شاته F6b9d906 e5e5 454b 9404 5acaa008e61c w800 h450

امرخېل: د یوه محصل د وژلو په تور یو امنیتي چارواکی نیول شوی

په ټولنیزو رسنیو کې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه محصل د وژلو په اړه تر غبرګونونو وروسته د غزني امنیتي چارواکي وايي چې د قره باغ ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون یې ځینې کسان نیولي دي.

د غزني امینه قوماندان جنرال امین الله امرخېل د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم تردې دمه یاده قضیه یوازې تور دی خو په اړه یې د ټاکل شوي پلاوي څیړنې پیل شوي دي.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"د دې موضوع په اړه چې یو محصل شهید شوی د قره‎باغ پر امنیه قوماندان ادعا شوې، ولسمشر د کورنیو چارو وزیر او د حکومت ټول لوړ پوړي چارواکي خبر دي، پلاوی ټاکل شوی او پر چا چې ادعا شوې تر نظارت لاندې دی او په دې اړه به عدلي او قضايي بنسټونه شواهدو ته په کتو پریکړه وکړي."

ښاغلی امرخېل وايي چې د قره باغ امنیه قومندان پرده لګیدلی تور رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني د ولایتي شورا د معلوماتو له مخې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه محصل کورنۍ ادعا کوي چې زوی یې د دغه ولسوالۍ د امنیه قوماندان له لوري نیول شوی او د یاد قوماندان له خوا د ډیرو وهلو ډبولو له کبله مړ شوی دی.

د غزني د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې د مقتول کورنۍ ویلي چې د دوی زوی د قره باغ د امنیه قوماندان له لوري له دې امله ونیول شو چې ګواکې پلار یې له طالبانو سره اړیکې لري.

یادې موضوع په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه له ځان سره لرل.

د غزني امنیه قوماندان وايي، هغوی چې یاد محصل یې وژلی د بشري حقونو ناقضین دي او هر څوک چې په دغه قضیه کې مجرم وپیژندل شي د عدلي او قضايي بنسټونو له لوري به سزا ورکړل شي.

د غزني د ولایتي شورا رئیس خالق داد اکبري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که په دې قضیه کې عدالت تأمین نه‎شي خلک به خپل غږ وچت کړي.

نوموړی وايي:

"دوسیه تر څېړنې لاندې ده هیله من یم چې کار یې ژر پای ته ورسېږي او نظامي څارنوالۍ ته واستول شي له هغه ځایه سره هم په اړیکه کې یم او که حقیقت په پام کې ونه نیول شي موږ چُپ نه پاتې کیږو."

په ورته وخت کې یو شمېر امنیتي کارپوهان بیا وايي چې پولیس د تورن د نیولو دنده لري نه دا چې تورن ته سزا ورکړي.

د چارو کارپوه اسحاق اتمر ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید په جدي توګه قضیه وڅېړي او عاملینو ته د قانون مطابق سزا ورکړي له هغې پرته به خلک له پولیسو فاصله واخلي او د ولس مرسته به ورسره کمه شي.

راپور : محمد حدیث پردېس