شاته 8f0eb4fd 535e 413c 8775 71a5e32323cd cx0 cy15 cw0 w800 h450

د کچکول جوړښت

د کچکول جوړښت او پیدایښت په اړه ویل کېږي چې دا توک د شمشتۍ د ژوند پورې تړلی دی، داسې ویل کیږي چې دا حیوان یو کال عمر لري او یو کال وروسته مري، نو د دې پر ملا دا کلکه کاسه په اصل کې کچکول ګڼل کیږي چې ځینې یې ګرد شکل لري او ډېری نور یې اوږد منحني شکل لري.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاده ډاکټره زرغونه زېور وايي چې د کچکول کلیمې اصلي جوړښت کچوه خول دی، خو د ګرامري قواعدو پر اساس او د کلیمې د اسانه لوست لپاره دغه کلیمه په کچکول اوښتې ده.

نوموړي وايي چې کچکول د خپل ځانګړي ارزښت له مخې بېلابېلو اشخاصو په بېلابېلو ځایونو کې کارولی او لا هم دا چاره په ډېره کمه اندازه موجوده ده.

ډاکټره زرغونه زېور زیاتوي چې د کچکول تصوفي ارزښت په دې کې دی چې ډېرې پیران د خپل باور او عقیدې له مخې دا کچکول هغه مرید ته ورکوي چې دې مجازي نړۍ ته د تل لپاره ترک ووایي په دې مانا چې هدف او مقصد یې یوازې او یوازې د الله ج ذکر اوخپل ځان په ټوله معنی الله ج ته تسلیمول وي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنوال لعل پاچا ازمون وايي چې کچکول زموږ د فلکلور مادي توک دی، خو دغه مادي توک ځانګړی معنوي ارزښت هم رامنځته کړی دی.

د استاد ازمون په خبره چې یو شمېر پوهان په دې نظر دي چې په پښتنو کې کچکول د لومړي ځل لپاره د بونیر د میاجي بابا کورنۍ رواج کړی، نوموړی زیاتوي د کچکول په اړه په ادبیاتو کې هم ذکر شوی او تر ډېره د ذوق پورې اړیکه پېدا کوي.

ازمون د اجمل خټک د کچکول ناول یادونه هم کوي او وايي چې کچکول، ماټوۍ او یو شمېر نور مادي توکي د ادبیاتو لپاره خام مواد دي.

د ازمون په خبره چې کچکول پښتو ولسي ادب ته ډېر څه ورکړي او په ګڼو سندرو، لنډیو او سروکو کې یې یادونه شوې چې لا هم زموږ د پښتو شعر یو مشهور کارېدونکی سمبول دی.

د پکتیا اوسیدونکی رضوان الله لرمل بیا وايي چې په کوچني والي کې یې یو شمېر ملنګان لیدلي چې کچکول یې په غاړه و، مګر اوس ملنګان کچکول نه کاروي او کچکول کلیمه یوازې په ادبیاتو کې کارېږي.

نوموړی وايي چې د ساینس او ټکنالوژۍ له پرمختګ سره فلکلوریک توکي هم کمېږي، نو همدا لامل دی چې اوس کچکول هم د پخوا په څېر استعمال نه لري.

محمد عاطف فقیر زاده بیا کچکول یوازې د هغو فقیرانو ګاڼه ګڼي، کوم چې له دنیاوي چارو لاس په سر وي.