ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو

رادمنش: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷ مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د یو شمېر پاکستانیانو په ګډون ۳۷ وسله وال مخالفین وژل شوي دي. د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډيو ته وویل افغان ځواکونو دغه عملیات په بغلان، کونړ، کاپیسا، ارزګان، هرات،کندز، بغلان او هلمند ولایتونو کې کړي چې یو شمېر وسله وال په کې نیول شوي هم دي. تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ...

د ګوړې اچار خپرونه شمسو او ابو درته وړاندې کوي

د ګوړې اچار دغه خپرونه مو د ګوړې اچار له لارې په تېر دوه زره شپاړسم کال کې د خپرو شوو خبرونو بیا خپرېدو...

چارواکي: د هلمند ګرمسېر کې طالبانو یو موټر چلونکی وژلی

د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې پرون ماښام یو ملکي موټر چلونکی د وسله والوطالبانو په حمله کې ووژل شو. د هلمند د والي د دفتر خبرپاڼه وايي، دا سړی میرحمزه نومېږي، د ګرمسېر اوسېدونکی و او لښکرګاه ښارته یې مسافر لېږدول. د خپرپاڼې په حواله، وسله والو طالبانو پرون یکشنبې د ګرمسیر ولسوالۍ پر عمومي پل پر یوه مسافر وړونکي موټر ډزې وکړې چې ډریور يې ووژل شو.  په اعلامیه کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. ...

په ټولنیزو شبکو کې د جوړو شویو اړیکو انجام څه وي؟ 

ټولنیزو شبکو دا اسانتیا رامنځ ته کړې چې ډېر لرې خلک سره نېږدې او ډېر نااشنا سره اشنا کړي...

د افغانستان پر خصوصي پوهنتونونو نوی بندیز ولګول شو

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په ټول هېواد کې پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو ته مکتوب لېږلی او غوښتنه يې کړې ...

په شعر کې د عواطفو څه ډول اظهار غوره دی؟

دنننۍ خپرونې ډېر برخه د افغانستان د نامتو مورخ ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ ليکوالي ته ځانګړې شوې ده...

پښتني ټولنه کې د کټ ارزښت او تاریخ

نن پر یوه داسې فلکلوریک توک غږیږوو چې تاسې به ډېر استعمال کړی وي او یا به مو د دغه توک په اړه ډېر اورېدلي...

ځواک: موسی شفیق چپي ګوندونو وژلی

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه قدرت الله ځواک وايي چې پخوانی لومړی وزير محمد موسی شفیق...

کلېپر: روسیې داسې انګېرله چې ښايي ټرمپ انتخاباتو کې ماتې وخوري

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر جېمز کلېپر وايي، روسیې د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزو په پیل کې داسې انګېرله چې ښايي د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ له ډموکراټې کانديدې هیلري کلينټنه ماتې وخوري. جېمز کلېپر پرون د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته دا خبرې کړې او څرګنده کړې یې ده چې د روسیې حکومت په جولای او اګسټ میاشتو کې دا باور درلود چې د ډېموکراټ ګوند کاندیده هیلري ...

د کابل تره خېل «ډاګ» کې د راستانه شویو کډوالو ستونزې

په کابل کې د تره خېل په ډاګ باندې مشهوره سیمه هغه ځای دی چې په لسکونو راستانه شوي افغان ګډوال ...

امرخېل: د یوه محصل د وژلو په تور یو امنیتي چارواکی نیول شوی

په ټولنیزو رسنیو کې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه محصل د وژلو په اړه تر غبرګونونو وروسته د غزني امنیتي چارواکي وايي...

یوه افغان ځوان برقي زانګو جوړه کړې

انسانانو هغه وخت چې په غارونو کې ژوند کاوه، د ځان د هوساینې په خاطر یې هڅې پیل کړې چې نوي وسایل رامنځ ته کړي...

پسرلی: ځینې ستونزو د پانګونې پر پراختیا منفي اغېز کړی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د ډمپنګ ضد قانون د نه موجودیت د مالیاتو زیاتوالی، د ځمکو نه شتون او امنیتي ستونزو په هېواد کې د پانګونې پر پراختیا منفي اغېز کړی دی. د دغې خونې د رسنیو برخې مسؤل صیام الدین پسرلي ازادي راډيو ته وویل چې له همدې امله پانګوال په هېواد کې د فابریکو جوړولو او د زیر بنایي پروژو پر عملي کولو پانګونه نه کوي. ښاغلی پسرلي زیاتوي چې د نورو برخو په پرتله اوس...

فهيم پر ادبي روزنې غږېږي

د ازادي راډیويي مجلې په روانه خپرونه کې له شاعر او ليکوال عبدالرازق فهيم سره د ادبي روزنې په اړه زموږ د همکار بارکوال مياخيل مرکه اورئ.

حمزه بن لادن یو نړیوال تروریست اعلان شو

د امریکا متحده ایالات وایي، د القاعده ډلې د پخواني مشراسامه بن لادن د زوی نوم یې د تروریستانو په تور لیست کې شامل کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارت د جنورۍ پر پنځمه نېټه وویل چې حمزه بن لادن یو نړیوال تروریست اعلان شو. په هغه غږیز پیغام کې چې په جولای میاشت کې د القاعده ډلې له‎خوا خپور شو، ویل کېږي حمزه بن لادن امریکا ته د خپل پلار د وژلو له کبله د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی او واشن...