ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو

امرخېل: د یوه محصل د وژلو په تور یو امنیتي چارواکی نیول شوی

په ټولنیزو رسنیو کې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه محصل د وژلو په اړه تر غبرګونونو وروسته د غزني امنیتي چارواکي وايي...

یوه افغان ځوان برقي زانګو جوړه کړې

انسانانو هغه وخت چې په غارونو کې ژوند کاوه، د ځان د هوساینې په خاطر یې هڅې پیل کړې چې نوي وسایل رامنځ ته کړي...

پسرلی: ځینې ستونزو د پانګونې پر پراختیا منفي اغېز کړی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د ډمپنګ ضد قانون د نه موجودیت د مالیاتو زیاتوالی، د ځمکو نه شتون او امنیتي ستونزو په هېواد کې د پانګونې پر پراختیا منفي اغېز کړی دی. د دغې خونې د رسنیو برخې مسؤل صیام الدین پسرلي ازادي راډيو ته وویل چې له همدې امله پانګوال په هېواد کې د فابریکو جوړولو او د زیر بنایي پروژو پر عملي کولو پانګونه نه کوي. ښاغلی پسرلي زیاتوي چې د نورو برخو په پرتله اوس...

فهيم پر ادبي روزنې غږېږي

د ازادي راډیويي مجلې په روانه خپرونه کې له شاعر او ليکوال عبدالرازق فهيم سره د ادبي روزنې په اړه زموږ د همکار بارکوال مياخيل مرکه اورئ.

حمزه بن لادن یو نړیوال تروریست اعلان شو

د امریکا متحده ایالات وایي، د القاعده ډلې د پخواني مشراسامه بن لادن د زوی نوم یې د تروریستانو په تور لیست کې شامل کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارت د جنورۍ پر پنځمه نېټه وویل چې حمزه بن لادن یو نړیوال تروریست اعلان شو. په هغه غږیز پیغام کې چې په جولای میاشت کې د القاعده ډلې له‎خوا خپور شو، ویل کېږي حمزه بن لادن امریکا ته د خپل پلار د وژلو له کبله د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی او واشن...

د اوبو لګولو برخه کې پرمختګونه او ستونزې څه دي؟

کرنه د افغانستان د اقتصاد د ملا د تېر حیثیت لري او ډېرخلک د کرنې او مالدارۍ برخه کې بوخت دي.

د کچکول جوړښت

د کچکول جوړښت او پیدایښت په اړه ویل کېږي چې دا توک د شمشتۍ د ژوند پورې تړلی دی، داسې ویل کیږي...

د سرتیرو آرامۍ لپاره څو زره ټنه د بوټونو رنګ!

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو د توپونو او ټانکونو له وزیر سره یوه خیال پلوي مرکه درته کړې ده.

جمعه خان: حکومت مې تقاعد نیم او کله درېیمه برخه راکوي

د ازادي راډیو د دې اوونۍ د انصاف په لټه کې پروګرام د هلمند ولایت د یوه اوسیدونکي جمعه خان ستونزې ته ځانګړې شوې ده.

مخابراتو وزارت: افغانستان کې د مبايل کاروونکو شمېر ٢١ مليونو ته ورسېد

د مخابرانو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایې په افغانستان کې د مبایل د کارونکو شمیر يوويشت میلیون کسانو ته ورسېد.   د دغه وزارت ویاند یاسین صمیم نن په يوه غونډه کې وویل:   ”دا مهال څه باندې ٢١ مليونه کسان د مبايل ټليفونونو له خدماتو استفاده کوي. تر يولک او ٤٠ زره نور کسان يا بنسټونه له خطي ټليفونونو استفاده کوي“   د افغان چارواکو په وينا دا مهال څه باندې اتيا فيصده افغانان له مخابراتي...

پوهنې وزارت: د ناامنیو له امله هېواد کې ۱۰۰۵ ښوونځي تړل شوي

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې دا مهال د نا امنیو له امله یو زرو پنځه ښوونځي په هېواد کې تړل شوې دي. د دغه وزارت سرپرست او مرستیال اسدالله محقق جهاني نن د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې له امنیتي ارګانونو او قومي مشرانو وغوښتل چې د دغو ښوونځو په بیا پرانیستلو کې جدي هلې ځلې وکړي. نوموړي په خپلو خبرو کې د ښوونځيو د سرپنا ستونزې ته هم اشاره وکړه. ښاغلی جهاني وایي، اوسمهال شااوخوا ۴۰ س...

خوګیاڼی: ننګرهار کې یو طالب قوماندان وژل شوی

په ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي د یوه طالب قوماندان او د هغه د ځینو ملګرو د وژلو خبر ورکوي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې افغان ځانګړو ځواکونو طالبان په نښه کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند وايي چې د ځانګړو افغان ځواکونو عملیات ددغه ولایت په اچین او بټي کوټ ولسوالیو کې لاهم دوام لري. د خوګیاڼي په خبره د طالبانو وژل شوی ق...

وردګ: د تخار ځیني امنیتي چارواکي پر سحر جنسي تېري کې لاس لري

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي په تخار کې پر یویې ۱۵ کلنې نجلې د جنسي تیري په قضیه کې ځینې سیمه ییز امنیتي چارواکي لاس لري. ددغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ نن ازادي راډیو ته وویل چې په تخار کې د ښځو چارو ریاست هم د یادو کسانو له لورې ګواښل شوی دی. خو د تخار امینه قوماندانۍ پر پولیسو یاد تور بې بنسټه بولي وايي چې دغه نجلۍ دوی ژغورلې ده. د تخار والي هم وايي چې د یادې قضیې په اړه څېړنې پی...

رسولي: لویه څارنوالي د ولسمشر د حکم عملي کېدو ته ژمن ده

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مسؤلین وايي، د ولسمشر د هغه حکم عملي کېدو ته ژمن دي چې په کورنیو چارو وزارت کې یې د درغلیو د څېړنو غوښتنه کړې ده. د دغه ادارې ویاند جمشید رسولي نن ازادي راډیو ته وویل چې د لویې څارنوالۍ ټیم پر دې موضوع کار پیل کړی څو معلومه کړي چې په تېرو کلونو کې چا او په کومه کچه د کورنیو چارو په وزارت کې درغلي کړې ده. د ښاغلي رسولې په خبره که څه هم د ارزونې لړۍ وخت نیسي، خو د ...

ککړ چاپیریال کې لوبې کول څه ستونزې لري؟

په کابل او ولایتونو کې ډېر شمېر ځوان لوبغاړي په خاورینو میدانونو کې لوبېږي، ډېر یې له دې ناخبره دي چې ...