تامس ویسټ له ملا یعقوب او کرزي سره په اماراتو کې کتلي
د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ متحده عربي اماراتو ته د سفر په مهال د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت له سرپرست وزیر ملا یعقوب او د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.
کینیا کې د پاکستاني خبریال وژل پلان شوي وو- راپور
د پاکستان د تحقیق کوونکو ډلې په تازه راپور کې، چې نن چهار شنبه ډسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶) خپور شو، ویل شوي دي چې په کینیا کې د پاکستاني خبریال ارشد شریف وژل له مخکې پلان شوي وو.
روس پر مرکزي اوکراین ډرون بریدونه کړي، خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده
واشنګټن ــــ د اوکراین چارواکي وایي روسي ځواکونو د دسمبر پر اوومه د اوکراین په څو سیمو کې د کامیکازې ډرون او درنو وسلو بریدونه کړي چې وایي دوه کسان یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي. د اوکراین د سیمه ییزې پوځي ادارې مشر یاروسلاو یانوشیویچ په خرسون کې رسنیو ته ویلي، روسي پوځیانو یوه ورځ مخکې پر دې سیمه 51 توغندي ور وویشتل چې وایي له کبله یې دوه کسان ووژل شول. د اوکراین د نیپروپیټروسک صوبې ګورنر ویلینټاین رزنیچینکو وایي، د شپې مهال په دغه برید کې د اوکراین ځواکونو د روس له خوا راغلې ټولې ډرون الوتکې وویشتلې او تباه یې کړې. ښاغلي رزنیچینکو په ټیلیګرام کې لیکلي: "د ختیځ د هوايي کمانډ پوځیانو ډېر ښه عمل تر سره کړ. موږ د دښمن اته واړه ډرون الوتکې وویشتلې چې دښمن ورته په سیمه کې لارښوونه کړې وه." د ګورنر رزنیچینکو په وینا روسي توغندي تېره شپه د نیکوپول ضلعې او ښار په نخښه کړي دي، چې وایي د ګېس پایپلاینونو، کورونو او فارمونو ته یې زیان اړولی دی، خو چاته یې ځاني زیان نه دی اړولی. ښاغلي رزنیچینکو ویلي: "نيکوپول تر ټولو زيات زيانمن شوى دى. په ښار کې تر سلو پورې شخصي کورونه، د فارمونو ودانۍ او د ګېس پايپلاينونه زيانمن شوي دي، روسي ځواکونو پخپلو بریدونو کې څو دوکانونه، د دفتر ودانۍ او يو کالج تباه کړي دي." چارواکي وایي د اوکراین په یوه بله سیمه زاپورېژیا کې هم روسي پوځیانو دوه کلي په نخښه کړي دي چې وایي د یوې پینځلس کلنې نجلۍ په ګډون درې تنه پکې ټپیان شوي او ډېر کورونه پکې زیانمن شوي دي. د اوکراین په ختیځه برخه کې دغه سخته جګړه یوه ورځ وروسته له هغې روانه وه چې ماسکو په اوکرایني ځواکونو تور پورې کړ، چې په روس کې دننه یې پر یوې هوايي اډې برید کړی دی. روسي چارواکو د هېواد د کورسک ښار داسې عکسونه خپاره کړي دي چې لیدل کېږي له یوې هوایي اډې لوګي پورته کېږي. دا سیمه د اوکراین شمالي پولې ته د تقریباً 90 کیلومیټره پر فاصله پرته ده. که څه هم اوکراین د روسي چارواکو له دعوو سره سم د دغو بریدونو ذمه واري په رسمي توګه نه ده منلې خو د اوکراین یوه چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته منلې ده چې دا بریدونه دوی کړي دي. د دسمبر پر شپږمه هم روس تور پورې کړی وو چې اوکراین یې پر دوو نورو هوایي اډو برید کړی دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي امریکې نه اوکراین هڅولی او نه یې ورسره مرسته کړې چې په روس کې دننه بریدونه وکړي. بلینکن وایي په دې پوهېدل مهم دي چې د اوکراین خلک هره ورځ د "روس له روان یرغل" سره ژوند کوي، نوموړي تور پورې کړی چې روس په ژمي کې پر ولسي ځایونو باندې بریدونه کوي. د امریکې د دفاعي پالیسۍ د قانوني مسودې له مخې- چې د دسمبر پر شپږمه مخې ته راغلې- د کانګرس غړي پر دې متفق شوي دي چې اوکراین ته به راتلونکی کال لږ تر لږه 800 میلینه ډالر اضافي امنیتي مرسته ورکړي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
له افغان نجونو د ۱۲ ټولګي آزموینه واخیستل شوه؛ زده کوونکي: تیاری مو نه درلود
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت نن چهارشنبه دسمبر ۷ (لیندۍ ۱۶) په داسې حال کې د دوولسم ټولګیو له نجونو زدهکوونکو د فراغت آزموینه اخیستې چې د تېر کال اګست کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګيو پورته ښوونځي تړلي دي.
طالبانو په فراه ولایت کې په یوه غونډه کې د قتل ملزم ته د مرګ سزا ورکړه
په فراه کې په عامه غونډه کې یو تن ته د مرګ سزا په داسې حال کې ورکړی شوې چې په تیره یوه میاشت کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې طالبانو په لسګونو ښځو او سړو ته د فټبال په مېدانونو کې د جنسي فعل او د غلا په شان د اخلاقي جرمونو په سر د درو سزاګانې ورکړي دي
الجزيره د وژل شوي خبريالې مقدمه د جرمونو نړيوال عدالت ته وړې
د اسرايل وزير اعظم يير ليپېډ په يو بيان کې ويلي “د اسرايل ډيفنس فورس (اي ډي ايف) د پوځيانو خلاف څوک هم پلټنې نه شي کولی. هيڅوک به مونږ ته په جنګ کې اخلاق نه راښايي او الجزيره خو بېخي نه”.
د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
د مراکش فټبال ټیم په ورلډ کپ مقابله کې سپېن ته ماتې ورکړه او کوارټر فاینل ته ورسېدو
د مراکش باچا محمد شپږم قومي لوبډلې ته په بریا مبارکي ویلي او په ملک کې په پراخه کچه خوشحالۍ لمانځل شوي دي
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
درې افغان نجونې او مېرمنې د بيبيسي د سلو الهام بښونکو مېرمنو په نوملړ کې راغلي
په داسې حال کې چې طالبانو په افغان نجونو او ښځو بېلابېل محدویتونه او بندیزونه لگولي، بيبيسي د درې افغانو نجونو او ښځو نومونه د ۲۰۲۲ کال د نړۍ په سلو اغېز لرونکو او الهام بښونکو ښځو په نوم لړ کې راوستي دي. فاطمه اميري، تمنا زرياب پرياني او زهرا جويا هغه درې نجونې او ښځې دي چې نومونه يې په دې نوملړ کې راغلي. فاطمه اميري هغه زدهکوونکې ده چې په کاج ښوونيز مرکز په بريد کې ټپي او يوه سترګه يې ړنده شوه. هغې وروسته له ټپي کېدو د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړ او د کمپيوتر ساينس پوهنځي ته يې لاره پيدا کړه. د تلې په اتمه د کاج پر ښوونیز مرکز چې د کابل په لوېدیځ دشت برچي کې موقعيت لري، ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې ۵۳ تنه چې ډېری يې پيغلې نجونې وې، ووژل شوې. تمنا زرياب پرياني د ښځو د حقونو فعاله يوه بله نجلۍ ده چې په دې کتار کې یې نوم راغلی. د راپورونو پر بنسټ، دا لومړنۍ ښځينه معترضه وه چې د طالبانو د بيا واکمنۍ وروسته، له خپلو درې خويندو سره یو ځای په کابل کې ونيول شوه. هغې د نجونو او ښځو د زدهکړو او کارکولو د حق غوښتنه کړې وه. د نړيوالو غبرګونونو او له بنده د هغوی د ازادولو د غوښتنو وروسته، طالبانو د دوی په نيولو کې لاس لرل رد کړل، خو وروسته معلومه شوه چې دوی طالبانو نیولې وې. هغه اوس له خپلو خويندو سره له افغانستانه بهر ژوند کوي. درېيمه ښځه چې له افغانستانه د ۲۰۲۲ کال د نړۍ د سلو الهام بښونکو او اغېزلرونکو ښځو په ليسټ کې راغلې، زهرا جويا ده. هغه د رخشانې په نوم د ښځو لپاره د ځانګړې شوې رسنۍ د خبرې برخې مسوول مدیره ده. هغه د طالبانو په لومړۍ پلا واکمنۍ یعنې په ۹۰یمه لسيزه کې، د باميان په ورس ولسوالۍ کې زدهکړې پيل کړې او د دې لپاره چې ښوونځي ته لاره پيدا کړي؛ دې ته اړه شوه چې د هلکانو جامې واغوندي او خپل نوم له زهرا نه محمد ته واړوي. خو د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ وروسته، شل کاله زهرا ته يو طلايي فرصت و، څو خپلې عالي زدهکړې پای ته ورسوي او خبرياله شي. هغې په ۲۰۲۰ کال کې د رخشانې په نوم يوه رسنۍ جوړه کړه او له خپلو ښځينه همکارانو سره يې په دې رسنۍ کې د افغانستان د ښځو په اړه موضوعات خپرول. له ازادي راډيو سره په يوه مرکه کې زهرا جويا، د بيبيسي په سلو الهام بښونکو او اغېزلونکو ښځو د درې افغان نجونو او ښځو د نومونو راتلل د نورو افغان نجونو ښځو لپاره يو مثبت پيغام گڼي. نوموړې وايي: "د فاطمه اميري په څېر نجونې چې په ټولګي کې د ځانمرګي بريد له امله، پرته له دې چې کوم جرم ولري، خپل غوږ او يوه سترګه وبایلوده او همدا رنګه تمنا پرياني چې د طالبانو په زندان کې شکنجه او په ډېره بې رحمۍ يې له کوره ونيول شوې، زما په نظر الهام بخښونکي دي او طالبانو ته دا پيغام رسوي چې که تاسو ښځو ته ارزښت نه ورکوئ، داسې هېوادونه او سازمانونه شته چې لا تر اوسه د افغانستان ښځو ته د انسان په سترګه ګوري او هغوی ته انساني ارزښت ورکوي." زهرا جويا د ۲۰۲۲ کال د بيل او ملېندا ګيټس بنياد د ګول کيپرس جایزې ګټونکې هم وه. د یادونې ده چې تېر کال د بيبيسي لهخوا د هغو سلو با نفوذه او اغېزلرونکو مېرمنو په ډله کې ۵۰ يې د افغانستان وې. د بيبيسي د سلو الهام بښونکو او اغېز لرونکو ښځو په نوملړ کې چې هر کال خپرېږي، هغه نجونې او ښځې شاملې وي چې د تېر کال د پېښو په سر ليکونو کې وې او يا هم په پېښو يې اغېزې درلودلې وي.
ځانګړې مرکه
د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.
جرمني کې ۲۵ تنه د ترهګرۍ او حکومت خلاف کودتا په تور نیول شوي
په جرمني کې پولیسو ددغه هېواد په مختلفو ښارونو کې د هغه څه په خلاف پراخ عملیات کړي چې چارواکي یې د ښي اړخې افراطيانو له لوري د جرمني د حکومت په خلاف د کودتا هڅه بولي.
په ايران کې په ملکي کچه درې ورځنی هړتال روان دی
د وي او ای فارسي سروس د خبر تر مخه کم نه کم په اتيا ښارونو کې کاروبارونه بند وو چې پکې تهران، شيراز، اصفحان، يازد، ايلام، مشهد او کرج ښارونه شامل دي