دوام ولري او د دا ډول بریدونو د پیل ملامتي یې په اوکراین واچوله.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
د خامنه يي خور له ایراني ځواکونو غوښتي مظاهره کوونکو سره یو ځای شي
د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي خور بدري خامنه يي، د ایران حکومت او خپل ورور تورن کړي چې ایرانیانو ته یې له «رنځ او ظلم» پرته بل څه نه دي ورکړي.
سعودي ولي عهد د چین صدر سره ملاقات کړی
د روېټرز د رپورټ ترمخه کله چې چینايي صدر په ریاض کې محمد بن سلمان سره ملاقات دپاره شاهي محل ته ورتلو نو په سعودي اسونو سورو سعودي شاهي محافظینو د هغه موټر بدرګه کړو. په محل کې دننه محمد بن سلمان د صدر شي هرکلی وکړو
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د امریکا د باسکتبال مشهوره ستورې د روسیې له زندان څخه ازاده شوه
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن پنجشنبه ډسمبر اتمه (لیندۍ۱۷) اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ښځو د باسکتبال مشهوره ستورې بریټني ګرینر د روسیې له زندان څخه ازاده شوې ده.
په بنګله دېش کې یو تن وژل شوی او د حکومت مخالفې پارټۍ په زرګونو فعالان پولیس ګرفتار کړي
د تېرو څو میاشتو راهسې امریکا او نور ملکونه د بنګله دېش د حکومت نه غوښتنه کوي چې اینده انتخابات په منصفانه او قانوني ډول وکړي. خو د حزب اختلاف مشران وايي د مخکې په شان د انتخاباتو نژدې کېدو سره سم حکومت د مخالفینو خلاف اقدامات شروع کړي دي
د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.