ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

30.11.2022 امریکا غږ

فوټبال نړیوال جام: تونس فرانسې او استرالیا بلجیم ته ماتې ورکړه 

د فوټبال په نړیوال جام کې نن چهارشنبه نومبر ۳۰ (لړم نهمه) تونس په یوې په زړه پورې لوبې کې فرانسې او استرالیا ډنمارک ته ماتې ورکړې.  دا څلور واړه لوبډلې په ډي ګروپ دي. د تونس او فرانسې په لوبې کې د تونس لوبغاړي وهبي خزري د لوبې په ۵۸ دقیقه کې ګول وکړ. د لوبې په وروستو دقیقو کې د فرانسې لوبغاړي ګیزر مین هم ګول وکړ خو لوبڅار چې په تلویزون کې ولیده، آفسایډ و او ونه منل شو.  په دې ترتیب سره تونس د فرانسې غښتلې لوبډلې ته ۱-۰ ماتې ورکړه.  په بلې لوبې کې چې په یو وخت سره روانه وه، استرالیا د ډنمارک لوبډلې ته ماتې ورکړه.  د استرالیا لوبغاړي ماتیو د لوبې په ۶۰ دقیقه کې ګول وکړ او تر پایه پورې دا نتیجه همداسې پاتې شوه.  په ډي ګروپ کې فرانسه او تونس د ۱۶ لوبډلو مرحلې ته ولاړل، استرالیا او ډنمارک له نړیوال جام څخه ووتل.  نن دوې نورې لوبې هم شته چې پولنډ له ارجنټاین او سعودي عربستان له مکسیکو سره مخامخ کیږي. که ارجنټاین دا لوبه وبایلله، له نړیوال جام څخه وځي. 

30.11.2022 امریکا غږ

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ یو ورځنیو سیالیو لړۍ مساوي شوه

په سریلانکا کې د افغانستان او کوربه هېواد تر منځ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه نن چهارشنبې نومبر ۳۰ (لیندۍ ۹) د څلور ویکټو په توپیر سریلانکا وګټله.

30.11.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

30.11.2022 امریکا غږ

په نړۍ کې استبداد په زیاتېدو او دموکراسي مخ په ځوړ ده- راپور 

یو نوی راپور وايي چې د ټاکنو په شفافیت او مشروعیت باندې د خلکو بې باوره کېدل او د فکر او بیان د ازادۍ ځپل کېدل په نړۍ کې د دموکراسۍ د کمزورتیا او استبداد د قوت لامل شوي دي.  د دموکراسۍ او انتخاباتو سره د همکارۍ انستیتوت وايي چې په ۱۷۳هېوادونو کې یې د دموکراتیکو بهیرونو ارزونه کړې او په اړه یې د ۶۴ مخونو یو تازه راپور خپور کړی دی. په راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راغلی چې دموکراسي په کې مخ په ورکېدو او استبداد په رادبره کېدو دd.  دغه انستیتوت په خپل راپور کې ویلي دي چې ۲۰۲۱ د دموکراسۍ د ځوړ او استبداد د تقویې لپاره تر ټولو بدل کال و.  په افغانستان کې هم په ۲۰۲۱ کال کې لوی تغیرات راغلل، منتخب جمهوري نظام په کې نسکور شو او طالبان بیا حاکم شول. طالبانو د بیان ازادۍ، مدني حقونو او ښځو د حقونو په اړه سخت مقررات پلي کړي دي.  په راپور کې د ځینو هېوادونو له لوري د مشروعو ټاکنو د پایلو په اړه شکونه پيدا کول، د سیاسي ډلو او مشرانو په اړه د ځوانانو نه دلچسپي د دموکراسۍ د کم رنګه کېدو نور لاملونه ګڼل شوي دي.  د راپور د موندنو په اساس، په تېرو پنځو کلونو کې په اروپا کې ۱۷ دموکراتیک حاکمیتونه مخ په کمزورۍ روان دي. په راپور کې همدغه راز راغلي چې د اسیا او ارام اقیانوس ۷۵ هېوادونو کې دموکراسي کمزورې شوې او مخ په ځوړ ده.  د دموکراسۍ او انتخاباتو سره د همکارۍ انستیتوت وايي چې په استرالیا، جاپان او تایوان کې هم د دموکراسۍ کموالی تجربه کوي. د امریکا په لویې وچې کې هم په ځینو هېوادونو کې دموکراسي مخ په ځوړ ده. راپور وايي د بولیویا، برازیل، السلوادور او ګواتیمالا په څېر هېوادونو کې، چې د دموکراسۍ لویه مخینه لري، هم دموکراسي مخ په ځوړ ده.  دا انستیتوت وايي چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې په تېرو ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ له لوري د ټاکنو د پایلو نه منلو له کبله په دې هېواد کې هم دموکراسي له ګواښ سره مخامخ ده.  راپور وايي چې هېوادونه باید په موجوده دموکراتیکو بنسټونو کې لازم اصلاحات راولي او حکومتونه د خپلو خلکو اړتیاو ته په کتو «اجتماعي قراراداد» تازه او دموکراسي بېرته ژوندۍ کړي. 

30.11.2022 امریکا غږ

امریکایانو د فوټبال نړیوال جام کې د ایران په وړاندې د خپل ټیم بری ونمانځه

د امریکا د فوټبال ملي ټیم یو شمیر مینه والو په قطر کې د روان نړیوال جام په لړ کې د ایران په وړاندې د خپل ټیم بریا ونمانځله.  

30.11.2022 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

30.11.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

30.11.2022 امریکا غږ

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

30.11.2022 امریکا غږ

امریکا:دټي ټي پي اؤ ترهګرۍ پر ضد دپاکستان دمبارزې ملاتړ کوؤ

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي د سیمې امنیت ته د ګواښونو لکه تحریک طالبان پاکستان په وړاندې مبارزه د امریکا او پاکستان دواړو په ګټه ده او امریکا به د ترهګرۍپه اړه له ټولو ډولونو سره مبارزه کې د پاکستان ملاتړ وکړي. د امریکا دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې  کالعدم تحریک طالبان پاکستان د جون په میاشت کې له دپاکستان ریاست سره د شوي اوربند ختمولو اعلان کړی او خپلو اورپکو ته یې په ټول هیواد کې د ترهګریزو بریدونه کولو امرکړی دی. د ټې ټې پې د دغه اعلان څخه یو ورځ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د مملکت وزیرې حنا رباني کهر د کابل سفر کړی او د طالب مشرانو سره یی په امنیت او نورو چارو خبرې اترې کړې دي- څیړونکې وایي نه ګڼي چې افغان طالبان به د پاکستان په وینا په ټي ټي پي څه فشار واچوي یا به دوي د هیواد څه وشړي ځکه چې د دوي نظریه یوه ده او په تیرو وختونو کې ټي ټي پي د افغان طالبانو ډیره مرسته کړې ده چې د دوي ترمخه په اوسنې وخت کې به د پاکستان د پاره یو لویې چیلینج وي- د ډان ورځپاڼې تر مخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د تحریک طالبان لخوا پاکستان سره د اوربند ماتولو  دپریکړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي "موږ د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې پاکستان سره قوي ملګرتیا غواړو او د ټولو وسله والو او ترهګرو ډلو پر ضد د دوامداره اقدام تمه لرو" د کالعدم تحریک طالبان پاکستان ددغه اعلان یوه ورځ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو دمملکت وزیرې حنا ربانې کهر د روانې میاشتې په ۲۹مه نیټه د کابل سفر کړی او د بهرنیو چارو د وزارت ترمخه د طالب حکومتي مشرانو سره یې د امنیتي مسایلو اوترهګرۍ د مخنیوې تر څنګ په نورو مهمو چارو خبرې اترې کړې دي-   پاکستاني چارواکي دعوه لري چې ټي ټي پي د افغانستان د خاورې څخه عمليات کوي. خو طالب چارواکي دا ادعاوې ردوي.  دافغان طالبانو حکومت به تر څومره حده ټي ټي پي دپاکستان پرضد له کاررواییو کولو منعې کړل شي؟ په دې اړه د پاکستان پخوانی سفارتکار اصف دراني وي او ای ډیوه ته وایي دهغه په خیال افغان طالبان نه غواړي چې د پاکستانې طالبانو په ضد عملیات وکړي ولې چې د دوي نظریه یوه ده- نوموړی وایي "بل دا هم کیدای شي چې ټي ټي پي کنټرولول د دوي(افغان طالبانو) له وسه هم بهر وي ځکه چې دا سبوتاژ عملیات دي، یو دوه کسه د پولې څخه راواوړي، عملیات وکړي او بیا وتښتي یا پر هغه ځاي ووژل شی" هغه زیاتوي د پاکستان او افغان طالبانو د حکومتونو په کچه خبرو کې هر کله د پاکستان حکومت له اړخه غوښتنې شوي چې دغه خلک ونیول شي یا کنټرول کړی شي-  دپاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان د روان کال په پیل کې وروسته له هغې چې د افغانستان د طالبانو حکومت د سولې په خبرو کې مهم رول ولوبولو، د اوربند موافقه وکړه، خو خبرو اترو لږ پرمختګ وکړو او پرله پسې یې  سرغړونې وشوې. پاکستان غواړي چې دافغان طالبانو حکومت په دې اړه یوځل بیا خپل رول ولوبوي- خبریال طاهر خان وي او ای ډیوه ته وایي افغان طالبانو د پاکستان او پاکستانې طالبانو ترمینځ د خبرو د پاره یو ماحول پیدا کولو، سهولت کارۍ کولو او دوي خبرو ته راوستو کې یو رول لوبولی و-  هغه وایي "زه د افغان طالبانو نور رول نه وینم،دا ممکنه نه ده چې هغوې دې د پاکستان لپاره پر پاکستاني طالبانو فشار راوړي یا د پاکستان د پاره څوک د افغانستان څخه وباسي- پاکستانې طالبانو په افغانستان کې د امریکه د پوځې عملیاتو په مهال په پاکستان کې د افغان طالبانو مرسته کړې وه، ددې  دواړو ډلو نظریات، کارونه او مقاصد هم تر ډير حده یو دي" نوموړی وایي ګمان نه کوي چې افغان طالبان د پاکستان په حکومت دومره باور لري چې د دوې د پاره پاکستانې طالبان څه ته مجبوره کړي "د هغوي رول هغوي وکړو او شرایط منل او نه منل اوس د پاکستان د ریاست او د ټي ټي پي کار دی" ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه خپل یو رپوټ کې وایي اسلام اباد ویره لري که چیرې ټي ټي پي یا د هغې څخه جلا شوې ډلې له داعش سره یوځای شي نو دا به د پاکستان امنیتي ننګونې لا پسې زیاتې کړي. خبریال طاهر خان هم وایي "اوس حملې کول او جنګ بندي ختمول به د پاکستان د پاره یو چیلنج وي- په بلوچستان کې برید پړه دوې په سر اخیستې ده- دا څرکندوې چې ټې ټې پې یوازې په خیبر پښتونخواکې نه بلکه په بلوچستان کې هم خپل شتون څرکند کړې" دملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک هم د یوې خبرې غونډې په مهال دیوې پوښتنې په ځواب کې د تحریک طالبان پاکستان دا پرېکړه بدقسمتي بللې ده او ویلي یې دي چې دا به ترهګریز فعالیتونه لا زیات کړي. دپاکستان دحکومت او کالعدم تنظیم تحریک طالبان پاکستان تر منیځ خبرو کې ویل کیږې چې تر ټولو مهم ټکی د فاټا اصلاحات وو چې ټي ټي پي یې سخت مخالفت کولو خو پاکستاني چارواکو ټي ټي پي ته په واضحه ټکو ویلي وو چې د فاټا د خیبرپښتونخواه سره انضمام د دوه اړخیزې موافقې پایله وه او دا د آییني ترمیم له لارې شوې وه.

30.11.2022 ډیوه

‎د ترکي او شام په پوله د جګړې په ختمولو کې د امريکا کوښښونه نه دي کامياب شوي

واشنګټن- د امريکا لخوا د ترکي او د شامي کردانو تر منځ د روانې جګړې د بندولو کوښښونه ناکامه شوي او دا سره د دې چې امريکا خبرداری ورکړی چې د جګړې ټوله ګټه به داعش ته رسي خو دواړه خواوې بيا هم د يو بل نه په شا کېدو ته تيارې نه دي.  د امريکا دفاعي او پوځي چارواکي وايي دوی په دوامداره توګه د ترکي د حکومت سره چې د نيټو غړی دی او د شامي کرديانو د ډلې سيرين ډيموکريټېک فورسېز (ايس ډي ايف) سره څوک چې د داعش خلاف د امريکا اتحاديان دي په رابطو کې دي خو جګړه نه ده ودرېدلې.  د وي او ای پوښتنې ته د نيټو يو وياند په ځواب کې ويلي دوی نه ويني چې جګړه کمه شوې او د جګړې د ختمولو غږ يې کړی.  وياند زياته کړه نيټو د هر هغه پوځي عملياتو مخالفت کوي چې د سيمې امن او استحکام ته خطر پېښوي، د ولسي وکړو ژوند په خطر کې اچوي او د دې تر څنګ د داعش د ماتې د پاره روان اپريشن ته خنډان جوړوي.   د مسلسل اپيلونو باوجود تېره ورځ ترکي او ايس ډي ايف دواړو داسې اشارې ورکړي چې جګړه نوره هم تېزه کړي ځکه چې ترکي چارواکي په دې زور اچوي چې ايس ډي ايف دې اتحاديان نه بلکې د کردستان ورکرز پارټۍ (پي کی کی) ښاخ وګڼل شي کومه چې په ترکي کې ترهګره ډله ګرځول شوې ده.  په واشنګټن کې د ترکي سفارت چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ته وويل “مونږ ژمن يو چې خپل قامي امن ته د ورپېښې خطرې خاتمه وکړو”.  يادو چارواکو وويل ترکي په دې کلک باور لري چې د خپلو پولو دفاع وکړي او د ترهګرۍ زېلې په نخښه کړي او زياته يې کړه چې د ترهګرو پټ ځايونه، سر پناوې، مرکزونه او د تربيې ځايونه له منځه يوسي.  خو امريکا دې ته نه ده تياره چې د ايس ډي ايف نه لاس واخلي څوک چې په کال 2019 کې د داعش د خلافت په ختمولو کې مهم مقام لري.  د امريکا د ترکي او کردانو تر منځ د روغې جوړې په هلو ځلو کې ناکامي د امريکا هغه 900 پوځيان هم د خطر سره مخ کوي چې په شام کې دي او په تېرو ورځو کې ورته په 300 کيلوميټرۍ کې ترکي جنګي الوتکو بمباري کړې وه.  بل خوا د ايس ډي ايف کمانډر مظلوم عابدي خبرداری ورکړی چې ترکي ځواکونه د ځمکنۍ حملې تيارۍ نيسي او حالات ورځ تر بله خرابيږي.  هغه د کولمبيا پوهنتون يو راجوړ کړل شوي فورم ته په انلاين بڼه وويل په شام کې د ترکي لاس پوسي ځواکونه په پوره تيارۍ کې دي او ترکي پوځ په پوله په ګڼ شمېر کې راجمع شوی او پوځي وسلې يې انبار کړي.

30.11.2022 ډیوه

یورپي اتحاد غواړي چې د اوکراین په حق کې د روسانو د جرمونو په اړه یو خاص عدالت جوړ کړی شي

واشنګټن  - د یورپي کمېشن صدرې اورسولا فون ډېرلېن وړاندېز کړی چې په اوکراېن کې د روس د جنګي جرمونو د پلټنو او مقدمو د پاره دې د ملګرو ملتونو په ملاتړ یو عدالت جوړ کړل شي. بل پلو د نېټو سېکټري ‌جنرل وېلی اوکراېن به یو ورځ د نېټو اتحاد غړې هېواد جوړ شي. د یورپي کمېشن صدرې اورسالا فون ډېرلېن په رومانيه کې د نېټو د خارجه وزیرانو د غونډې د اخري ورځې په وخت دا خبره کړی. په دې غونډه کې د اوکراېن د شخړې او ورسره د مرستو په اړه هم خبرې شامل دي. فون ډېر لېن وېل چې د فرورۍ د میاشتې راهسې په اوکراېن د روسي‌ ځواکونو د یرغل له امله چې څومره تاوان شوې، د بیا ودانۍ ټوله خرچه دې د روس او په روس د یو څو شتمنو واکدارانو واخستلی شي.    هغې زیاته کړه چې د روس وحشتناک جرمونه به بې سزا پاتې نه شي.    د نېټو سېکټري‌ جنرل ینس سټولټنبرګ د نهې یا دوشنبې په ورځ وېلی دي چې د روس د صدر ولادمير پوټېن د مخالفت باوجود یوه ورځ به اوکراېن د مغربي‌هېوادونو پوځي اېتلاف کې شامل شي. سټولټنبرګ زیاته کړه چې د نېټو دروازې خلاصې دي.   ده وېل چې شمالي‌مېسوډونیا او مونټېنګرو په دې مغربي اېتلاف کې شامل کړل شوی دي او سويډن او فېنلېنډ به هم ډېر زر د اېتلاف غړي هېوادونه جوړ شي. د سټولټنبرګ وینا وه چې روس په اېتلاف کې د شاملېدلو هېوادونو په اړه د ويټو اختیار نه لري او د اوکراېن د غړيتوب په معامله کې دوی ‌هم په دې کلک ولاړ دي.   د ناروۍ پخواني وزیراعظم وېلی دي چې د روس صدر پوټېن روس ته د خطره نه جوړېدونکو د خپلواکه هېوادونو نه د خپلواکه فېصلو اختیار نه شي اخستلی، او روس چې د سه نه ویريږي هغه جمهوريت او ازادي ده او دا د د د پاره یو غټ چېلنج دی.   خو اوکراېن په لنډ وخت کې د نېټو غړی هېواد نه شي جوړېدلی ځکه چې د اتحاد د چارټر یا منشور ترمخه به د دېرشو هېوادونو دغه پوځي‌ اتحاد نېغ په نېغه په جنګ کې ښکېل شي او د روسي ځواکونو سره به مېدان کې جنګ ته راوپرېوځي.   بله دا چې تر وسه مغربي هېوادونو چې اوکراېن ته د دفاعي‌او نورو مرستو د پاره په بلینونو ډالره ورکړی دي، د دې نه زیات به اتحاد د اوکراېن سره مرستې کوي.    د امریکې خارجه وزیر اېنټنی بلېنکن وېلی دي چې د روس د خوا د اوکراېن د بجلۍ او اوبو نظام د تباه کولو ورستو امرېکې کېف ته د دې بحالۍ د پاره نور درې پنځوست ملينه ډالره ورکوي. د بجلۍ او اوبو د بحالۍ د پاره ضروري شایان به په بېړني توګه کېف ته ورليږي. 

30.11.2022 ډیوه

کويټه کې ځان وژونکي بريد کې ۳ تنه وژل شوي

په کويټه کې یوې ځان وژونکې چاودنې درې تنه وژلي او ۲۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي. د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له‌مخې دا چاودنه نن سهار د پولیسو پر یوه موټر وشوه. د پولیسو یوه چارواکي خبریالانو ته وویل چې، په مړو کسانو کې یو پولیس او یوه ښځه هم شامل دي. د امنیتي چارواکو په وینا دا یوه ځان وژونکې حمله وه چې نژدې ۲۵ کیلوګرامه چاودېدونکې مواد په‌کې کارول شوي وو. د دې برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک یا TTP منلی دی.

30.11.2022 ازادي راډیو

سمنګان:مدرسه کې بمي چاودنه،15کسان وژل شوي،27 ژوبل

دافغانستان دسمنګان ولايت مرکز ايبک ښار په يوه مدرسه کې  دچاودنې له امله لږترلږه 15 کسان وژل شوي او 27 نور ژوبل شويدي.   چارواکي وايي چې دغه چاودنه د ماسپښين لمانځه د ادا کولو پر مهال شوې ده. دافغانستان دطلوع نيوز  دراپور له مخې  د سمنګان ولايتي روغتون يو ډاکټر  ويلي دي  چې د دغې پېښې لږ تر لږه 15 مړي او 27 ټپيان تراوسه دغه روغتون ته راوړل شوي دي. دطالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نن چهارشنبه نومبر ۳۰ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاده چاودنه نن په دغه دیني مدرسه کې د ماسپښین لمانځه پرمهال رامنځته شوې ده. دښاغلي ټکور په وینا د پيښې قربانیان د یادې دیني مدرسې زده کوونکي دي. هغه په ابتدایي توګه دې پېښه کې د ۱۰  زده کوونکو د وژل کیدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي نور ګڼ کسان ژوبل هم دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د پيښې په اړه د دوی څېړنې پيل شوي دي. ویل کیږي چې دغه چاودنه په مرکز ایبک کې د 'الجهادیه' په نوم مدرسه کې شوې ده. خو تر اوسه یې د نوعیت په اړه معلومات نه دي شریک شوي. د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس امداد الله مهاجر امریکا غږ ته ویلي چې په دغه چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. تر دا مهاله د یادې چاودنې مسؤلیت کومي وسله والې ډلې نه دی منلی خو په دې وروستيو کې دداعش ډلې له لوري  دافغانستان تر کنټرول لاندې افغانستان کې په جوماتونو کې  ځانمرګي بريدونه او بمي چاودنې شوې دي چې پکې په ګڼ شمير کې خلکو خپل ژوند دلاسه ورکړی دى. (دې رپورټ کې ځینې معلومات د وي او ای اشنا نه اخستل شوي)

30.11.2022 ډیوه

رپورټ:پنجاب کې سږکال په ښځو اؤ ماشومانو تر7500 زیاتې دجنسي تېريو اؤ تشدد پېښې رامنځته شوي دي

د ښځو او ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم سسټېنبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن ویلي چي د کال 2022 په لومړيو لسو مياشتو کې د پنجاب دننه د ماشومانو سره د تشدد او جنسي زياتو 4503 او د ښځو خلاف د جنسي تېريو 3088 پېښې رپورټ شوي دي. رپورټ کې ويل شوي چې د ماشومانو سره د زياتي 27 فيصدي پېښې يوازې په لاهور ښار کې رامنځته شوې دي. پنجاب کې  وومن ډوېلپمنټ محکمې د غېر دولتي تنظيمونو د شمېرو نه خو پخلې کړی او نه يې رد کړې دي خو وايي چې په صوبه کې به د ښځو د صورتحال په محکمه خپل رپورټ راتلونکې دسمبر میاشت کې جاري کوي د ښځو او ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم سسټېنبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن ویلي چي د کال 2022 په لومړيو لسو مياشتو کې د پنجاب دننه د ماشومانو سره د تشدد او جنسي زياتیو 4503 او د ښځو خلاف د جنسي تېريو 3088 پېښې رپورټ شوې دي. د غېر دولتي تنظيمونو لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې دا شمېرې د پنجاب د پولیس محکمې څخه اخستل شوي دي. په رپورټ کې د ښځو پرضد د تشدد او جنسي تېریو لپاره د لاهور، فېصل اباد، سرګودها او شېخوپوره ضلعې تر ټولو زياتې خطرناکې ګرځول شوې دي او وايي په لاهور کې د ښځو خلاف د جنسي تېريو 446 پېښې، فېصل اباد کې 200،سرګودها کې 172 او شېخوپوره کې 137 پېښې رامنځ ته شوې دي. هم دا ډول په رپورټ کې راغلي چې د ماشومانو سره د جنسي زياتیو په 4503 پېښو کې تر ټولو زیاتې پېښې د لاهور ښار څخه رپورټ شوي دي چې د ټولو پېښو 27 فيصدي برخه ده. د رپورټ ترمخه د لاهور په ضلعه کې د ماشومانو سره د جنسي تېريو 121 پېښې، فېصل اباد څخه 290، شېخوپوره نه 204، قصور څخه 181، ګوجرانواله او پنډې څخه په ترتيب وار ډول 177 پېښې رپورټ شوي دي. وي او ای ډيوه سره خبرو کې په دې رپورټ د پنجاب حکومت د ښځو د پرمختيا محکمې یا وومن ډوېلپمنټ ډيپارټمنټ جنډر مانيټرنګ سپشلسټ مزمل حسېن وویل هغه په دې رپورټ کې د ورکړل شوو شمېرو نه خو پخلی کوي او نه یې ردوي. ښاغلي حسېن دا منلې ده چې په پنجاب صوبه کې د ښځو خلاف د تشدد او جنسي تېریو پېښې کېږي خو د سرکاري شمېرو د شريکولو څخه یې ډډه وکړه او وئ ويل چې په دې اړه به یاده محکمه خپل رپورټ د روان کال د دسمبر دمياشتې په 7مه نېټه جارى کوي. د غېر دولتي تنظيم په اعلامیه کې د پنجاب وومن پروټکش اتهارټي د مشرې رافعه کمال له قوله ویل شوي دي چې د ښځو او ماشومانو په ضد د تشدد او جنسي تېریو کره شمیرې نشته خو په خلکو یې غږ کړی چې باید داسې پېښې پولیسو ته رپورټ کړي. د غېر دولتي تنظيم سسټېنبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن مشر سيد کوثر عباس ډيوه ته ویلي ددې شمېرو د راغونډولو مقصد په پنجاب کې د ښځو او ماشومانو خلاف د تشدد په اړه په ضلعي کچه صورتحال وړاندې کول دي. هغه وايي داسې پېښې زياتره په مطبوعاتو کې نه رپورټ کېږي او دا کومې شمېرې چې مخې ته راغلي دا ښايي چې په پنجاب کې د ښځو او ماشومانو لپاره حالات ساز ګار نه دي. د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر ډيوه سره خبرو کې وېلي په متاسفانه توګه حکومت هم د ټول هېواد په کچه د ماشومانو خلاف د جنسي تېريو کره شمېرې نه لري. نوموړي وويل دا رپورټ ښايي چې د ماشومانو سره د جنسي زياتي 27 فيصدي پېښې يوازې د لاهور ښار څخه رپورټ شوي ددې علتونه څه دې باېد چې تحقیق پرې وکړی شي

30.11.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more