ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

25.11.2022 امریکا غږ

څېړونکي: افغانستان او د پوځ د بدنامۍ مخنیوی د جنرل منیر د کارونو په فهرست کې شامل دي

خپله اداریه کې ډان د جنرل منیر په مشرۍ کې د پاکستان مسلح ځواکونو ته مشوره ورکوي چې د ملک د اینده ټاکلو دنده دې د پاکستان ولس، عدليي، سوېلین حکومت او پارلېمنټ ته پرېښودل شي. "د مسلح ځواکونو دپاره به ښه مشوره دا وي چې پاکستان په داخلي او خارجي کچه مستحکم وساتي."

25.11.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

25.11.2022 امریکا غږ

ژوند په امریکا کې

"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.

25.11.2022 امریکا غږ

طالبان پوتین ته: د ټولشموله حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ مسئله ده 

د طالبانو حکومت د ټولشموله حکومت د جوړیدو په اړه د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ مسئله ده.  

25.11.2022 امریکا غږ

ایران د فوټبال په نړیوال جام کې وېلز ته ماتې ورکړه 

ًقطر کې کیدونکي د فوټبال د نړیوال جام د لوبو په ترڅ کې د جمعې په ورځ نومبر ۲۵ د وېلز او ایران د فوټبال د ټیمونو ترمنځ په زړه پورې سیالي وشوه. 

25.11.2022 امریکا غږ

افغانه مشره چې د طالبانو په واکمنۍ کې له هېواده ونه وتله، وایي "که په سخت وخت کې پاته نه شم څوک به پاتېږي؟"

واشنګټن ـــــ د 2021م کال د اګست 15مه د مرسته کوونکې ادارې افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشرې ډاکټرې نیلاب مبارز لپاره د کار یوه عامه ورځ وه او هغه په خپل دفتر کې وه چې کابل ته د طالبانو د ور ننوتلو خبر ورکړل شو. افغان ریډ کریسنټ یا افغاني سره میاشت ټولنه په ټول افغانستان کې تر 2000 زیات رسمي کارکوونکي لري، خو له دې پرته څو زره افغانان ورسره په رضاکارانه توګه هم کار کوي. مېرمن نیلاب مبارز د خپل کار د وروستۍ ورځې په اړه وي او اې ته وویل، "موږ د سهار پر 11 بجې خپله انتظامي غونډه وکړه او وروسته مو د خپلې ادارې يو شمېر کارونه وکړل." هغه وایي د غرمې شاوخوا 12 بجې وې چې یوې همکارې یې ورته په موبایل ټیلیفون د یو چا ور لېږل شوی پیغام ور ښکاره کړ چې لیکلي یې وو، "جمهوریت سقوط وکړ، طالبان ښار ته را رسېدلي دي". هغه څه چې وروسته وشول د طالبانو له راتګ سره د افغانستان هغه ټولې ادارې په بشپړه توګه ختم او ناکاره شوې چې د نړیوالو په بېسارې مرسته جوړې شوې وې. له 2002م تر 2021م پورې امریکې، یورپي اتحاد او یو شمېر نورو هیوادونو او نړیوالو تنظیمونو په اربونو ډالر د افغانستان د ریاستي ادارو پر جوړولو لګولي وو. نیلاب مبارز له تعلیمي پلوه یوه سرجن ډاکټره او پبلک ایډمنسټرېټره یا اداري منتظمه ده خو هغه په 2017م کال کې د افغاني سرې میاشتې ARCS مشره وټاکل شوه، دې چوکۍ هغې ته اجازه ورکړه چې د جګړې دواړو خواوو ته کار وکړي او حتی د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته هم بشري مرستې ورسوي. د کابل د سقوط په ورځ د تېر حکومت اکثره اعلی سرکاري چارواکي، وزیران، د پارلمان غړي، قاضیان او والیان هم وروسته له هغه د کابل هوایي ډګر ته ورسېدل چې ولسمشر اشرف غني له خپلې مېرمنې او نیژدې ملګرو سره په هیلیکاپټر کې له هېواده لاړ، خو مېرمن مبارز په هېواد کې د پاتېدو پرېکړه وکړه. ډاکټره نیلاب مبارز د امریکې په پوځي الوتکو کې په ګډوډۍ سره د لسګونه زره افغانانو د وتلو په اړه وویل: "د تېر کال په اګست کې چې په کابل هوايي ډګر کې څه وشول دا زموږ د ملي وقار لوی سپکاوی وو". امریکايي چارواکي له افغانستانه تېر کال د خلکو را ایستل د خپل پوځ تر ټولو لوی بریالي عملیات ګڼي او وایي دغه افغانان- چې د طالبانو له ممکنه خطر سره مخ وو- اوس په امن کې دي. د طالبانو پر حکومت تور لګېږي چې د عمومي بخښنې له اعلان سره سره یې د تېر افغان حکومت او امنیتي ځواکونو ځینې غړي په نخښه کړي او وژلي دي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي دي. مېرمن مبارز وایي دې ته هم تر سقوط وروسته له افغانستانه د وتلو وړاندیز شوی وو، خو وایي دې ورته انکار وکړ: "یو بهرنی پوځ څرنګه کولای شي په داسې له سپکاوي ډک حالت کې د یو هیواد په زرګونو خلک له پاسپورټ او ویزې پرته په الوتکو کې وباسي؟". ډاکټره مبارز وایي،  "دا زما وطن دی، که زه په سخت وخت کې ورسره پاتې نه شم څوک به ورسره پاتېږي؟" پټ ژوند: مېرمن مبارز د طالبانو په واکمنۍ کې تر یو کال زیاته موده بې روزګاره او د خپل بوډا پلار په خدمت کې تېره کړه چې په تېر حکومت کې مرستیال وزیر وو، خو لا هم پر خپله پرېکړه ټینګه ولاړه ده چې وطن به نه پرېږدي. هغه وایي: "طالبانو له ما سره تماس نه دى نيولى، خو د سرې میاشتې دفتر له کارکوونکو سره د لیدو په وخت یې دا پوښتنه کړې وه، چې يوه ښځه څنګه د يوې لويې ادارې مشري کولاى شي؟". د طالبانو مشران او د حکومت په کابینه کې یواځې نارینه دي او هغه ټول د طالبانو د ډلې کسان دي، خو د ښځو تعلیم او کار یې په تېرو پینځلسو میاشتو کې ډېر محدود کړي دي. افغانستان یواځینی هېواد دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې نجونه له مډل سکولونو او ښځې له ولسي پارکونو، د لوبو له مرکزونو او په ټیلیویژنونو کې له ماسک پرته له را ښکاره کېدو څخه منع کړل شوې دي. مېرمن مبارز ته په دې وروستیو کې د هغې یوې ملګرې وویل چې د طالبانو یوه چارواکي له کوم وضاحت پرته د هغې د موټر چلولو د لایسنس د نوي کولو درخواست رد کړ، خو هغه بیا هم په تر وخت تېر لایسنس باندې په کابل ښار کې موټر چلوي. طالبانو په رسمي ډول پر ښځینه موټر چلوونکو بندیز نه دی اعلان کړی، خو داسې ښکاري چې که تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته سکولونو ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي، ښځې هم د موټر چلولو اجازه نه لري. د بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو په افغانستان کې ښځې له ولسي ځایونو په بشپړه توګه ختمې کړې دي، خو مېرمن مبارز وایي: "دلته زما شته والی ځینو ښځو ته امید او زړورتیا ورکوي. دا یو ثبوت غوندې دی چې زه له بهره د تنقید پر ځای دلته په عمل کې له دوی سره ژوند کوم". نیلاب مبارز هم د ښځو د حقونو د ځینو نورو افغان فعالانو په څېر وايي، د افغان ښځو په ژوند او اوسني حالت کې هر ډول بنیادي بدلون باید په افغانستان کې دننه راشي. هغه وایي: "یواځې یوه رښتینې لویه جرګه- چې لږ تر لږه 30 فیصده ښځې پکې ګډون وکړای شي- د افغانستان د راتلونکي لپاره اییني-قانوني لاره جوړولای شي". دا ډول لاره د طالبانو په اوسني حکومت کې ناممکنه ښکاري ځکه چې د طالبانو مشران وایي د حکومت کولو لپاره د خلکو رایو یا ووټونو ته نه بلکې یواځې اسلامي شرعي قانون ته اړتیا لري. مېرمن مبارز وایي، "دا به یوه اوږده او له ستونځو ډکه لاره وي، خو موږ یواځې په استقامت او کلکه اراده سره ورباندې مزل کولای شو".

25.11.2022 ډیوه

د بشري حقونو کمیشن: د بلوچستان د سکرو په کانونو کې د بشري حقونو سرغړونې دوامداره دي

پاکستان کې دانساني حقوقو کميشن وایي د بلوچستان د سکرو په کانونو کې دبشري حقونو سرغړونې دوام لري۔ د پاکستان د بشري حقونو کمېشن "له سترګو پټ" د بلوچستان په کوله کانونو کې له حقايقو د سرغړونې، په نامه تازه رپورټ خپور کړی چې په دې رپورټ کې د بلوچستان دکولې په کانونو کې د کان کېندونکو د ژوند او کار په اړه اندېښنه ښودل شوې  او ويل شوي  چې د صوبې په کانونو کې مرګونې  پېښې دوام لري. رپورټ کې راغلي چې دبلوچستان دکولې په کانونو یا درنګونو کې ګڼ شمیر کان کېندونکو  قیمتي ژوند له لاسه ورکړی او په زیات شمیر کان کیندونکي ټپیان شوي هم دي رپورټ وايي چې له کان کيندونکو، د بېلا بېلو تنظيمونو له مشرانو او له اړوند محکمو او چارواکو سره يې د ليدلو او  خبرو پر اساس دا رپورټ جوړ کړی دی۔ په رپورټ کې غوښتل شوي چې د پاکستان مرکزي حکومت دې د مزدورانو په اړه نړيوال قانون پلی کړي تر څو د کان کېندونکو ژوند خوندي شي، د رپورټ ترمخه " د کان کيندونکو د ژوند د خوندیتوب او دمرګونو پيښو د مخنیوي په موخه دې تربيت يافته څارونکي افيسران په زيات شمېر کې و ګمارل شي، د ماینونو د پیښو مخه دې ونیول شي، د کان کيندونکو دژوند خوندي کولو چارې دې خپلې  کړل شي" رپورټ کې په دې خبره ټینګار شوی چې د کانونو مالکان او ټهيکداران باید  دفعال ايمبولنس خدمت باوري کړي، کارګرانو ته دې بیړنۍ طبي مرستې پر وخت ورکول شي اؤ د کولې دهر کان د څارنې لپاره دې يو مستقله او جديده نظام جوړ کړل شي. په رپورټ کې ویل شوې چې  دکولې کانونه باید په پوره توګه  قانوني طريقه سره جوړ وي اؤ ددې کانونو څخه د زهرجن ګېس د ويستلو او د صفا او تازه هوا لرلو لاره بايد ولري. د کولې د کارکونوکو يا مزدورانو د حقوقو  لپاره دکار کوونکي تنظيم "پاکستان سينټرل ماينز لېبر فېډرېشن" عمومي سکتر لالا سلطان خان د کميشن  رپورټ تايدوي او وايي چې تر ټولو زياتې پېښې په بلوچستان کې کېږي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل په ټول پاکستان کې بېلا بېلو پېښو کې  سږکال 180 د کولې کان کیدونکي مړه شوي دې چې په بلوچستان کې يې شمېر تر سلو زياته دی، وايي په بلوچستان کې  د ټپيانو شمېر 1500 ته رسېږي۔   لالا سلطان دکولې دکانونو دننه د رامنځته کیدونکو زياته ذمه واري پر حکومت او د کان پر مالکانو او ټهېکدارانو اچوي،  "د کان کيندونکو د ژوند د خوندي ساتلو لپاره حکومت سته نه کومه ذمه واره اداره، د کان مالک، کان په ټهيکه ورکړي او ټهيکدار يوازې د ځان ګټې ته ګوري، هغه يو اصول  هم نه خپلوي" حکومتي چارواکي هم تر ډيره  د داسې پېښو ذمه واري دکولې د کانونو پر ټهکدارانو او مزدورانو اچوي او وايي چې دوی پخپله هم د ژوند د خوندي ساتلو ضروري لارې نه خپلوي او احتياط نه کوي۔ د کانونو او معدنياتو د محکمې  چيف انسپکټر عبدالغني  ډيوه ته وويل چې حکومت د کان کيندونکو د ژوند د خوندي ساتلو لارې چارې خپلې کړي دي چې له امله يې  سږکال د مرګ ژوبلې شمېره هم کمه شوې ده. هغه وايي روان کال يوازې 46 کان کېندونکي مړه شوي دي، د ده په خبره دا له حکومت سره د رجسټرډ کان کېندونکو شمېر دی۔   د عبدالغني په خبره په ټول بلوچستان کې اول د کولې د کانونو معاينه کوونکي انسپکټران 23 وؤ خو روان  کال يې شمېر 28 ته رسولې او نوره اضافه به هم پکې کوي، وايي د 35 ميليونو روپو ضروري جديده مشينري يې هم اخيستې ده۔ هغه زياته کړه بلوچستان کې د کوله کان کيندونکو شمېر تر څلويښتو زرو زيات دی چې حکومت سږکال تر شپارسو سوو زياتو کان کيندونکو ته د دوی د ځان خوندي ساتلو تربيت هم ورکړی دی. " د قانون پر خلاف ورزي مو په لکونو روپو جرمانې لګولې دي او دا وخت هم  تر څلويښتو د زياتو کوله کانونو دمالکانو او ټهېکدارانو پر ضد په عدالتونو کې مقدمې روانې دي"  خو د کان کيندونکو لپاره کار کوونکي تنظيمونه د کان کيندونکو شمېر تر دې څو چنده زيات ښايي، او وايي حکومت د عملي کار کولو پر ځای زياتره وخت تشې دعوې کوي۔ حکومتي رپورټ دی چې په بلوچستان کې دزيات شمېر کان کیندونکو تعلق د خيبر پښتونخوا د سوات، شانګلې او شاوخوا سيمو، بيا له افغانستان او پر دريم نمبر د بلوچستان له بېلا بېلو ضلعو سره دی. د انساني حقوقو کميشن رپورټ سپارښتنه کړې چې په سرکار کې دې د کان کیندونکو رجسټرېشن وشي چې له هم دې لارې به هغه له سرکاري فنډونو څخه هم برخمن کيدای  شي۔    د مهاجرو کان کیندونکو د رجسترېشن سپارښتنه يې هم کړې اؤ ويلي يې دي چې له دې لارې به هغوي له امتيازي چلند څخه وژغورل شي، او د صحت او نورې بنيادي اسانۍ به هم ورته ورکړل شي۔ د انساني حقوق کميشن غوښتنه کړې چې حکومت دې د کانونو سېکټر  ته د صنعت حیثیت ورکړي چې له هم دې لارې به د 1923 قانون لاندې د کانونو مالکان او ټهېکداران تر حساب لاندې راشي، وايي مالکان او ټهېکداران پابنده کول ضروري دی چې هغه د کانونو په شعبه کې جديده مشينري او لارې خپلې کړي۔

25.11.2022 ډیوه

پاکستان کې د 2000 ډالرو اخستو لپاره د بېنکي اکاونټ خلاصول ضروري ګرځول شوي

د پاکستان د خزانې وزارت او مرکزي بینک د دوؤ زرو یا تر دې د زیاتو امریکایي ډالرو د اخستو دپاره دبینک اکاونټ خلاصول لازمي ګرځولي دي. اقتصادي پوهان وایي په پاکستان کې د ډالرو کمی دی ،د بهرنیو هیوادونو څخه ډالر پاکستان ته نه راځي  او دغیر ملکي زرمبادلې  ذخیره نوره هم کمه شوې ده او حکومت غواړي چې غیر ملکی زرمبادله کنټرول وساتي ځکه چی تر اوسه د بهرنیو هیوادونو او مالیاتي ادارو له خوا پاکستان دمالی مرستو ژمنې هم نه دي پوره شوي. د مملکت دخزانې وزیرې عایشه غوث پاشا د پاکستان سینیټ قايمه کمیټۍ ته ویلي دا ګامونه مرکزي بینک په دې غرض پورته کړي چې د پاکستان څخه بهر ته د ډالرو دانتقال مخه ونیسي.  تر دې وړاندې مرکزي حکومت  د درامداتو دپاره په لټرز آف کریډټ یا ایل سيز هم بندیزونه لګولي وو چې له وجې یې د پاکستان دننه د صنعتي څانګې دپاره د خام مال په مد کې مشکلات زیات شوي دي. د اقتصاد ماهر پروفیسر ډاکټر ذلاکت خان وي او ای ډیوه ته وایي د پاکستان دغیر ملکي زرمبادلې یا اسعارو ذخیره کمه ده او بیا د اقتصاد د دیوالیه کیدو خطر هم زیات دی چې له امله یې د غیر ملکي ادارو اعتماد هم راکم شوی دی. ذلاکت خان وایي حکومت هڅې کوي چې ډالر کم نه کم بهر ته لاړ شي خو دې سره د خام مال درامدات کمیږي او  د پاکستان په  پیداوار او برامداتو منفي اغیزې کیږي. "مرکزي حکومت د درامداتو دپاره هم ډالر کم کړي چی له وجې یې پیداوار کم شوی او که داسي قسمه بندیزونه جاري وي نو برآمدات به نور هم متاثره شي " تر دې وړاندې مرکزی حکومت د بهر تلونکی وګړو دپاره ځان سره د ډالرو د وړلو شرحه د لسو زرو نه پینځوؤ زرو ډالرو ته راکمه کړې وه . په دې وروستیو کې د پاکستان  دبرامدي صنعت ټیکسټایل اتحادیې د وزیر اعظم شهباز شریف نه د توانایۍ د جاري ساتلو غوښتنه کړې وه او ویلي یې  وو چی برامدي سوداګرو ته دې د سیلز ټيکسونو دوه اربه روپۍ ستنې کړل شي، د خزانې مرکزي وزیر تیره میاشت برامدي صنعت ته د 110 اربو روپو د رعایتونو ورکولو اعلان هم کړی و . اقتصاد پوهه طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي د پاکستان اقتصادي مشکل ورځ تر بلې زیاتیږي او د بهرنیو هیوادونو نه پاکستان ته غیر ملکي زرمبادله نه راځي. "پاکستان ته د روان مالي کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې 3 اربه ډالر راغلي، بهر ډالرز زیات اوځي او راځي کم او په دسمبر کی یو ارب ډالر پاکستان ته ستنول دي او اسحاق ډار هم ویلي چې واپسي به کوو، غیر ملکي زرمبادله 7 اربه ډالره ده ، ایي ایم ایف هم خفه دی او بجټ خساره هم زیاته ده" دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي بینک وایي تیره اوونۍ د بهرنیو اداییګو له وجې دغیرملکي زرمبادلې ذخیره 134 میلينه ډالره کمه شوې او د یاد بینک سره 7.8 اربه ډالره پاتې دي. نن د جمعې په ورځ په انټر بینک مارکیټ کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه 223 روپۍ او 94پیسې وه خو په پرانستي مارکیټ کې ډالر د 230 روپو نه زیات خرڅیدو. مرکزی حکومت تمه لري چې د سیلابونو د مرستو په مد کې به 13 اربه ډالره پاکستان ته ورکړل شي او د چین او سعودی عرب له خوا به هم د 8 اربو ډالرو مالي مرستی وکړل شي خو اقتصادی پوهان وایي دا مرستې د ایي ایم ایف د پور د پروګرام سره تړلې دي.

25.11.2022 ډیوه

پښتنې میندې د نارینه اولاد خواهش ولې کوي؟ 

 د پېښور پوهنتون د ټول پوهنې شعبې استاذه نائيله امان قاضي وايي ګڼ شمېر پښتانه د خپلې پښتونولي په مخکې بوتلو او د حجرې او د جرګې لپاره زوی غواړي او د زياتو ناريناو کورنۍ مضبوطې ګنلی کيږي. "ټولنه دا غوره ګڼي چې نارينه ماشومان يا هلکان دې وي، ولې چې جينکۍ جرګه نه شي کولی او د جرګې مشري نه شي کولی."

25.11.2022 ډیوه

نړیوال بېنک: د افغانستان هرو درېوؤ کې دوه کورنۍ د خوراکي توکیو پوره کولو کې ستونزو سره مخ دي

د نړيوال بنک لخوا ترسره شوې وروستۍ سروی يا نظر پوښتنه ښايي چې د افغان کورنيو لپاره ژوند کول ستونزمن دي ځکه چې په هېواد کې له هرو دريوؤ څخه دوه کورنۍ لومړنيو خوراکي او غېر خوراکي توکيو پوره کولو کې د ستونزو سره مخ دي۔  کار پوهان وايي چې په هېواد کې د سياسي بدلون وروسته ګڼ شمېر خلکو دندې د لاسه ورکړي او په خراب اقتصادي وضېعت کې نه شي کولی چې د کورنيو لپاره کافي خوراک پېدا کړي. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خلکو د امروزه ژوند د وضعيت مالومولو په اړه د نړيوال بنک لخوا دغه سروی د روان کال جون نه تر اګست مياشتې  پورې ترسره شوې ده۔ د نظرپښتنې ترمخه په هېواد کې 65 ځواب ورکوونکي په دې باور دي چې راتلونکو 12 مياشتو کې به يې د کورنيو اقتصادي حالت نور هم خراب شي۔ په کابل کې مېشت يو ځايي خبريال يارمحمد پردېس وي او ای ډيوه ته وايي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته يو شمېر خلکو دندې د لاسه ورکړي چې خراب اثر يې د دوی د کورنيو په اقتصادي وضعيت پريوتی دی " که وګورو نو د 500 زرو په شمېر کې نظامي کسان وو چې هغه في الحال بې دندې دي هم دا راز په سلګونو زره کسان وو چې هغوی نورو مختلفو ادارو کې کار کولو ولې د اسلامي امارت د راتګ سره د هغوی پرځای د امارت خپل کارمندان مقرر شوي دي" هغه زياته کړه چې دوی په بازارونو او کليو او بانډيو کې سروی ترسره کړې ګرځېدلي دي ډېر خلک د بې کارۍ نه سر ټکوي او تر ډېره یې اقتصادي وضعيت  ځپل شوی دی او خلک د يو وخت لپاره ډوډۍ نه شي پېدا کولی۔    د افغانستان لپاره د نړيوال بنک مشرې ملېنډه ګوډ ويلي چې د طالبانو موقتي اداره دې د خوراک د خونديتوب او اقتصاد ښه کولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي. نوموړې ویلي چې افغانستان کې باید د صحت لومړنيو اسانتياو ساتنه وکړل شي او دا دې باوري کړل شي چې خصوصي سېکټر کولی شي چې د خلکو او په خاصه توګه ځوانانو لپاره چې د کار په لټون کې دي، د روزګار موقعې برابرې کړي۔  يار محمد پردېس زياته کړه چې د بې روزګارۍ له امله د سوالګرو او د کم عمره مزدورانو شمېره د تېر وخت په پرتله زياته شوې ده. هغه وایي " په افغانستان کې د سوالګرو هغه فيصدي که 50 سلنه وه هغه ګراف اوس 70 نه تر 80 سلنه پورې پورته شوی دی"  نوموړي ډيوه ته دا هم وويل چې دماشومانو په شمېرکې نهايت زياتوالی راغلی چې هم سوال کوي، هم دلته کباړ ټولوي هم په نورو کارونو باندې داسې بوخت دي چې هغوی نه زده کړې پاتې شوي دي او د هغوی روغتيا ته پام لرنه نشته ۔ په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوهه اسد مبارز وي او ای ډيوه ته وايي د جمهوريت په دوره کې عادي بوديجه تر ډېره دولت په خپله ترسره کوله ولې پرمختيايي بوديجه تقريبا ټوله په بهرني مرستو تکيه وه چې اوس دغه برخه په ټپه ولاړه ده او د هېواد دننه يې بې کارۍ ته لاره هواره کړې ده۔ ډيوه سره خبرو کې د هغه وېنا وه چې "په بېلا بېلو سېکتورو کې چې کومو مېرمنو کار کولو نو نزدې دغه ټوله طبقه په کورونو کې کښېناسته نو د هغې سره هم د کورنيو چې کوم عايد و يا کوم هغه د لومړنيو خوراکي توکيو اخستو توان و هغې ته صدمه رسېدلې ده" د ښاغلي مبارز د نړيوالې ټولنې او اسلامي امارت څخه غوښتنه ده چې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او وایي چې ترڅو کار نه وي برابر شوی نو د خلکو عايدات به نه لوړېږي او چې عايدات نه وي لوړ شوي نو خلک لومړنيو توکيو ته لاس رسی نشي پېدا کولی۔  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا هم په ټويټر ويلي چې د يخنۍ راتلو سره په دې هېواد کې 24،4 ميلينه افغان وګړي په سختو شرايطو کې ژوند کوي او د يخنۍ سره د مبارزې لپاره په بېړني ډول ګرمو جامو، سرپناه او د تودوخې لپاره نغدو پېسو ته اړتيا لري۔

25.11.2022 ډیوه

د بخښنې سازمان: طالبان باید عام محضر کې د ښځو او نارینوو په درو وهل ژر بند کړي

په لوګر ولايت کې د طالبانو لخوا په درو د در ښځو او ١١ نارينوو تر وهلو وروسته، د بخښنې نړيوال سازمان د طالبانو د دې کار د ژر تر ژره بندولو غوښتنه کړې ده٠

25.11.2022 امریکا غږ

اېمنېسټي انټرنېشنل په افغان طالبانو غږ کړی چې خلک په درو وهل دې بند کړي

د اېمېنسټي په بیان د طالبانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو دا هفته د طالبانو د حکومت سترې محکمې د ټوېټر دلارې وویل چې د يو شمېر ولسواليو عدالتونو 14 تنو ته چې درې زنانه هم پکې شاملې دي د غلا، جنسي فعل او د نورو فسادونو په تور د خلکو په موجودګۍ کې تعزيري سزاګانې ورکړي او په درو وهل شوي دي

25.11.2022 ډیوه

د باجوړ مشران وایي کور کمانډر افغانستان سره د ناوا پاس لارې پرانستو باور ورکړی

افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپشتونخوا د قبايلي ضلعې باجوړ مشرانو او کاروباريانو د پېښور دکور کمانډر لخوا د ناواپاس لارې د افغانستان سره د تجارت د پاره د پرانستو د اعلان هرکلی کړی اؤ وايي دې سره به د دواړو هېوادونو تجارت سېوا شي او ځايې خلکو ته به د روزګار موقعې په لاس ورشي. د زيارت په ورځ د پېښور کور کمانډر د باجوړ دوره کړې او د ځايې مشرانو جرګې ته يې وېنا کړې ده، په دغه جرګه کې ګډون کوونکو مشرانو ډيوه ته وويل کور کمانډر سره يې په سيمه کې د امن او د افغانستان سره د تجارتي لارو په پرانستو خبرې شوي دي۔ د باجوړ ځايې مشر شېخ جهانزاده ډيوه ته وويل په جرګه کې د ټولو ګډونوالو غوښتنه وه چې د ۲۲ کالو نه د تجارت د پاره تړل شوې د ناواپاس لاره دې پرانستل شي۔ نوموړي وويل کور کمانډر يې دغه غوښتنه منلې ده او ورته يې د لارې د باقاعده پرانستې د پاره د ځايې چارواکو سره د صلاح مشورې ويلي دي۔ شېخ جهانزاده وويل د ناواپاس لار تاريخې حثيت لري"دا لار د پېړو راهسې د تجارت د پاره کارول کيږي، له دې لارې مينځنۍ اسيا سره تجارت په اسانه کېدای شي" هغه وایي که له دې لارې تجارت پېل شي نو د خېبر پښتونخوا مرکزي ښارونه ورته نزدې دي او ددې ترڅنګ د افغانستان ګڼو علاقو ته له دې لارې په اسانه رسد کېدای شي. د پاکستان د پوځ لخوا لا هم په دغه اړه څه نه دي ويلي شوي خو په باجوړ کې د امنيتي ادارو سرچينو د کور کمانډر ددغې خبرې تايد کړی دی، ضلعي انتظاميه لا هم څه نه دي ويلي چې د ناواپاس لاره به کله پرانستل کيږي۔ د افغانستان سره د خېبر پښتونخوا دتجارت د پاره د خېبر تورخم، د کرمې خرلاچۍ او د وزيرستان غلام خان لارو باندې تجارت کيږي خو بيا ځني وختونو کې په پوله د شخړو له امله تړل کيږي۔ د کرمې ځايي سوداګر وايي څو ورځې وړاندې د افغان طالبانو او د پاکستاني عسکرو د انښتې له امله د خرلاچۍ لار د تګ راتګ د پاره تړل شوې ده۔ د باجوړ او مومندو ضلعې کاروباريان وايي د ناواپاس ترڅنګ د مومندو ګورسل او باجوړ کې يو بله لار هم د اوږدې مودې راهسې د افغانستان سره د تجارت د پاره بندې پرتې دي۔ د باجوړ ښار بازار مشر لالي شاه وايي که د افغانستان سره د تجارت لارې پرانستل شي د سيمي په زرګونو ځوانان به په روزګارشي۔ "دلته سبزيانې او مېوې پېدا کيږي، د دوايانو، غوړو، سيخ او نور خوراکي توکي افغانستان ته وړل کېدای شي، دغسې د افغانستان نه وچه مېوه، ټایرونه او نور ګڼ سامانونه پاکستان ته راوړل کېدای شي" د ناواپاس لارې د پرانستو خبره په داسې حال شوې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ تجارت کوونکي سوداګر د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اوسنۍ کلنۍ کچه د 300 میلینو ډالرو پورې ښايي. دوی وايي د 2004 نه 2009 پورې يې داسې وخت لیدلی چې د دواړو هېوادونو د تجارت کچه د کال درېوؤ اربو (ملیاردو) ته رسېدلې وه. سوداګر د 2009 نه را پديخوا موده د دوه اړخیز تجارت لپاره د زوال موده ګڼي.

25.11.2022 ډیوه

ملګري ملتونه طالبانو ته: د جنسيت پر بنسټ هر ډول تاوتريخوالی پای ته ورسوئ

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د نړیوالې ورځې سره سم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له طالبانو غوښتي چې په دې هېواد کې د جنسیت پر بنسټ، هر ډول تاوتریخوالی پای ته ورسوي. د یوناما له‌خوا په دې اړه ازادي راډیو ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو په نقض او محدودېدو سره، انساني او اقتصادي ناورین لا پسې زیات شوی دی. دې اعلامیه کې ملګرو ملتونو سازمان له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې یوې تل‌پاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید له ښځو سره د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په برخه کې بې له ځنډه معنا لرونکي ګامونه پورته کړي. اعلامیه کې همدا ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام او د وخت په تېرېدو سره د دې چارې په عادي کېدو اندېښنه ښودل شوې ده. د یوناما په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د ښځو څانګې د استازې الیسون داویدیان له قوله لیکلي شوي: "موږ وینو چې هره ورځ د نجونو او ښځو پر وړاندې د هغوی په کورونو، کار او عامه ځایونو تاوتریخوالی د عادي کېدو پر لور درومي." طالب ویاندویانو تازه په دې اړه خپل نظر نه‌دی څرګند کړی، خو له دې وړاندې یې ویلي، په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي، هغه چوکاټ چې طالبانو د خپلې نوې واکمنۍ په ۱۵ لومړنیو میاشتو کې تعریف کړی نه‌دی. په افغانستان کې په نجونو او ښځو د طالبانو د نویو بندیزونو په دوام، دوی نجونې او ښځې ښاري حمامونو، عامه پارکونو او سرپټو کلپونو ته له تلو منع کړي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د اعلامیې په وروستیو کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا له قوله لیکل شوي: "د افغان ښځو بنسټیز حقونه باید خوندي شي او د یوه داسې چاپیریال د جوړېدو لپاره چې له هر ډول تاوتریخوالي پاک وي، باید کوټلي ګامونه پورته شي." مېرمن اوتنبایوا زیاتوي، د ښځو د حقونو خوندیتوب، په افغانستان کې د ثبات، سوکالۍ او تل‌پاتې سولې یو مهم لامل دی. د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې دوی به په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د زیانمنو نجونو او ښځو بېلابېلو اړتیاو ته د ځواب ویلو لپاره هڅې وکړي. د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر هم د جمعې په ورځ ټوېټرپاڼه لیکلي: "د مرستندویه ښځو پرته، د امیندوارو مېرمنو، ماشومانو، نجونو او ښځو سره به اړینې مرستې کول ستونزمن کار وي." په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت هم په خپله ټوېټرپاڼه له ټولو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض له کمپاین سره یوځای شي. اروپايي ټولنه وړاندې لیکي: "د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په ورځ، نړۍ نارنجي کېږي." د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او نا برابرۍ نړیوال ۱۶ کمپاین د نومبر میاشتې له ۲۵مې پیلېږي او د ډسمبر په لسمه چې د بشري حقونو نړیواله ورځ ده، پای ته رسېږي.

25.11.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more