شاته 360f505a c9c7 4d6d 936c 23c30948b8ad cx0 cy9 cw50 w800 h450

ځواک: موسی شفیق چپي ګوندونو وژلی

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه قدرت الله ځواک وايي چې پخوانی لومړی وزير محمد موسی شفیق د چپي ګوندونو له لوري په دې موخه وژل شوی چې له غربي نړۍ سره یې د افغانستان ښه روابط غوښتل.

نوموړی زیاتوي چې محمد موسی شفیق له ایران سره د هلمند د اوبو پر سر یو تړون لاسلیک کړ، روسیې او روسیې ته وفادارو ګوندونو نه غوښتل چې له ایران سره د افغانستان روابط ښه شي چې له امله یې د نوموړي پر ضد لاریونونه وکړل او وروسته داود خان کودتا وکړه.

له نوموړي سره په نننۍ حقیقت څه دی؟ خپرونه کې زموږ همکار محبوب شاه محبوب مرکه کړې.