ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو

هند ٢٠٥ بوئینگ الوتکې اخلي

د هند ارزان بیه هوایي شرکت غواړي د الوتکو جوړولو له امریکایي شرکت بوئینگ نه نژدې ٢٠٥ الوتکې واخلي.

د کندهار والي د درملنې لپاره هند لیږدول شوی

د کندهار ولایتي چارواکو ټولې هغه اوازې نا سمې ګڼي چې د کندهار د والي د مرګ په اړه په ځینو ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي.

په کابل کې د پاکستان پر ضد لاریون شوی

نن د کابل په یخې هوا کې په لسګونو کابل ښاریانو په افغانستان کې د روانو تروریستي پیښو او بریدونو د غندنې لپاره د پاکستان سفارت سره نږدې لاریون وکړ.

افغان ځواکونو پچیراګام کې د داعش وسله والو د ځپلو عملیات ختم کړل

ننګرهارکې چارواکي وایي، د دغه ولایت په پچیراګام کې داعش د وسله والو پر خلاف د افغان ځواکونو عملیات چې درې میاشتې وړاندې پیل شوي وو پای ته رسیدلي دي.

ایران د اتومي موافقې نه وروسته لومړنۍ ائربس الوتکه تر لاسه کړله

ایران د فرانسې نه سل ایر بس مساپر وړونکي الوتکي اخیستي دي‌ چې لومړنۍ یې پرون د پنجشنبې په ورځ تهران ته ورسیده.

پنا غوښتونکي په اروپا کې د سړې هوا له وجې د مرګ د خطر سره مخ دي

سره لدې چې هوا ډیره سړه ده خو د مهاجرینو د چارو ادارې وایي چې لا هم په زیاته اندزاه مهاجر او پنا غوښتونکي هره ورځ اروپا ته راځي.‌

امریکا په کندز کې ملکي تلفات مني خو تاوان نه ورکوي

د بشري حقونو د څار سازمان د امریکا پر پوځ غږ کړی چې په کندز کې د وژل شوو او ټپي شوو کسانو له کورنیو سره مالي مرستې وکړي.

افغانستان د کرکټ په کمکي نړیوال جام کې

د کرکټ د دویمې درجې اته ټیمونه د شنبې په ورځ متحده عربي اماراتو کې د کرکټ شل اوریز جام دپاره سیالۍ کوي

نژدې یوملیون عراقیان د جګړې په سیمو کې ګیر پاتې دي

امریکایي نظامیان وایي په موصل ښار کې د داعش د ځپلو او بلکل ماتولو لپاره کیدی شي دری میاشتې وخت ولګیږي.

واشنگټن: ترهگر په پاکستان کې ځالې لري

واشنگټن په پاکستان کې د ترهگرو ډلو د ځالو د شتون په اړه د کابل ادعا تائید کړې ده.

طالبان د برمته کسانو په بدل کې خپل بندیان غواړي

طالبانو د دغه امریکایي او آسترالیایي اتباعو ویدیویي پیغام خپور کړې چې پنځه میاشتې پخوا د کابل نه تښتول شوي وو

د دفاع وزارت ته د ټرمپ نوماند او د سنا د تائید د رای ازمون

نن د پنجشنبې په ورځ د منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ د راتلونکې کابینې دوه وزیران او د استخباراتو رئیس د سنا مجلس ته حاضریږي.

امریکايي ځواکونه: د کندز په تیرو جګړو کې ملکیانو ته تلفات اوښتي

په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو د کندز په بوزې کندهاري سیمه کې د ملکي تلفاتو په اړه د خپلو پلټنو رپوټ خپور کړی او ویلي یې دي، چې په دغه سیمه کې د تیرکال په نومبر میاشت کې د افغان او امریکايي ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال ۳۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.

تازه څیړنه: کلسټرول کمونکي درمل د زړه د ناروغۍ مخنیوی هم کوي

امریکایي ډاکټرانو په یوې تازه څیړنې کې معلومه کړې هغه درمل چې د انسان په وجود کې کلسټرول کموي، د زړه د ناروغۍ مخه هم نیسي.‌

طالبانو د امریکایي پوهنتون د تښتول شویو پروفیسرانو ویډیو خپره کړې

وسله والو طالبانو په کابل کې د امریکایي پوهنتون هغو دوه استادانو ویډیو خپره کړیده چې پروسږکال یې وتښتول شول.