ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

29.11.2022 امریکا غږ

رپورټ: ایي اېم اېف پاکستان ته د اخراجاتو  د کمولو مشوره ورکړې 

پاکستان ايي اېم اېف نه د هغه شپږ بېلین ډالرو قرض د بل قسط اخیستلو دپاره خبرې شروع کړي چې مالياتي ادارې یې په 2019 کې پاکستان ته د ورکولو منظوري ورکړې وه. سږ کال ايي اېم اېف په دغه قرض کې یو بېلین ډالر اضافه وکړه او د قرض مجموعي مالیت اووه بېلین ډالرو ته ورسېدو

29.11.2022 ډیوه

پر اوکراین د روسیې یرغل 'د امریکا او هند اړیکې ننګولي'

په اوکراین باندې د روسیې یرغل د امریکا او هند اړیکې سږکال له ازمایښت سره مخامخ کړې، ځکه چې نوي ډیلي د مسکو د یرغل له غندلو ډډه وکړه او له روسیې څخه یې د انرژۍ وارداتو ته دوام ورکړ.  

29.11.2022 امریکا غږ

جرمني: د اوکراین د انرژۍ په تاسیساتو د روسیې بریدونه جنګي جرم دی  

د جرمني د عدلیې وزیر مارکو بوشمن وايي چې د اوکراین د انرژۍ په تاسیساتو باندې د روسیې د توغندیو بریدونه «جنګي جرم» دی.   په اوکراین کې د ژمي په درشل کې، روسیې د دغه هېواد د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي‌ چې د چارواکو په وینا میلیونونه خلک یې له برېښنا او اوبو څخه محروم کړي دي.   ښاغلي بوشمن وویل چې د کال د تر ټولو سړو میاشتو څخه مخکې «په سیستماتیک ډول د تودوخې او برېښنا د انتقال سیستماتیک ویجاړول خطرناک جنګي جرم» دی. هغه وویل چې د دې کار له کبله به ډېر خلک د سوړ ژمي قرباني شي.   د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس نوموړي د جي-۷ هېوادونو د عدلیې وزیرانو سره له لومړۍ غونډې وروسته، چې د اوکراین د عدلیې وزیر هم په کې و، دا څرګندونې کړې دي.   ښاغلي بوشمن زیاته کړه: «جنګي مجرمینو ته باید په هېڅ ځای کې هم د خوندي احساس کولو اجازه ورنکړل شي.» هغه وویل چې د جي-۷ صنعت دموکراسیو[هېوادونو] باید «د جنګي جرمونو سره د ګډې مبارزې لپاره ښه همکاري کړې» وای.    خو هغه دا خبره وکړه چې نهایتاً به د روسیې  د لوړې کچې د مشرتابه په ضد قضیې د جنګي جرمونو په نړیوالې محکمې کې ولیدل شي. د نوموړي په وینا د روسیې  پلټونکو د فبرورۍ په میاشت کې په دغه هېواد باندې د روسیې له یرغل راهېسې « د جنګي جرمونو نژدې ۵۰۰۰۰ قضیې» ثبتې کړې دي.    د اوکراین لوی څارنوال اندري کوستین د اوکراین د مقاماتو هغه غوښتنه بیا تکرار کړې چې یوه ځانګړې نړیواله محکمه دې جوړه کړل شي او روسیه دې په کې د «یرغل په جرم» محاکمه شي.    نوموړي همدغه راز د جرمونو په نړیوالې محکمې کې «حقوقي محدودیتونه» هم یاد کړي چې دا «د جنګي جرمونو، بشریت ضد جرمونو او نسل وژنې په جرمونو» پورې یې محدودوي.   د اوکراین لوی څارنوال وویل: «که یرغل نه وای، جنګي جرمونه به نه کېدل.»   

29.11.2022 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

29.11.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

29.11.2022 امریکا غږ

د لږکیو احمدي ټولنه وایي پنجاب کې یې بیا د قبرونو سپکاوی شوی دی

پاکستان کې دلږکیو احمدي ټولنې پنجاب صوبه کې د دوي د مړو د قبرونو د سپکاوي د بلې پيښې رامنځته کيدو تور لګولى او د احمدي ټولنې وياند تور لګوي د دوي مړي هم څوک نه بخښي. وړاندې نه د بشري حقونو تنظيمونه او نړيوالې ادارى تور لګوي چې پاکستان اقليتونو ته تحفظ ورکولو کې ناکامه دى او په دې وروستیو کې قامي اسمبلى ته د وينا په وخت د بشري حقونو مرکزي وزير رياض پيرزاده پاکستان کې د احمدي اقليت سره د ناوړه چلند پخلى کړى و او په دى اړه یې دملکي ادارو د ناکامى اعتراف هم کړى و. د جماعت احمدېه وياند عامر محمود تر مخه دقبرونو دسپکاوي دا تازه پيښه د پنجاب حافظ اباد سيمه کې رامنځ ته شوې اؤ دغلته د احمديانو د څلورو قبرونو سپکاوى شوى دى. وي او اى ډيوه سره خبرو کې عامر محمود ويلي ددغو قبرونو کتبې رانړول شوي او په د مړو دنومونو پځاى په قبرونو دوي ته کنځل ليکل شوي دي. نوموړي زیاته کړه له بده مرغه د دوي په ضد دومره کرکه خوره کړل شوې چې احمديان په قبرونو کې هم نه بخښل کيږي. نوموړي تور ولګولو چې له دې وړاندې هم دغه علاقه کې ځاي پوليسو پخپل سر د احمديانو ٤٥ قبرونه رانړولي وو. پاکستان کې  پوليس اکثر له داسى کاروايۍ د ځاي خلکو په شکايت کوي چې ګني احمديان  دملکي قانون ېه ضد خپل قبرونه د عبادت ځايونه او دى باندى مينارونه داسي جوړوي څنګه چې داکثريتي مسلمانانو وي. څو ورځې وړاندې د کراچۍ د يو احمدي وکيل له خوا خپل نوم سره دسيد  ليکلو په تور ځايي پوليسو د هغه پرضد  مقدمه درج کړى وه . وړاندې نه  د مذهبي آزاديو په اړه د امريکا کميشن،يورپي يونين او دبشري حقونو تنظيمونه پاکستان د لږکيو دحقونو په خوندي ساتلو کې ناکامه بولي. که څه هم دقبرونو د سپکاوي دپيښې په اړه د بشري حقونو دمرکزي وزير رياض پيرزاده غبرګون لا تر دې وخته مخې ته نه دی راغلى او هغه د وي او اى ډيوه پوښتنو ته لا ځواب نه دى ورکړى خو د تير اکتوبر مياشت کې قامي اسمبلۍ ته د وينا په وخت رياض پيرزاده پاکستان کې د احمديانو سره د ناوړه چلند پخلى کړى و. د هغه وينا وه پاکستان کې احمديان په رڼا ورځ وژل کيږي ،د دوي کورونو باندې حملې کيږي خو د رياض پير زاده په خبره ادارې دوي ته تحفظ ورکولو کې پاتې راغلې دي. دا په داسې حال کې ده چې جماعت احمديه تور لګوي چې د هيواد  بيلا بيل برخو کې د دوي په ضد دمذهب دسپکاوي دمخنیوي قانون نه د ناوړه استفادې پېښې هم زیاتې شوي دي. د احمدي ټولنې د وياند عامر محمود ترمخه تير يو کال کې د دوي د ١٨٥ قبرونو سپکاوى شوى دى

29.11.2022 ډیوه

د چین حکومت د احجاجونو په ضد اقدامات سخت کړي دي

په چین کې احتجاجونه د صدر شي جن پنګ د هغه تګ لارې په ضد پېل شوي چې غواړي د کرونا واېرس صفر یا د نیشت درجې ته راټیټ کړي. د چین حکومت ددې لپاره لکه د درې کاله وړاندې په شان د لاک ډاون او سختو بندېزونو تګ لاره خپله کړې ده

29.11.2022 ډیوه

قطر: د فوټبال نړیوال جام په تیاریو کې شاوخوا ۵۰۰ کارګر مړه شوي

د فوټبال نړیوال جام د کوربتوب د چارو یوه لوړپوړي قطري چارواکي په لومړي ځل منلې ده چې د لوبو د تیاري په کار کې "له ۴۰۰ تر ۵۰۰" کارګران مړه شوي دي. 

29.11.2022 امریکا غږ

رپورټ: ایراني جنرل منلي چې د هېواد په احتجاجونو کې د 300 نه زیات کسان وژل شوي دي

د رپورټ ترمخه د مظاهرو خبرونه ورکولو په لړ کې د ایران حکومت په مطبوعاتو بندیزونه لګولي دي او د ایران سرکاري مطبوعاتو په احتجاجونو کې د وژل شویو کسانو مجموعي شمېرې نه دي څرګندې کړي او زیاته توجه په امنیتي ځواکونو حملو ته ورکوي چې سرکاري مامورین يې الزام په خفیه وسله والو او بېلتون خوښوو ډلو پورې کوي

29.11.2022 ډیوه

کابل کې د پاکستان لوړپوړي پلاوي طالب مشرانو سره لیدنو کې په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي

د بهرنیو چارو لپاره دپاکستان دمملکت د وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د کابل سفر کړی او د طالبانو حکومت دبهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقې په شمول یې د نورو طالب مشرانو سره  د امنیت، تجارت اؤ تعلیم په شمول په یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. پاکستاني پلاوي کابل ته دا سفر په داسې حال کې کړی چې په دې ورستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ په کرښه دکړکېچ رامینځته کیدو وروسته دچمن باب دوستي پوله د څو ورځو د پاره تړل شوې هم وه. کابل ته له رسیدو وروسته د بهرنیو چارو لپاره دمملکت وزیرې حنا رباني کهر د افغانستان د طالبانو د حکومت له مرستیال وزیراعظم عبدالسلام حنفي سره وکتل، په دې مهال د طالبانو دحکومت د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور هم موجود و. وزیرې حنا رباني کهر د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم لیدنه کړې اؤ‌ د اړوند خوښۍ په یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې کړې دي. دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې په دغه لیدنو کې د تعلیم، روغتیا، سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د همکارۍ، سیمه ییزو رابطو، د خلکو تر منځ د اړیکو او ټولنیزو اقتصادي پروژو په ګډون د ګډو ګټو پر یو لړ دوه اړخیزو مسایلو خبرې وشوې. دا د اپریل په میاشت کې په پاکستان کې د حکومت له بدلون وروسته د کوم لوړ پوړي پاکستاني چارواکي کابل ته لومړی سفر دی. څېړونکي له دې امله هم دا سفر ډير مهم ګرځوي چې افغانستان کې دطالبانو حکومت په ښځو دګڼ شمیر بندیزونو لګولو ترڅنګ هیواد کې دجینکو ښوونڅیو ته په تګ هم بندیز لګولی دی اؤ په دغسې شرایطو کې دپاکستان یوه ښځینه وزیره کابل ته په سفر تللې ده اؤ دطالب چارواکو سره مخ پرمخ دستونزو په هواري اؤ د اړیکو په پراختیا غږیږي. د طالبانو له اړخه تیرکال داګست په میاشت کې د کابل د واک ترلاسه کولو وروسته د پاکستان یو شمیر چارواکو د افغانستان سفرونه کړي خو د پاکستان په شمول یو هیواد هم افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمې ډول نه دی پیژندلی. نړیواله ورورولي دطالبانو دحکومت په وروستیو یو شمیر ګامونو سختې نیوکې کړي او د طالبانو څخه یې غوښتي چې د عامه ژوند او تعلیم په برخه کې د ښځو او نجونو د بنیادې حقونو په اړه خپل بندیزونه بیرته واخلي. حنا رباني کهر د سفر څخه څو ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ګډه پوله د کړکېچ رامینځته کیدو وروسته دوه  لارې د څو ورځو د پاره تړل شوې هم وې. البته د دغه حالاتو سره سره، پاکستان وايي غواړی چې په افغانستان کې دڅلورو لسیزو  له خونړۍ جګړې وروسته د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له طالبانو سره اقتصادي او امنیتي همکارۍ زیاتۍ کړي. د اسلام اباد اسلامې پوهنتون کې د نړیوالو چارو پروفیسر منظور اپریدی وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي"  پاکستان ګڼي چې د یو ګاونډې په توګه دا وخت د افغانستان د حالاتو زیات اغیز پر پاکستان کیږي که هغه ښه وې او که بد- نو له دې له سببه خبرې پر بیلا بیلو مسلو کیږي" هغه وایي پاکستان په سیمه یزه کچه هم فعاله ښکاري چې د ځان سره نور هیوادونه لکه روسیه، د منځنۍ اسیا هیوادونه، ترکیه یا چین هم شامل کړي او د افغانستان ستونزې هوارې کړی شي- کابل کې د طالبانو له واکمنۍ رادیخوا اسلام اباد د سویلي افریقا په څیر دهیوادونو په مقابله کې د افغانستان څخه د سکرو یا کویلې واردات هم زیات کړي، چې د دوه اړخیزو اړیکو په تاریخ کې په  لومړي ځل د سوداګرۍ کلنۍ حجم د کابل په ګټه دی. سوداګر وايي، هره ورځ شاوخوا لس زره مټرکه ټنه سکاره پاکستان ته صادرېږي، چې له طالبانو سره مرسته کوي، چې د هېواد د واکمنۍ لپاره د اړتیا وړ عواید یا امدن ترلاسه کړي. البته د دوي تر مخه دغه صادرات د پاکستان د توانایۍ ضرورتونه پوره کولو کې هم مرستې کوي- د پاکستان اؤ افغانستان دګډې تجارتي خونې مشر ضیا الحق سرحدې وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي په تیرو وختونو کې د سکرو بیه شاوخوا سل او یو نیم سل امریکایي ډالر وه خو په نړۍ کې د سکرو د بیې زیاتیدو سره طالبانو هم دغه بیه شاوخوا ۲۰۰ امریکایي ډالرو ته لوړه کړه- البته پاکستان لپاره دافغانستان دسکرو بیه اوس هم مناسبه ده اؤ ددې سره دپاکستان دتوانایۍ بحران حل کیدای شي- هغه زیاتوي چې د دواړو هیوادونو تر مینځ پر پولو د کړکیچ او بیا دپولو تړل کیدو له امله ټرانزټ ټرید ته زیان رسیږي چې دې اړخ ته باید دواړه هیوادونه پام راوګرځوي-  ضیا الحق سرحدې وایي سیاست باید د سوداګرۍ څخه جدا وساتل شي او که چرې داسې وې نو دوي هیلې لري چې د پاکستان د اوسني حکومت د هڅو څخه د دواړو هیوادونو  تر مینځ سواګریز جحم ۵ اربه ډالرو ته رسیدای شي چې اووه او  اته کاله وړاندې ېې هیلې څرکندیدې-  د پاکستان حکومت هڅې کوي چې د سکرو یا کویلې ورځني واردات داسې کچې ته پورته کړی شي چې د پاکستان لږ تر لږه یو مبلیون میټرک ټنه میاشتنۍ اړتیاوې پوره کړي. د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر کابل کې د افغانستان د ښځو د چیمبر اف کامرس دمشرانو سره هم لېدنه کړې ده. هغې په ټولنه کې د ښځو مهم رول ته اشاره وکړه او د پاکستان او افغانستان د ښځینه سوداګرو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې یې د پاکستان د لېوالتیا څرګندونه وکړه. هغې اعلان وکړ چې پاکستان به د ښځو لخوا جوړشوي تولیداتو واردولو ته ځانګړې ترجیح یا اولیت ورکړي. د دواړو هیوادونو تر مینځ دا وخت د سوداګرۍ کلنۍ حجم  له ۱.۵ اربو ډالرو څخه اوښتی دی، چې پاکستان ته د افغانستان صادرات له ۸۰۰ میلیون ډالرو څخه زیات دي.

29.11.2022 ډیوه

ایراني جنرال ومنله چې روانو مظاهرو کې تر۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي  

د ایران د پوځ یو جنرال ومنله چې په دغه هېواد کې د روانو مظاهرو په ترڅ کې په بې ثباتیو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. دا لومړی ځل دی چې په ایران کې د مظاهرو له پيل راهېسې یو ایراني مقام د وژل شویو کسانو په اړه داسې رسمي ارقام خپروي. د ایران سپاه پاسدارن ته نژدې یوې ویبپاڼې تېره ورځ نومبر ۲۸ (لړم اوومه) د دغه هېواد د هوايي/فضا‌ ځواکونو د مشر جنرال امیر علي حاجي زاده له خولې لیکلي دي چې د «شهیدانو په ګډون څه باندې۳۰۰ تنه وژل» شوي دي. له «شهیدانو څخه» د هغه هدف د ایران امنیتي ځواکونه دي چې په مظاهرو کې په اخ او ډب کې وژل شوي. د نوموړي له خولې همدغه راز لیکل شوي دي چې اکثریت وژل شوي کسان عام خلک وو چې په مظاهرو کې یې ګډون نه درلود. نوموړي‌ دا معلومات ورنکړل چې دا ارقام یې له کوم ځای څخه ترلاسه کړي‌ دي. خو د ایران د بشري‌ حقونو فعالان، چې دا مظاهرې څارې او په اړه یې معلومات ټولوي، وايي چې د مظاهرو له پيل راهېسې تر دې دمه ۴۵۱ ولسي کسان (چې ۶۴ کسان یې تر ۱۸ کالونو کم عمر لري) او ۶۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي‌ دي. همدغه راز د هرانا خبري اژانس وايي چې څه باندې ۱۸۱۸۰ کسان نیول شوي چې یوازې د ۳۳۷۷ کسانو هویت مشخص شوی دی. د ایران په ۱۵۷ ښارونو او ۱۴۳ پوهنتونونو کې مظاهرې شوي دي او په نیول شویو کسانو کې ۵۷۴ یې محصلین دي. د اسوشیتډپرس د راپور په اساس ایراني مقاماتو په رسنیو باندې کلک بندیزونه لګولي او اجازه نه ورکوي چې ددغو مظاهرو په اړه راپورونه خپاره کړي. د ایران دولتي رسنۍ هم د قربانیانو دقیق ارقام نه خپروي او یوازې په امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو په اړه راپورونه خپروي چې د ایران حکومت یې د اورپکو او بیلتون غوښتونکو کار بولي. دغه ایراني جنرال د ایران د نورو مقاماتو دا خبره تکرار کړه چې ګنې لویدیځ هېوادونه او سعودي عربستان دا مظاهره کوونکي پاروي، خو دوی د خپلې دغې ادعا د اثبات لپاره شواهد نه وړاندې کوي. مګر د ایران مظاهره کوونکي وايي چې د اوسني رژیم څخه په تنګ راغلي او «د ښځې، ژوند او ازادۍ» لپاره مبارزه او مظاهره کوي. په ایران کې دا مظاهرې د سپتمبر په میاشت کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني‌ په نامه د یوې نجلۍ له مړینې وروسته پیل شوې. ایراني پولیسو دا نجلۍ په دې خاطر نیولې وه چې سر یې لوڅ و. د ایران سربېره، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لسګونه زره خلکو د ایران د ښځو په ملاتړ مظاهرې وکړې. د بشري حقونو سازمانونو له مظاهره چیانو سره د ایراني ځواکونو چال چلند غندلی دی او امریکا له دې کبله په ځینو ایراني مقاماتو بندیزونه هم لګولي دي.

29.11.2022 امریکا غږ

تاجکستان: «هرات امنیتي غونډه» کې په افغانستان کې "د بهرنیو ترهګرو ډلو پر فعالیت" اندېښنه څرګنده شوې

واشنګټن ـــــ په تاجکستان کې «د هرات امنیت خبرې» په نوم دوه ورځنۍ غونډه نن پیل شوې چې د امریکې په ګډون د ګڼ شمېر ملکونو استازي او افغان سیاستوال هم پکې ګډون لري، خو طالبانو ته پکې بلنه نه ده ورکړل شوې. په دې غونډه کې نن په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو خبرې شوې او د بهرنیو ترهګرو ډله پر فعالیت اندېښنه څرګنده شوې. د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې دا دوه ورځنۍ غونډه «د افغانستان د سټرېټیجیکو مطالعاتو انسټېټیوټ» له خوا جوړه شوې، چې مقصد یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو خبرې کول دي. د دې ادارې مشر داود مرادیان طلوع نیوز ته ویلي، ددې غونډې ګډونوال به- چې د افغانستان په مسایلو کې ښکېل دي- د یوه داسې ټولشموله سیاسي نظام د جوړېدو پر لارو چارو خبرې وکړي چې د سیمې او نړۍ ملاتړ ولري. «د هرات امنیت خبرې» په نوم دې لسمه ناسته کې دا ځل د افغانستان لپاره د امریکې د سفارتکارې کېرین ډیکر په ګډون د یورپي اتحاد، نړیوالې ټولنې او مدني فعالانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو شاوخوا 200 تنو استازو ګډون کړی دی. په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکې د سفارت شارژدافیرې کېرین ډیکر نن پر خپل ټویټر ویلي، دا ښه موقع ده چې په افغانستان کې د روان حالت په اړه د دې هېواد او همدارنګه د تاجکستان، د سیمې د هېوادونو او یورپي اتحاد له استازو سره خپل نظر تبادله کړم. هغې لیکلي: "زه دلته اورېدو ته راغلې یم، خو زه تیاره یم چې د افغانانو او د یوه داسې افغانستان لپاره د امریکې ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړم چې هم پخپله او هم له ګاونډیانو سره په امن کې وي". د تاجکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فرهاد سلیم د نهې- سه شنبې په ورځ د غونډې د پرانیستنې په خبرو کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو پر شته والي اندېښمن دی. فرهاد سلیم په خپلو خبرو کې دعوه کړې چې اوسمهال په دې هېواد کې د القاعده، داعش خراسان، جماعت‌ الانصار، تحریکِ طالبان پاکستان او یو شمېر نورې ترهګرې ډلې فعالې دي. د تاجکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان کورنی امن او ارامي هم ډېره مهمه بللې او د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه یې کړې ده. د تاجکستان په دې غونډه کې افغانې سیاستوالې فوزیې کوفي، د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانيو وزیرانو رنګین دادپر سپنتا او زلمي رسول او د افغان استخباراتي ادارې ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم ګډون کړی دی. رنګین دادپر سپنتا نن دې غونډې ته په وینا کې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ډېر په «غیرذمه دارانه توګه ووتل» او وایي د دوحې تړون د کابل د سقوط سبب شو. ښاغلي سپنتا د طالبانو پر حکومت او له افغانانو سره د دوی پر چلند هم کلکې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې په اوس وخت کې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې د ترهګرو ځالې قصداً افغانستان ته راوړل شوې دي. طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شته والي او فعالیت زیاتېدو دعوو ته تازه څه جواب نه دی ویلی خو مخکې یې دا ډول دعوې رد کړې دي او وایي هیڅ بهرنۍ ترهګرې ډلې ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد خلاف استعمال کړي. د طالبانو د حکومت استازو په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی. د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي طلوع نیوز ته ویلي، هره غونډه چې د افغانانو په ګټه وي او د افغانستان له مسایلو سره سمه همکاري وکړي یو ښه ګام دی. د پاکستان د پارلمان غړي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ ته هم د تاجکستان په روانه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه خو هغه پر اسلام اباد هوایي ډګر دوشنبې له تلو را ګرځول شوی وو. د پاکستان د بشري حقونو تنظیم په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي د پارلمان د یوه منتخب غړي پر ازادانه سفرونو باید بندیزونه ونه لګول شي.

29.11.2022 ډیوه

څېړونکي:په ترهګرۍ قابو موندل به د نوي پوځي مشر لپاره ستر چېلنج وي

دپاکستان دپوځ نوي سرلښکر جنرال سيد عاصم منير په يو داسې وخت د پاکستان د پوځ دمشرولۍدنده ترلاسه کړې ده چې لا قانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره د څو مياشتو راهيسې روانه ډزبندي ختمه کړې او خپلو وسله والو ته په ګرد هېواد کې د برېدونو پېل کولو امر کړی دی. د دفاعي چارو کارپوهه او د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه سره د پوځ نوي مشر جنرال عاصم منير ته د ورپېښو چېلحنجونو په اړه خپله تجزیه کې وايي د ترهګرۍ په بېلابېلو ډلو قابو اؤ پاکستان اؤ افغانستان پولې ته څېرمه سيمو کې په ناامنۍ قابو موندل به د نوي پوځي مشر لپاره سترې ننګونې وي. ښاغلی طلعت مسعود وایي ددې ترڅنګ پوځ د هېواد په سياست کې د لاس وهنې نه لېرې ساتل او د سختو اقتصادي ستونزو په ترڅ کې د دفاعي بجټ په سمه توګه مصرف کول او یا په دې کې کمې راوستل به هم د جنرال عاصم منير په وړاندې لوي چېلحنجونه وي. په عین حال کې د پښتون ملت پاله ګوند نېشنل ډېموکرېټک موومنټ د خېبرپښتونخوا څانګې مشرې بشرا ګوهر ډيوه سره خبرو کې د پخواني پوځي مشر جنرال قمر جاوید باجوه شپږ کلن دور بد ترين دور ګرځولی دی. هغه وايي په دغه موده کې که د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د دروغو په مقدمو کې په بند کې ساتل شوی نو ورسره د بشري حقونو دفعالې ګلالۍ اسماعیل مور او پلار هم په مقدمو کې ښکېل ساتلي دي. داغلې بشرا ګوهر په وېنا د باجوه په پوځي مشرتابه د دستور او بشري حقونو سرغړونې شوي دي. پاکستان د باجوه د تګلارو له امله په نړې کې ځانله یا يوازې شوی او اقتصاد یې زيانمن شوی دی. جنرال عاصم منير په داسې وخت کې دپاکستان د پوځ نوي سرلښکر دنده سمبال کړې چې هېواد له وړاندې څخه د ترهګرۍ مخ په سېوا کېدونکي ګواښ، سياسي اړي ګړي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.  

29.11.2022 ډیوه

شمالي وزیرستان کې درې نور کسان په هدفي توګه وژل شوي دي

په شمالي وزیرستان کې بیا د هدفي وژنې پېښه شوې او میر علي بازار کې د سرو زرو کاروبار کوونکي درې زرګران تر تښتولو وروسته وژل شوي دي. پولیس دا پېښه تاییدوي او وایي پېښه بیګاه د شپې شوې چې د بنو سره تړاو لرونکي درې د سرو زرو کاروبار کوونکي زرګران نامالومه کسانو دمیر علي بازار نه تښتولي او بیا تر هغې وروسته یې په ډزو سره وژلي دي. د میرعلي پولیس ټانې چارواکي وایي د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو دهارون خان، رحمت الله او دلبر شاه په نومونو شوې ده چې د بنو اوسیدونکي دي او په میر علي بازار کې یې د زرګرۍ روزګار کولو. د دوی په خبره پولیسو ته اطلاع شوې چې ماسخوتن نا وخته د میرعلي بازار نه درې زرګران نامالومه کسانو تښتولي او بیا د میر علي بازار سره په څیرمه موساقي سیمې نه مړي په داسې حال کې تر لاسه شوي چې په ګولیو سره ویشتل شوي دي. پولیس چارواکو زیاته کړه په بنو کې دطبعی معاینې یا پوسټ مارټم وروسته د وژل شوؤ کسانو مړي خپلو خپلوانو ته سپارل شوي مقدمه یې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي. دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې د ناامنۍ پرضد د شمالي وزیرستان د اتمانزو قامي جرګې احتجاجي پرلت د جولایۍ دمیاشتې نه دوام لري چې پکې د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنې کیږي او د حکومت سره یې د سیاسي ګوندونو په منځګړیتوب خبرې پېل کړي دي. په میرعلي کې د تاجرانو د اتحادیې مشر خالد داوړ وایي پرله پسې ترسره کېدونکو هدفي وژنو د سیمې تجاران د سختې ویرې سره مخ کړي دي. هغه وویل دضرب عضب عملیاتو وروسته په علاقه کې کاروبار په ټپه ولاړ دی او تجاران یې د مالي مشکلاتو سره مخ کړي دي. په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د وسله پرضد په کال 2014م کې ضرب عضب عملیات کړي چې په پایله کې يې پوځي چارواکو سیمه د وسله والو او د ناامنۍ نه پاکه وبلله. دضرب عضب عملیاتو نه وروسته خلک په دوام داره توګه په سيمه کې د امن برقرار ساتلو غوښتنه کوي. د دوی په وینا تر ضرب عضب عملیاتو وروسته 530 ځایي کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. په سیمه کې پي ټي ایم فعال عید رحمان وایي د ناامنۍ دې پېښو تر عملیاتو وروسته د علاقې په کاروبار بدې اغیزې کړي او خایي خلک یې دخپلو سیمو په پریښولو مجبور کړي دي. هغه وویل دوی د امن د پاره بیا بیا احتجاجي مظاهرې کړي خو د امن په غوښتنه په دوی د ترهګرۍ او د غدار مقدمې درج کیږي. وي او اې ډیوه په دې اړه د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان سره د رابطې هڅه کړې خو هغه وویل په غونډه کې دی بیا ځواب کوي خو تر دې مهال یې ځواب نه دی کړی. د جولایۍ په میاشت کې د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهد علي يوې خبري غونډې ته ویلي وو سږ کال تر دې دمه 63 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې زیاتره دا پېښې په میرعلي سب ډویژن کې شوي دي. د علاقې پولیس او د پاکستان پوځ وخت په وخت ویلي حالات په قابو کې دي او هره پېښه د هدفي وژنو نه وي بلکې په سیمه کې زیاتره مهال خلک یو بل په شخصي دښمنیو کې سره ووژني او هغې ته بیا د هدفي وژنې نوم ورکوي.

29.11.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more