شاته

د نیویارک د امام د قتل په تور مشکوک کس نیول شوی

د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې د آسکار مورل په نامه یو پنځه دیرش کلن شخص پدې تور نیول شوی چې د جومات امام او د هغه ملګري یې وژلي دي.

د نیویارک د کیونز د سیمې څارنوال رچارډ بروان په آسکر مولي رسماً یو د لومړۍ درجې او دوه د دویمې درجې قتلونو تورونه ولګول. په هغه دوه جنایي تورونه د وسلې د درلودلو په خاطر هم ولګیدل.

بروان په اعلامیې کې ویلي دي په تورن کس دا الزام دی چې یو "محبوب مذهبي مشر" او د هغه ملګري یې وژلي. په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې کسانو وژل کیدل نه یوازې د "هغوي د کورنۍ بلکې د ټولنې لپاره ستره ضایعه ده."

څارنوال بروان په اعلامیې کې دا هم ویلي دي چې وژل شویو کسانو " سولې ته خدمت کاوه."

په آسکر دا جنایي تور هم لګیدلی چې په غیرې قانوني توګه یې وسله د ځان سره ساتلې وه. هغه د یکشنبې په ورځ یو کس پخپل موټر وواهه او بیا د پیښې د ځای نه وتښتید چې وروسته بیا پولیسو ونیوه. یوه خبریال د هغه نه پوښتنه کوله چې ولې د جومات امام وواژه.

" آسکار ! تا هغوي ولې ووژل. آیا تا هغوي د دې لپاره ووژل چې مسلمانان ول. ؟"

که چیرته په آسکر مولي چې هسپانوی دی، دغه وژنې ثبوت شي، امکان لري چې په ابدي حبس به محکوم شي. تمه کیږي چې منصفه هیت به د همدې روانې میاشتې په اتلسمې نیټې پریکړه وکړي.

۵۵ کلن ملا امام، مولانا اخوندي جي او ۶۴ کلن ملګری یې طهارالدین د همدې تیرې شنبې په ورځ د ورځې په شاوخوا دوه بجو پداسې حال کې د شا لخوا په وویشتل او ووژل شول چې د مسجد نه د کور په لور روان و. چارواکو تر اوسه ندي ویلي چې دغه کسان د کوم هدف لپاره وژل شویدي.