ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


جنوبي افریقا کې د ګازو ټانکر په چاودنې کې ۱۰ تنه وژل شوي

د جنوبي افریقا پایتخت جوهانزبرګ سره نږدې د تیلو ټانکر په چاودنې کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او نږدي ۴۰ نور ټپي شویدي.

25.12.2022 امریکا غږ

امریکې اوکراین لپاره د نورو 45 اربو ډالرو د کومک منظوري ورکړې ده

دامریکې د استازو ایوان د اوکراین لپاره د نورو 45 اربو ډالرو دکومک منظوري ورکړې ده اؤ ددې ترڅنګ به امریکا د روس دتیري مقابلې لپاره اوکراین ته پیټریاټ میزایل یا توغندي هم ورکوي. دامریکې داستازو دایوان له لوري ددې امداد منظوري په امریکایي سینیټ کې دحکومتي لګښتونو لپاره د منظور کړل شوي 1.66 ټریلین ډالرو دپیکیج له منظورۍ وروسته مخې ته راغلې ده. داستازو دایوان له لوري له منظوریدو وروسته به اوس دا قانوني مسوده صدر جوبایډن ته دلاسلیک لپاره لیږل کیږي اؤ چې هغه پرې لاسلیک وکړي نو دقانون په بڼه به مخې ته راشي. دا نوی امداد سږکال په فرورۍ کې په اوکراین د روس له حملې راپدیخوا تر اوسه اوکراین ته د ورکړل شوي 50ؤ اربو ډالرو نه علاوه دی. تېره اوونۍ د اوکراین صدر ولودیمیر زیلنسکي هم د امریکې سفر کړی ؤ اؤ امریکایي کانګریس ته یې خپله وینا کې ویلي وؤ" امریکایي چې ولس د وسلې اؤ نغدو په شکل کې د اوکراین سره کومه مرسته کړې ده دا یوازې یوه مرسته نه ده بلکې دامن لپاره دامریکې پانګونه ده اؤ مونږ ژمنه کوؤ چې مونږ به دا مرستې په مسولیت سره کاروؤ" کیف ته له رسیدو وروسته زیلنسکي ویلي وؤ د روس دخونړیو بریدونو اؤ دبې کچه طاقت د استعمال باوجود هم داوکراین پوځونه دفتحې لوري ته پرمخ روان دي همداشان پخپل یو بیان کې زیلنسکي ویلي" مونږ به دهر سخت پړاؤ څخه را اوځو، مونږ به له واشنګټن څخه دځېنو داسې شیانو سره بېرته راګرځو چې په رښتیا به هم هغه زمونږ لپاره مددګار وي" امریکې اوکراین ته باور ورکړی دی چې د روس دحملو مقابلې کولو لپاره به ورته پیټریات میزایل ورکوي. د اوکراین صدر د ډیرې مودې راهسې دپیټریاټ میزایلو غوښتنه کوي چې دا میزایل د هوایي بریدونو دمخنیوي لپاره د اوکراین په ګټه تمامیدای شي. روس د تېرو لسو میاشتو نه روانه دې جګړه کې پخپلو هوایي بریدونو کې د اوکراین ښارونه،کلي اؤ بانډې تباه کړې دي اؤ دتېرو دریوؤ میاشتو په دوران کې یې په یو شمیر سیمو بجلي اؤ اوبه هم تړلي دي. زیلنسکي پخپل بیان کې د روسي تیري په ضد اوکراین په مرستې کولو دامریکې دصدر جوبایډن اؤ دکانګریس مننه کړې ده.

25.12.2022 ډیوه

ځینې فعالانې: طالبان د رسمیت پېژندنې لپاره پر افغان ښځو بندیزونه لګوي

د ښځو د حقونو ځينې فعالانې وايي طالبان ځکه په ښځو بندیزونه لګوي چې نړۍ یې په رسمیت وپېژني. د ښځو د حقونو فعاله او د پوهنتون استاده حمیرا اکاخېله وايي، د طالبانو د فشار تر ټولو وروستۍ بېلګه له غیردولتي بهرنیو او کورنیو موسسو د ښځو د کار بندیز دی. هغه وايي، طالبان له دې لارې خپل هدف ته نه شي رسېدلی بلکې لا یې واټن له نړۍ سره زیاتېږي. له استاد اکاخېلې سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په اړه د هغې نظر پوښتلی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

25.12.2022 ازادي راډیو

اروپایي اتحادیې د طالبانو لخوا په غیر دولتي مؤسسو کې د میرمنو په کار کولو بندیز وغانده

اروپایي اتحادیې په افغانستان کې د طالبانو لخوا په بهرنیو او کورنیو غیر دولتي مؤسسو کې د میرمنو په کار کولو بندیز په سختو ټکو غندلی او وایي غواړي معلومه کړي چې دا بندیز به په افغانستان کې د دې اتحادیې په مرستو څه ډول اغیزه ولري.

25.12.2022 امریکا غږ

چمن:د وسله والو په برید کې د لېویز یو عسکر وژل شوی دی

دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان دبلوچستان ایالت په  سرحدي سیمه چمن کې د وسله والو په برید کې یو عسکر وژل شوی دی. پاکستاني رسنیو دبلوچستان دپولیسو له خولې ویلي چې دا پېښه دخالي یا شنبې په ورځ دچمن په مخلص کالونۍ کې رامنځته شوې ده. پولیس وایي دغلته د لیويز ځواک یو عسکر له دندې ترسره کولو وروسته کور ته روان ؤ چې په لاره کې پرې په موټر سایکل سورو وسله والو ډزې کړي اؤ وژلی یې دی. له ډزو وروسته وسله وال دپېښې له ځایه تښتېدلي اؤ‌ پولیس وایي چې دپېښې پلټنې یې پیل کړي دي. تر دې یوه ورځ وړاندې هم دبلوچستان ایالت په کيچ په سيمه کې وسله والو پر امنیتي عسکرو بريد کړی ؤ چې پکې څلور عسکر وژل شوي او يو ژوبل شوی ؤ. د څېړنيزو ادارو د رپورټونو ترمخه تېر کال اګست په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپديخوا د پاکستان په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا ایالتونو کې په ترهګریزو بریدونو کې نزدې 51 فيصدي اضافه شوې ده او په دې وروستیو کې دپاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله هم ویلي وو چې تېر يو کال کې د ترهګرۍ 300 پېښې رامنځ ته شوې دي. بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو د کېدونکو بریدونو پړه زیاتره بلوڅ بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې،داعش اؤ تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي خو په خېبر پښتونخوا کې بیا په امنیتي ځواکونو د زیاترو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان قبلوي. پاکستان تور لګوي چې تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کي ځالې لري او د افغانستان مځکه د پاکستان خلاف حملو له کاروي خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه ردوي او وايي دوى د دوحې د تړون لاندې ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد ضد کارېدو ته نه پرېږدي. د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او د امنیتي چارو شنونکی ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود د ډيوه خبریال ارشد حسین ته ویلي  دتحريک طالبان پاکستان وسله وال د پاکستان ضد د افغانستان مځکه کاروي او افغان طالبان په داسې کولو سره پاکستان د فشار لاندې راوستل غواړي چې په رسمي ډول ومنل شي. هغه وايي دی ويني چې ډېر زر به د ټي ټي پي پرضد د پاکستان دننه پوځي عملیات پیل کړی شي.

25.12.2022 ډیوه

علي وزیر په زندان کې خو منظور پښتین ازاد ګرځي، پښتین پرې څه وایي؟

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي دا چې په هم یوه مقدمه کې علي وزیر زندان ته اچول شوی اؤ دی ازاد ګرځي ترشا یې د ریاست لاس دی اؤ غواړي په داسې طریقو په پښتون ژغورنې غورځنګ ولس بې اعتباره کړي. دپېښور د یوې ځایي پښتو رسنۍ وحدت نیوز سره په مرکه کې ښاغلي منظور پښتین ویلي دهغوئ دتحریک په نتیجه کې قام بېدار شوی اؤ دخپلو مشرانو ترڅنګ ولاړ دی خو کاشکې مشران هم دقام ترڅنګ ودریږي. په دغه مرکه کې چې کله له منظور پښتین وپوښتل شول ولې علي وزیر یوازې په یو بیان زندان کې پروت دی اؤ دی نه نیول کیږي ،ایا معنا خو یې دا نه ده چې منظور پښتین دایجنسیو سړی دی ؟ښاغلي پښتین وویل دا د ریاست چال دی اؤ ریاست غواړي په دې طریقه په پښتون ژغورنې غورځنګ خلک بې اعتباره کړي. هغه وویل تر دې وړاندې هم داسې شوي دي چې په هم یوه مقدمه کې دی(پښتین) پخپله نیول شوی خو هم په هغه مقدمه کې بیا علي وزیر نه نیول کیدو اؤ دا چې اوس علي وزیر په یوه مقدمه کې نیول شوی دی نو دی ازاد ګرځي. دمنظورپښتین وینا وه چې دعلي وزیر اؤ دتحریک د ټولو غړو قربانۍ د درناوي وړ دي خو دقربانۍ معیار باید یوازې زندان نه وي . دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر چې دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی هم دی د 2020م کال د دسمبر پر 16مه په پېښور کې نیول شوی وو او بیا له هغه ځایه کراچۍ ته لېږدول شوی و چې تر اوسه دکراچۍ په زندان کې پروت دی. پر هغه تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې "د ریاستي ادارو خلاف" خبرې کړې دي او "خلک یې "د پاکستان په ضد" پارولي دي، خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي دي. د نوموړي وکيل قادر خان اېډوکېټ وايي، په علي وزیر باندې تراوسه پورې شپږ مقدمې شوي، په يوه مقدمه کې په کراچۍ کې بري شوی، په درېو مقدمو کې ورته د کراچۍ عدالتونو ضمانتونه ورکړي، اوس پرې درې مقدمې په خېبرپښتونخوا کې روانې دي، يو د ميرانشا، يو د ډېره اسماعيل خان او یوه په چارسده کې ده. هغه وويل په خېبرپښتونخوا کې ورته هم په يوه مقدمه کې ضمانت ورکړی شوی خو په دوه نورو کې ورته لا ضمانت نه دی ترلاسه شوی چې په هغو کې يې ضمانت وشي نو هغه به خوشی شي. د علي وزير د خوشي کولو دپاره پښتون ژغورنې غورځنګ د روان کال د فرورۍ د 13 نه تر اتم مارچ پورې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت کړی و. پښتین وویل په دې وروستیو کې چې کله په ده(منطور پښتین) برید وشو اؤ موټر یې په مرمیو ولګیدو نو هم ځېنو خلکو وویل چې دا مرمۍ اصل نه وې خو منظور پښتین پوښتنه وکړه "چې کله مونږ ووژني نو بیا به یې تاسو منئ چې مونږ ریښتونې یو ؟" هغه وویل دپښتون ژغورنې غورځنګ پښتون قام ته ذهني بېداري ورکړې ده پښتون ضد قوتونه دا تحریک دخپلو اهدافو په مخکې دیوال ګڼي ځکه یې پرضد رقم، رقم سازشونه کوي. دهغه وینا وه چې چې په دې وروستیو کې دترهګرۍ دنوې څپې پرضد ولسي پاڅون کې ټول پښتانه سیاسي مشران په یو سټیج ولیدل شول نو دا هم دپښتون ژغورنې غورځنګ دڅلور کلنې مبارزې پایله ده. دهغه په خبره پښتون ژغورنې غورځنګ تر اوسه په دوؤ اړخونو کار کړی دی یو دا چې په ریاست فشار راولي اؤ بل دا چې خواره واره پښتانه راټول کړي هغه وایي پښتانه یې تر ډیره حده منظم کړي دي خو ریاست اوس هم لا دخپلو کړنو نه لاس نه دی اخستی اؤ دپښتنو په خاوره یې یې دجګړو پلمې دوامداره ساتلې دي. کله چې په دې مرکه کې له منظور پښتین نه وپوښتل شول ولې تر دې وخته افغانستان ته نه دی تللی؟ هغه وویل دپښتنو ترمنځ کرښې راښکل شوي دي ،افغانستان ته تګ په پاسورټ دی اؤ دی دپاکستان پاسپورټ یا شناختي کارډ نه لري ځکه یې تر اوسه دافغانستان سفر نه دی کړی. نوموړي وویل پاسورټ اؤ شناختي کارډ یې دپاکستان حکومت بلاک کړي دي اؤ ده هڅه کړې ده چې ځانته پاسورټ جوړ کړي خو وایي" نه یې راله جوړوي" پاکستان په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا کې دبدامنۍ د وروستي بهیر په اړوند دېوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي پښتین وویل دوي په بیا بیا ویلي چې پخپله خاوره دجنګونو په منځ کې دمه یا وقفه نه بلکې مستقل امن غواړي خو وایي دلته دپښتنو په وینو تویولو کاروبار کولی شي اؤ دا چې یو وارې بیا په دې سیمه ترهګري وتپل شوه دا هم د ډالرو لپاره یو جګړه ده. دپښتون ژغورنې غورځنګ مدام دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي شبکو دپښتنو په خاوره بدامنۍ کې دلاس لرنې تورونه لګوي خو پوځ اؤ حکومت بیا په کراتو د منظور پښتین اؤ‌ دهغه د ملګرو دا تورونه رد کړي اؤ برعکس یې دمنظور پښتین تحریک تورن کړی د "دښمن" په لمسه داسې تورونه لګوي اؤ په بدل کې یې دبهر نه پنګې ترلاسه کوي

25.12.2022 ډیوه

په روس کې د بوډاګانو د پالنې په یوه مرکز کې اور لګېدو 22 کسان مړه کړي دي

واشنګټن ـــــ د روس په سایبېریا سیمه کې د زړو کسانو د پالنې په یوه مرکز کې اور لګېدلی چې له کبله یې 22 کسان مړه شوي دي، پلټونکي په دې اړه پلټنه کوي چې کېدای شي اور د بجلۍ له ناسم استعمال څخه لګېدلی وي. خبري رسنۍ وایي د اور لګېدو دا پېښه د جمعې په شپه د سایبېریا په کیمیروو ښار کې لګېدلی او د ودانۍ دویم منزل یې ټول سوځولی، چې د چاروکو په وینا په رسمي ډول د زړو کسانو د پالنې د مرکز په توګه رجسټر شوی نه وو. د روس سرکاري خبري ایجنسۍ «تاس» هم  د پولیسو د یوې سرچینې په حواله دغه کور غیر قانوني بللی دی او د ټیلیګرام له لارې خپاره کړي بیان کې یې ویلي: "شپږ نور کسان ټپیان شوي، چې په هغوی کې دوه په روغتون کې بستر شوي دي او د سوځېدو له کبله یې حالت مرګونی دی". د روس د سرکاري رسنیو او بیړنیو خدمتونو د ادارې په وینا د ژغورنې چارې ټوله شپه روانې وې او سهار وختي ژغورونکو په خاورو او ایرو کې د خلکو د لټولو کار پای ته ورساوه. د روس د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي چې د اعلی چارواکو یوه ډله له ماسکو څخه ختیځ لور ته د 3,600 کیلومیټره په فاصله کیمیروو سیمې ته تللې او وایي د اورلګېدنې څو مختلفې وجې دي. د آر ای اې په نوم  خبري ایجسنۍ د روس د بیړنیو حالاتو وزارت د یوه بیان په حواله ویلي چې د اور لګېدو په دغو مختلفو سببونو کې "یوه د بجلۍ د آلاتو د کارولو له اصولو سرغړونه ده." د روس چارواکي وایي په هېواد کې یې د زړو کسانو یا بوډاګانو لپاره ډېر کورونه له اجازې پرته فعال دي، ځکه نو هغه کورونه شخصي ملکیت ګڼل کیږي او د څارنه یې نه کېږي. د یادونې وړ ده چې په 2018م کال کې هم د روس په کیمیروو ښار کې د "وینټر چیري" په نوم تجارتي مرکز په پورتني منزل کې ډېر پراخ اور لګېدلی وو چې 64 کسان پکې وژل شوي وو.

24.12.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

24.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

24.12.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

24.12.2022 امریکا غږ

طالبانو ښځې او نجونې په غیر دولتي موسسو کې له کارکولو منع کړې

د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومي ۳) په یو مکتوب کې ښځې او نجونې په داخلي او بهرنیو غیر دولتي سازمانونو او موسسو کې له کار کولو منع کړي دي.

24.12.2022 امریکا غږ

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

24.12.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

24.12.2022 امریکا غږ

بلوچستان:په امنیتي ځواکونو د وسله والو برید کې څلور عسکر وژل شوي دي

دبلوچستان په کيچ په سيمه کې وسله والو پر امنیتي عسکرو بريد کړی چې پکې څلور عسکر وژل شوي او يو ژوبل شوی دی. وي او اې ډیوه ته د ضلع کېچ یو لوړ رتبه نظامی چارواکي چې نه یې غوښتل نوم  څرګند شي، وویل چې د ضلعې  هیډ کوارټر تربت سره نزدې د ډنوک او ګوګدان په منځني سیمه کې نامعلومو وسله والو د امنيتي ځواکونو په کاروان بريد کړی دی . دغه چارواکی وایي ترهګرو سره د ډزو په تبادله کښې د صوبیدار په شمول څلور عسکر ووژل شول  او يو عسکر ژوبل شوی دی. له پېښې وروسته پوليس اؤ دملیشې ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ  پېښه کې د وژل شوؤ عسکرو جسدونه اؤ یو ټپي یې  د تربت سي ایم اېچ روغتون وړلی دی. دچارواکو په وینا امنېتي ادارو دپېښې پلټنې پیل کړې دي خو تر دم ګړۍ پورې په دې ترڅ کې  څوک نه دي نیول شوي او نه تر اوسه ددې پېښې ذمه واري چا په سر اخستې ده. چارواکي دعوه کوي چې  په دغه سیمه کې تندروه وسله واله ډله بلوچستان لېبرېشن فرنټ زیاته فعاله ده چې مشري یې بلوڅ وسلوال ګورېلا کمانډر ډاکټر الله نذر پغاړه لري. دا وسله واله ډله د سېپک په شمول د ریکوډک او سېندک د پرمختیا دپروژو مخالفت کوي اؤ وايي چې دصوبې معدنی وسایل مرکزي حکومت او نړیوال شرکتونه په ګډه باندې لوټي خو حکومت بیا وايي چې په بلوچستان کې دپخوا په پرتله  اوس امنیتي وضعه ښه شوې ده.

24.12.2022 ډیوه

د افغان نجونو د تعلیمې ادارو تړل کیدو پرضد کوټه کې احتجاج شوی دی

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو  له لخوا د نجونو دپوهنتونونو تړلو پرضد د شنبې په ورځ د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې احتجاج شوی، چې پکې د بېلا بېلو پوهنتونونو افغان کډوال زدکوونکو ،د کوټې مدنې فعالانو، او وکيلانو ګډون درلودو۔ احتجاج کوونکو د ښځينه ښوونځيو او پوهنتونونو د خلاصولو غوښتنه کړې اؤ وایي په نجونو د زده کړو دروازې تړل ټولنه جاهلات ته دیکه کول دي۔ په احتجاج کې برخه لرونکې حسينه وي او ای ډیوه ته وایي پر افغانستان د افغان طالبانو له واکمنېدو سره يې ټول خوبونه ځکه دانه وانه شول چې هلته د نجونو، مکتبونه او پوهنتونونه د طالب واکمنو لخوا وتړل شول. "له وړوکوالي مې خواهش و چې ژورنالیزم به کوم او يوه ښه خبرياله به جوړېږم او په دا برخه کې به د افغانستان خدمت کوم خو دا خوب اوس نیمګړی راته ښکاري" د کوټې بيوټمز پوهنتون افغان کډوال زدکوونکي او مدني فعال سعد الدین ډیوه ته وويل په افغانستان کې له اسلامي او افغاني کلتور سره سم درس او تدريس روان و، وايي نه پوهېږي چې بيا ولې د دوی د تعليم لارې تړل شوې دي. ”افغان نجوني په افغاني، پښتني او په شرعي جامه کې خپلو مکتبونو او پوهنتونونو ته تللې، په صنفونو کې د ښځينه او نارينه زده کونکوتر مينځ پردې لګېدلې وې، د طالب چارواکو دا ادعا چې ګواکې په پوهنتونونو کې د نجونو له لوري د حجاب کول نه عملي کیږي ځکه يې پوهنتونونه وتړل دا خبر حقیقت نه لري"   دده په خبره  افغان زدکونکي د ذهني فشار سره مخ دي او هغوی چې په خپلو خويندو او لوڼو بې تعلیم کاوه نن بې هيلي شوي دي۔   په احتجاج کې شريک د افغانستان د جوزجان ولایت د پوهنتون استاد انجنېر محمد انور  چې اوس کوټې ته را کډه شوی دی، ده پر افغانستان د واکمنو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې  خپلې دې پريکړي ته بيا کتنه وکړي،  "د نړۍ د هیوادونو تر مینځ اړيکي د تعلیم په واسطه جوړېږي، د طالبانو دا دریځ  چې پوهنتونونه یې تر بل امر تړلي  خو د 17 میاشتو تر تېرېدو پس یې هم د سلهاوو ماشومانو راتلونکی خرابوي، په کندهار او کابل کې روغتون شته خو ډاکټره نه لرو کوم چې یو انساني او اخلاقي جرم دی، طالب چارواکي په نړيوالو د خپل حکومت د منلو په موخه په افغانستان کې پوهنتونونه تړي" د افغان د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير ندا محمد ندیم، د ښځينه زده کوونکو د پوهنتونونو د بندولو په اړه ويلي وؤ، چې د پوهنتون  ښځينه محصلينې پوهنتونونو ته د تللو پر وخت  شرعي حجاب  او جامه نه عملي کوي، دهغه په وینا په پوهنتونون کې د نارينه او ښځينو ګډ تعليمي نظام، له نارینه محرم پرته تعليمي ادارو ته د ښځينه زدکونکو تلل او لا هم له يوه او  بل ولايت ته  له محرمه پرته سفر کول، په درسونو کې د ښځينه زده کونکو لپاره ځانګړو اسلامي رشتو نېشتوالی هغه څه دي چې له وجې يې طالب واکمنو تر امر ثاني  پوهنتونونه تړلي دي-

24.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more