ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو

واشنګټن او د نړۍ لر او بر کې د ټرمپ خلاف مظاهرې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خلاف ' واشنګټن کې د ښځو لاریون ' لپاره نژدې ۲۰۰ زره کسان یو ځای کېږي او دا نړۍ کې له هغو نږدې ۶۰۰ لاریونونو یو دی، چې تمه کېږي د ولسمشر په توګه به سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ لومړۍ ورځې په مناسبت تر سره کېږي.

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ پايلوبه

افغانستان د صحرا کپ کرېکټ شل اوريزو سياليو اتلولي وګټله. د شهزاد په ناسوځېدلې پنځوسيزې او د نوروز په ١٧ منډو افغانستان ايرلنډ ته لويه ماتې ورکړه.

د کوټې اوونۍ: بلوچستان کې د روغتیايي اسانتیاو نشتوالی

زموږ همکار خدای نور ناصر د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ته نژدې داسې سیمې ته ورغلی چې یو مختصص ډاکتر نه لري. بلوچستان کې ټولټال څه باندې ۱۳ میلیونه خلک اوسېږي.

جرزي کې د سکو لټه

په جرزي ټاپو کې دوه ملګري پر یوه لویه ځمکه په کمسارو سکو پسې ګرځېدل او بلاخر یې پیدا کړې.

کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه

که مو په کور کې پایپونه خراب وي او تاسې هڅه کوئ چې جوړ یې کړئ خو نه پوهېږئ کوم دیوال را وسپړئ، په دې اړه په کلېک کې داسې یوه نوې آله درښیو چې په همدې برخه کې مو سر خوږی کموي.

کينيا کې د ډاکترانو اعتصاب

د افریقا کینیا کې دا یوه میاشت کېږي چې ډاکتران کار نه کوي. دوی د تنخوا پر سر له حکومت سره جنجال لري. د روغتیا پالانو ټولنې درې کاله مخکې له حکومت سره یو تړون کړی و.

افغانستان د صحرا کپ اتلولي خپله کړه

افغان لوبډلې د صحرا کپ کرېکټ سياليو په پايلوبه کې ايرلنډ ته په ماتې ورکولو سره دغه اتلولي وګټله. محمد نبي د پای لوبې او د دې سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د کوټې اوونۍ: 'بلوچستان کې ډېری روغتونونه متخصص ډاکتران نه لري'

په بلوچستان ایالت کې د روغتیا وزیر وايي، دلته د متخصصینو د نشتوالي له امله لا هم ډېری داسې روغتونونه شته، چې په کې متخصص ډاکتران نه شته.

د افغانستان سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګیلاني ومړ

د افغانستان سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګیلاني نن ماخوستن کابل کې ومړ. د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمان سلیم د له بي بي سي سره خبرو کې د پیر سید احمد ګیلاني مړینه تایید کړې ده.

محمد شهزاد د وېراټ کولي ريکارډ مات کړ

د افغانستان تکړه لوبغاړي محمد شهزاد شل اوريزو نړيوالو سياليو په ناک اوټ يا ګروپ پړاو نه بهر مرحلې لوبو کې د څلورو پنځوسيزو په جوړولو سره نوی ريکارډ جوړ کړ.

سعودي عربستان: ترهګرۍ پېښو کې د ۴۰ هېوادونو وګړي ښکېل دي

سعودي عربستان کې چارواکي وايي، دا وروستیو کلونو کې دغه هېواد کې د ترهګرۍ پېښو کې د ۴۰ هېوادونو کسان ښکېل دي.

ټرمپ افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره غږېدلی

د امریکا ولسمشر افغانستان کې دېره امریکايي پوځیانو ته په وینا کې ویلي 'زه تر پایه درسره ملګری یم او موږ به په ګډه دغه دنده سر ته رسوو.'

سویس کې د افغان نجونو لومړنۍ ارکسټرا ننداره

د سويس په داووس کې افغان هنرمندو نجونو په داسې مهال د نړۍ د اقتصاد درې زرو مدیرانو ته خپله موسیقي وړاندې کوله، چې په سپینه ماڼۍ کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسم لرل.

'۲۰۱۷ کې درېیمه برخه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري'

ملګري ملتونه وايي افغانستان د بشري مرستو له اړخه استثنايي کال په مخ کې لري او په دې کال کې به د هېواد د نفوس درېیمه برخه بشري مرستو ته اړتيا ولري. د راتلونکي کال د بشري مرستو لپاره له نړيوالې ټولنې د ۵۵۰ ميليونو ډالرو غوښتنه شوې چې ۵٫۷ میليونه به یې اړمنو کسانو ته ورسېږي.

'د افغان "خیالي پولیسو" توري پولیسو ته زیان رسولی'

افغان حکومت وايي، د پولیسو په لیکو کې یې د "خیالي" تشکیلاتو - چې پولیسو ته یې زیان اړولی- د معلومولو په موخه بېلابېلو ولایتونو شل پلټونکې ډلګۍ استولې. خیالي پولیس هغو پولیسو ته ویل کېږي، چې د پولیسو لیکو کې نه وي، خو امتیازات یې په نامه اخیستل کېږي.