شاته F7e959b0 c031 454f be51 48032c80ad2c cx0 cy24 cw0 w800 h450

پسرلی: ځینې ستونزو د پانګونې پر پراختیا منفي اغېز کړی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د ډمپنګ ضد قانون د نه موجودیت د مالیاتو زیاتوالی، د ځمکو نه شتون او امنیتي ستونزو په هېواد کې د پانګونې پر پراختیا منفي اغېز کړی دی.

د دغې خونې د رسنیو برخې مسؤل صیام الدین پسرلي ازادي راډيو ته وویل چې له همدې امله پانګوال په هېواد کې د فابریکو جوړولو او د زیر بنایي پروژو پر عملي کولو پانګونه نه کوي.

ښاغلی پسرلي زیاتوي چې د نورو برخو په پرتله اوسمهال پر هوټلونو او رسټورانټونو پانګونه ډېره شوې چې دا هم یو مثبته لاس ته راوړنه ده.