پاکستان کې دترهګرۍ په چټک شوی بهیر حکومتي اؤ پوځي مشران نن مهمه غونډه کوي
پاکستان کې دترهګرۍ دسیوا شوؤ پېښو په تناظر کې دقامي سلامتۍ دکمیټې غونډه نن دجمعې په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ رابلل شوې ده چې پکې به پوځي مشران هیواد کې دسیوا شوې ترهګرۍ اؤ دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې د وضعیت په اړوند حکومتي مشرانو ته احوال تیروي. دپاکستاني رسنیو له مخې دې غونډه کې به دترهګرۍ د اوسنۍ څپې په مخنیوي غور کولی شي اؤ دغونډې برخه والو ته به دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې د وضعیت ترڅنګ په نیشنل ایکشن پلان دعمل په اړوند احوال تېرولی شي. تر غونډې وړاندې د زیارت په ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال سیدعاصم منیر د وزیراعظم شهباز شریف سره لیدلي اؤ ورسره یې دننۍ راجوړیدونکې غونډې په اړوند خبرې اترې کړې دي. پاکستاني رسنۍ وایي په دې لیدنه کې دواړو مشرانو هیواد کې دامنیت په موجوده وضعیت اؤ دترهګرۍ په سیوا شوؤ پېښو خبرې کړې دي. دا غونډه په داسې حال کې راجوړیږي چې دپاکستان دننه په دې وروستیو کې یو ځل بیا دترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ په امنیتي ځواکونو بریدونو کې ورځ تر بلې اضافه تر سترګو کیږي. دقامي سلامتۍ دکمیټې له غونډې دوه ورځې وړاندې دپاکستان دپوځ دکور کمانډرانو غونډه هم دپوځي سرلښکر جنرال عاصم منیر په مشرۍ دپېنډۍ په پوځي مرکز کې شوې وه چې دوه ورځې یې دوام کړی ؤ. دغونډې نه وروسته تېره ورځ پوځ پخپل بیان کې ویلي وؤ دکورکمانډرانو کانفرنس کې پوځي مشرتابه هوډ ښودلی چې دترهګرو په ضد به د ولس دهیلو په اساس پرته له کوم توپیر ګامونه اخلي اؤ ترهګري به له مینځه وړلی شي. دا په داسې حال کې ده چې تحريک طالبان پاکستان د تېر نومبر میاشت کې د پاکستان سره ترسره کړې ډزبندي ختمه کړې او د خپلو حملو لړۍ یې تر سرښار اسلام اباد رسولې ده. د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير په 23م دسمبر شمالي وزیرستان ته سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې ویلي وؤ چې د پوځ ټوله توجو په امنیتي حالاتو ده او هوډ یې څرګنده کړی ؤ چې د ترهګرۍ مخه به نيسي او د هغوى د سهولت کارو ترمنځ به جوړ جاړی ماتوي. د څېړنيزو ادارو د رپورټونو ترمخه تېر کال اګست په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپديخوا د پاکستان په خېبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او بلوچستان کې په ترهګریزو بریدونو کې نزدې 51 فيصدي اضافه شوې ده او په دې ورستو کې د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله هم ویلي وو چې تېر يو کال کې د ترهګرۍ 300 پېښې رامنځ ته شوې دي.
درې پاکستاني سرتیري د وسله والو سره په جګړې کې وژل شوي
د پاکستان پوځ وایي درې سرتیري د خیبر پښتونخوا د کُرمې په ولسوالۍ کې د وسله سره په جګړې کې وژل شوي.
ډیره اسماعیل خان کې دپولیسو په پوسته دترهګرو برید کې درې عسکر ژوبل شوي
دخېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې ترهګرو دپولیسو په پوسته دسپکو اؤ درنو وسلو برید کړی چې پکې لږ تر لږه درې پولیس عسکر ژوبل شوي دي. پولیس وایي دا برید دزیارت اؤ جمعې په منځ شپه کې د ډيره اسماعیل خان دکلاچي پولیس تاڼې په ټکواړه پوسته شوی چې دغلته ترهګرو دپولیسو په پوسته د دریوؤ اړخونو څخه د سپکو وسلو ترځنګ د راکټ لانچرو ډزې کړې دي اؤ هم یې دپوستې په ودانۍ لاسي بمونه غورځولي دي. د ډيره اسماعیل خان د ضلعي پولیسو دمشر یا ډي پي او ددفتر نه دخپور شوي بیان له مخې دترهګرو دبرید په مهال پولیسو په کامیابۍ سره دترهګرو مخه نیولې اؤ ورسره یې لږ تر لږه دوه نیم ساعته اوږده مقابله کړې ده. پولیس وایي چې د دوي په ډزو کې ترهګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو وایي ترهګر په تېښته بریالي شوي اؤ خپل وژل شوي اؤ ژوبل شوي ملګري یې هم د ځان سره وړي دي. پولیس وایي چې دې برید کې درې عسکر ژوبل شوي چې د علاج لپاره په سمدستي توګه روغتون ته رسول شوي دي. د ډيره اسماعیل خان پولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او محمد شعیب ویلي د ډيره اسماعیل خان په تاریخ کې دا دترهګرو تر ټولو ستر اؤ منظم برید ؤ اؤ دوي غوښتل د پولیسو ودانۍ ته په ننوتلو سره ستره تباهي رامنځته کړي خو پولیسو په مړانه سره دترهګرو مخه نیولې اؤ دهغوي برید یې پشا تمبولی دی. ډي پي او محمد شعیب چې پخپله یې هم دترهګرو دبرید تمبولو لپاره په کارروایۍ کې برخه اخستې ،خبریالانو ته یې ویلي چې دکلاچي په ګډون په ټوله ضلعه کې امنیتي ګامونه پراخه کړل شوي اؤ پولیس به په هیڅ صورت ترهګر خپلو ناوړه پلانونو کامیابولو ته پرې نه ږدي. په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په نزدې وختونو کې د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په پوځ اؤ پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د دزیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده. تر دې پېښې وړاندې هم د زیارت په ورځ د پښتونخوا د کورمې ضلعې په اراولي سیمه کې ترهګرو سره په جګړه کې درې پوځیان وژل شوي دي. په دې وروستيو ورځو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې دي او تېره ورځ د پوځ د مشر عاصم منیر په مشرۍ د کور کمانډرانو په غونډه کې پوځ د ترهګرۍ د ځپلو لپاره پر "خپله کلکه" اراده ټينګار کړی وو. د روانې اوونۍ په پیل کې د بلوچستان په کاهان سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ښخ کړل شوو چاودیدونکو موادو په چاودنه کې پینځه پوځیان وژل شوي وو. د هغه برید ذمه واري د بلوڅانو یوې وسلوالې ډلې بلوچستان لیبرېشن ارمي پر غاړه اخیستې وه. په پاکستان د رهګرۍ بریدونو وروسته له هغې زیات شوي دي چې ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان په تېره نومبر میاشت کې له حکومت سره خپله میاشتنۍ ډزبندي ختمه کړه. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د غیررسمي شمېرو له مخې وایي، د 2021م کال د اګست له 15م د 2022م کال د اګست تر 14 پورې د ترهګرۍ پېښې 51 فیصده زیاتې شوې دي. وایي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په تېر شاوخوا یو نیم کال کې په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ په 250 بریدونو کې 433 کسان وژل شوي او 719 تنه ټپیان شوي دي.
امریکا کې د سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۶۱ ته ورسید
په متحده ایالاتو کې چارواکي وایي د تیرې اوونۍ سړې هوا له کبله پداسې حال چې د کرسمس جشن لمانځل کیده، پدې هیواد لږ تر لږه ۶۱ تنه مړه شوي.
د اسلامي همکاريو سازمان: د نجونو د تحصيل ځنډولو په وړاندې دې د اسلامي نړۍ عالمان منسجم شي
د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه د اسلامي فقې له نړیوالې اتحادیې غوښتنه وکړه، چې د یوه نړیوال کمپاین له لارې د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو پر تحصیل او تعلیم د بندیز د پرېکړې پر خلاف، د مسلمانو عالمانو او دیني بنسټونو غوښتنې راټولې او د اسلام واقعي سپارښتنې بیان کړي، چې ښځې زدهکړو ته هڅوي. هغه پرون پنجشنبه د دې اتحادیې یوې غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې وویل، چې د طالبانو تازه پرېکړه له اسلامي شریعت سره اړخ نه لګوي. د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې لهمخې، ابراهیم طه په دوام ویلي، چې په جون میاشت کې د دیني عالمانو یوه ډله افغانستان ته لاړه او هلته یې د طالبانو له عالمانو او د دوی د حکومت له چارواکو سره وکتل او په دغو غونډو کې یو توافق دا و، چې اسلام د ښځو ټول حقونه، له دې ډلې د تحصیل او کار حقونه تضمین کړي دي. د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ټینګار وکړ، چې له تحصیل د ښځو او نجونو بې برخې کول د واقعي اسلام په اړه ناسم تصور زیاتوي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت لس ورځې مخکې اعلان وکړ، چې نجونې تر امر ثاني پورې په پوهنتونونو کې خپل تحصیل ته دوام نهشي ورکولی. په بشپړ ډول د حجاب رعایت او په ټولګي کې د هلکانو او نجونو بېلول له هغو دلایلو ګڼل شوي، چې د دې بندیز سبب شوي دي. د نجونو د تحصیل ځنډول په افغانستان کې دننه او بهر د پراخو عکس العملونو او انتقادونو سبب شوي دي. د نجونو پر تحصیل تر بندیز وروسته د طالبانو اقتصاد وزارت تېره شنبه اعلان وکړ، چې ښځې په داخلي او بهرنیو غیردولتي موسساتو کې تر امر ثاني پورې کار نهشي کولی. د اسلامي حجاب نه رعایت، د دې پرېکړې عمده دلیل ګڼل شوی دی. طالبانو لا هم نجونو ته اجازه نهده ورکړې، چې تر شپږم ټولګي پورته نورې زده کړې وکړي. د نجونو پر تحصیل تر تازه بندیز وروسته د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي وویل، چې د طالبانو دغه اقدام نه یوازې ښځې د معیشت له سرچینو محروموي، بلکې پر بشري چارو او زیانګالو کسانو ته د مرستو پر رسولو هم اغېز کوي. هغه له طالبانو پر خپله دغې پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه وکړه. په داخلي او بهرنیو غیردولتي موسساتو کې د ښځو پر کار بندیز د دې سبب شو، چې ځینې خیریه سازمانونه او بنسټونه له دې جملې د ماشومانو د ساتنې موسسه یا (Save the Children)، پاملرنه موسسه، د ناروې د کډوالو شورا او د ژغورنې نړیواله کمېټه په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډوي.
د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۲۰۰ ډېر افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي
پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ د دسمبر ۲۹مه(مرغومي اتمه) وویل چې د دغه هېواد پولیسو لږ تر لږ ۱۲۰۰ هغه افغان اتباع نیولي چې له ویزې او د اوسېدو له اسنادو پرته په پاکستان کې میشت وو. د دغو افغانانو د نيول کیدو خبر وروسته له هغه په رسنیو کې د خلکو پام ځان ته واړولو چې د کراچۍ په مرکزي زندان کې د بندي شویو افغان ماشومانو عکسونه په ټولنيزو شبکو کې خپاره شول. د پاکستاني پولیسو چارواکو ویلي چې دغه بندیان به د بند د سزا له پوره کېدو او یا د دوي د وکیلانو له خوا د خوشې کېدلو د اسنادو له بشپړېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړل شي. په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ یو چارواکی، ګل دین وایي چې هغه خپل هیواد ته د افغان اتباعو د "چټک او باعزته ستنیدو" په اړه له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دی. که څه هم پاکستان په وار وار په منظم ډول هغه افغانان توقیف کړي چې د سفر او استوګنې له اسنادو پرته ژوند کوي، خو د اکتوبر له میاشتې راهیسې په ځانګړې توګه په کراچۍ کې له اسنادو پرته د افغانانو د توقیف لپاره عملیاتو کې د پام وړ زیاتوالی لیدل شوی. د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون د راپور له مخې چې روانه میاشت خپور شو، د کراچۍ په مرکزي زندان کې لږ تر لږه ۱۳۹ افغانې ښځې او ۱۶۵ ماشومان بندیان شوي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي اسوشیېټیډ پرس ته ویلي، چې د طالبانو د حکومت چارواکو په دې اړه خپله اندېښنه له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې ده. هغه وویل چې د پاکستاني چارواکو د مکررو وعده سره سره تراوسه د دغو نیول شویو کسانو د خوشې کیدو لپاره کوم عملي ګام ندی پورته شوی. په پاکستان کې د افغانستان سفارت همداراز زیاتوي چې دوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او کډوالو وزارت چارواکو سره په کراچۍ او ټول پاکستان کې د کډوالو وضعیت په اړه خبرې کړي دي او لا هم ورسره په اړیکه کې دي. د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱،۳ میلیونه قانوني افغان کډوال ژوند کوي، خو همداراز ورسره اټکل کیږي چې په سلګونو زره نور افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې اوسیږي. د دې راپور په چمتو کولو کې د اسوشیېټیډ پرس له راپور څخه ګټه اخیستل شوې
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
د پښتونخوا په کورمه کې د پوځ او وسلوالو جګړه، درې پوځیان او دوه وسلوال وژل شوي
واشنګټن ـــــ د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګې په یوه بیان کې ویلي چې د پښتونخوا د کورمې ضلعې په اراولي سیمه کې "له ترهګرو سره په جګړه کې درې پوځیان وژل شوي" دي. د دې نښتې په اړه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي. ای ايس پي آر په بيان کې ویلي چې دا پېښه د پنجشنبې- زیارت په ورځ (د دسمبر پر 29مه) شوې ده چې وایي د وسلوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ د ډزو تبادله وشوه او پوځ "په مؤثره توګه د ترهګرو ځایونه په نخښه کړل". په وژل شویو پوځیانو کې یو د سیند د خیرپور اوسېدونکی 43 کلن صوبیدار شجاع محمد، بل د بلوچستان د خضدار 32کلن نایک محمد رمضان او درېیم د سیند د سکر 30کلن سپاهي عبدالرحمن دی. د پوځ په بیان کې ویل شوي چې د سختو ډزو په تبادله کې دوه ترهګر هم وژل شو دي، وایي له هغوی څخه وسلې او ګوله بارود هم ترلاسه شوي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې هغوی له کوم تنظیم سره تړاو درلود. په بیان کې دعوه شوې چې وژل شوو وسلوالو د امنیتي ځواکونو خلاف په د ترهګرۍ په فعالیتونو کې فعاله برخه لرله. بیان پر مخ زیاتوي چې په سیمه کې د ترهګرو د مکمل ختمېدو لپاره د پوځ لا هم عملیات روان دي. ای ایس پي آر وایي، "د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د خطر د ختمولو لپاره هوډ لري." په دې وروستيو ورځو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې دي او تېره ورځ د پوځ د مشر عاصم منیر په مشرۍ د کور کمانډرانو په غونډه کې پوځ د ترهګرۍ د ځپلو لپاره پر "خپله کلکه" اراده ټينګار کړی وو. د روانې اوونۍ په پیل کې د بلوچستان په کاهان سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ښخ کړل شوو چاودیدونکو موادو په چاودنه کې پینځه پوځیان وژل شوي وو. د هغه برید ذمه واري د بلوڅانو یوې وسلوالې ډلې بلوچستان لیبرېشن ارمي پر غاړه اخیستې وه. په پاکستان د رهګرۍ بریدونو وروسته له هغې زیات شوي دي چې ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان په تېره نومبر میاشت کې له حکومت سره خپله میاشتنۍ ډزبندي ختمه کړه. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د غیررسمي شمېرو له مخې وایي، د 2021م کال د اګست له 15م د 2022م کال د اګست تر 14 پورې د ترهګرۍ پېښې 51 فیصده زیاتې شوې دي. وایي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په تېر شاوخوا یو نیم کال کې په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ په 250 بریدونو کې 433 کسان وژل شوي او 719 تنه ټپیان شوي دي.
اوزبکستان کې د هندي درملو کارولو له کبله ۱۹ ماشومان مړه شوي
د هند د دارو درملو د تنظیم ادارو د دواسازۍ د یو هندي شرکت فعالیت وروسته له هغې درولی چې اوزبکستان کې د دغه شرکت د تولید شویو درملو د کارولو له کبله د ۱۹ ماشومانو مړینې سره یې اړیکې ولیدل شوه. د اوزبکستان د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ ۲۹ دسمبر(مرغومي اتمه) اعلان وکړ چې لږ تر لږ ۱۹ ماشومان په سمرقند ښار کې هند د یو شرکت تولید شوي د Dok-1 Max شربت کارولو له کبله مړه شوي دي. د هند د ماریون بیوتک د شرکت حقوقي استازي په یوې بیانیې کې ویلي چې دغه شرکت د ماشومانو په مړینې خواشینی دی او د دغو درملو تولید یې اوس لپاره درولی دی. د هند روغتیا وزارت همداراز زیاتوي چې د هند د اترپردیش ایالت په نویدا سیمه کې یې د دغه شرکت ټول تاسیاست بررسي کړي او په منظمه توګه د اوزبکستان د روغتیا وزارت سره په اړیکه کې دي. په دغې بیانیې کې راغلي: «د ټوخي د دغه شربت نمونې اخیستل شوي دي او د دغو درملو د خرڅلاو په تړاو ځینې کسان نیول شوي هم دي.» د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هند د دارو جوړونې صنعت خورا مهم بللی او ټولې نړۍ لپاره یې د اعتماد وړ بللی او ویلي یې دي چې دغه ډول پيښې په جدي توګه څارل کیږي. د اوزبکستان د روغتیا وزارت هم ویلي چې ددغه وزارت اووه کارکوونکي یې د همدغې پيښې په تړاو له دندې لیرې کړي او یو لړ انظباتي اقدامات یې تر سره کړي. دغه وزارت زیاتوي چې د Dok-1 Max ټول شربتونه او تابلیتونه په ټول اوزبکستان کې له درملتونونو څخه لیرې کړل شوي دي. له دې وړاندې ۷۰ ماشومان په یوګانډا کې د ریزش درملو کارولو له کبله مړه شوي و خو د هند میدن شرکت دغه ادعا ګانې رد کړې وې. هند د “نړۍ د درملتون” په نوم شهرت لري او په تیرو لسیزو کې یې نړۍ ته د دارو درملو خپل صادرات دوه چنده زیات کړي دي. یواځې تیر مالي کال کې هند د ۲۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت دارو درمل نړۍ ته صادر کړي و.
نتنیاهو د شپږم ځل لپاره د اسرائیل صدراعظم وټاکل شو
د اسرائیل پارلمان د پنجشنبې په ورځ ددغه هېواد نوي ایتلافي حکومت ته د اعتماد رایه ورکړه او بنیامین نتنیاهو د شپږم ځل لپاره د صدراعظم په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
د داعش او القاعده د مشرتابې وژنو د دواړو زور کم کړی
د انتهاي فار رايټ او سپين پوست پرستو ترهګرو ډلو د خطر باوجود د ترهګرۍ ضد ادارو چارواکي محتاط دي او وايي د داعش او القاعده نه پېښ خطر شا ته نه شي غورزولی
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان: لسګونه زره افغان ماشومان او ښځې مو له خدماتو بې برخې شوې
د ماشومانو د ساتنې سازمان (save the Children) چې په افغانستان کې یې خپل فعالیتونه درولي وایي، تر ۷۰ زره زیات خوارځواکي ماشومان او ۳۰ زره ښځې یې تر درملنې او پالنې لاندې وو. حفيظه چې په کابل کې يوه له بېوزلو ميندو څخه ده وايي، ماشوم يې په خوارځواکۍ اخته دى او د ماشومانو د ساتنې ادارې( save the children) به ورسره مرستې کولې. نوموړې وايي: "ماشوم مې کمزوری او خوارځواکی پاتې و. د ماشومانو ملاتړ موسسې به له موږ سره مرستې کولې، اوس هغه مرستې نهشته، موږ اندېښمن یو، د ماشوم صحت مې هم ښه نهدی، موږ له دې موسسې غواړو چې خپلې فعاليتونه بېرته پيل کړي." دا په داسې حال کې ده چې (Save the children) يا د ماشومانو د ساتنې سازمان چې فعاليتونه يې اوس په افغانستان کې ځډولي په خپله ټویټر پاڼه لیکي، د ۷۳ زره خوارځواکو ماشومانو درملنه يې کوله. د ماشومانو د ساتنې سازمان دغه شان ويلي، ۳۰ زره ښځې د دوی د ګرځنده کلینیکونو تر مستقیمې څارنې لاندې وې. د ماشومانو د ساتنې سازمان وایي، د طالبانو د حکومت لهخوا په نا دولتي کورنيو او بهرنيو موسسو کې د ښځو د په کار د ممانعت په غبرګون دوی خپل فعالیتونه ځنډولي دي. ياد سازمان زياتوي د دغې ادارې په پرمختګ کې د ښځو حضور اړین دى او د دې ادارې د ۵۷۰۰ کارکوونکو له ډلې څخه ۲۴۹۰ تنه یې ښځې دي. د ماشومانو د ساتنې سازمان چې په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د ښوونې او روزنې او روغتیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې کار کوي، ټینګار کوي چې ښځو د پوهنې، نرسنګ، طب، مشاورې او په مالي او امنیتي برخو کې یې له دوی سره کار کاوه، په مرسته يې دوی کولای شي د بېلا بېلو سیمو اړمنو ښځو ته لاسرسی پیدا کړي. دوی دا هم ویلي، چې که ښځې له دولتي او غیر دولتي ادارو څخه لیرې شي دوی به نور خپل خدمتونه وړاندې نهکړي. د ماشومانو د ساتنې سازمان زیاته کړې، چې د ښځو پر کار بندیز به د ماشومانو پر ژوند مستقیم اغېز وکړي او د طالبانو له حکومت يې غوښتي چې خپله دا پرېکړه لغوه کړي. د ماشومانو د ملاتړ سازمان وړاندې ویلي، چې له کار د ښځو منع کول به د ماشومانو له ژغورنې سره په مرسته مستقیم اغېز ولري. د ماشومانو د ساتنې سازمان (سیف د چلدرن) یو لوی نا دولتي سازمان دی چې له ۱۹۷۶ کال راهیسې په افغانستان کې خپل فعالیتونو پیل کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ په نا دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه، چې پراخ غبرګونونه یې درلودل او یو شمېر نړیوالو سازمانونو د طالبانو تر دې پرېکړې ورسته خپل فعالیتونه و ځنډول.
افغان کډوال د پاکستان لخوا ټاکلي مهلت پوره کیدو ته وېره کې دي
د دسمبر د وروستۍ نیټې له رارسېدو سره په پاکستان کې ګڼ شمېر افغان کډوال د دوی په خلاف د حکومت ممکنه اقدام څخه په وېره کې دي.