ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو

د اقلیم په بدلون کې د ځوانانو مسؤلیت

د اقلیم بدلون یا تغیرClimate Change څه شی دی؟د اقلیم بدلون زموږ چاپېریال ته څه تاوان پېښولی شي؟ موږ "ځوانان" د اقلیم

ضمیر: لاهم افغانستان هرکال ۴ میلیارده ډالره خوراکي مواد واردوي

د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزیر وایي، له پراخو امکاناتو سره-سره بیا هم افغانستان هرکال د څلور میلیارده ډالرو...

ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

ترکیي کي تر ناکامې کودتا وروسته ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې هېواد کې درې میاشتې بېړنی حالت اعلان کړی. ښاغلي اردوغان ویلي، د ترکیې وګړي باید "د دیموکراسۍ، قانون حاکمیت او بنسټیزو حقونو او ازادیو په اړه لږه اندېښنه هم ونه لري."

پېنس: امریکا نوي رهبر ته اړتیا لري او هغه ټرمپ دی

د ډونلډ ټرمپ مرستیال مایک پېنس ځان داسي معرفي کړ "په ترتیب سره اول مذهبي یم، بیا محافظه کار یم، بیا جمهوري غوښتونکی یم" پېنس د یو اصولي سیاستوال په توګه پیژندل کیږي او نن یې په وینا کې وویل چې یوازي محافظه کاره اساساتو په عملي کولو، امریکا یو ځل بیا پخوانی برم  موندلی شي.‌ محافظه کار مایک پېنس د زرګونو جمهوري غوښتونکو په غونډه کې وویل چې دی د ډونلډ ټرمپ مرستیالي مني ځکه چې امریکا نوي جمهوري...

په ترکیې کې بیړنۍ حالت اعلان شو

د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوان د چهارشنبې په ورځ په ترکیې کې د درېیو میاشتو لپاره بیړنۍ حالت اعلان کړ.

د ارمنستان په پلازمینه کې له پولیسو سره نښتې شوي

د ارمنستان په پلازمینه یرووان کې زرګونو کسانو چې د یوې وسله والې ډلې ملاتړکوي، پرون چهارشنبې له پولیسو سره نښتې وکړې. په یرووان کې د یکشنبې په ورځ وسله والو کسانو د پولیسو پر یوه مرکز حمله وکړه چې یو پولیس په کې ووژل او شپږ تنه زخمیان شو. دې وسله والو ۴ پولیس په دې مرکز کې یرغمل کړي دي. دې وسله والو د ارمنستان له حکومته د اپوزیسیون هغه مشر د ازادي غوښتنه کړې چې تېره میاشت د غیرقانوني د وس...

افغان سوداګر: له پاکستانه وارداتو کې کموالی راغلی

د افغان سوداګرۍ خونه وايي، له پاکستانه یې وارداتو کې کمساری کموالی راغلی دی. تېره میاشت تورخم کې پر ډېورېند کرښه د افغان او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نښتو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ منفي اغېز پرې ايښی دی.

سمندر کې ژغورنه

د ايټاليا سمندر غاړي ساتندويانو کار چې ښيي څنګه هره ورځ د ژغورنې لسګونو غوښتنو ته ورسېږي. سږ کال نژدې ۸۰ زره خلک مديترانې سمندرګي کې له خطرناکو لارو له شمالي افريقا اروپا ته اوښتي. بي بي سي د نهيلۍ يوې سختې غوښتنې انځورونه ليدلي.

هند کې د ترافيکي پېښو او د مرګژوبلې مخنيوی

د ژوند ژغورلو بنسټ په نامه د يو ناحکومتي سازمان په وينا، هند کې هر ساعت ټرافيکي پېښو کې ۱۵ کسان مري. هغوی چې ټرافيکي پېښو کې يې خپل خپلوان بايللي، د لارو او سړکونو لا خونديتابه قوانينو غوښتنه کوي. خو يوه ښځه چې ټرافيکي پېښه کې يې لور مړه شوې.

پېښور: افغان کډوال وايي اړ شوي، چې خپل توکي په نیمه بیه وپلوري

پېښور مېښت افغان هټیوال وايي د پولیسو چلند ورسره ناوړه دی او له دې کبله اړ دي، چې له دغه ځایه د کډه کېدو لپاره خپل توکي په نیمه بیه وپلوري.

د ترکيې کړکېچ، د دغه هېواد راتلونکی به څه وي؟

ترکيه کې ولسمشر اردوګان د خپل هېواد د امنيت شورا مشري کړې، چې د تېرې جمعې له ناکامې کودتا راهيسې لومړۍ غونډه وه. له ۵۰ زرو ډېر خلک له دندو لرې شوي چې ۲۱ زره په کې ښوونکي دي، او د پوهنتونونو ټول پوهنوالان بهر ته له سفره منعه شوي دي.

بريتانيا کې د يوه تاريخي ځای موندنه

لرغونپوهانو يو داسې څه سپړلي چې دوی يې بريتانيا کې تر ټولو مهم لرغونی سپړل شوی ځای ګڼي. په تېرو لسو مياشتو کې د لرغونپوهانو ډلو د برونز پېر مېشت ځای کې کيندنې کولې، چې د انګلستان ختيځ کې موندل شوی دی.

هندي چارواکي د ډیوالي کېدو نوي قانون بریا ته هیله مند دی

د هند دولتي بانکونو دوو کلونو کې ۱۷ میلیارده ډالر هغه پورونه وبښل، چې بېرته نه ورکول کېدل او د دغو پورونو لویه برخه سترو شرکتونو تر لاسه کړي وو. خو اوس هند د بانکونو ډيوالي کېدو په تړاو نوی قانون لري چې چارواکي یې بریا ته هیله مند دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، غزني کې د طالبانو مهم قومندان وژل شوی

د افغانستان کورنيو چارو وزارت وايي، د وسله والو طالبانو يو مهم قومندان په غزني ولايت کې وژل شوی دی، چې په وينا يې د قره باغ په سيمه کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال وژل شوی دی.

ترکمنستان پر خلکو بهرنیو اسعارو ته لاس رسی محدود کړی

د منځنۍ اسیا د گازو ستر صادرونکي هیواد ترکمنستان د صادراتو په کمیدو سره د بهرنیو اسعارو په اړوند په خپلو داخلي شرکتونو او انفرادې کسانو باندې محدودیتونه لږولي دي.