ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو

د چلسي منینګ سزا کمه او ژر به ازاده شي

د امریکا ولسمشر د چلسي منینګ سزا کمه کړې، چې پر ۲۰۱۰ کال ویکي لیکس ته د پټو سندونو د ور کولو له امله بندي شوې وه.

د عمر متین مېرمن د فلوریډا برید په اړه مخکې 'خبره وه'

د امریکا کلیفورنیا کې یوې محکمې ویلي، فلوریډا کې د همجنسخوښو د شپې پر یوه نڅا کلب د بریدګر عمر متین مېرمن نور سلمان د برید په اړه له مخکې خبره وه. په برید کې تر ۴۹ ډېر کسان ووژل شول.

نایجریا پوځ د بې ځایه شویو پر کمپ په تېروتنه بمباري کړې، ۵۰ کسان وژل شوي

نایجریا کې د دغه هېواد پوځ ویلي د هوايي ځواک یوې الوتکې په تېروتنه پر ملکي خلکو بمباري کړې، چې پایله کې یې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.

"هند ته د اوباما نژدېوالي پاکستان ناهیلی کړ"

د ولسمشر اوباما په اته کلنې واکمني کې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ واټن زیات شوی او اسلام اباد هغه وخت مایوسه شو، چې اوباما ډيلي ته نژدې شو.

د ملالې مور: د هلک او نجلۍ تر منځ یوازینی توپیر قلم دی

د ملالې یوسفزۍ مور تورپیکۍ یوسفزۍ وايي که نجونو ته قلم ورکړل شي او زده کړې ورکړل شي، باوري ده، چې نجونې تر هلکانو هم پیاوړې دي. نوموړې د سیمې مېرمنو ته وايي، پر خپلو ماشومانو زده کړې وکړئ، چې 'زدکړې رڼا ده'

ايا ټرمپ به د پاکستان پر وړاندې د اوباما تګلاره بدله کړي؟

د امريکا ولسمشر اوباما به د جمعې پر ورځ نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته واک پرېږدي. ايا ښاغلى ټرمپ به د پاکستان پر وړاندې د اوباما تګلاره بدله کړي که نه؟ پر همدې خدای نور ناصر په اسلام اباد کې له ځايي خبریال طاهرخان سره مرکه کړې.

په ايتوپيا کې د موټرو کاروبار

د افریقا ایتوپیا کې د دې هېواد اقتصاد په ډېرې چټکۍ وده کوي خو بیا یې هم ډېری خلک موټر نه لري. په هرو زرو کسانو کې ایله دوه یې وکولی شي موټر واخلي. هغه کارول شوي موټر لا چې له منځني ختیځ او اروپا ورځي هم په لسګونو زرو ډالرو بیه لري.

بارک اوباما په عکسونو کې

په امریکا کې د بارک اوباما دوره پای ته رسېږي او داسې ښکاري چې د هغه سړي کار ورسره تمام شوی چې دا اته کاله لګیا و او د ده ورځنی ژوند یې څار

اوباما او پاکستان

مخکيني پاکستاني چارواکي وايي د ولسمشر اوباما په واکمنۍ کې د واشنگټن اړيکي تر اسلام اباد له ډيلي سره ډېرې خوږې شوي. په هند کې بيا په دې وروستيو کې رسنيو ويل چې اوباما ته په سويلي اسيا کې افغانستان او پاکستان لومړيتوب درلود.

د بريتانيا ځينو جوماتونو داسې کامرې لګولې چې د لمر راختلو دقیق وخت معلوم کړي

د بریتانیا په بېرمېنګهم کې د ستور پېژندنې مینه والو تر سلو ډېر جوماتونه راضي کړي چې کامرې ورپرېږدي چې د لمر ختو پر وخت عکاسي په کې وکړي.

شربت ګله: ځانګړې مرکه

د زرغونو او هیښونکو سترګو لرونکې شربت ګله د افغانستان د روانې غمیزې سمبول ګڼل کېږي. شربت ګله وايي په پېښور کې تر ۳۵ کاله اوسېدو وروسته یې دا تمه نه درلوده چې پولیس به یې زنداني کړي او له هېواده به یې وباسي.

د بریتانیا لومړۍ وزیره: د اروپا ګډ بازار کې نه پاتې کېږو

د بریتاینا لومړۍ وزیره ټرېزا مې وايي، له اروپايي ټولنې یې د هېواد وتل په دغه اتحادیه کې د بریتانیا غړیتوب په بشپړه توګه پای ته د رسېدو په معانا دي.

''د اوږده عمر لپاره سره مرچ''

یوه نوې څېړنه ښيي، چې هغو کسانو کې، چې سره مرچ خوري د ژر مړینې کچه د هغو پرتله، چې نه یې خوري ۱۳ سلنه ټیټه ده.

بریتانیا د اروپا له ګډ بازاره وځي، خو ملګرتیا نه پرېږدي

بریتانیایۍ ګارډن ورځپاڼې په اروپايي ټولنه کې ددغه هېواد د غړیتوب په اړه یو مطلب خپور کړی او په کې ویل شوي چې لومړۍ وزیره تیریزا مې به د خپلې کاري دورې په یوه ډیره مهمه وینا کې په ډاګه کړي چې بریتانیا د اروپا له ګډ بازار ووځي.

افغان ښځې وشو لوبه زده کوي

افغان مېرمنې ډېرې هڅې کوي چې له نارینه وو سره اوږه په اوږه د افغانستان په پرمختګ کې برخه واخلي. د دوی دغه هڅې بیا د سپورت په برخه کې ډېرې ښې ځلېدلې. د نورو سپورتونو ترڅنګ وشو لوبه د افغان مېرمنو ترمنځ نوې رواج شوې ده.