ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


مثلث؛ د ښځو په کار او تحصيل بنديزونه څه پايلې درلودای شي؟

د طالبانو له لورې په غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار مخنیوی او پوهنتونونو ته د میرمنو د تګ ممانعت د افغانستان پر وضعیت څه اغیز کوي. د ازادي راډیو په دې مثلث خپرونه کې دا مساله له میلمنو سره څیړو. طالبانو له موسسو څخه د میرمنو د کارونو مخه پنځه ورځې وروسته تر دې ونیوله چې د پوهنتونونو دروازې یې تر ثاني امر پرې د نجونو پرمخ بندې کړې.

31.12.2022 ازادي راډیو

جاپان غواړي تر۳۰۰۰ کیلومتره واټن پورې هدف ویشتونکي توغندي جوړ کړي - رسنۍ

رسنیو د شنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومي ۱۰) خبر ورکړ چې د جاپان دفاع وزارت غواړي داسې اوږده واټن ویشتونکي توغندي جوړ کړي چې تر ۳۰۰۰ کیلومتره پورې د هدف ویشتلو وړتیا ولري.

31.12.2022 امریکا غږ

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

31.12.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

31.12.2022 امریکا غږ

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

31.12.2022 امریکا غږ

ټي ټي پي خپل نوی تنظیمي جوړښت اعلان کړ، څېړونکي یې اوږدې جګړې ته تیاری ګڼي

پېښور: کالعدم تنظيم تحريک طالبان پاکستان د کال ۲۰۲۳ د پاره د نوي تنظيمي ډهانچې اعلان کړې دې. څېړونکي وايي، د طالبانو نوي تنظيمي ډهانچه د يو حکومت په څېر ده او له دې نه معلوميږې چې په سيمه کې به په راتلونکې کې د بدامنۍ پېښې زياتيږي. ټي ټې پي خبريالانو ته په ليږلي يو بيان کې د نوې تنظمي ډهانچې تفصيل شريک کړې دې. د ټي ټي پي لخوا په خپل دغه نوي‌ تنظیمي جوړښت کې د اوو وزارتونو، د ځانمرګو کونکو بریدونو کونکو څانګه، عدليه او د اووو ولايتونو د پاره وزارتونه اعلان کړي دي. د کال دوه زره دويشتم د فرورئ په مياشت کې هم د ټي ټي پي لخوا د تنظيمي ډهانچه اعلان شوی و. څيړونکی او خبريال افتخار فردوس وايي، نوې ډهانچه ډيره منظمه ښکاري. نوموړي وويل ټي ټي پي د يو کالعدم تنظيم نه د يو سياسي قوت په توګه ځان مخې ته راولي او ښکاري چې د دوي مقصد د سیمو د قبضه کولو ترڅنګ د حکومت نظريه هم له ځان سره لري. "مونږ دا طرز د افغان طالبانو لخوا ليدلي وو چې د اشرف غني او حامد کرزي په وخت افغان طالبانو د متوازي د خپل طرز حکومتونه جوړ کړې وو، څنګه چې هلته په کلونو جګړه روانه وه ممکنه ده چې دلته هم روان جنګ اوږد شي" د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمنځ په کال دوه زره يويشتم اکتوبر مياشت کې شروع شوي مذاکرات ختم شوي دي. ټي ټې پي په اته ويشتم نومبر د ډز بندۍ ختمولو اعلان کړي دی او له هغې وروسته يې بريدونو کې زياتوالي راغلې دې. څيړنيزي ادارې وايي چې یواځې په دسمبر مياشت کې ټې ټې پي د شپيتو نه د زياتو بريدونو زمه وارئ منلي ده. څيړونکی او خبريال حق نواز وايي، د ټي ټي پي وړاندې ډهانچې دومره منظمې نه وې، اوس ورسره وړې وړې ډلې هم يو ځايې شوې دې او د مزاکراتو په وخت ټي ټي پي نور هم مظبوط او فعال شوی دی او نوې تنظيمي ډهانچه د يو اوږده جنګ لپاره تياره ښکاري. "په دې کې يو څيز زما په نظر راځي چې د پنجاب او سند د پاره کمېشن نه دې جوړ شوې يواځې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان د پاره تنظيمي ډهانچه اعلان شوې ده. له دې نه دا پته لږي چې ټي ټي پي په دې دوو صوبو کې خپل اثر زياتول غواړي" د پاکستان نېشنل سېکیورټي کمېټي یا د قومي سلامتیا کمېټۍ د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې د جمعې په ورځ غونډه کې په خېبرپښتونخوا کې د تشدد د ورستیو پېښو او د وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، په فعالیتونو غور کړې دې. د اېن اېس سي د غونډې په اړه حکومتي اعلامیه کې ویل شوي وو چې استخباراتي ادارو غونډې ته په ملک کې د امنیت د عمومي صورتحال او د امن او امان دپاره د اخیستلو شویو ګامونو حال تېر کړې. په ورستيو کې پوځي او حکومتي چارواکو ويلي د ترهګرۍ ضد جګړه کې ځايې خلکو او د امنيتي ادارو اهکارو قربانۍ ورکړي دي او هېچا ته به هم اجازت ورنه کړي چې د ترهګرۍ ضد لاس ته راوړنې ګډې وډې کړي.

31.12.2022 ډیوه

پخوانی پاپ بنډیکټ د ۹۵ کالو په عمر ومړ

واتیکان د شنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومي ۱۰) اعلان وکړ چې پخوانی پاپ بنډیکټ د ۹۵ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

31.12.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه: د هاک محکمه دې د اسرائیل له خوا د فلسطیني سیمو اشغال وڅیړي

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د جمعې په ورځ ډسمبر ۳۰ (مرغومي ۱۰) د عدالت له نړیوالې محکمې (هاګ) څخه وغوښتل چې د اسرائیل له خوا د فلسطیني ځمکو د اشغال په اړه څېړنه وکړي.

31.12.2022 امریکا غږ


پخوانی پادري بېنېډېکټ د 95 کلونو په عمر کې ومړ

‎واشنګټن- پوپ ايمېرېټس بېنېډېکټ څوک چې د کيتهولېک چرچ نزدې اته کاله مشر پاتې و او په شپږ پېړو کې وړومبی تن و چا استعفا ورکړې وي د خالي/شنبې په ورځ د 95 کالو په عمر کې مړ شو. د بېنېډېکټ په مرګ د هغه ځای ناستي پادري پوپ فرانسېز اپيل کړی چې د هغه د صحت د پاره دعا وکړي ځکه چې د اوږد عمر له سؤبه يې صحت خراب شوی دی. کله چې بېنېډېکټ په کال 2013 حيرانونکی اعلان وکړو چې د خپلې ډندې نه استعفا کوي نو دا يې ويلي وو هغه نور په ذهني او بدني توګه د دې جوګه نه دی چې د پوپ په حيث کار وکړي. د ريټاير کېدو وروستو پوپ بېنېډېکټ به ډېر کم چا ليدلی وي ځکه هغه خپل اخري کلونه عبادت ته وقف کړي وو. هغه د ويټيکن په يو کانوېنټ کې خپل اخري عمر تېر کړو. په کال 2018 کې بېنېډېکټ د اټلي اخبار کوريير ډېلا سېره ته خط ليکلی و او ويلي يې وو چې د هغه د وجود توان په ورو ورو کميږي او هغه کور ته د ستنېدو په دروني زيارت بوخت دی. په جرمني کې په کال 1927 کې د جوزېف راټزېنګر په نوم پيدا شوي بېنېډېکټ د خپلې ځوانۍ کلونه د هېواد په سويلي برخه کې د جرمني او اسټريا سرحد ته نزدې تېر کړي. هغه د دويم نړيوال جنګ د پيل کېدو نه يو کال وړاندې په يوه مدرسه کې داخل شوی و خو اخر کار د جرمني پوځ ته لاړو چرته چې هغه د اينټي اير کرافټ په برخه کې دنده لرله او جنګ په اخرو ورځو کې پوځ پرېښود. هغه خپلو مذهبي زدکړو ته بيرته راغی او په کال 1951 کې پادري جوړ شو. هغه د دويم ويټيکن کونسل د څو کلونو د خدمت او مشاورت نه وروستو په کال 1977 کې پوپ پال شپږم د ميونخ او فريزينګ ارک بيشپ وټاکلو چې وروستو د کارډينل عهدې ته ورسېد. راټزيګر د شلو کالو نه ډېر د عقيدې د تبليغ کار وکړو او پوپ جان پال نزدې ملګری او مشير و. هغه په کال 2005 کې د پوپ جان پال د جنازې مذهبي رسم تر سره او هم هغه مياشت د 265م پونټېف په توګه منتخب کړل شو. د هغه په دور کې په مذهبي ځايونو کې د پادريانو لخوا د کم عمره ماشومانو سره د جينسي اړيکو ساتلو قيصې رابرسېره شوی چې په غبرګون کې بېنېډېکټ ځينې پادريان د دندو لرې کړل او د متاثره کورنيو نه يې بخښنه وغوښتله.

31.12.2022 ډیوه

د لوبو له میدانه؛ د کرکټ نړیواله شورا د ۲۰۲۲ کال غوره لوبغاړو ته جایزې ورکوي

د 'لوبو له میدانه' په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان کرکټ بورډ راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر وټاکه. له دې مخکې محمدنبي د شل اوریزو لوبو لوبډلمشري کوله. د فوټبال یو وتلی پخوانی لوبغاړی پلې ومړ. د کرکټ نړیواله شورا د ۲۰۲۲ کال غوره لوبغاړو ته جایزې ورکوي. په خپرونه کې نور مطالب هم شته. دغه خپرونه بختیار ساحل چمتو کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

31.12.2022 ازادي راډیو

د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر: په بنو کې پوځي عمليات نه کیږي

د پاکستان د قومي اسمبلۍ مرستيال سپیکر زاهد اکرم دراني ويلي، د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله سره خبرې شوي او د خېبرپښتونخوا په بنو کې هیڅ ډول پوځي اپرېشن يا عمليات نه کیږي.

31.12.2022 ډیوه

په ۲۰۲۲ کال کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۲۶۰ پیښې ثبت شوي – راپور

د افغانستان د خبریالانو دوو ملاتړو ادارو په جلا جلا راپورونو کې ۲۰۲۲ میلادي کابل د افغان خبریالانو او رسنیو لپاره یو بل سخت کال په توګه یاد کړی او ویلي دي، چې افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې کاري فضا په بې ساري ډول تنګه شوې ده .

31.12.2022 امریکا غږ

مجاهد: په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز د اسلامي قوانینو مطابق دی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا په غیر حکومتي ادارو او انجوګانو کې د ښځو پر کار د بندیز له پرېکړې څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې دغه بندیز په بشپړه توګه د اسلامي قوانینو مطابق دی.

31.12.2022 امریکا غږ

متحده قومونه: نړیوال عدالت دې د فلسطینیانو په علاقو د اسرایل د قبضې د قانوني حېثیت په اړه رای ورکړي

ايي سي جی د دې نه مخکې په 2004 کې د اسرایل او فلسطینانو په مسله خپله رای ورکړی وه او د اسرایل د بېلتون دیوال یې غیرقانوني بللی و. اسرایل دغه فېصله رد کړې وه او په عدالت یې الزام لګولی و چې فېصله يې په سیاسي بنیادونو کړې ده

31.12.2022 ډیوه

ار اېس اېف: په تيرو 20 کلونو کې 1668 جرنلسټان وژل شوي دي

ار اېس اېف په تیرو 20 کلونو کې د جرنلسټانو دپاره خطرناکو 15 هيوادونو کې پاکستان په پينځم او افغانستان په شپږم نمبر ياد کړي چرته چې زيات جرنلسټان وژل شوي دي.

31.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more