ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو

د نایجریا د بې ځایه شویو په کمپ کې بمبارۍ څه دپاسه ١٠٠ تنه وژلي

په نایجریا کې د بې ځایه شویو خلکو پر یو کمپ باندې ددې هیواد د یوې جت الوتکې په بمبارۍ کې په لسکونو ملکي وگړي وژل شوي دي.

د افغانستان د فوټبال ځېنې ښځينه لوبغاړې وايي چارواکي يې زوروي

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو د لوبډلې مشرې او ملي لوبډلې یوې غړې د فوټبال د فدراسیون د ځینو چارواکو " د ناسم او توپیري چلند له کبله " له لوبو استعفاوې وکړې.

د امریکا د کانگرس لسگونه غړي د ټرمپ د لوړې مراسمو ته نه ځي

په متحده ایالاتو کې یوه نوې عامه نظرپوښتنه ښیي چې په سلو کې ٥١ امریکایان ښاغلي ټرمپ ته د واک په انتقال ناراضه دي.

د بښنې نړیوال سازمان: د ترهګرۍ ضد قانون، ازادۍ کمزورې کوي

د بښنې نړیوال سازمان ادعا کوي چې اروپا کې د ترهګرۍ خلاف نوي قوانین، اساسي آزادیو ته زیان رسوي، خو اروپايي هیوادونه وايي چې امنیتي تدابیر د ترهګرۍ د ګواښ د مخنیوي لپاره ضروري دي.

ناټو د ټرمپ خبرو اندیښمنه کړې ده

د شمالي اتلانتیک د سازمان یا ناټو رول او هغه ارزښتونه چې دغه سازمان پرې ولاړ دی له بل هر وخت څخه اوس مهم دي.

ترکیه: د استانبول بریدګر افغانستان کې روزل شوی

په ترکیه کې چاروکي وایي هغه بریدګر چې يو نایټ کلپ کې ۳۹ تنه ووژل، په افغناستان کې یې ترهګریزې روزنې ترلاسه کړې دي.

بلخي: راستنیدونکو کډوالو څه باندې ۷ میلیارد ډالر افغانستان ته راوړي

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزیر وايي، په ۲۰۱۶ کال کې د کډوالو د راستنیدو له امله څه باندې اوه میلیارد ډالر د افغانستان په اقتصاد کې داخل شوي دي.

رازق: د کندهار د برید په تړاو ۱۷ شکمن کسان تر تحقیقاتو لاندې دي

د کندهار امنیه قومندان وايي چي د دې ولایت د پېښي په تړاو لومړنۍ پلټنې ښيي، چې وسله والو طالبانو د پاکستان د استخباراتو په مرسته د هوايي ډاګر له برید وروسته له اوږدې مودې راهیسې د يو بل خونړي برید په ترسره کولو کار کوه.

د اتو سړیو پانگه د نړۍ د نیمایي نفوس له شتمنیو زیاته ده

د اکسفام د رپوټ له مخې د ۲۰۰۶ کال راهیسې د بیل گیټس، شتمني چې د مایکروسافت د شرکت مالک دی، ٥٠ په سلو کې زیاته شوی ده.

د ډاکټر محمد حسن کاکړ ژوند،علمي،سیاسي او ټولنیز فعالیتونه

ډاکټر محمد حسن کاکړ د لومړنیوو مطرحو کسانو څخه یو کس و چې د افغانستان تاریخ یې په علمي لیکونو کې بهرنیانو ته وروپږندی.

افغانستان د صحرا کرکټ جام سیمي فاینل ته ورسېد

په دویمه سیالۍ کې ېې کوربه ټیم متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

د ټرمپ په بهرنۍ تګلاره کې د بشري حقونو ونډه

پدې ورځو کې چې د امریکا د نوي حکومت د کابینې د مهمو نوماندانو په اړه ددغه هېواد په کانګرس کې غونډې روانې دي، ډیری خلک دا پوښتنه مطرح کوي چې د منتخب جمهور رئیس په بهرنۍ پالیسۍ کې به د بشري حقونو ونډه او اغیز څه وي؟    د متحدو ایالتونو منتخب جمهور رئیس، ډانلډ ټرمپ په خپلو انتخاباتې کمپاینونو ويلي و چې واشنګټن باید د عراق د جګړې پر مهال پخپله تیل استخراج او په بازار کې پلورلي واي.   ټرمپ و...

ټرمپ: د مرکل د مهاجرت تګلاره "له مصیبت ډکه تیروتنه " وه

د امریکا منتخب جمهور رئیس د جرمني له بیلډ او د برېټانیا له ټایمز ورځپاڼو سره په مرکو کې د جرمني د مهاجرت پر سیاست نیوکه کړې ده.

د گوانتنامو ١٠ نور هم عمان ته انتقالیږي

عمان وایي د امریکا د متحده ایالاتو هغه غوښتنه یې منلې ده چې د گوانتنامو زندان لس بندیان دې هیواد ته انتقال شي.

په سوریې کې په تازه پېښو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي

په سوریه کې د سوریې د ځواکونو او داعش جنګیالیو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي دي